Iqbal / اقبال

Iqbal / اقبال Medical services

مادرکش با صدای لرزان و پر از بغض پرسید داکتر صاحب ! آیا دخترکم دیده میتواند؟ بعد از سکوت درد ناک!  پاسخ منفی به او دادم ...
11/06/2023

مادرکش با صدای لرزان و پر از بغض پرسید داکتر صاحب ! آیا دخترکم دیده میتواند؟
بعد از سکوت درد ناک!
پاسخ منفی به او دادم و خودم را در بین گریه های مادرکش ناتوان یافتم.

نوت : عدم موجودیت چشم یا (anophthalmia) یک مشکل مادرزادی است که در آن نوزاد بدون کره چشم تولد می‌شود، می‌تواند یک طرفه یا دوطرفه باشد.
کاپی

14/04/2023

#رمضان #اسلام

په کويټ کې يو سپين ږيري سړي محکمه کې عريضه کړې وه، قاضي چې کله پوه شو، عريضه يې په خپل زوې کړې،؛ حيران شو قاضي پوښتنه وک...
11/10/2022

په کويټ کې يو سپين ږيري سړي محکمه کې عريضه کړې وه، قاضي چې کله پوه شو، عريضه يې په خپل زوې کړې،؛ حيران شو قاضي پوښتنه وکړه ، په زوې دې ولې عريضه کړې؟ سپين ږيري پلار په ځواب کې وويل : زه د خپل زوی نه د هغې د وسې برابر خپل مياشتنی مصرف غواړم، قاضي په ځواب کې وويل دا خو ستاسې په خپل زوی حق دی نورو دلایلو ته ضرورت نشته.

سپين ږيري سړي وويل سره ددې چې زه شتمن يم ، ددې پيسو ته ضرورت نه لرم، خو بيا هم غواړم مياشتنی مصارف ترې واخلم!

قاضي حيران شو هغې څخه يې د زوې نوم او پته وغوښته تر څو محکمې ته يې حاضر کړي، قاضي همداسې وکړ، کله چې يې زوې محکمې ته حاضر شو، قاضي ترې پوښتنه وکړه دا ستا پلار دی؟ ويلې هو، قاضي وويل چې پلار دې په تا عريضه کړې چې تاسو به د خپلې وسې برابر ددوې مياشتنی مصرف ورکوی.

زوې ېي په حيرانتيا سره ځواب ورکړ، چې پلار مې شتمن دی هغه زما پيسو ته هيڅ ضرورت نه لري

قاضي وويل ستا د پلار غوښتنه ده ، او هغه په خپله غوښتنه کې په حقه دې تاسې يې بايد عملي کړئ

سپين ږيري وويل ، قاضي صيب کې تاسې په دې باندې د مياشتې يو دينار مصرف کيږدۍ زه به خوشاله شم ، خو په دې شرط چې دا يو دينار به په خپل وخت بغير د کوم ځنډه ورکوي، قاضي وويل همداسې به کيږي ، دا ستاسې حق دي.

وروسته له دې قاضي حکم وکړ چې پلانکی د پلانکي زوی به د مياشتی يو دينار په خپل وخت بغير د کوم ځنده ورکوي.

قاضي چې کله دمحکمې څخه وته ، سپين ږيري سړي ته يې مخ کړ ويلې که خفه کيږي نه زه تاسې نه يوه پوښتنه کولای شم، سره ددې چې تاسې مالداره يې تاسې ولې په خپل زوی عريضه کړي وه ، او دومره کمې پيسې مو غوښتي؟

سپين ږيري سړي د سترګو څخه په داسې حال کې چې اوښکې روانې وې ، داسې وويل : زما زوې ډير مصروف دی هغه هيڅکله دخپلو کارونو څخه نه اوزګاريږي، په مياشت کې يو ځلې هم زما څنګ ته نه راځي او نه زنګ وهي، زوی مې په ما ډير ګران دی زه وايم لږ تر لږه په يو مياشت کې يې په همدې پلمه يو ځل ووينم .

پايله: که ژوند مو هر څومره مصروفه وي والدينو سره کينې د هغې اورې په دې سره هغوې ځوانيږي .

د هرې ستونزې لپاره تل بدیل لاره شتون لري !همیشه یک راه حل جایگزین هر مشکل وجود دارند!There always an altarnate way of ev...
07/10/2022

د هرې ستونزې لپاره تل بدیل لاره شتون لري !

همیشه یک راه حل جایگزین هر مشکل وجود دارند!

There always an altarnate way of every problem !

