Dr. M Muhsen Hassan داکتر محمد محسن حسن

Dr. M Muhsen Hassan داکتر محمد محسن حسن موخه: د رواني او عصبي‌ ناروغیو پوهاوی.
هدف: آگاهی عامه در مورد امراض رواني و عصبی.

‎د عامه پوهاوي په موخه، د رواني او عصبي ناروغیو په اړه د علمي مطالبو خپرول.
نشر مطالب علمی جهت آگاهی عامه در مورد امراض روانی و عصبی.

14/02/2023

زه چې کله خپل مسلک کې مطالعه کوم، د مختلفو رواني ناروغیو لاملونه ګورم او نورو هېوادونو کې په رواني ناروغیو تر سره شوې څېړنې لولم، بیا د خپل وطن حال له هغو سره پرتله کوم! له نورو هېوادونو سره په دې ډګر کې هم ډېر توپیر لرو او که زموږ دغه څو څلوېښت کلنې کیسې په نورو راغلې وې، کېدای شوای حال یې تر موږ بدتر وو.
نو!
موږ باید د دې وطن له هر انسان سره په ډېرې مینې برخورد وکړو ولو که سخته مو هم اورېدله. رب تعالی د موږ تاسې ټولو ته زغم راکړي.‌

موږ ټول (مطلب روغ او ناروغ) د شفقت وړ یو!
الله تعالی د ورحمېږي.

د ١٩٧٠ كال د ځانوژنې د يوې پېښې پاتې شوى ليك: "د پله خوا ته ځم؛ كه د لارې په اوږدو كې، يوه كس هم راته وخندل، ځان به ونه ...
06/02/2023

د ١٩٧٠ كال د ځانوژنې د يوې پېښې پاتې شوى ليك:

"د پله خوا ته ځم؛ كه د لارې په اوږدو كې، يوه كس هم راته وخندل، ځان به ونه غورځوم"

خلكو ته خاندئ او خوشالي وركوئ، كيداى شي په یوې مسکا د يو تن د نجات پرښته شئ!

02/02/2023

پیډوفیلیا:
“پیډیوفیلیا یو جنسي اختلال ده چې په دغې ناروغۍ کې یو شخص د هغو ماشومانو په اړه چې بلوغ ته نه وي رسېدلي جنسي احساسات لري. په ځینو ناروغانو کې دغه احساس یواځې د ماشومانو په اړه وي خو ځینو کې هم د ماشومانو او هم د لویانو په اړه موجود وي.
د تشخیص لپاره؛ اړتیا ده چې یو فرد له اوږدې مودې شدید جنسي احساسات، میلان او خیالونه ولري”.

نوټ: له دغسې ناروغو کسانو خپل ماشومان او نوي ځوانان لېرې وساتئ.

پیدوفیلیا:
“پیدوفیلیا یک اختلال جنسی است، که در آن یک فرد در مورد اطفالیکه به بلوغ نرسیده اند، احساسات جنسی میداشته باشند. برخی از مریضان به طور مشخص تنها در مورد اطفال، ولی یکتعداد آنها همین احساس را در مورد اطفال و کاهلان نیز میداشته باشند.
به منظور تشخیص؛ نیاز است تا این شخص به مدت طولانی احساسات، تمایل و خیالپردازی های شدید جنسی داشته باشد”.

نوت: از همچو اشخاص مریض، اطفال و نوجوانان خویش را دور نگه دارید.

21/12/2022

ساډیزم څه ته وايي او په څو ډولونو ده:

ساډیزم د نورو له درد او رنځ څخه خوند اخیستلو ته وايي. دغه کسان نه یواځې ساډیسټي کړنې تر سره کوي بلکې د دغو کړنو له تر سره کولو هم خوند اخلي. هغوی چې ساډېسټي شخصیت لري په مکرر ډول تېری او ظالمانه چلند کوي.
د ساډیزم څلور فرعي ګروپونه؛ ۱- بزدلانه/وېرېدونکی ساډیزم. ۲ – پیاوړتیا ورکونکی ساډیزم. ۳ – ډارېدونکی سادیزم.‌ ۴ – چادېدونکی ساډیزم.

۱ – بزدلانه ساډیزم: په دغه نوعه کې ساډېسټ وېرېږي، کوښښ کوي چې څوک پرې پوه نه شي، د خلکو د تېر اېستلو هڅې کوي. کله چې ګیر راشي خپله ملامتي په نورو اچوي او کوښښ کوي ځان ته برائت ورکړي.

۲ – ظالمانه/استبدادي ساډیزم: په دغې نوعه کې ساډېسټ شخص کوښښ کوي چې نورو ته ګواښ وکړي او ظالمانه چلند کوي ترڅو خلک ځان ته تسلیم کړي. ناروغ شخص د خلکو سپکاوی او توهین کوي.

۳ – پیاوړتیا ورکونکی ساډیزم: په دغې نوعه کې ساډسټ شخص ځان ته حق ورکوي چې له هغو کسانو سره چې قانون جوړونکي او تطبیقونکي دي حساب وکړي او له دوی سره دښمني کوي. دا خپل حق ګڼي چې قانون ماتوونکي پیدا او سزا ورکړي.

۴ – چاودېدونکی ساډیزم: په دې نوعه کې ناروغ شخص زښته ډېره نه کنټرولېدونکې غسه لري او وېرونکې حملې کوي. وروسته کوښښ کوي ځان له سپکاوي خلاص او بیا د ځواکمنتیا احساس کوي.

11/12/2022

عزیزان!‌
بعضی مریضان محترم بعد از تغییر آدرس به زحمت بودند، این اعلان را ترتیب کردیم تا با هم بیابیم. ممنون
شماره واتساپ: 0786405046

۸۳ – د راتلونکو پېښو په اړه زړه ور اوسئ: کېدای شي سبا ته هر څه پېښ شي. او د دې امکان شته چې د بدو پېښو منځ کې داسې فرصتو...
10/12/2022

۸۳ – د راتلونکو پېښو په اړه زړه ور اوسئ:
کېدای شي سبا ته هر څه پېښ شي. او د دې امکان شته چې د بدو پېښو منځ کې داسې فرصتونه وي چې د هغو په اساس تاسې خپل ژوند بدل کړۍ او په ټولو ستونزو برلاسي شۍ. نو له راتلونکي وېره مه لرئ او هغو پېښو ته چې ستاسې انتظار کې دي، زړه ور اوسئ.

۸۳ – در مورد اتفاقات بعدی توانمند باشید:
ممکن فردا هر اتفاقی رخ دهد. حتی میان فاجعه های بدی، امکان دارد فرصت های وجود داشته باشد که به اساس آن تغیری را ایجاد نمائید و روی همه مشکلات فایق آئید. پس از آینده نترسید، و برای اتفاقی که در انتظار تان است، توانمندی خود را حفظ کنید.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام!۸۲ – ''ښېګڼو ته هم ګورئ:ځینې وخت له ناخوښو او بدو پېښو سره دومره اخته شو چې مثبتې پېښې مو ...
07/12/2022

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام!

۸۲ – ''ښېګڼو ته هم ګورئ:
ځینې وخت له ناخوښو او بدو پېښو سره دومره اخته شو چې مثبتې پېښې مو هم هېرې وي چې باید شکر مو باید ادا کړی وو. یوه دقیقه کېنئ او د هغو مثبتو او ښو پېښو په اړه فکر وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې تاسې ورسره مخ شوي یاست، او وړه مثبته پېښه هم مه هېروئ''.

