Medical information

Medical information Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Medical information, Medical and health, AFG, Kabul.

09/08/2024
*`اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي !`**د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده ، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د ه...
05/08/2024

*`اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي !`*

*د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده ، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي .*

*لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي .*

*1. د سهار چای نه څښل :-*
*هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي ، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي .*

*2. زیاته ډوډۍ خوړل :-*
*هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي .*

*3. د سګرټ څکول :-*
*د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي .*

*4. د بورې څخه زیاته استفاده :-*
*د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي .*

*5. ککړه هوا :-*
*د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي .*

*6. د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی :-*
*خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول ، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې شي .*

*7. د خوب پرمهال د سرپټول :-*
*کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي ، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات غورځوي .*

*8. د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل :-*
*د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل ، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي .*

*9. د هڅوونکو فکرونو نشتوالی :-*
*انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري ، ترڅو ذهن تربیه کړي ، د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي .*

*10. لږ خبري کول :-*

*ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي ، نو له بیځایه خبرو ډډه وکړئ او له ښو او علمي شخصیتونو سره ناسته وکړئ .*

Address

AFG
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram