Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي

Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي, Kabul.

کوچینیان مه پرېږدی چي خپل ګوته  په خوله کي نیسي، یایې روي.اینده کي د غاښونو او وريو د بي نظمی سبب سبب ګرځي
16/05/2025

کوچینیان مه پرېږدی چي خپل ګوته په خوله کي نیسي، یایې روي.
اینده کي د غاښونو او وريو د بي نظمی سبب سبب ګرځي

26/01/2025

ډير ګټور معلومات دي يو ځل يي وګورئ

د مريض په خوله خندا راوستل هم خواري غواړي
24/01/2025

د مريض په خوله خندا راوستل هم خواري غواړي

تل بايد هڅه وکړو چي مريض راضي کړو او خپل مسلک کي نوره هم خواري وکړو
15/01/2025

تل بايد هڅه وکړو چي مريض راضي کړو او خپل مسلک کي نوره هم خواري وکړو

په خپل مسلک کي کوشش کوو چي هيوادوالو ته لا ښه خدمات وړاندې کړو او په شونډو يي موسکا راولو نوټ مريض وخت نه درلوده چې ارتو...
30/01/2024

په خپل مسلک کي کوشش کوو چي هيوادوالو ته لا ښه خدمات وړاندې کړو او په شونډو يي موسکا راولو
نوټ مريض وخت نه درلوده چې ارتودنسي مو ورته کړئ وه
مريض عکس مخکي د کار او وروسته د کار

زموږ هيله ستاسو خوشحالي ده
29/01/2024

زموږ هيله ستاسو خوشحالي ده

19/06/2022

د ويني کموالي (Anemia)

دوينې کموالى په وينه کې دهيمو ګلوبين د کچي له ټيټوالي څخه عبارت ده چې دوينې دسرو حجراتو دکيفيت يا کميت له کموالي سره څرګنديږي. د ويني د سرو حجرو شمير کموالى کيداى سي دلاندې مواردو په پايله کې رامنځته سي.

• دتوليد کموالي
• داوسپنې د فوليت يا دواړواو ويټامين 12B دتغذيې کموالى، چى دهيموګلن بين په توليد کې هغوى ته اړتياده .
• خوار ځواکې – دخوراکې موادو کموالى دوينې دکموالي ډير معمول لامل دى.
• اميدواري.
• مزمن سيستميکې ناروغۍ.
• دهډوکي دمغز دتوليد کموالى ( لوکيميا او يا نورې ناروغۍ).
• انتان.
• خراب جذب.
• دتخريب زياتوالي ( هيموليز).
• ملاريا.
• انتان ( ويروسي باکتريايي).
• ددرملوغبرګونونه د ( مثال په توګه Cytoxtoxics,Co –Trimoxazol,Primaquine يا دمشتقات Nitrofuran ).
• Hyperplensim ، دانزايمونو کموالي.
• دويني ضايع کيدل.
• پرازيټي انتانات ( دمثال په ډول چنګکي چينجي ،Whipworm ).
• دوينې ضايع کيدل په مياشتنى عادت کى له ډيرى وينې راتلني يا ږيږون سره .
• په مزمنه توګه دوينې له لاسه ورکول، دمعد او اثناعشر له ټپ څخه راپيداسوې ناروغۍ، بواسير، يا دکولمو سرطان.
تشخيص
• دوينې دکموالي اعراض او علايم دهغه دمزمنوالي او شدت ددرجي له مخې توپير لري.
• دويني خفيف کموالى کيداى سي کومه نښه ونلري ، په عمده موندنو کې کيداى سي لاندې موارد شامل وي:
o الوتى رنګ – منضمه ،مخاطي غشا او دنوکانو بستر.
o ستړيا، داشتها نشتوالې ،دسړښت نه زغمل.
o دسر درد او ګنګس والى.
* دوينې شديد کموالى ( په هر ډيسي ليتر کې له ٧ ګرامه څخه کم هيموګلوبين HB ) چې دلاسونو په ورغوي کې درنګ له شديد خسافت سره مل وي، داحالت کيداى سي په سالنډۍ او دزړه دعدم کفايى لامل سي.
* دوينې دکموالي لپاره دتعريف سوي ارزښتونه دعمر اوجنس له مخې توپير لري ،په ټولنيزه توګه په ماشومانو کې په هر ډيسي ليتر کې له ١٠ لس ګرامو څخه کم ( له ٢٨ هيماتوکريت سره سمون لري) او په لويانو کې په هر ډيسي ليترکې له ١٢ ګرامو څخه کم ( له ٣٢ هيماتوکريت سره سمون لري) دويني دکموالي تعريف دى.

18/06/2022

شاک:Shock
د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درملنه په وخت تر سره کړی.

تعریف:Diffination
شاک قوی ژوند ګواښونکی حالت دی. شاک هغه وخت رامنځته کیږی چی کله بدن ته د دورانی وینی بهیر کم یا له ستونزی سره مخ شی.

شاک پنځه⑤ اصلی ډولونه لری چی په لاندی توګه یی یادونه کیږی.

① — اناپیلاکتیک شاک:Anaphylactic Shock
دا ډول شاک د حساسیت په وړاندی دبدن د عکس العمل په پایله کی منځته راځی. عوامل یی.

درمل لکه پنسیلین،سیفالوسپورین او وریدی آیرن.
د خزندو نیش یا چیچلو له لاری.
دځینو نباتاتو شیره...

نښی: Sign/Symptoms
← د فشار ټیټ والی یا سقوط.
←د تنفس یا ساه اخیستلو ستونزی
← د ژبی او شونډانو پړسیدل.
← د پوستکی رنګ الوتل.

درملنه: Treatment
ایپنفرین (epinephrine)وریدی لګول ورپسی هایدروکورتیزون(hydrocortisone) او انتی هستامینیک د تنفس د اخستلو لپاره اکسجن او یا هم برانکودایلوټورز لکه البوتیرول(albuterol) تطبیقول.

②— کاردیو جینیک شاک:Cardiogenic shock
دغه شاک معمولا د زړه عضلی ته د وینی له نه رسیدلو یا (MI) او د زړه د حملی (heart attack) په پایله کی واقع کیږی.

نښی:S/S
←د زړه د حرکاتو ډیریدل(increased heart rate)
←سخت او زر زر تنفس.
← د رنګ بدلیدل یا الوتل.
← د تشو متیازو نشتون یا کمیدل.
Treatment : درملنه:
د ترومبولایتیک درمل تر څو وینه نرۍ کړی او د جراحۍ عملیات انجیوپلاستی تر سره کول.

③— هیمورجیک شاک hemorrhagic Shock
دا شاک هغه مهال رامنځته کیږی چی بدن ۲۰% سلنه یا تر دی زیاته وینه له لاسه ورکړی. چی ډیری وخت د ټپی کیدلو او ترافیکی پیښو وروسته منځته راځی.
نښی:S/S
← د وینی بهیدل.
←خولی کیدل.
←ګنګسیت.
←ګچ او ګول کیدل(Confusion)
←په بیړه تنفس کول.
←د ننۍ وینی بهیدنی په صورت کی د ګیډی درد ،ګانکی او د تور رنګه غایطه موادو خارجول.

درملنه: Treatment
داسی مرسته وشی چی د وینی بهیدل و دروی او دلاسه تللو مایعاتو د بیا پوره کولو لپاره وریدی کرستلویید او د وینی ور کونه پیل شی.
داسی درمل لکه ډوپامین (dopamine) او ایپنیفرین(epinpherine) د زړه د حرکاتو د زیاتید او دوینی د پمپ کولو د قدرت په خاطر تطبیق شی.

④— نیوروجینیک شاک:Nueroginic Shock
دا رقم شاک هغه وخت راځی چی د عصبی مرکزی سیستم خرابتیا رامنځته شی او یا (spinal cord) ته صدمه ورسیږی.

نښی:S/S
←دفشار یو ناڅاپه ټیټدل.
← ګرم او رنګ الوتی پوستکی.
← د زړه د حرکاتو کموالی.

درملنه: Treatment
د لاندی درملو کارونه
لکه ، atropine، Dopamine ،vasoprosin تطبیقول تر څو د زړه حرکات او د زړه ضربان نارمل حالت ته راوګرځی.

⑤— سیپټیک شاک:Septic Shock
دا ډول شاک د باکتریاوو، ویروسونو او فنګل د حملی په پایله کی چی سيپسیس(Sepsis) رامنځته کوی او بیا سيپټیک شاک را منځته کیږی.

نښی:S/S
د تشو متیازو کموالی.(low urine out)
تبه.
ګنګسیت.
سرګرځیدل.
د زړه ضربان زیاتوالی.
زر زر تنفس کول.