به تداوم سلسله تفکر مثبت!

۸۲ – ''به خوبی ها هم ببینید:
بعضی اوقات با اتفاقات نا خوشایند و بد آنقدر درگیر میشویم که حتی فراموش میکنیم که از بابت واقعات مثبت و خوب باید سپاسگزاری میکردیم. یک دقیقه بنشینید و در باره تمامی اتفاقات مثبتی که در جریان روز با آن رو به رو شده اید فکر کنید و حتی اتفاق خیلی کوچک را هم فراموش نکنید''.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام:۸۱ – ‘’دېته وخت ورکړئ، چې تاسې واقعاْ چیشی غواړۍ،‌ : کله مو چې دا احساس کړه چې د ځینو کارو...
06/12/2022

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام:

۸۱ – ‘’دېته وخت ورکړئ، چې تاسې واقعاْ چیشی غواړۍ،‌ :
کله مو چې دا احساس کړه چې د ځینو کارونو د نه تر سره کولو له وجې منفي فکرونه لرۍ، نو په دې اړه فکر وکړئ چې واقعاْ هاغه څه مو غوښتل که نه؟ او د هغو کارونو معلومول چې تاسې ته واقعاْ مهم دي، کولای شي د بدو احساساتو په له منځه وړلو کې له تاسې سره مرسته وکړي’’.

به تداوم سلسله تفکر مثبت:

۸۱ – ‘’اینکه شما واقعاْ چی میخواهید، به این وقت بدهید:
زمانیکه احساس نمودید که از بابت کارهای که انجام نداده اید، احساس منفی دارید، پس در این مورد فکر نمائید که واقعاْ آن چیزی را میخواستید یا نه؟ و همچنان تشخیص کار های که برای شما واقعاْ مهم است، میتوانند در از بین بردن احساسات بد با شما کمک کند.’’

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام!۸۰ – ‘’په دې پوه شئ چې سوچونه/فکرونه مو ستاسې مالکیت نه لري: پام مو وي چې دا ستاسې مسولیت ...
05/12/2022

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام!

۸۰ – ‘’په دې پوه شئ چې سوچونه/فکرونه مو ستاسې مالکیت نه لري:
پام مو وي چې دا ستاسې مسولیت ده چې د څه شي په اړه فکر کوۍ، نو په دې موضوع له پوهېدو وروسته، هر کله چې منفي فکرونو ستاسې ذهن ته لار وکړه، وېدروئ’’.
به تداوم سلسله تفکر مثبت!

۸۰ – ‘’این را بدانید که افکارتان مالکیت شما را ندارد:
متوجه باشید که این مسولیت شما است، که به چه چیز فکر میکنید، پس با درک این موضوع هر زمانیکه افکار منفی به ذهن تان خطور کرد، آنها را متوقف نمائید’’.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام!۷۶ – په حل لارو فکر وکړئ: په ستونزو کې مه نښلئ، پر ځای یې کوښښ وکړئ چې حل لارې ورته ومومئ....
30/11/2022

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام!

۷۶ – په حل لارو فکر وکړئ:
په ستونزو کې مه نښلئ، پر ځای یې کوښښ وکړئ چې حل لارې ورته ومومئ. کله مو چې ستونزې حل کړې،‌ په دې وخت کې به تاسې احساس کړئ چې غښتلي یاست او د خپل ژوند ستونزې حل کولای شئ.

به تداوم سلسله تفکر مثبت!

۷۶ - روی راه‌ های حل تمرکز نمائید:
در مشکلات غوطه نزنید، در عوض تلاش نمائید تا برای آنها راه های حل پیدا کنید. زمانیکه مشکلات را حل نمودید در این صورت احساس خواهید کرد که توانا استید و مشکلات زندگی خویش را حل کرده میتوانید.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام:۷۱ – په یاد مو وي چې هېڅ حالت تل پاتې نه ده:حتی که چېرې د خپل کوم دوست په ویر کې غمجن یاست...
23/11/2022

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام:

۷۱ – په یاد مو وي چې هېڅ حالت تل پاتې نه ده:
حتی که چېرې د خپل کوم دوست په ویر کې غمجن یاست، په یاد ولرئ چې د وخت په تېرېدو سره به مو احساس ښه شي. کېدای شي د دغه غم له وجې د تل لپاره غمجن شۍ خو د وخت په تېرېدو سره یې تحمل آسانېږي. هره ورځ ځانته یادونه کوئ چې بد وختونه ژر تېرېږي.

به تداوم سلسله تفکر مثبت:

۷۱ – بدانید که هیچ شرایط همیشه گی نیست:
حتی اگر در ماتم کدام دوست خویش غمگین استید، به یاد داشته باشید که با گذشت زمان احساس تان بهتر خواهد شد. ممکن از علت این غم برای همیشه اندوهگین شوید، اما با گذشت زمان تحمل آن آسانتر خواهد شد. هر روز به خود یاد آوری نمائید که شرایط دشوار زود گذر است.

د ''څنګه مثبت فکر وکړو'' لړۍ به دا وار چې ختمه شوې نه وي نه پرېږدو،‌ ان شالله:۷۰ – د خپل ژوند ښېګڼو ته وګورئ:هرې تیارې پ...
22/11/2022

د ''څنګه مثبت فکر وکړو'' لړۍ به دا وار چې ختمه شوې نه وي نه پرېږدو،‌ ان شالله:

۷۰ – د خپل ژوند ښېګڼو ته وګورئ:
هرې تیارې پسې رڼايي راځي، او تاسې باید هر وخت هیله من اوسئ. کله چې خفه او ستونزو کې راګير شوۍ، نو زیار وکاږئ چې د خپل ژوند روښانه اړخ پیدا په هماغه تمرکز وکړئ تر څو له ستونزو ځان وباسۍ.


سلسله ''چطور مثبت فکر کنیم'' را این بار نمیگذاریم تا که تمام نشده باشد، ان شالله:

۷۰ – به خوبی های زندگی خود ببینید:
بعد از هر تاریکی روشنی میاید، پس در هر موقعیت باید امید وار باشید. زمانیکه اندوه گین و در محاصره مشکلات هستید، تلاش نمائید تا روی خوبی های زندگی خویش تمرکز نموده و از مشکلات رهایی یابید.

قدرمنو متاهلینو تاسې یې حتما” ولولئ، یوه دقیقه وخت مو نه نیسي🙌متاهلین عزیز شما حتماْ بخوانید یک دقیقه وقت تانرا میگیرد.ن...
19/08/2022

قدرمنو متاهلینو تاسې یې حتما” ولولئ، یوه دقیقه وخت مو نه نیسي🙌
متاهلین عزیز شما حتماْ بخوانید یک دقیقه وقت تانرا میگیرد.
نوټ: هاغه ملګري چې ژباړه کوي پوهېږي چې څومره سخته ده، بیا یې اېډېټ او په یوې یوې کلمې فکر کول.‌ نو موږ یې ژباړو چې تاسې یې ولولئ. درنښت

“مور او پلار ته د اولادونو د روزنې لپاره مثبت وړاندیزونه:
1. د ماشوم لپاره له مینې ډک چاپیریال رامنځته
کړئ.
2. کله مو چې ماشوم درسره غږېږي خبرو ته یې غوږ ونیسئ او که چېرې یې کومه ستونزه درلوده، پوره خواخوږي ورسره وښیئ.
3. ماشوم مو باید ډاډمن وي چې خپلې اندېښنې او غوښتنې درسره شریکې کړي. خبرو ته یې پام وکړئ او هېڅکله یې ونه رټئ.
4. کورنۍ کې اصول اېښودل او تصمیم نیونه باید د ماشوم د بلوغ تر کچې وي. غټو ماشومانو ته باید په تصمیم نیونه کې فعاله ونډه ورکړل شي، داسې نه چې مور او پلار خپلې پرېکړې پرې تحمیل کړي.
5. خپلو ماشومانو ته ښه مثال یا نمونه اوسئ؛ د خلکو درناوی کوئ، خپله آرامتیا وساتئ او د ماشومانو په شتون کې له مثبتې تربیوي تګلارې کار اخلئ.

