Dr Rizwanullah Waqar

Dr Rizwanullah Waqar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Rizwanullah Waqar, Doctor, Kabul, Kabul.

د معدي پیپتیک قرحاتو درملنه کتاب: نوکریوال داکتر ژباړن. داکتر رضوان الله وقار
26/09/2025

د معدي پیپتیک قرحاتو درملنه

کتاب: نوکریوال داکتر
ژباړن. داکتر رضوان الله وقار

ورزش د صحت ضامن
26/09/2025

ورزش
د صحت ضامن

تر شل ریدبول، جینسینګ یو وطنی انار غوره دی.
26/09/2025

تر شل ریدبول، جینسینګ یو وطنی انار غوره دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان وکړ:▪️هیڅ پرېکنده شواهد نشته چې د امیندوارۍ پر مهال د استامینوفن (پاراستامول) کارول د...
24/09/2025

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان وکړ:

▪️هیڅ پرېکنده شواهد نشته چې د امیندوارۍ پر مهال د استامینوفن (پاراستامول) کارول د اوټیزم لامل شي.

▪️سترې څېړنې ترسره شوې دي، خو هېڅ ثابت او د باور وړ اړیکه نه ده موندل شوې.

▪️سپارښتنه کېږي چې ښځې د امیندوارۍ په دوران کې درمل یوازې د ډاکټر په سلا وکاروي.

23/09/2025

ورخطایی!
Dr Aman shams

23/09/2025

د هر هغه چا چې مور ، پلار ورور یا خور د کولمو سرطان درلود باید ۱۰ کاله د هغه د تشخیص نه مخکې خپله د کولمو معاینه وکړي ، او هر ۵ کاله وروسته یې تکرار کړي .

چې کم خبریږیکم به زوریږی!  #کاپي
22/09/2025

چې کم خبریږی
کم به زوریږی!
#کاپي

جاپان یو ځل بیا خپل ریکارډ مات کړ؛ هلته ۱۰۰ زره کسان د سلو کلونو څخه پورته عمر لري.▪️ د جاپان د روغتیا وزارت د راپور له ...
21/09/2025

جاپان یو ځل بیا خپل ریکارډ مات کړ؛ هلته ۱۰۰ زره کسان د سلو کلونو څخه پورته عمر لري.

▪️ د جاپان د روغتیا وزارت د راپور له مخې، اوس ۱۰۰ زره جاپانیان له ۱۰۰ کلونو پورته عمر لري، او په زړه پورې خبره دا ده چې ۸۸ سلنه یې ښځې دي.
جاپان پرلپسې ۵۵ کاله کېږي چې د سل کلنو د شمېر ریکارډ ماتوي.
یوازې سږکال له ۵۲ زرو زیات کسان د سل کلنو کلب ته داخل شوي او د لومړي وزیر له لوري یې د سپینو زرو جام او د مبارکۍ لیک ترلاسه کړی دی.

▪️ د جاپانیانو د اوږد عمر رازونه سالم ژوند، د کب او سبزیجاتو ډک رژیم، او ډله‌ییزې سپورتي لوبې ګڼل کېږي.

وايي:په تصویر کې ښکارېدونکي شخص د نيویارک په میټرو سټېشن کې وايلن غږوي.‌دا شخص د یوې ټولنیزې څېړنې په موخه په سي سي ټي ک...
19/09/2025

وايي:
په تصویر کې ښکارېدونکي شخص د نيویارک په میټرو سټېشن کې وايلن غږوي.‌
دا شخص د یوې ټولنیزې څېړنې په موخه په سي سي ټي کیمرو کې تر نظارت لاندې ونیول شو.‌ وایلن غږوونکي کابو پینځه څلوېښت دقیقې یو مشهور میوزیک وغږوه. په دې موده کې د ده له خوا څخه کابو تر زرو زیات کسان تېر راتېر شول.‌
د دې زرو کسانو له ډلې څخه په دې پینځّ څلوېښت دقیقو کې یوازې اووه کسه ورته ودرېدل او د ده غږوونکي میوزیک ته یې د یو څو شېبو لپاره غوږ ونیوه او نور ایسته پر خپله مخه لاړل.‌ د پینځه څلوېښت دقیقو په پای کې ولیدل شول چې شخص ته ټولټال دوه دېرش ډالر ټول شوي وو.‌
تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده چې دغه وایلن غږوونکی شخص جوشوا بېل و. نوموړی د نړۍ له مشهورو میوزیک غږوونکيو څخه دی. هغه چې کوم وائلن غږوه، قیمت یې درې نیم میلیونه ډالرو و. له دې پېښې څخه څو ورځې دمخه جوشوا په هيوسټن (تکزاس)‌کې یو پروګرام کړی و، د هغه پروګرام ټول ټکټونه پلورل شوي وو او د یو ټکټ تر ټولو ارزانه بيه سل ډالره وه.
ډېرو هغو موسیقارانو چې د خپلې میوزیک له امله یې ایوارډونه اخیستي دي، کله چې په دغسې یو نامناسب ځای کې ولاړ وي او خلکو ته هماغه موسيقي غږوي، نو خلک یې موسیقي او استعدا نه شي درک کولای او نه هم ورته اهميت ورکوي. یو دلیل دا دی چې دوی خلکو ته وړيا میوزیک غږوي، نو نه یې څوک اوري او نه هم ورته اهميت ورکوي.‌
د دې کیسې پیغام دا دی چې هر شخص باید د خپل استعداد مطابق په مناسب او درست ځای کې ودرېږي، که داسې ونه کړي، نو استعداد به یې ضایع شي او خلک به یې په قدر پوه نه شي.‌
کټ مټ لکه دا موسيقار!

ژباړه

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د زوړ مکتب په ساحه کې زلزله ځپلو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندېنیټهداچې د څوکۍ ولسوالۍ په مختل...
09/09/2025

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د زوړ مکتب په ساحه کې زلزله ځپلو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندېنیټه

داچې د څوکۍ ولسوالۍ په مختلفو قریو کې روغتیایي ډلې زلزله ځپلو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو لپاره ګمارل شوې چې ددغه ډلو د جملې څخه د زوړ مکتب ساحه کې د (هیلت نیټ) موسسې روغتیایي مرکز تللې او ولسونو ته په ساحه کې په ډیره میړانه روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.

ویاړو وروره

ښه خبر دا د  چی د حساب ماشين باندې مشهور سمیع الله په کابل کې د کاردان ښوونځي ته معرفي شوی ترڅو په وړیا ډول خپلو زده‌کړو...
08/09/2025

ښه خبر دا د چی
د حساب ماشين باندې مشهور سمیع الله په کابل کې د کاردان ښوونځي ته معرفي شوی ترڅو په وړیا ډول خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

Address

Kabul
Kabul

Telephone

+93782144545

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Rizwanullah Waqar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category