درملنه: Treatment
د موجود انتان لپاره د هغه اړوند وریدی انتی بیوتیک ورکول د حیاتی اورګانونو له خرابیدلو مخنیوی د انسولین او کورتیکواستروییدونو تطبیقول.

مونږ او تاسی په ورځنی ژوند له دی ډول پیښو سره مخ کیږو نو لازمی بریښی ترڅو د خپلی پوهی په اساس د هیوادوالو او خپلو کورنیو د مرګ کچه را کمه کړو.
مننه

14/06/2022

♧د پوزې څخه د وینې راتلل (Epistaxis)....

د پوزې څخه د وینې راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کې زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کي وینه په خپله بندیږي خو داچي دپوزې د وينې رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پوزې وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي شي
د پوزې څخه د وینې راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چې په پوزه پورې مربوط دي او بل عمومي علتونه
▪په پوزه پورې مربوط علتونه:
۱- د پوزې التهاب (Infection)
۲- د پوزې ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل شوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پوزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پوزه کې د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیرعادي رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پوزې سرطان (Neoplastic)
▪عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کوم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (Fever or Influenza)
☆علاج او بیړنی مرسته:
د پوزې څخه د وینې راتلو علتونه مختلف دي،نو زر تر زره باید نږدې کلینیک ته ځان ورسول شي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل شي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل شي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پوزې لاندي برخه چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټینګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي د لسو دقیقو لپاره ،یا کلینیک ته تررسیدوپورې.
۲- سر په مځکه مه ایږدی، ځکه پدی سره د سر طرف ته د وینې جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ طرف ته کوږ کئ، ناسته بهتره ده.
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخې اوبه واچوئ،او یا یخ او لومد ټوکر په مخ تیر کئ، ترڅو د مخ په برخه کې د ویني رګونه تنګ او د ویني جریان کم شي.
۴- تنفس یا ساه اخیستل د خولې د لارې کوئ،کومه وینه چې د ستوني طرف ته تللې وي هغه د خولې د لاري توف کئ.
۵- کله چي وینه ودریږي نو د پوزي د پاکولو او کشکولو کوښښ مه کوئ ځکه په دې سره د وینې د بهیدو چانس زیاتیږي.

اپنډکس ولې پړسوب پیدا کوي ؟د اپنډکس پړسېدنه یو روغتیایي حالت دی په انګریزۍ کې دې حالت ته (appendicitis) وایي. پړسوب یې م...
14/06/2022

اپنډکس ولې پړسوب پیدا کوي ؟
د اپنډکس پړسېدنه یو روغتیایي حالت دی په انګریزۍ کې دې حالت ته (appendicitis) وایي. پړسوب یې ممکن د بندېدنې له امله وي، پړسوب یې ممکن لنډمهاله یا اوږد مهاله وي. په متحده ایالتونو کې د ګېډې تر ټولو لوی لامل دی او پایله یې عملیات کېدنه وي. په ۱۰۰ کې تر ۹ پورې امریکایان یې د ژوند په اوږد کې تجربه کوي.

اپنډکس کوچنۍ کیسه یا کڅوړه ده او له کلمو سره نښتی وي. د ګېډې په لاندې ښي اړخ کې وي. کله چې اپنډکس بند یا بلاک شي نو داخل کې یې باکتریا تکثیر کولای شي، دا چاره یې د عفوني کېدنې او پړسوب لامل کیږي او ګېډه کې له درد سره مل فشار پیدا کوي. اپنډکس د وینې جریان هم بندولای شي. که چېرې د پړسېدلي اپنډکس درملنه ونشي نو د اپنډکس د چاودېدو لامل کیږي او ستاسې بطن کې یې باکتریا خپرېدی شي کوم چې جدي او ځینې وخت د مړینې لامل کېدونکی حالت دی.

لنډ مهاله د اپنډکس پړسېدنه
د اپنډکس نا څاپه او سخته پرسېدنه ده. ډیری وخت په هغو کسانو کې رامنځته کېدونکی حالت دی چې عمر یې له ۱۰ تر ۳۰ کالو پورې وي. همداسې د ښځو په پرتله ډېر زیات په نرانو کې پېښیږي. درد یې په ۲۴ ساعتو کې بې کچې ډېریږي. سملاسي درملنې ته اړتیا لري او که چېرې یې درملنه ونشي نو د اپنډکس د چاودلو یا څېرې کېدو لامل کیږي. لنډمهاله اپنډکس تر اوږد مهاله اپنډکس عام او زیات وخت پېښېدونکی دی.