6. د ماشوم د چلند یا رفتار د بدلون لپاره له تقویتي تګلارو کار واخلئ. د ښه او مناسب چلند د هڅولو لپاره له مثبتو تقویتي تګلارو او ټولنیز انعام ورکولو څخه کار واخلئ، همدارنګه د ناوړه چلند د مخنیوي لپاره له منفي تقویتي تګلارو باید کار واخیستل شي. د ماشومانو تنبه کول ډېره لږه مثبته ګټه لري او باید لږ ترې کار واخیستل شي.

7. مور او پلار باید خپلو کې یووالی او ښې اړیکې ولري. د ماشومانو په تربیې باندې منفي او بدې اغېزې هاغه وخت پرېوځي چې یو له مور او پلاره ډېر سخت چلند وکړي او بل بې پروا وي”.

“توصیه های مثبت در مورد تربیه اولاد به والدین:

1. فضای گرم و محبت آمیزی برای طفل ایجاد کنید.
2. زمانیکه طفل تان با شما صحبت می کند به حرف های اش فعالانه گوش دهید و در صورت موجودیت کدام مشکل با وی همدردی کنید.
3. طفل شما باید مطمین باشد که نگرانی ها و خواسته های خود را با شما در میان بگذارد. به سخنان اش دقت نموده و او را تحقیر نکنید.
4. تعیین قوانین و تصمیم گیری باید مطابق با سطح بلوغ طفل انجام شود. به اطفال بزرگتر باید فرصت داده شود تا فعالانه در تصمیم گیری شرکت کنند، نه اینکه والدین تصمیم خود را بالای آنها تحمیل کنند.
5. الگوی خوبی باشید؛ با همه اطرافیان با احترام رفتار کنید، همیشه آرامش خود را حفظ و حین موجودیت طفل از شیوه های مثبت و سالم تربیوی استفاده نمائید.
6. از شیوه های تقویتی جهت اصلاح رفتار استفاده کنید. به منظور تشویق رفتار های مطلوب باید از میتود های تقویتی و پاداش های اجتماعی, و همچنان برای جلوگیری از رفتار های نا مطلوب از شیوه های تقویتی منفی باید استفاده کرد. تنبه اطفال به ندرت نتیجه مثبت می‌دهد و باید به ندرت از آن استفاده کرد.
7. مادر و پدر باید با هم همکار و روابط خوب حسنه داشته باشند. تاثیرات منفی و سؤ روی تربیه اطفال زمانی واقع میشود که یکی از والدین خیلی سختگیر و دیگرش خیلی سهل انگار باشد”.

18/08/2022

ا د پخوانیو مرزایانو خبره آفاقي معلومات مې ډېرول‌ چې په یوه پاراګراف پېښ شوم؛ ''... له ۲۰ تر ۵۰۰ کلونه ته اړتیا ده، چې پلاستیک په چاپېریال کې حل یا تجزیه شي...''.
نو
د ډېرو ډېرو رنګارنګ ستونزو سره سره زموږ تاسې دنده ده چې خپل چاپېریال پاک کړو او پاک یې وساتو. که نور هېڅ نشو کولای‌ دا خو مو په وس پوره ده چې کله سودا پسې ځو، له ځان سره له رخت جوړه شوې کڅوړه واخلو او پلاستیکي هغې ته نه ووایو او یا کاغذي کڅوړې عامې شي،‌ که دا هم نه کېده باید څو شیان په یوې خلطې کې واچاوو او (مستې، شیدې، آچار ... ) په لوښي کې راوړو، که دا هم نه کېده او غوښتل مو چې هر څېز په جلا جلا خلطه کې راوړو او لاس کې مو څو خلطې وي! نو بیا یاید او شاید دغه پلاستيکي کڅوړې ټولې په یوې خلطه کې واچاوو او د کثافاتو ځانګړي ځای کې کېږدو.‌
دغه د پلاستیکي کڅوړو او پلاستیکي څیزونو ناروین آن کلیو ته رسېدلی او باید جدي وګڼل شي.
نوټ: سوځول یې دغه زهري ګازونه (ډایوکسینز، فیورانز، سیماب او پولي کلورنېتد بایفینایلز) هوا کې پرېږدي چې د ژوندیو موجوداتو (انسانانو، څارویو، ژویو او بوټو) روغتیا ته جدي ګواښ پېښولای شي.
دویم نوټ: نورې نړۍ کې پلاستیک ریسایکل/Recycle کېږي.
که د ریسایکلنګ په تمه کېنو وخت به تېر وي، نو ښه خبره دا ده چې کارول یې بند او یا کم کړو.

12/08/2022

پرون ناروغ راغی ویل یې یو نیم کال وشو چې پریګابلین اخلم!
مال لومړی وار د له چا او د څه لپاره واخیستل؟
ویل یې یوه ملګري ته مې ډاکټر لیکلي وو، خو بیا هغه ماته هم راکړل.

لطفا” هاغه درمل چې د اعتیاد لامل ګرځي مه یې خپله د ډاکټر له نسخې پرته اخلئ او مه یې بل چاته ورکوئ.
اعتیاد سونامي ده هر کور ته رسېدای شي نو لطفا” په خپل ځان او په بل هر انسان او په وطن ورحمېږئ.

د دېرش میلیونو، یولس سلمه څو میلیونه کېږي؟
دا د تېر کال د معتادینو فیصدي وه او سږ کال به څه کیسه وي.

11/08/2022

په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کارونکو لخوا یو بل ته د سپکو، سپورو او زهرجنو خبرو اړ کړم چې څه وګورم بلاخره مې لاندې څېړنه پیدا کړه. څېړونکو موندلې چې سپک، زهرجن او له تربیې منافي پوسټونه او کمنټونه د لوستونکي په رواني روغتیا بده اغېزه کوي. څېړنه تر ډېره په ویډیویي کلپونو شوې او همدارنګه یې موندنې ښيي چې ټولې نړۍ کې هرو دېرش ثانیو کې یوه سپکه او زهرجنه بیانیه خپرېږي!