آیا پوهېږئ چې له انسان څخه څه ډول روح وځي او کله مو په دې تړاو څه اورېدلي اوکنه؟!څېړنو ښودلې، چې د روح له وتو دمخه لومړی...
05/10/2022

آیا پوهېږئ چې له انسان څخه څه ډول روح وځي او کله مو په دې تړاو څه اورېدلي اوکنه؟!
څېړنو ښودلې، چې د روح له وتو دمخه لومړی د انسان په حواسو کې اختلال او ګډوډي راځي، له خولې یې بې مفهومه خبرې وځي، داسې حس کوي لکه پر تنه یې چې خزنده ګان او حشرات ورخېژي، غیر واقعي غږونه او نارې اوري… چې دې ډول ټولو غیر واقعي حسونو ته په کریمنالوژیکي او طبي اصطلاحاتو کې هذیان وایي.
تر دې مرحلې وروسته پنځه ګوني حواس په بشپړ ډول کار پرېږدي، چې په دې سره د انسان اړیکه له بهرنۍ نړۍ سره قطع شي.
کله چې حواس له کاره ولوېږي؛ نو د انسان وجود (فزیکي جسم) په خپله کار پرېږدي او مړ ګڼل کېږي، ځکه خو په داسې یو حالت کې انسان د خپلو لاسونو، پښو، خولې… اختیار له لاسه ورکوي.
خو د حواسو او جسم په مړه کېدو سره لا هم انسان مړ نه وي، عصبي سیستم لا ژوندی وي.
د عصبي نظام اړیکه چې کله له جسم او حواسو سره قطع کېږي؛ نو په دې وخت کې په انسان دومره دردونه راشې، چې په ټول ژوند کې یې نه وي تجربه کړي. کله چې دردونه د اوج نقطې ته ورسېږي؛ نو ورپسې د روح د انتقال عملیه اجرا کېږي. د روح له وتو وروسته انسان په بشپړ ډول مړ شي.
د انسان په ژوند کې تر ټولو ستره وېره له مرګ څخه وي. د اسلامي فلسفې پوهان باور لري، چې د مرګ پر مهال له مسلمان انسان څخه په زیاته کچه وېره لرې کېږي، چې دا د لوی الله ج ځانګړی رحم دی.
الله ج د سورت یونس په ۶۲ نمبر آیت کې فرمایي:
((واورئ! څوک چې د الله ج دوستان دي، په هغو کومه وېره او کړاو نه شته.))

*~د نړي غوره سیلفې~**دې ځوان سهار وختي څلور بجې له کور نه د وتلو په مهال سیلفي اخیستې ده، دا مهال دی له خپله کوره کار ته...
04/10/2022

*~د نړي غوره سیلفې~*
*دې ځوان سهار وختي څلور بجې له کور نه د وتلو په مهال سیلفي اخیستې ده، دا مهال دی له خپله کوره کار ته روانیږي،*
*عکس کې شاته یې دکور دروازې خواته مور ولاړه ده، دی وایي: زه چې هر سهار کار ته ځم، مور مې له شا دروازې ته راځي او تر څو چې زه ورته معلومیږم دا هلته ولاړه او راپسې ګوري!*

*رسول الله ﷺ ته یو صحابي راغی او ورته ویې ویل: تر ټولو زیات مستحق او وړ انسان څوک دی چې ښه ژوند او ښېګڼه ورسره وکړم؟*
*هغه ورته وفرمایل: مور دې ده، بیا دې مور ده او بیا دې مور ده.*
*څلورم ځل یې پلار ورته یاد کړ.*
*أمك ثم أمك ثم أمك. رواه البخاري.*
*اوس پوه سه چې رسول الله ﷺ ولې درې ځله مور تکرار کړه؟!*

*کوم څوک چې دخپلې مور مخالفت وکړي په لوی ظلم کې یې برخه واخیستله او داسې ظالم ته اکثره الله په دنیا کې سزا ورکوي.*
موژ تعقیب کړئ او پوسټ مخته شير کړی لا جالبی به ولولۍ!