د اپنډکس اوږدمهاله پړسېدنه
ډېر کم وخت پېښېدونکی روغتیایي حالت دی. علایم یې نرم وي، علایم د څو اوونیو، میاشتو او یا کلونو لپاره ښه کېدلی او بېرته را ګرځېدلی شي. تشخیص یې ستونزمنه چاره وي او ډېری وخت یې تر هغو تشخیص نه کیږي تر څو چې په لنډ مهاله د اپنډکس پړسېدنې باندې نه وي بدل شوی.
نښې او علایم
د اپنډکس د پړسېدنې درد ډېری وخت د ګېډې پاسه برخه کې پیل کیږي او وروسته د ګېډې لاندې ښي اړخ ته کوزیږي، درد یې :
– نا څاپه پیل کیږي
– کله چې ټوخیږی یا خوځښت کوی درد یې زیاتیږي
– درد یې دومره زیات وي که چېرې یو کس ویده هم وي له خوبه یې ویښوي
– د ګېډې له هر ډول درد سره توپیر لري
– په څو ساعتونو کې یې درد بې کچې زیاتیږي

نور ممکن علایم یې :
– بې اشتیا کېدل
– د خوړو نه هضم کېدل
– زړه بدوالی او کانګې
– د ګېډې پړسېدنه
– کمه تبه

په ډېرو کمو خلکو کې ممکن علایم :
– نس ناستی
– قبضیت
– د باد نه وتل

که چېرې تاسې فکر کوی چې اپنډکس مو پړسېدلی دی او قبضیت هم یاستی نو (laxatives or e***a) مه کاروئ ځکه چې دا درملنه اپنډکس څېرلی یا چاودولی شي او په بطن یا ګېډه کې مو د اپنډکس باکتریا خپرولی شي. که چېرې مو پورته یاد علایم تجربه کړل نو سملاسي ډاکټر یا روغتون ته ولاړ شئ ځکه چې د اپنډکس پړسېدنه په ډېره چټکۍ د ایمرجنسي په روغتیایي حالت بدلېدلی شي.

لاملونه
په ډېرو حالتونو کې یې لامل نه دی مالوم چې څه د اپنډکس د پړسېدو لامل کیږي خو روغتیا پوهان وایي چې کله د اپنډکس یوه برخه بنده یا بلاک شي نو دپړسوب لامل کیږي. هغه څه چې یې د بندېدو لامل کیږي لاندې یاد شوي :
– د کلکو شوو غایطه موادو جمع کېدنه
– د کلمو چونجیان
– ټپي کېدنه
– تومورونه
– د لنفاوي فولیکولونو غټېدنه

د هر انسان اپنډکس پړسېدلی شي خو کوم کسان چې د ۱۰ او ۳۰ کالو تر منځ دي، جنسیت یې نر وي او یا کورنۍ کې د اپنډکس مخینه لري تر نورو د اپنډکس د پړسېدنې له خطر سره زیات مخ دي.

جانبي عوارض
که چېرې پړسېدلی اپنډکس څېرې شي نو باکتریا او غایطه مواد په ګېډه کې خپرېدی شي، د سخت درد لامل کېدای شي او لاندې یاد شوي د ژوند ګواښونکي روغتیایي حالتونه رامنځته کولای شي :

peritonitis
کله چې پړسېدلی اپنډکس وچاودیږي په بطن کې یې باکتریا خپره شي او له دې څخه د بطن پوښ یا (peritoneum) عفوني شي دې حالت ته (peritonitis) وایي. علایم یې :
– د زړه ضربان کې تېزوالی
– زیاته تبه
– تېزه ساه اخیستنه او ساه بندېدنه
– په ګېډه کې دوامداره درد

abscesses
په هغه سیمه کې چې د اپنډکس چاودنې توکي خپاره شوي وي مردار دانه پیدا کېدل یې اوبه کول، اوبه یې باید تخلیه شي او درملنه په انتیبیوتیک اړینه ده. د اوبو تخلیه د عملیات پر مهال یا له عملیات مخکې په پیچکاري کیږي. د تخلیې پر مهال ناروغ ته انستیزي ورکول کیږي او د بهیر د هدایت کولو لپاره الټراسونډ یا سي ټي سکېن کاریږي.

sepsis
کم وخت باکتریا کولای شي د وینې جریان ته داخله شي او د بدن نورې برخې عفوني کړي. خو که چېرې وینې ته داخله شي د انسان ژوند اخیستلی شي. علایم یې
– کمه یا زیاته تبه
– زهني ګډوډي
– بې کچې خوب ورتلل
– ساه بندېدنه

که چېرې دا حالت پېښ شي باید ناروغ سملاسي د روغتون اېمرجنسي ته ورسول شي. په هرو درې کسانو کې یوازې یو له دې حالته ژوندی پاتې کېدای شي.