نوټ: که دغسې څېړنه په ۵۰۰۰ کلن مېړني هېواد کې وشي، نو هرو دېرش ثانیو کې به څو زهرجن پوسټونه او کمنټونه ثبت کړي؟

د څېړنې لېنک 👇

https://aclanthology.org/2021.woah-1.20.pdf

زموږ ټولنیزې رسنۍ! که ګوګل ټرانسلېټ لا پسې ښه شي او دنیا کې د نورو ژبو ویونکي زموږ د فسبوک او ټوېټر ځیني پوسټونه او ډېر ...
05/08/2022

زموږ ټولنیزې رسنۍ!
که ګوګل ټرانسلېټ لا پسې ښه شي او دنیا کې د نورو ژبو ویونکي زموږ د فسبوک او ټوېټر ځیني پوسټونه او ډېر شمېر کمنټونه خپلو ژبو ته وژباړي، دوی به د ۵۰۰۰ کلن وطن او زمریانو په اړه څه قضاوت کوي؟
په ځینو پوسټونو، هرو پنځو کمنټونو کې په درېوو کې نه د پوسټ کونکي مور پاتې نه خور نه ښځه او نه لور، حتی قوم، ژبه، ولایت او سمت یې ور یادوي.
خو موږ وایو چې دې وطن کې د تعلیم او تحصیل کچه ټېټه ده چې دا وطن څلوېښت کاله اور کې سوزېږي او بل خوا ګورو چې همدغه تعلیمکړي او تحصیلکړي حتی ټولنیز اخلاق نه لري د بل وطنوال مور او خور ورته زره ارزښت ولاکه لري. که د لوستو فیصدي مو لوړه وه، حال به مو څنګه وو؟
په ټوېټر او فسبوک او نورو رسنیو یو نالوستی هم نشته، ټول دغه موږ وال یو!

او دین کې هم دغسې 👇 اصول ولرو!

«مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ والْيوْمِ الآخِر، فلْيقُلْ خيراً أَوْ لِيَصمُتْ، ….»
ځیني پوسټونه او کمنټونه د لوستلو نه وي.
پخوا دغسې نه وو چې دا څه را وشول؟
که غلط وایم؟

نوټ: ښه ریسرچ ټاپِک ده! چې موږ ولې په ټولنیزو رسنیو کې سپکې سپورې وایو؟
بیا تحلیل او تجزیه شي لاملونه یې پیدا او پایله یې شریکه شي.
د دغې څېړنې لګښت لږ خو وخت غواړي.
Naseer Durrani
ریس صیب په دغه شي فکر وکړه، او دا کیسه نسل نسل ته انتقالېږي (نوي ځوانان او ځوانان به فکر کوي چې ټولنیزه رسنۍ یعنې مور خور یادول).

“خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ، لمر او سپوږمۍ خپلو کې نه پرتله کېږي. دوی دواړه په خپل وخت ځلېږي”.“زندگی خویش را با د...
31/07/2022

“خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ، لمر او سپوږمۍ خپلو کې نه پرتله کېږي. دوی دواړه په خپل وخت ځلېږي”.

“زندگی خویش را با دیگران مقایسه نکنید، آفتاب و مهتاب با هم مقایسه نمیگردد. این دو به وقت خود میدرخشند’.
عبدالکلام

“خپل لګښتونه تنظیم کړئ، ډېرې اوبه وڅښئ، پانګونه وکړئ، که وس مو درلود سفر وکړئ. په منظم ډول تمرین کوئ، له منفي فکرونو ځان...
24/07/2022

“خپل لګښتونه تنظیم کړئ، ډېرې اوبه وڅښئ، پانګونه وکړئ، که وس مو درلود سفر وکړئ. په منظم ډول تمرین کوئ، له منفي فکرونو ځان لېرې ساتئ او له ژونده خوند واخلئ”.

“مصارف خویش را مدیریت کنید، آب بیشتری بنوشید. سرمایه گذاری نمایید و اگر توان داشتید سفر کنید. به طور منظم تمرین نمایید، از منفی گرایی دوری کنید و از زندگی لذت ببرید”.

23/07/2022

“که داسې کورنۍ لرۍ چې درسره مینه لري، ښه ملګري لرۍ، په دسترخوان مو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کېږي او په سر چت لرۍ، نو تاسې له هغه څه ډېر شتمن یاست چې فکر یې کوئ”.

“اگر خانواده یی دارید که به شما عشق می ورزد، دوستان خوبی دارید، روی سفره لقمه یی نان و‌ بالای سر خویش سقفی دارید، پس ثروتمندتر از آن چیزی استید که شما فکر میکنید”.

دا خبره 👆د زیګ زېګلر ده خو نن سبا ډېر دغسې 👆 متمول خلک ګورو چې خفه دي! نو کفران او انتقاد مه کوئ، نور څه مه غواړئ 🤐 کېنئ.

دغسې کیسې هم شته👇!هرو لسو ناروغانو کې دوه یا درې تنه وایي، ډاکټر صیب دغه د خوب ګولۍ! له څو میاشتو او کلونو راهیسې خورم!!...
17/07/2022

دغسې کیسې هم شته👇!

هرو لسو ناروغانو کې دوه یا درې تنه وایي، ډاکټر صیب دغه د خوب ګولۍ! له څو میاشتو او کلونو راهیسې خورم!!!
د ټولنې نورې ستونزې او په نورو موادو اعتیاد لږ ده چې موږ د کورنۍ غړو ته په خپل لاس د خوب درمل (بنزوډیازیپین) راوړو ؟ د خوب درمل معمولا” د دوه یا څلورو اوونیو لپاره د ډاکټر لخوا ورکول کېږي او له دې مودې وروسته د اعتیاد لامل ګرځي. له بده مرغه ډېری درملتونونه له نسخې پرته دغه درمل پلوري او د درملو ناوړه اغېزو ته پام نه کوي. لطفا د کورنۍ غړي پوه کړئ چې د دغو درملو ډېر خوړل د اعتیاد سبب کېږي.

از هر ده مریض دو یا سه تن می‌گوید، داکتر صاحب
از این ادویه خواب آور! از چند ماه و یا سال بدینسو استفاده میکنم!!!
مشکلات جامعه و اعتیاد به مواد دیگر کمتر است که ما با دست خود به اعضای فامیل ادویه خواب آور (بنزودیازیپین) میاوریم؟ ادویه خواب آور معمولا” برای دو یا چهار هفته از طرف داکتر توصیه میگردد و استفاده بیشتر از این مدت سبب اعتیاد میگردد. بد بختانه اکثریت درملتون ها بدون اینکه به تاثیرات ناگوار ادویه فکر کنند، بغیر از نسخه این ادویه را مفروشند!. لطفا” به اعضای خانواده تفهیم نمایید که استفاده بیشتر از این ادویه سبب اعتیاد میگردد.

نوټ: نومونه یې 👇:
الپرازولم، کلونازیپام، لورازیپام، ډیازیپام، نېټرازیپام، کلورډیازیپاوکسایډ، ټیمازیپام، ټرایازولم، اوکسازیپام.

“زړه د غمونو او فشارونو د ساتلو شکرۍ نه ده. د سرو زرو دغه بکس د خوښیو او خوږو خاطرو د ګلابو د ساتلو دی”. “قلب سبدی برای ...
31/05/2022

“زړه د غمونو او فشارونو د ساتلو شکرۍ نه ده. د سرو زرو دغه بکس د خوښیو او خوږو خاطرو د ګلابو د ساتلو دی”.

“قلب سبدی برای نگهداشت سترس و تنش نیست. این جعبه طلایی برای نگهداری گل های شادی و خاطرات شیرین است”.