تاسو پوهیږي چې مړ انسان څنګه خبريږي چې زه مړ یم؟مړ شخص تر هغې هېڅ نه پوهيږي چې زه مړ یم، هغه د مرګ خوبونه ویني.کله لامبي...
02/08/2022

تاسو پوهیږي چې مړ انسان څنګه خبريږي چې زه مړ یم؟

مړ شخص تر هغې هېڅ نه پوهيږي چې زه مړ یم، هغه د مرګ خوبونه ویني.
کله لامبي کله ژاړي تر هغې چې په قبر کې کېښودل شي،
کله چې خپل ټول خپلوان ترې لاړشي او په قبر ڪې یوازې پاتې شي نو خدای ج ورته په بدن ڪې روح واچوي، ڪله چې سترګې وغړوي اول خو یې زړه ښه شي چې د یو بد خوب څخه راویښ شوم، خو ڪله چې خپل شاو خوا ته وګوري او ځان په ڪفن ڪې تاوو وویني نو بیا ویره پرې غالبه شي او چغې شروع ڪړي چې زه چېرته یم ، زما ڪالي چېرته دي، بیا به د مرستې لپاره د خپلو دوستانو او خپلوانو نومونه اخلي، احمده ، محموده وروره، پلاره زویه... چېرې یاست مرسته وڪړئ.
په یاد ولرئ،
ڪه چېرې شخص نېک عمله وي نو دوه ملائیڪي به ورته راشي او تسلي به ورڪوي او د هغه شخص به ښه پالنه وڪړي،
خو ڪه شخص بد عمله وي نو ملایڪي به یې د هغه بدو اعمالو سزا ورڪړي او سختي به نوره هم پرې ډېره ڪړي.

يو عابد وغوښتل چې د الله جل جلاله سره ملاقات وکړې نو په همدې موخه يې څلويښت ورځې ځان چله کړ د ورځې به روژه وو او د شپې ب...
29/07/2022

يو عابد وغوښتل چې د الله جل جلاله سره ملاقات وکړې نو په همدې موخه يې څلويښت ورځې ځان چله کړ د ورځې به روژه وو او د شپې به يې قيام کوو او الله ته به په زاری وو. د الله د مخلوق سره يې اړيکه پرې کړې وه.
په 36 شپه يې يو غږ واوريده چې سبا په 6 بجو د اهنګرانو په بازار کې د فلانی اهنګر دوکان ته لاړ شه د الله جل جلاله زيارت به وکړې.
عابد په 5 بجو ياد بازار ته حاضر شو او د بازار په کوڅو کې د ياد دوکاندار په لټه کې ګرځيدو...
وايې: يوه زړه ښځه مې وليده چې يو د ميسو لوښی ورسره وو او اهنګرانو ته يې ښودولو تر څو ويې پلوري...
هر اهنګر ته به يې چې ښودولو نو د وزن کولو وروسته به اهنګر ورته ويل: په ۴ رياله او ۲۰ شاهې يې اخلم...
خو زړې ښځې به ورته ويل: نه کيږی چې په ۶ ريال يې واخلي؟
اهنګر به ورته وويل: چې نه مورې په دې قيمت مونږ ته ګټه نه کوي. زړې ښځې لوښی په سر کړ او په ټول بازار کې وګرځېده خو ټولو ترې په همدې قيمت غوښته.
عابد وايې: بالاخره زړه ښځه هغه دوکان ته ورسېده چې زه هم بايد ورته تللی وای، اهنګر په خپل کار کې مشغول وو، زړې ښځې ورته وویل: دا لوښی مې د پلور لپاره راوړی دی، په ۶ رياله يې اخلې؟
اهنګر ورڅخه وپوښتل چې په ۶ رياله يې ولې پلورې؟؟؟
زړې ښځې د خپل زړه غوټې خلاصې کړې او ورته يې وویل: په کور کې مې ځوی ناروغه دی، ډاکټر ورته نسخه ليکلې چې قيمت يې ۶ رياله دی!
اهنګر لوښی راواخيست او ويې ويل: دا خو روغ او ډير قيمتي لوښی دی ښه نه ده چې ويې پلوري، خو دا چې ته په دې تاکيد کوي چې پلورم يې نو زه يې درڅخه په ۲۵ رياله اخلم!!!
زړې ښځې ورته وویل: ايا په ما پورې مسخرې کوي؟
اهنګر ورته وویل کله هم نه!!!
لوښی يې واخيسته او ښځې ته يې ۲۵ رياله ورکړل.
زړه ښځه چې ډيره حيرانه وه له دوکان څخه په دعا کولو سره ووتله او په چټکۍ سره د خپل کور په لور روانه شوه.
عابد وايې زه چې د دې پيښې شاهد وم او د ملاقات وخت مې هم له ياده وتلی وو، ټکان مې وخوړه او اهنګر ته مې وويل: فکر کوم بلد کسبې نه يې؟ د بازار ټولو اهنګرانو دا لوښی تر وزن کولو ورسته د ۴ ریاله او ۲۰ شاهې څخه په لوړ قيمت وانخيسته.
ولې تا په ۲۵ ریاله واخيسته ؟!!
زاړه اهنګر ورته وویل: ما د لوښی قيمت نه دی ورکړی!!!
بلکه ما پيسې ورکړې چې د ځوی درمل پرې واخلي، پيسې مې ورکړې چې يوه هفته پرې د خپل ځوی ساتنه وکړې، پيسې مې ورکړې چې ترڅو نور د کور سامان ونه پلوري، ما لوښی نه دی اخیستی....
له هغه خبرو څخه چې ما وکړې خجالت او شرمنده شوم او په فکرونو کې ډوب شوم.
ناڅاپه په لوړ غږ راته وويل شو:
چې په چله کيدو او عبادت کولو سره نه شې کولای زما ملاقات وکړې!!!
د لويدلو خلکو لاس نيوی وکړه او پورته يې کړه، زه به پخپله ستا ملاقات ته راشم.
که د لويدلو خلکو لاس نيوی دې وکړ، نو پوه شه چې سړی يې.

‏رسول الله ﷺ فرمایلي دي:که غواړئ چې الله تعالي جل جلاله او د هغه رسول ﷺ در سره مینه وکړي، نو درې کارونه وکړئ، رښتیا ویل،...
25/07/2022

‏رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

که غواړئ چې الله تعالي جل جلاله او د هغه رسول ﷺ در سره مینه وکړي، نو درې کارونه وکړئ، رښتیا ویل، امانت اداء کول او ښه ګاونډیتوب کول.

(السلسلة الصحیحه ۲۹۹۸)

‏هغه څوڪ خوش قسمته دی، چا ته چې په ورځ ڪې ۵ وخته د الله تعالیٰ سره د ملاقات ڪولو موقع ورسيږي.....c
23/05/2022

‏هغه څوڪ خوش قسمته دی، چا ته چې په ورځ ڪې
۵ وخته د الله تعالیٰ سره د ملاقات ڪولو
موقع ورسيږي.....c

پېغله وایي: کشکي واده سم!وايي: د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وسوه چي ایا ته خاندې؟جبریل وویل: هو !ویل : کله؟ده وویل : ا...
22/04/2022

پېغله وایي: کشکي واده سم!

وايي: د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وسوه چي ایا ته خاندې؟
جبریل وویل: هو !
ویل : کله؟
ده وویل : انسان د خپل پیدایښت له ورځي بیا د مرګ تر وخته په داسي شي پسي ګرځي چي هغه شی په دنیا کي نه دی پیدا سوی.

پوښتنه کوونکی په تعجب کي سو او وې ویل : هغه شی چشي دی، چي انسان پسي ګرځي او هغه په دنیا کي نه دی پیدا سوی؟

جبريل علیه السلام وویل : راحت، ارامتیا او بې غمي؛ الله جل جلاله په دنیا کي راحت نه دی پیدا کړی بلکي هغه یې په اخرت کي پیدا کړی دی خو انسان همېشه په دې دنیا کي په راحت پسي ګرځي.

ماشوم وایي: کله به لوی سم؟
ځوان وایي: کشکي بیرته ماشوم کېدلای سوای!
سپین ږیری وایي: کشکي مي بیرته د یوې ورځي لپاره ځواني راوګرځي!
واده سوې ښځه وایي: کشکي پېغله وای!

پېغله بیا وایي: کشکي واده سم!
هغه څوک چي اولاد نه لري، وایي: کشکي مي یو ماشوم درلودلای!
او هغه چي بیا د خپلو اولادونو د شرنو څخه په تکلیف دي، وایي: کشکي مي اولادونه نه وای زېږولي!
هغه څوک چي د یوې ښځي سره یې واده کړی وي، د راحت حاصلولو لپاره په بله ښځه پسي ګرځي، مقصد دا چي ټول انسانان راحت غواړي، حال دا چي په دې دنیا کي راحت نسته نو پر موږ دا لازمه ده چي په هغه څه سره قناعت وکړو چي الله جل جلاله راته لیکلي دي او د هغو نعمتونو شکر اداء کړو چي موږ ته را کړل سوي دي او په دې باید پوه سو چي زموږ راحت د الله جل جلاله په عبادت کولو کي دی ځکه چي په آخرت کي به ارام او په راحت یو.!
C

Address

City
Kabul

Telephone

+93789896118

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Iqbal / اقبال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Iqbal / اقبال:

Share