د پورته یادو شوو حالتونو د مخنیوي لپاره ممکن ډاکټر د عملیات، انتیبیوتیک او بلې درملنې سپارښتنه وکړي. په ځینې حالتونو کې یې درملنه هم جانبي عوارض پیدا کولای شي خو په انتیبیوتیک یا عملیات یې درملنه کم جدي جانبي عوارض لري.

د اپنډکس پړسېدنې تشخیص څرنګه کیږي ؟
که چېرې مو ډاکټر د اپنډکس پړسېدنې شک وکړي له تاسې یې د علایمو په اړه پوښتنه کوي، ستاسې د روغتیا د مخینې په اړه پوښتنې کوي. له هغې وروسته مو د ګېډې لاندې ښي اړخ کې د درد لپاره فزیکي ازموینه کوي، د ګېډې په ښي اړخ کې مو پړسوب او سختوالی ګوري. له فزیکي ازموینې وروسته ممکن ډاکټر د نورو ازموینو سپارښتنه وکړي.

د وینې ازموینه
د عفونیت د نښو لپاره ډاکټر د (complete blood count CBC) ازموینې سپارښتنه کوي، د اپنډکس پړسېدنه ډېری وخت له باکتریایي عفوني کېدنې سره مل وي، همداسې په خالي ادرارو کې باکتریا هم د اپنډکس پړسېدنې ته ورته پایله لري. له دې پرته ډاکټر ممکن د (C-reactive protein test) ازموینې سپارښتنه هم وکړي تر څو په دې پوه شي چې ګېده کې پړسوب خو به کوم بل لامل نلري لکه ایمني سیستم کې د بې نظمي له امله ګیډه کې پړسوب یا اوږد مهاله روغتیایي حالتونه.

د خالي ادرارو ازموینه
ډاکټر ممکن په دې پوهېدل وغواړي چې د ګېډې درد خو به د خالي ادرارو د کانال د عفوني کېدنې له امله یا پښتورګو کې د تیږې له امله نه وي او د دې لپاره ممکن د (urinalysis) په نامه ازموینه وکړي.

که چېرې ښځه وي نو ممکن د اومیندوارۍ ازموینه یې هم وشي ځکه چې له رحم بهر د جنین وده ځینې وخت د اپنډکس پړسېدنې ته ورته درد لري. همداسې ښځو کې ډېری وخت د نورو ناروغیو لپاره ممکن ډاکټر د خاصره لګن لپاره هم ازموینه وکړي.

د ګېډې انځوریځې ازموینې
د ګېډې انځوریزې ازموینې لاندې یادو شوو روغتیایي حالتونو لپاره ترسره کیږي :
abdominal abscess
f***l impaction
inflammatory bowel disease
د ګېډې انځوریځې ازموینې لاندې یادې شوي :
abdominal ultrasound
abdominal X-ray
abdominal CT scan
abdominal MRI scan
abdominal ultrasound
د سینې ازموینې
که چېرې ستاسې د سږو په ښي اړخ کې نمونیا وي ټول علایم یې د اپنډکس پړسېدنې ته ورته والی لري، د دې لپاره ممکن ډاکټر د سي ټي سکېن یا د سینې د ایکس رې سپارښتنه وکړي.

درملنه
د درملنې لپاره ډاکټر انتیبیوتیک نسخه کوي، د عملیات له لارې مو اپنډکس پرې کوي دې چارې ته طبي ژبه کې (appendectomy) وایي. له دې پرته که چېرې داخل کې ریم وي د ریم تخلیه کوونکې پیچکاري باندې یې تخلیه کوي، د درد ارامولو لپاره درمل، د ورید له لارې مایع او د مایع شکل کې خواړه هم د درملنې برخه ده.