عبدالکلام

تېر پسې...د کورنۍ د غړو په مړینه د ماشومانو عکس العملونه:''د مړینې په اړه د ماشومانو عکس العمل د هغوی عمر او پخوانیو تجر...
31/07/2021

تېر پسې...
د کورنۍ د غړو په مړینه د ماشومانو عکس العملونه:
''د مړینې په اړه د ماشومانو عکس العمل د هغوی عمر او پخوانیو تجربو پورې تړاوو او یو له بله توپیر لري''.
۱ - ''له پنځو کلونو واړه ماشومان نه پوهېږي چې مړینه دايمي ده،‌ کېدای شي پوښتنه وکړي چې مړ شوی عزیز یې بېرته راځي که نه؟ دغه ماشومان کېدای شي د خپلو مشرانو غېږې ته ځان ونښلوي او یا د شپې لخوا ځپله بستره لنده کړي.‌ دغه نښې بارزې دي‌ او د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي''.
۲ - ''د شپږ او یوولس کلونو ماشومان په دې پوهېږي چې مړینه دایمي ده او د کورنۍ د غړو او دوستانو په مړینه سوچونه کوي. کېدای شي دوی ډېرې پوښتنې وکړي تر څو پوه شي چې څه پېښ شوي دي. دغه ډله ماشومان خپل غم د عصبانیت او غسې په شکل او کله وخت یې د پښو او یا د ټول وجود د دردونو په شکل ښيي''.
۳ - ''نوي ځوانان او ځوانان له دوولس کلنۍ وروسته په دې پوهېږي چې هر انسان مري او بېرته نه راګرځي. خو دوی اکثر وخت د پېښې د لاملونو په اړه فکر کوي. په دې عمرونو کې هم عکس العملونه توپیر لري، ځیني بې تفاوته وي، ځيني غسې کوي او کېدای شي ځيني ډېر غمجن او تمرکز یې ضعیف وي''.
''د غم او ویر د اظهارولو لپاره نه کومه ځانګړې طریقه شته او نه کومه ځانګړې مرحله چې یو کس د خپل احساسات او رفتار وښيي. د ماشومانو عکسل العملونه د هغوی عمر، فکري وړتیا، له مړ شوي شخص سره د هغه تړاوو، د کورنۍ د نورو غړو عکس العملونو او د ټولنې کلتوري جوړښت پورې اړه لري''.

تېر پسې ... “کوم ماشومان او نوي ځوانان چې د چلند/رفتار د ګډوډۍ ناروغي لري، په درملنه کې یې د کورنیو مسولیت ده، چې د هغوی...
04/07/2021

تېر پسې ...

“کوم ماشومان او نوي ځوانان چې د چلند/رفتار د ګډوډۍ ناروغي لري، په درملنه کې یې د کورنیو مسولیت ده، چې د هغوی اړوند ورځنیو چارو کې ورته څو انتخابه ورکړي، په دې سره ماشومانو او نوو ځوانانو کې په چارو/کړنو د کنټرول او مسوولیت اخیستنې حس وده کوي”.

#عکس له ګوګله اخیستل شوی.

د چرسو څکول په هېځ صورت د شکرې د ناروغۍ درملنه نه کوي... نورې ډېرې ستونزې را منځته کوي‌ نو په لاندې لېنک کې یې ولولئ!نوټ...
20/05/2021

د چرسو څکول په هېځ صورت د شکرې د ناروغۍ درملنه نه کوي... نورې ډېرې ستونزې را منځته کوي‌ نو په لاندې لېنک کې یې ولولئ!
نوټ: د فسبوک دېره کې خو چرسیان نشته ولې کېدای شي نورو ته د پوهاوي لپاره دغه راپور ښه په غور او دقت وګورو.‌ درنښت

https://www.darivoa.com/a/what-does-canabis-does-with-our-body/5105453.html

تحقیقات طبی بدون درنظر داشت دیدگاه طرفداران و مخالفان چرس و مروانا، به برخی زیان‌های ناشی از مصرف تفریحی و مناسبتی و استعمال دوامدار این مشتقات پی برده است.

د لږ پامۍ او ډېر فعالیت اختلال (Attention-deficit hyperactivity disorder)  یا (ADHD) په دغې ناروغۍ کې یو فرد نشي کولای ی...
14/01/2021

د لږ پامۍ او ډېر فعالیت اختلال (Attention-deficit hyperactivity disorder) یا (ADHD)
په دغې ناروغۍ کې یو فرد نشي کولای یوې موضوع ته ښه پام وکړي او ورته ځیر شي، د زده کولو وړتیا یې کمه او فعالیت یې ډېر وي. کېدای شي دغه افراد بله رواني ستونزه لکه خپګان او یا دوه قطبي اختلال هم ولري. د ماشومتوب او د بلوغ د دورې رفتاري ناروغي ده، شاوخوا ۳ تر ۵ سلنه ماشومان له اووه کلنۍ مخکې پرې اخته کېږي. په دغې ستونزه ماشومان د ښونځي په پیل او د نوې ځوانۍ په وخت کې اخته کېږي.
ماشومان په یو ځای کې نه کینې، نارامه وي، څوک چې ورته غږېږي ورته هېڅ پام نه کوي او نورې نښې
هم لري...

اختلال کم توجهی - بیش فعالی (Attention-deficit hyperactivity disorder) یا (ADHD)
در این اختلال فرد توانایی دقت و تمرکز بر روی یک موضوع را نداشته، تواتایی یادگیری فرد کمتر و فعالیت اش بیشتر است. ممکن است یک مشکل روانی دیگر مانند افسردگی یا اختلال دو قطبی نیز داشته باشند. اختلال رفتاری سنین طفولیت و بلوغ است، و حدود ۳ الی ۵ در صد اطفال قبل از هفت سالگی به آن مبتلا می‌شوند. این عارضه بیشتر در دوران ابتدایی مکتب برای اطفال و در هنگام بلوغ رخ می‌دهد.
در این اختلال اطفال در یکجا نه نشسته، نارام میباشد، به هیچکس توجه نمیکند و اعراض دیگر نیز دارد.

21/10/2020

د ټولنې ضد شخصیتی اختلال:
‘’په دغسې حالت کې یو فرد د نورو وګړو د سمو او ناسمو کړنو او احساساتو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي او د هغوی حقوق نه مراعاتوي. له نورو سره بې پروا، بېخونده او سخت چلند کوي، او د خپل ناسم چلند له وجې د پښېمانۍ احساس نه کوي’’.

د دغو افرادو څو نښې:
خپلو سمو او ناسمو کړنو ته پام نه کوي.
دروغ وايي.
نورو خلکو سره سخت چلند کوي.
د نورو قدر نه کوي.
کبرجن وي.
جرمي کړنې او له قانون سره ستونزه لري.
له خپلو بدو کړنو پښيمانه نه وي.
له نورو سره خواخوږي نه لري.
مسولیت نه اخلي.......
اختلال شخصیت ضد اجتماعی:
‘’وضعیتی است که فرد برای رفتار درست و نا درست و احساسات دیگران هیچ اهمیتی قائل نیست و حقوق دیگران را رعایت نمیکند. برخورد آنها نسبت به دیگران بی تفاوت، خشن و سخت دل است، و از بابت برخورد خویش هیچگونه احساس پشیمانی ندارد’’.

چند عرض این افراد:
به رفتار درست و نادرست خویش توجه ندارند.
دروغگو میباشند.
نسبت به دیگران سخت دل اند.
بی احترامی به دیگران.
مغرور و مستبد اند.
رفتار مجرمانه و مشکلات با قانون دارند.
عدم پشیمانی از آسیب رسانی خویش.
عدم همدلی و همدردی با دیگران.
عدم مسولیت پذیری.....

