21/05/2026
🐍 د وزن کمولو لپاره نوی هیلهبښونکی کشف!
ساینسپوهانو د پایتون مار په وینه کې یو ځانګړی ماده (pTOS) موندلې چې اشتها کموي. دا ماده له لوی خوراک وروسته مار ته اجازه ورکوي چې میاشتې بې له لوږې او خوړو ژوند وکړي.
په دغه درمل ترسره شويو تجربو وښودله چې:
✅ چاغو موږکانو په ۲۸ ورځو کې ۹٪ وزن کم کړ؛
✅ په دوی کې د عضلاتو ضعیفي ونه لیدل شوه؛
✅ د GLP-1 درملو په شان يې د معدې عوارض نه لرل.
څېړونکي وایي ښايي په راتلونکي کې د چاغښت لپاره یو نوی، طبیعي او کمعارضه درمل جوړ شي.
دا کشف یو ځل بیا ښيي چې طبیعت د طب لپاره څومره ستر رازونه لري. 🌿🔬