19/03/2026
د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام..!
د مروارید صافی شل بستریز معالجوي روغتون د مشرتابه له لوري د کوچني اختر د مبارکو ورځو په را رسېدو سره، د افغانستان ټول غیور ملت ته مبارکي وړاندې کوي.
او همداشان د روغتون اداره، درانه متخصصین، ډاکټران، نرسان او ټول کارکوونکي د ننګرهار قدرمنو اوسېدونکو او د هېواد ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې د کوچني اختر د ورځې مبارکي وایي.
لوی خدای دې دا سپېڅلې او مبارکې ورځې زموږ د ولس لپاره د خوښۍ، سولې، روغتیا او ورورولۍ پیغام وګرځوي، او د دې نېکمرغه اختر برکتونه دې زموږ په ټولنه کې د مینې، یووالي، سوکالۍ او هوسا ژوند پیلامه کړي.
کوچنی اختر مو بختور او مبارک شه!