‘’لویان چې کله په ژور خفګان اخته کېږي، ډېری وخت یې خلق خفه وي، نا هیلې وي، کله نا کله ژړا ورځي، خو ماشومان او نوي ځوانان...
19/10/2020

‘’لویان چې کله په ژور خفګان اخته کېږي، ډېری وخت یې خلق خفه وي، نا هیلې وي، کله نا کله ژړا ورځي، خو ماشومان او نوي ځوانان بیا کله ځان ځوروي او ډېرې غسې کوي’’
‘’زمانیکه افراد کاهل به افسردگی شدید مبتلا میگردند، اکثر اوقات خلق ایشان افسرده و آنها نا امید میباشند، و بعضاْ گریه مینمایند، اما اطفال مصاب بعضاْ از خود زود رنجی و زود خشمی نشان میدهند’’

''کوم ماشومان چې د مور او پلار له مینې او محبت څخه محروم وي، هغوی به د نوې ځوانۍ او ځوانۍ عمر کې ډول ډول جرمونه تر سره ک...
17/10/2020

''کوم ماشومان چې د مور او پلار له مینې او محبت څخه محروم وي، هغوی به د نوې ځوانۍ او ځوانۍ عمر کې ډول ډول جرمونه تر سره کوي''.

''اطفالیکه از محبت و مهر والدین محروم اند، آنها در سنین نو جوانی و جوانی مرتکب جرایم مختلف میشوند''.

د خوب درمل چې له یوې میاشتې د ډېرې مودې لپاره واخیستل شي د اعتیاد لامل ګرځي، او له بده مرغه ډېری درملتونونه له نسخې پرته...
16/10/2020

د خوب درمل چې له یوې میاشتې د ډېرې مودې لپاره واخیستل شي د اعتیاد لامل ګرځي، او له بده مرغه ډېری درملتونونه له نسخې پرته دغه درمل پلوري! او د درملو ناوړه اغېزو ته پام نه کوي. لطفا د ډاکټر له مشورې پرته درمل مه کاروئ، چې روږدي کېږئ.

اگر ادویه خواب آور اضافه تر از یکماه گرفته شود باعث اعتیاد میگردد و بد بختانه اکثریت درملتون ها بدون اینکه به تاثیرات ناگوار ادویه فکر کنند، بغیر از نسخه این ادویه را مفروشند!. لطفاْ بغیر از مشوره داکتر ادویه را مصرف نکنید که معتاد میشوید.

نړۍ کې نږدې یو بیلیون انسانان رواني ناروغۍ لري او هرو څلوېښتو ثانیو کې یو تن ځانوژنه کوي!  نو!رواني ناروغۍ ننګ مه ګڼۍ او...
11/10/2020

نړۍ کې نږدې یو بیلیون انسانان رواني ناروغۍ لري او هرو څلوېښتو ثانیو کې یو تن ځانوژنه کوي!

نو!
رواني ناروغۍ ننګ مه ګڼۍ او په ناروغ ملنډې مه وهۍ، کېدای شي هر انسان په هرې ناروغۍ اخته شي...

در جهان نزدیک به یک بیلیون انسان به مریضی روانی مبتلا اند و در هر چهل ثانیه یک تن خودکشی میکند!

پس لطفا اختلال روانی را عار ندانسته و بالای مریض تمسخر ننمایید، امکان دارد هر انسان به هر مرض مبتلا شود...

11/10/2020

لطفا کورنیو کې ډېکتاتورۍ ختمې کړۍ!
مازدیګر مې یو ځوان رواني ناروغ ولید له نشه یي توکو یې هم کار اخیست، او ویل یې چې زه محصل یم او پلار مې هېڅ کله زما سلام نه اخلي، راسره جدي وي،
مور یې هم دغه خبرې تایید کړې...
نو لطفا له ماشوموالي، ماشومان پرېږدئ چې خپل احساسات بیان کړي، جدي برخورد ورسره مه کوۍ.
څېړنې ښيي چې د دغسې کورنیو ډېری اولادونه په نشه یي توکو اخته کېږي.

د کرونا د پاندیمیک څلور څپېد نړی هیوادونه اوس نه یوازې د یو سخت ناورین سره لاس او ګریوان دی بلکې ډیری دولتونه او بشري ټو...
15/04/2020

د کرونا د پاندیمیک څلور څپې

د نړی هیوادونه اوس نه یوازې د یو سخت ناورین سره لاس او ګریوان دی بلکې ډیری دولتونه او بشري ټولنې به د اقتصادي ناکامۍ او مشکلاتو سره مخامخ وي دا یو فرضي تصور ندی دا لا د مخه پیل شوی دی.

۱- لومړۍ څپه: سمدستي د ناروغۍ مدیریت او انساني تلفات

۲- دویمه څپه: په موجوده سرچینو او منابعو باندې تاثیرات او بیړني غیرکرونایي حالاتو محدودیت

۳- دریمه څپه: د اوږد مهالو یا کرونیک روغتیایی ناروغیو د نه کتنې اغیزې

۴-څلورمه څپه: چی دا د لاندې ستونزو ترکیبونه دي رواني صدمه/ناروغۍ، اقتصادي زیان او burnout (فزیکي، رواني، عاطفي ستړیا حالت چې د ډېر او اوږد فشار له امله رامنځته کیږي)

هوښیارې ټولنې نه یوازې په راتلونکي فکر کوي بلکې دوی راتلونکی پلانوي.

12/04/2020

استاد شریف ظریف د داخلې متخصص، لندن کې په St Helier University Hospital
South London
روغتون کې دنده لري. هغه وايي چې اروپا کې ۸۵.۳ سلمه د کورونا ناروغان قطعاْ روغتون کې درملنې ته اړتیا نه لري. دغه کسان باید وپوهول شي چې په کور کیني ۷ ورځو کې ټولې ستونزې حلېږي، یا هم کېدای شي چې درې هفتې دوام وکړي او که چېرې نور اختلاطات منځ ته راشي بیا دغه وخت کې روغتون او ډاکټر ته اړتیا پیدا کېږي.‌
د کورونا هر ناروغ روغتون او بستر ته اړتیا نه لري.
#کورونا د وقایې وړ ده خو #جدي یې وګڼئ!

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام...۷۰ – د خپل ژوند ښېګڼو ته وګورئ:هرې تیارې پسې رڼايي راځي، او تاسې باید هر وخت هیله من اوس...
25/03/2020

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام...

۷۰ – د خپل ژوند ښېګڼو ته وګورئ:
هرې تیارې پسې رڼايي راځي، او تاسې باید هر وخت هیله من اوسۍ. کله چې خفه او ستونزو کې محاصره یاست، نو زیار وکاږئ چې د خپل ژوند روښانه اړخ پیدا په هماغه تمرکز وکړئ تر څو له ستونزو ځان وباسۍ.

به تداوم سلسله تفکر مثبت ...

۷۰ – به خوبی های زندگی خود ببینید:
بعد از هر تاریکی روشنی میاید، پس در هر موقعیت باید امید وار باشید. زمانیکه اندوه گین و در محاصره مشکلات هستید، تلاش نمائید تا روی خوبی های زندگی خویش تمرکز نموده و از مشکلات رهایی یابید.

23/03/2020

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...

۶۹ – په دې تمه مه اوسئ چې بدلون آسانه ده:
هېچا تر اوسه نه دي ویلي چې په ژوند کې لوی بدلون راوستل آسانه کار ده یا پر ستونزو برلاسی دومره آسانه ده لکه پارک کې قدم وهل. نو هڅه وکړئ چې ستونزې د دې لامل نه شي چې په خپل ځان باور له لاسه ورکړی او منفي چلند غوره کړی.

به ادامه سلسله تفکر مثبت ....

