
08/07/2025
هغه څېره چې تل به مسکۍ وه، مړاوې شوه
په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې د افغانستان او نړیوال کرکټ مجربه لوبڅار حاجي بسم الله جان شینواري د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح عظیم او رحیم رب ته سپارلی دی.
انا لله وانا الیه راجعون.
شینواری هغه شخصیت و چې تل به مسکی و، د خیر ښېګڼې چارې به یې لومړیتوب وې او پر بېوزلو زیات مهربانه و، خو دا ستر شخصیت نور د ستورو له مداره پرېوت او اوس ستاسو دعاو ته اړتیا لري.