25/04/2025
انفلوینزا، Influenza فلو یا والګۍ:
انفلوینزا چې په عمومي توګه د "فلو" یا والګۍ په نامه یاديږي، یو ساری ویروسي ناروغي ده چې د انفلوینزا ویروس د سرایت له عمله منځ ته راځی.
چی په ځینو نارغانو کی نښانې کولی شي سختې وي.
تر ټولو عامی نښې نښانې په کې شاملې دي: لوړه تبه، د پزه بېدل، دپزی بندیدل، د ستوني او غوږ درد، د عضلاتو درد، سر درد، خوله کیدل، لړزه او دستومانی احساسول.
دا نښې نښانې په عام ډول دوه ورځې وروسته په ویروس سره دمصاب کیدلو منځ ته راځی .
زیات نه زیات تري یوې اونۍ دوام کوي.
که څه هم ټوخي، د دوو اونیو څخه زیات دوام لري.
په ماشومانو کې، کېدای شي ګرځون او نس ناستی ولری ، مګر دا په لویانو کې عام نه دي.
سرګنګسی او ګرځون په عمومي توګه په ثانوی میکروب چی ګاسټروینټیسټس ورته وایو کې واقع کیږي، چې کله ناکله په "پیچلی فلو" یا "24 ساعته فلو" کې لیدل کیږي.
انفلوینزا پیچلې کېداې شي لکه ویروسی سینه بغل(ویرال نیومونیا) ، دثانوي میکروبی سینه بغل، د سينوس میکروبونه، او پخوانی روغتیایي ستونزی لکه د اسما یا(ساه لنډی) او د زړه کمزوري.
دری ډوله انفلوینزا ویرس خلکو ته زیان رسوي، چي A,B C ډولونه دي، .
معمولا، دا په ویروس اخته مریض د ټوخي او پرنجي په واسطه د هوا له لارې خپریږي.
ا چې ډیر نیږدي خلک په مرض اخته کوی.
هم کولی شي هغو ځایونه چې د ویروس لخوا ککړ شوي وي، لاسونه ککړ او بیا یې خوله یا سترګو ته وروړي ویروس سرایت کوی.
یو شخص کولای شي د علایم ښودلو په وخت کې او یا هم پرته د علایم د ښودلو په وخت کی نورو ته د ویروس د انتقال سبب وګرځي.
د مرض د تشخیص لپاره د مریض ستوني ، سږی، پزه،ِغوږونه او سږي معاینه کول مرسته کولای شي.
یو شمیر لابراتواری ازموینې شتون لري؛ چی مرض تشخیص شي
خو بیا هم، که چیرې نتیجه یي منفي وي نو دمرض شتون نشی ردولای .
د پولیمیریز چینل غبرګون یو ډول ټیست چي RNA معلوموي نسبتآ صحیح دی.
د لاسونه مکرر پریمینځل د ویروس د خپریدو خطر کموي.
د جراحي ماسک څخه استفاده کول هم ګټور دي.
نړیوال روغتیایي سازمان
د انفلونزا څخه د مخنیوی په موخه واکسينونه چي د یو کال لپاره کار کوی د هغو کسانو لپاره چې د خطر سره مخ دي وړاندیز شوي.
واکسين معمولا د درې يا څلورو ډوله انفلونزا په وړاندې اغېزمنه وي.
چی عموما ښه نتیجه لري
د یو کال لپاره جوړ شوی واکسین په راتلونکی کال کې ګټور نه دی، ځکه چې ویروس په چټکه توګه وده او تغیر کوي.
د انتي ویروس ضد دارو یو ډول لکه د نیورامینډیسس منع کوونکي oseltamivir، د نورو ویرس ضد دوایانو کې، د انفلوینزا په درملنه کی کارول کیږی.
په هغو مریضانو کې چې دوی نسبتا صحتمند وي ددی ډول درملو داستعمال ګټې د هغوی د زیان نه ډیر وی.
په نورو هغو کسانو کې چی نوري روغتیای ستونزي لري کومه ګټه نده موندلې شوي.
انفلوینزا ویروس په ټوله نړی کې تر ټول ډیر ژر خپریدونکې ناروغۍ ده
چې په نتیجه کې یې د شدیدو ناروغیو له دریو څخه تر پنځو میلیونو قضیې او له 250،000 څخه تر 500،000 پورې مړینې پیښیوي.
چي د نړۍ په شمالي او جنوبي برخو کي خصوصآ په ژمي کې پیښیږي.
پداسې حال کې چې په ټوله نړی کې داسي پیښي د کال په هر فصل کې په مساوي ډول لیدل شوي
ډیري مړیني په ځوانانو، زاړو او هغه کسان چې د نورو روغتیایي ستونزو سره مخ وي واقع کیږي.
د داسی ډیرو انساني مړینو(وبایي) پیښي چي په نړي کي پیښ شوي د پانډیمیک په نوم یادیږي لږ تکرار شویدي.
په 20 پیړۍ کې، درې انفلوینزا پانډیمیکونه رامنځ ته شوي: په 1918 کې اسپانوی انفلوینزا (~ 50 میلیونه مړینې)، په 1957 کې آسیا انفلوینزا (دوه میلیونه مړینې)، او په 1968 کې د هانګ کانګ انفلونزا (یو میلیون مړینې).
د نړۍ روغتیایی سازمان اعلان کړیوو چې د انفلوینزا A / نوي ډول H1N1 خپریدنه د جون 2009 کې یوه پانډیمیک یا وبا وو
انفلوینزا ممکن د خنځیرانو، اسونو او الوتونکو په شمول نور حیوانات هم اغیزمن کړي.
تقريبا 33٪ وګړي چې په انفلوپيزا ویروس اخته کیږی کوم علایم نلري.