۶۹ - انتظار نداشته باشید که تغییر کردن آسان باشد:
هر گز کسی نگفته است که ایجاد تغیر بزرگ در زندگی آسان خواهد بود و یا غلبه بر موانع و مشکلات چون قدم زدن در پارک ساده خواهد بود. پس اجازه ندهید که نا بسامانی ها باعث شوند تا اعتماد به نفس تان را از دست دهید و به یک نگرش منفی رو بیآورید.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...۸ – تسلیم نشئ:له یو ستونزمن وضعیت څخه د خلاصون آسانه لار تسلیمېدل دي، خو ګورۍ د نن ورځې...
17/10/2019

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...

۸ – تسلیم نشئ:
له یو ستونزمن وضعیت څخه د خلاصون آسانه لار تسلیمېدل دي، خو ګورۍ د نن ورځې تکلیفونه تلپاتې نه دي، تاسې به له خپلې موخې مخ نه اړوۍ.‌ که تسلیم نه شوۍ سبا ورځ به له خپله ځانه مننه کوۍ.

به تداوم سلسلهٔ تفکر مثبت ...

۶۸ – تسلیم نشوید:
جهت رهایی از یک وضعیت دشوار، تسلیم شدن راه آسان بوده اما باید بدانید که تکالیف امروز همیشه گی نیست نباید از هدف خویش منصرف شوید. اگر تسلیم نشدید فردا از خود مشکور خواهیم بودید.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...۶۷ – له صفره یې پیل کړئ:که لویې موخې لرۍ نو پام مو وي چې په یو وار نه تر لاسه کېږي، ورو...
16/10/2019

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...

۶۷ – له صفره یې پیل کړئ:
که لویې موخې لرۍ نو پام مو وي چې په یو وار نه تر لاسه کېږي، ورو ورو به قدم ږدۍ. که غواړۍ په یو وار لوی کار وکړۍ نو کېدای شي ځورونکې پایلې ولري او نا هیلې مو کړي. د هرې موخې او یا لوی کار لپاره ګام په ګام وړاندې ځئ، وروستۍ موخه مو په څو وړو برخو ووېشۍ چې په اسانۍ یې ترلاسه کړۍ.

به تداوم سلسلهٔ تفکر مثبت ...
۶۷ – از صفر آغاز کنید:
اگر اهداف بزرگی داردید باید بدانید که به یکباره گی به دست نه میاید و آهسته قدم بگذارید. اگر میخواهید کار بزرگی را به یکبار انجام دهید، در اینصورت ممکن نتایج آزاردهنده داشته و سبب نا امیدی شما شود. برای دستیابی به هر هدف و یا کاری بزرگ باید قدم به قدم به پیش رفت، هدف اصلی تان را به بخش های کوچک تقسیم کرده تا آنرا به سادگی به دست آورید.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ... ۶۶ – کوم وزن چې تاسې غواړۍ، د هماغه په اړه فکر کوۍ:د وزن کمول هغو خلکو ته هم یوه لویه ...
15/10/2019

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...

۶۶ – کوم وزن چې تاسې غواړۍ، د هماغه په اړه فکر کوۍ:
د وزن کمول هغو خلکو ته هم یوه لویه ننګونه ده چې کلک هوډ لري. نو تاسې چې کوم وزن غواړۍ، د هماغه په اړه فکر کوۍ او دغه فکر کېدای شي ستاسې لپاره یو ښه هڅونکی وي تر څو خپلې موخې ته ورسېږۍ.

به تداوم سلسلهٔ تفکر مثبت ...
۶۶ – کدام وزنی را که میخواهید در مورد همان فکر کنید:
کم کردن وزن حتی برای مصممترین اشخاص نیز چالش بزرگی است. پس شما در مورد وزنی که میخواهید داشته باشید فکر کنید، که این فکر میتواند یک انگیزه خوبی برای رسیدن به هدف تان باشد.

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...۶۵ – په دې پوه شۍ چې خنډونه یواځې ستاسې د ننګولو لپاره را مخ ته کېږي: کېدای شي کله کله ...
14/10/2019

د مثبت فکر کولو د لړۍ په دوام ...

۶۵ – په دې پوه شۍ چې خنډونه یواځې ستاسې د ننګولو لپاره را مخ ته کېږي:
کېدای شي کله کله د بریالیتوب په لاره له ځینو خنډونو سره مخ شۍ، خو پدې باید وپوهېږۍ چې د دغو خنډونو له وجې له خپلې اصلي موخې لاس وانخلئ، داسې وګڼۍ چې دغه ستونزې یواځې د دې لپاره دي چې در وښيي چې تاسې په سمه خوا روان یاست.

به تداوم سلسله تفکر مثبت ...

۶۵ ـ باید بدانید که موانع فقط شما را به چالش میکشاند:
ممکن بعضاْ در مسیر موفقیت با موانع مختلف بر بخورید، ولی باید بدانید که از باعث این موانع از تعقیب هدف اصلی منحرف نشوید، چنین تصور کنید که این موانع وانمود میسازد که شما در مسیر اصلی قدم میگذارید.

Address

سرک عمومی سینمای بهارستان، مقابل میرویس پلا
Kabul
1011

Opening Hours

Monday 16:00 - 19:00
Tuesday 16:00 - 19:00
Wednesday 16:00 - 19:00
Thursday 16:00 - 19:00
Saturday 15:30 - 19:00
Sunday 15:30 - 19:00

Telephone

+93 777 070 740

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. M Muhsen Hassan داکتر محمد محسن حسن posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr. M Muhsen Hassan داکتر محمد محسن حسن:

Share

Category


Comments

دیپارتمنت اعصاب و روان شفاخانه تخصصی باسط:
----------------------------------------------
‏Social Phobia یا هراس اجتماعی چیست؟
هراس اجتماعی ترس غیر منطقی، شدید و مداوم از یک فعالیت یا وضعیت اجتماعی خاص است. در برخی از افراد، ترس تنها به یک یا دو موقعیت خاص محدود است، مانند صحبت کردن در اجتماع یا شروع گفتگو. اما بعضی دیگر بسیار مضطرب هستند و از هر وضعیت اجتماعی ترس دارند.
کسانی که با Social Phobia یا هراس اجتماعی مواجه هستند، در موقعیت های اجتماعی بسیار مضطرب هستند. البته همه افراد، مخصوصا نوجوانان ممکن است در بعضی موقعیت های اجتماعی مانند سخنرانی عمومی یا کار گروهی دچار اضطراب شوند، اما افرادی که دچار این نوع اضطراب هستند باعث عقب ماندن آنها از فعالیت های اجتماعی و ناراحتی در تعاملات آنها میشود.

اگر احساس می کنید که دچار هراس اجتماعی هستید، مهم است که از آن مطمئن شوید و بدانید که این مشکل قابل تداوی بوده و بعد از تدوای شما دوباره به زندگی عادی بر خواهید گشت.

باسط غوره درملنه له معیارې تکنالوژې سره!
باسط تشخیص و تداوی بهتر با تکنالوژی معیاری!
Dr. Mohammad Muhsen Hassan.
-----------------------------
آدرس: کابل پروان سه مقابل قصر عروسی زرین شفاخانه تخصصی باسط.
شماره تماس: 0788887278 / 0744403636
واتساپ: 0748000356
دیپارتمنت اعصاب و روان شفاخانه تخصصی باسط:
---------------------------------------------
سواس:
نگرانی ها و شک های بیشتر، باورهای خرافاتی که معمولاً‌ در زندگی روزمره شایع است، اگر شدید و افراطی باشد وسواس نامیده میشود… مثلاً یک فرد در هنگام شستشوی دست و یا بدن و یا چک کردن، به صورت خیلی زیاد و شدید دست به این عمل بزند که در نتیجه باعث کاهش اضطراب و استرس نزد مریض میشود. اختلال وسواس به دو صورت فکری و عملی میباشد و در تمام سنین رخ می دهد اما در سنین جوانی بیشتر شایع می باشد.

