
20/09/2025
اسلام اباد کې د طالبانو د تېر رژیم سفیر ملا عبدالاسلام ضعیف د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې واشنګټن په افغانستان کې د درېیمې نړیوالې جګړې د چمتووالي په لټه کې دی.
سلام ضعیف وايي، د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ برداشت غلط دی او په افغانستان کې د دا ډول جګړې لپاره تمه درلودل بې ګټې او بې بنسټه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ لندن کې خبریالانو ته تایید کړه چې د بګرام پر سر له طالبانو سره خبرې روانې دي او هغوی ترې بدل کې څه غواړي.
ښاغلي ضعفیف وړانددوینه کړې چې د درېیمې نړیوالې جګړې لپاره چمتووالی روان دی او ښايي تر ۲۰۳۵ کال پورې په سیمه کې یوه لویه جګړه را منځته شي.
دا پخوانی طالب چارواکی زیاتوي چې امریکا هڅه کوي د افغانستان، پاکستان او اذربایجان په اراضۍ کې ځانته ځای پیدا کړي او له دې ځایه ایران، چین او روسیه تر خپل نظامي او استخباراتي پوښښ لاندې راولي.
دی زیاتوي چې افغانستان په تېرو نړیوالو جګړو کې بې طرفه پاتی شوی او هېڅ قوت نه دی توانېدلی چې دا هېواد له خپلې بې طرفۍ وګرځوي او د خپل ځان په ګټه یې وکاروي. د هغه په خبره، هېڅ حاکم نه شي کولی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور په برخه کې معامله وکړي.
عبدالسلام ضعیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په برېټانیا کې خبر ورکړ چې دی غواړي بېرته بګرام هوايي اډه له طالبانو ونیسي.