د انفلونزا ویروس والګۍعلایم د مصابیدو څخه دوه ورځې وروسته په ناڅاپه توګه پیل کیږي. معمولا لومړنۍ نښې یی سرګنګسی خو تبه هم د انتان په وخت کې عادي ده، د بدن د حرارت درجه د 38 څخه تر 39 سانتي درجي پورې (تقریبا 100 څخه 103 ° F).
دډیرو خلکو ناروغی شدیده وي چې دوی د څو ورځو لپاره د بستر نه نشی پورته کیداي، دوی د عضلاتو درد د ټول بدن درد او د پښو شدید درد وي.
د انفلونزا نښې نښانې په لاندې ډول دي:
تبه، ریږیدل،ټوخي، پرنجی، پزه بهیدل،پزه بندیدل، ستونی درد، د غوږ درد، بی اشتهایی، سردرد، سترګی سوروالی او اوښکی بهیدل، د پوستکی سوروالی خصوصا د مخ پوستکی، د خولی ستونی پزی سره داغونه
په ماشومانو کې نوری نښې نښانې لکه نس ناستې، کانګې، او د ګیډی درد، (ممکن د انفلوینزا بی سره ماشومانو کې سخت وي)
د دې انتانونو په لومړیو پړاونو کې د ژمنی عادی زکام او انفلوینزا زکام ترمنځ توپیر او تشخیص کول ستوزمن دي.
انفلوینزا ویروس د ډیرو ستونزو مور ده
زکام، والګۍ او سینه وبغل، ځان دردی ، سر درد، د عضلاتو درد او ستړتیا حس کول دا ټولی نښې نښانې د انفلواینزا دی.
په ماشومانو کی ګرځون، نس ناستی بی اشتهایي چی په لويانو کې په نارمل ډول دا ډول نښې ندي لیدل شوي،
که څه هم په ځینو بشری قضیو کی لیدل شوی د H5N1 "الوتونکو فلو" په ماشومانو کې د یو وبا نښې کیدی شي.
د ویروس ضد درمل د انفلوینزا په درملنه کې اغیزمنه وي که چیرې په وخت ورکړل شي، نو دا به خورا مهمه وي چې مرض په پیل کې تشخیص شي.
کولای شو د مرض تشخیص د پورتنیو نښو او علایمو په مرسته وکړای شو لکه: تبه او توخي، ستونی درد د پزی بندیدل او داسی نور
کله چې د انفلوینزا ناروغی په سیمه کی ولیدل شی نو د ناروغی د خپرېدو کچه به له 70٪ څخه زیاته وي،
او پدې توګه کومو ناروغانو کی چی د دې نښې نښانې ولیدل شی د لابرتوار ټیسټ نه پرته د نیورامینډیزس منعه کوونکی د ویروس ضد دوایانو سره یي درملنه کولای شو.
د انفلوینزا ویروس د تشخیص په موخه د لابراتوار ټیسټ چي د ویروس کلچر دي ښه او غوره لاره ده.
دا ټیسټ کیدای شي په ځانګړي توګه د انفلونزا په موسم کې پنځه ویشت سلنه ګټور وي،
درملنه:
هغه خلک چې د انفلونزا په ویروس اخته شوی سپارښتنه او مشوره ورکول کیږي چې ډیر استراحت او آرام وکړي، ډیر معایات واخلي او د الکولو او تمباکو کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي او که اړتیا وي، د اسیتامینوفین (Paracetamol) په څیر درمل د تبي کمولو او دعضلاتو د درد لپاره واخلي.
ماشومان او ځوانان د فلو رنځونو سره (په ځانګړې توګه تبه) کی باید د اسپرین اخیستلو (په ځانګړي توګه انفلوینزا بی) څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا کار کولی شي د رایز سنډروم سبب کیږی، دځیگر خرابه ناروغی ده چی احتمالآ د مړینې سبب ګرځی.
څرنګه چې انفلوینزا د ویروس له امله رامینځ ته کیږي، انتي بیوتیکونه په ویروس کومه تاثیر نلري؛ مګر د ثانوي انتانونو لکه باکتریایي نمونیا لپاره باید ورکړل شي.
د ویروس ضد درمل ممکن اغیزمن وي که چیرې په وخت تشخیص اوشي او ناروغ ته ورکړل شي، مګر د انفلوینزا ځینې ځنډ کولی شي د معیاری ویروس ضد درمل پر وړاندي مقاومت څرګند کړي او د څیړنې کیفیت په اړه اندیښنه شتون لري.
ویروس ضد درمل:
د انفلواینزا ویروس د له منځه وړلو لپاره د دوه ډولو د ویروس ضد درمل کارول کیږي چې د نیورامینډیزس منع کوونکي(oseltamivir او zanamivir) او M2 پروټین منع کوونکی (Adamantane derivatives) .
د نیورامینډیزس منعه کوونکي درمل په هغو کسانو کي چي روغتیا یي د جدی خطر سره نه وي مخ باید دا ډول درمل ور نکړل شي
په مجموعي توګه د هغو کسانو په اړه چې نوری روغتیایي ستونزي ولري د نیورامینډیزس منع کوونکي درمل اخیستل ورته ګټور ندي.
M2 منع کوونکي درمل
د ویروس ضد درملو امینټاډین او رمیمینډین د ویروس آین چینل (M2 پروټین) منع کوي، او د انفلونزا A ویروس مخنیوی کوي.
دا د ویروس ضد درمل کله د انفلونزا A په وړاندې مؤثره واقع کیږي کله چې د انتان تشخیص په وخت سره اوشي او نوموړي درمل ورکړل شي خو مګر د انفلونزا بی ویروسونو په وړاندې اغیزمن نه وي.