مخنیوی
فایبري خواړه لکه میوه، سبزي، نسک، کورخې یا لوبیا او نخود، نسواري وریژې، د بشپړ غلې ډوډۍ مو د اپنډکس پرسېدنې خطر کموي. کومو هیوادونو کې چې یاد خواړه ډېر کاریږي ډېر کم خلک یې د اپنډکس پړسېدنه تجربه کوي.

13/06/2022

ټریسمس

(د یوناني کلمې ټریسموس څخه جوړ شوی)، د ژامې د عضلاتو دوامداره درد (محدودیت) ته اشاره کوي چې ناروغ نشي کولی خپله خوله خلاصه وساتي، په بل عبارت، د خولې د خلاصولو او ساتلو محدودیت تجربه کوي.

په هرصورت، دا محدودیت به په ناروغانو کې د ټریسمس شدت پورې اړه ولري. په غاښونو کې د انستیزیا درد وروسته دا پیچلتیا د غاښونو په دفتر کې د انستیزیا انجیکشن وروسته ترټولو عام اړخیزه اغیزه ده.
لامل:

1⃣ صدمه:
په عارضي لوبی کې عضلاتو یا شریانونو ته ناغوښتل شوي زیان د ټریسمس تر ټولو عام لامل دی (د خولې د خلاصیدو د محدودیت لامل کیږي). سړه تعقیم محلولونه) یادونه وشوه چې دا مرکبات د انجیکشن سایټ نسج هڅوي په ځانګړي توګه عضلات. د انجیکشن سایټ د انټرماسکلر انجیکشن په ډیری قضیو کې د انجیکشن سایټ عضلاتو فایبر د مړینې لامل کیږي او د ټریسمس لامل کیږي.

2⃣ خونریزي:

وینه بهیدل د تریسمس یو بل لامل دی، په ځینو مواردو کې، د انجیکشن په ځای کې د غاښونو د ستنې نخښه په سیمه کې کوچنۍ شریانونه ماتوي او د وینې د جریان لامل کیږي. تریسمس (ټریسموس) به تر هغه وخته دوام وکړي تر څو چې وینه جذب شي (نږدې دوه اونۍ).

دا باید په پام کې ونیول شي چې د دې انټرا نسج خونریزي له امله یو لنډ انفیکشن کولی شي د ژامې عضلاتو درد خراب کړي.

که څه هم په ډیری مواردو کې د غاښونو د انجیکونو له امله د حرکت محدودیت خورا څرګند نه دی، مګر په ځینو مواردو کې دا محدودیت جدي دی او د سختو بندیزونو لامل کیږي. د خولې د خلاصیدو منځنۍ کچه په نارینه وو کې 45 ملي میتره او په میرمنو کې 39 ملي میتره وه، چې د maxillary occlusion په حالت کې 14 mm ته راټیټه کیږي.

د غاښونو د انجیکشن له امله د ژامې بندیدل دوه مرحلې لري:

د اختلاطاتو لومړی پړاو یا حاد مرحله: هغه شدید درد چې د انټرماسکولر خونریزي له امله رامینځته شوی چې څو ورځې دوام کوي ،

د اختلاط دوهم پړاو یا اوږدمهاله مرحله: که چیرې د درملنې پروسه پیل نه شي، لومړی پړاو د ژامې کنجنګ سره دوام لري او په ځینو مواردو کې، انفیکشن د دې برخې ستونزې ته اضافه کیږي.

د تریسمس د مخنیوي لارې چارې:

1- د کیفیت لرونکي ستنې وکاروئ (د مثالي ګړندۍ سره معتبر برانډ) او جراثیمي او د کارولو وړ.

2- د معیاري انستیزیا کارتوسونو څخه کار واخلئ کوم چې په مناسبو شرایطو کې ساتل کیږي.

3- د جراثیم ضد تخنیکونو څخه کار واخلئ.

4- د غیر صدمې (هیڅ زخم) تخنیکونو څخه کار واخلئ.

په جلا سیمه کې د تکرار انجیکونو څخه ډډه وکړئ.

6- څومره چې ممکنه وي د انستیزیا لپاره د انستیکیا ټیټ خوراک وکاروئ.