- وسواس فکری:
افکار، تصاویر یا انگیزه ناگهانی هستند که مکرراً رخ می دهند و احساس می شود خارج از کنترل هستند که شخص نمی خواهد این افکار را داشته باشد و آنها را ناراحت کننده، مزاحم و بی معنا میپندارد.

شایعترین نوع وسواس فکری عبارتند از:
- ترس های آلودگی به میکروب ها و چرک.
- تردید و شک نسبت به انجام دادن درست یک کار.
- افکار مزاحم در خصوص تکرار یا - عمل پرخاشگرانه یا جنسی.
- دقت بیش از حد.
- شک دینی و یا اخلاقی مفرط.

وسواس عملی:
اعمال اجباری هستند که شخص بارها و بارها، برای خنثی کردن افکار وسواسی خود اقدام به انجام آن می کند.
شایعترین نوع وسواس عملی عبارتند از:
- چک کردن.
- شستشو.
- شمارش.
- پرسیدن و یا اعتراف.
- دقت بیش از حد.
- ذخیره سازی و یا انبار نمودن می باشد.

ولی علائمی مانند نفرت و یا نگرانی از دفع ترشحات بدن (مانند ادرار، مدفوع، لعاب دهن)‌ ترس از احتمال وقوع اتفاقی وحشتناک (آتش سوزی ، مرگ وابستگان، مسواک زدن شدید و مفرط، رسیدن به سرو وضع خود به نحو افراطی، مو کندن از بدن و ناخن جویدن هم ممکن است از علائم وسواس باشد.
این بیماری در مواردی با افسردگی همراه می باشد.
Dr. Mohammad Muhsen Hassan.

باسط غوره درملنه له معیارې تکنالوژې سره!
باسط تشخیص و تداوی بهتر با تکنالوژی معیاری!
--------------------------------
آدرس: کابل پروان سه مقابل قصر عروسی زرین شفاخانه تخصصی باسط.
شماره تماس: 0788887278 / 0744403636
واتساپ: 0748000356
دیپارتمنت اعصاب و روان و معتادین مواد مخدر شفاخانه تخصصی باسط:
Dr. Mohammad Muhsen Hassan.
-----------------------------------------------
چرا اعضای خانواده ما معتاد میشوند؟
زیرا:
۱- روابط سرد و شکننده میان اعضای خانواده.
۲- نظام به هم خورده خانوادگی.
۳- آگاهی کمتر از اضرار مواد مخدر.
۵- احساس تنهایی میان جوانان و یا هم تنها بودن آنها.
۶- گریز جوانان از مسولیت پذیری.
۷- اعتماد به نفس پایین اعضای خانواده.
۸- ممکن کدام عضوء خانواده مشکل روانی داشته باشد.
۹- دسترسی آسان به مواد مخدر.
۱۰- توجه کمتر به جوانان در امور خانوادگی و مشوره ها.
۱۱- نبود رابطه دوستانه والدین با اولاد.
۱۲- رابطه جوانان با رفقای نا اهل.

باسط غوره درملنه له معیارې تکنالوژې سره!
باسط تشخیص و تداوی بهتر با تکنالوژی معیاری!
------------------------------------------------
آدرس ما: کابل پروان سه مقابل قصر عروسی زرین شفاخانه تخصصی باسط.
تماس با ما: 0788887278 - 0744403636
واتساپ: 0748000356
د عقلې او عصبي څانګه:

کله چې یو څوک د رفتار\سلوک په ناروغۍ اخته وي، په څلورو کټګوریو کې اعراض ښيي:
1 - له انسانانو او حیواناتو سره تاوتریخوالی:
_ تل له زوره غږېږي، تهدیدول او وېرول کوي.
_ ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت له نورو سره جګړه\فزیکي برخورد کوي.
_ له هغو ناریه او جارحه وسلو کار اخلي چې مقابل طرف ته جدي ضرر پېښ کړي [لکه لرګی، خښته، مات بوتل، چاړه، تفنګچه\توپک].
_ له خلکو سره له فزیکي پلوه ‌‌‌‌‌‌ډېر خشن چلند کوي.
_ له حیواناتو سره له فزیکي پلوه ‌‌‌‌‌‌ډېر خشن چلند کوي.
_ جنایي جرمونه لکه غلاوې، کیسه بري کول، باجګیري او وسله والې غلاوې.

باسط غوره درملنه له معیاری تکنالوژې سره!
پته کابل دریم پروان زرین د ودونو تالار ته مخامخ باسط تخصصی روغتون.

د اړیکو شمیرې: 0788887278 - 0744403636
وتساپ 0748000356
بریښنا لیک: basithospital2019@gmail.com
Dr. Mohammad Muhsen Hassan.
Autism?
آتیسم؟
آتیسم د مغز د ودې اختلال ده، په دغه اختلال کې د ماشوم کلامي او غیر کلامي اړیکې زیانمنېږي، همدارنګه تکراري او ځانګړې کړنې تر سره کوي. دغه نښې له درې کلنۍ وړاندې ښکاره کېږي، په وخت تشخیص او درملنه ښې پایلې لري. آتیسم د مغز ډېرې برخې زیانمنوي او لامل یې هم څرګند نه ده.
Autism?
آتیسم؟
آتیسم یک اختلال رشدی مغز است، در نتیجه آن ارتباط کلامی و غیر کلامی کودک با دیگران متاثر گردیده، و همچنان رفتار های تکراری و ویژه را انجام می‌دهد. این علایم قبل از سه سالگی رو نما میگردد، تشخیص و تداوی به موقع نتیجه بهتر دارد. آتیسم بسیاری از قسمت های مغز را متاثر ساخته و علت اش نیز تا حال معلوم نگردیده.
Dr. Mohammad Muhsen Hassan.

آدرس ما: کابل پروان سه مقابل قصر عروسی زرین شفاخانه تخصصی باسط.
شماره تماس: 0788887278 - 0744403636
واتساپ: 0748000356
د عصبی او روانۍ ناروغیو او معتادینو د درملنۍ څانګه:
---------------------------------------------
Dr. Mohammad Muhsen Hassan.

نړۍ کې نږدې یو بیلیون انسانان رواني ناروغۍ لري او هرو څلوېښتو ثانیو کې یو تن ځانوژنه کوي!
نو!
رواني ناروغۍ ننګ مه ګڼۍ او په ناروغ ملنډې مه وهۍ، کېدای شي هر انسان په هرې ناروغۍ اخته شي...

دیپارتمنت امراض اعصاب، روان و تداوی معتادین مواد مخدر:
در جهان نزدیک به یک بیلیون انسان به مریضی روانی مبتلا اند و در هر چهل ثانیه یک تن خودکشی میکند!

پس لطفا اختلال روانی را عار ندانسته و بالای مریض تمسخر ننمایید، امکان دارد هر انسان به هر مرض مبتلا شود...

آدرس ما: کابل پروان سه مقابل قصر عروسی زرین شفاخانه تخصصی باسط.
تماس با ما: 0788887278 / 0744403636
واتساپ: 0748000356