10/11/2025
🩵 پیدایشي Gynecomastia په ماشومانو کې🩵.
ځینې هلکان د زېږون پر وخت د ښځینه په شان د سینې پړسوب (Gynecomastia) لري. دا یو عادي او موقتي حالت دی.
📌 علت:
د مور هورموني اغېز (استروجن) چې د امیندوارۍ پر مهال ماشوم ته انتقالېږي.
📅 څومره دوام کوي؟
دا پړسوب عموماً د زېږون وروسته د څو اونیو یا تر ډېره د ۲–۳ میاشتو په موده کې له منځه ځي.
⚠️ څه باید وشي؟
• د درملو یا ځانګړي علاج اړتیا نه لري.
• یوازې پاکوالی او نرمه پاملرنه بس ده.
• فشار یا مساج مه ورکوئ — دا د انتان (infection) سبب کېدای شي.
• که پړسوب دوام وکړي، سوروالی، درد یا چرک څرګند شي — نو ډاکټر ته ورشئ.
👶 پایله:
دا یو موقتي، طبیعي حالت دی او ډېری وخت خپله له منځه ځي
دوکتور عبدالصمد تسل متخصص د نویو زیږیدلو او ماشومانو داخله ناروغیو متخصص