درملنه:

فعال او غیر فعال فزیوتراپي (مساج او ګرم کمپریس)

د میټو کاربامول کپسول په ورځ کې دوه یا درې ځله

د فزیوتراپي څخه مخکې د Diazepam ampoule ١٠

🔸درملنه باید تر یوې اونۍ دوام وکړي

12/06/2022

تعدادی از اصطلاحات اختصاصی در اندونتکس :-
1. Obturation :- پر کردن کانال ریشه، با مواد پر کننده ریشه
2. Abscess:- تجمع موضعی چرک در یک نسج یا فضا
3. Acute apical abscess :- یک عکس‌العمل التهابی در برابر عفونت و نکروز پالپ است، که شروع سریع دارد، و با درد خودی،حساسیت دندان به فشار،تجمع چرک و تورم نسج همراه است.
4. Chronic apical abscess :- یک عکس‌العمل التهابی در برابر عفونت و نکروز پالپ است،که شروع تدریجی داشته، بددون ناراحتی یا با نارحتی کمی همراه است.
5. Sinus tra:- یک مجرای خروج چرک یا قیحی که در آبسه های مزمن ایجاد میشود
6. Apex:- انتهای ریشه
7. Apexogenesis:- یکی از روش های درمان پالپ زنده است، در دندان های که اپکس باز دارند،که به تکامل فزیولوژیک و تشکیل ریشه کمک میکند.
8. Apexification :- روشی است جهت ایجاد سد یا مانع کلسیفیه در دندان نکروزی که اپکس آن باز است. این درمان یا با قرار دادن کلسیم هایدروکساید برای طولانی مدت در داخل کانال و یا بستن قسمت اپیکالی با موادی چون CEMیا MTA انجام میشود.
9. Etiology :- فاکتورهای که علت بیماری را بیان میکند ممکن سیستمیک باشد یا موضعی.
10. Oodontalgia:- درد با منشا دندان
11. Pulp exposure :- باز شدگی در عاج و در نتیجه نمایان شدن پولپ بدون پوشش
12. Analgesic :- ادویه که جهت کاهش احساس درد به کار میرود.
13. Biofilm :' تجمع و تکثر مایکروارگانیزم ها در یک سطح یا محلول
14. pulpitis :- یک کلمه کلینیکی و هستولوژیکی است که نشان دهنده التهاب پولپ است.
15. perforation:- یا سوراخ شدگی دندان عبارت از یک ارتباط پتالوژیک یا میکانیکی بین کانال ریشه و سطح خارجی ریشه میباشد.
16. Pulpectomy:- خارج کردن کامل پولپ دندان
17. Partial pulpotomy :- حذف بخشی کوچکی از پولپ زنده تاجی، جهت حفظ پالپ باقی مانده.
18. Pulpotomy :- حذف بخشی تاجی پولپ زنده
19. Periradicular:- اطراف ریشه
20. Resorption:- شرایط فزیولوژیک یا پتالوژیکی که منجر به از بین رفتن عاج،سمنت و یا استخوان میشود.
21. Apical constriction :- قسمتی از کانال که کمترین قطر را دارد. معمولا ۰.۵ الی ۱ ملی متر کوتاه تر از فورامین اپیکال قرار دارد.
22. Retreatment :- خارج کردن پر کردگی قبلی کانال،پاک کردن شکل دهی و پرکاری مجدد کانال ها.
23. Irrigants:- مایع های که جهت شستشوی داخل کانال استفاده میشود.مانند : کلوروهگزدین، سودیم هایپو کلوراید، EDTA
24. Smear layer:- باقی ماندن دبری ها روی سطح عاج و سایر سطح ها بعد از استفاده از فایل هاست، این لایه شامل:- ذرات عاج،بقایای پالپی نکروز یا زنده، اجزا باکتری ها و شوینده های باقی مانده است.
25. lubricant :- هنگام آماده سازی کانال ریشه به خصوص همرای وسایل چرخشی برای سهولت به حرکت در کانال، کاهش اصطکاک ،و نیز کم شدن احتمال شکستن فایل ها استفاده میشود.
26. MTA:- ماده ای که به عنوان ماده پرکننده انتهای ریشه، سد انتهای ریشه در دندانی با اپکس باز، برای بستن پرفوریشن، و پوشش پالپ زنده استفاده میشود.
27. EdTA:- اتلین دای امین تترا استیک اسید است که به صورت یک جامد کریستالی بی بو است که در آب قابل حل است،نمک دای سدیمی حل شده در محلول بفری آن در آماده سازی کانال ریشه و برداشت لایه اسمیر به کار میرود.

Address

Kabul

Telephone

+93777300502

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram