White Coat Heroes of Afghanistan

White Coat Heroes of Afghanistan White Coat Heroes of Afghanistan — Healing our beautiful nation and supporting our junior doctors.

ډاکټر صیب Dr Khalid Khan Zadran به هغه وخت خپل مسؤلیت اداء کړی وی چی د خپلو مریضانو د تداوی ترڅنګ د راتلونکی نسل په روزن...
23/01/2026

ډاکټر صیب Dr Khalid Khan Zadran به هغه وخت خپل مسؤلیت اداء کړی وی چی د خپلو مریضانو د تداوی ترڅنګ د راتلونکی نسل په روزنه کی هم فعاله ونډه واخلی، یو خبره چی ما تل ځوری هغه داده چی زمونږ د مریضانو سربیره زمونږ داکتران هم تل د یو ښه تخصص لپاره د نورو په دروازو کی منتظر وی، او دا چی په دغو هیوادونو کی د تخصص پر مهال دوی سره سنګه چلند کیږی هغه به اوسنیو ټرینیانو او متخصصینو ته معلومات وی.
په هیواد کی دننه دده په څیر په نورو برخو کی هم ښه تکړه تکړه متخصصین لرو اما اکثره له خپلو مریضانو سره مصروف وی او د راتلونکی نسل د ښی روزنی په موخه ما ددوی کوم خوځښت نه ده لیدلی.
بهر کی تخصص کول په لومړیو کی ډیر مصرف غواړی چی کیدای شی د ډیرو کمو هیوادوالو په وس پوره وی، نو له دی کبله اکثره داکترصیبان په داخل کی تخصص کوی چی تقریبا کمزوری او یوازی په نوم متخصص کیدل دی نور کیدای شی پرمختللو هیوادونو د یو MD په اندازه هم ونه پوهیږی(استثناآت شته).
White Coat Heroes of Afghanistan
Dr Khalid Khan Zadran

آخر ولی زمونږ طبابت به کله ښه کیږی؟؟؟ناروغ پروت ده د Chest pain په لوحه راغلی، په ECG کی د STEMI ښه ټیپکل تغیرات لری، ام...
18/01/2026

آخر ولی زمونږ طبابت به کله ښه کیږی؟؟؟
ناروغ پروت ده د Chest pain په لوحه راغلی، په ECG کی د STEMI ښه ټیپکل تغیرات لری، اما Cardiac enzymes ته یی لب والا دوه ساعته وخت ورکړی🤔🤔🤔. دا یوه پیښه نه ده هر وخت همداسی تکراریږی. زمونږ متخصصین هم غلی ګرځی تر څو د معایناتو نتیجه راشی.

هایپو کانډریاسیس (Hypochondriasis) ته illness anxiety disorder هم وایی، او یو داسی روانی حالت ده چی ناروغ پکی د یوی شدید...
15/01/2026

هایپو کانډریاسیس (Hypochondriasis) ته illness anxiety disorder هم وایی، او یو داسی روانی حالت ده چی ناروغ پکی د یوی شدیدی یا جدی ناروغۍ د شتون په اړه له حده زیات تشویش کوی.
مثلا د یو چا ورور یا کوم بل خپلوان د معدی د سرطان ناروغی څخه ومړ، نو دا کس ته د معدی په اندکی یا کم مشکل پیدا کیدو سره د سرطان د ناروغی د موجودیت په اړه تشویش پیدا کیږی، دا تشویش دومره شدید وی چی باربار ډاکټر ته د مراجعه کولو او د مختلفو معایناتو لامل ګرځی.

White Coat Heroes of Afghanistan
13/01/2026

White Coat Heroes of Afghanistan

هغه کسان چی تر طب تازه فارغ وی یا یی هم وروستی سیمیسترونه وی نو ددوی لپاره زما یو توصیه داده چی First Aid کتاب واخلئ، خپل مبایل یا کمپیوټر کی یو 30GB حافظه د BnB ویډیو ګانو ته ورکړئ، د BnB لیکچرونو له هر چیپتر سره همغه مربوطه سلایدونه چاپ کړی او د لیکچر کتلو پرمهال پکی اضافی معلومات لیکی، رسامی پکی کوی...او مربوطه موضع ځانته ښه واضح کوی.
د مربوطه چپتر تر خلاصیدو وروسته خپل First Aid کتاب مطالعه کړئ تاسی ته به ډیر آسانه شوی وی او د موضوعاتو په تکرار او زیات وخت لپاره په یاد پاتی کیدو کی به درسره مرسته وکړی.
نوټ:
●که په انګلیسی ژبه کی مشکل لری نو ورته تشویش مه، تاسی فقط لګ له صبر او مقاومت څخه کار واخلی باور وکړی میاشت وروسته به پکی هیڅ مشکل ونه لری.
●کوښښ مه کوی د یو چپتر ټول موضوعات په یو ځل زده کړی، ټول څیزونه په یو ځل نه یادیږی.
●هغه چپترونه چی له مخکی ورسره بلدتیا لری، اول په خپله وګوری وروسته بیا د ویډیو کتل درته آسانه تمامیږی.
●وخت ناوخت له UW پوښتنو بانګ څخه استفاده وکړی، دا به مو له مختلفو کیسونو سره مخ کړی، او موضوعات به مو تکرار شی او زده شی.
White Coat Heroes of Afghanistan

هغه کسان چی تر طب تازه فارغ وی یا یی هم وروستی سیمیسترونه وی نو ددوی لپاره زما یو توصیه داده چی First Aid کتاب واخلئ، خپ...
12/01/2026

هغه کسان چی تر طب تازه فارغ وی یا یی هم وروستی سیمیسترونه وی نو ددوی لپاره زما یو توصیه داده چی First Aid کتاب واخلئ، خپل مبایل یا کمپیوټر کی یو 30GB حافظه د BnB ویډیو ګانو ته ورکړئ، د BnB لیکچرونو له هر چیپتر سره همغه مربوطه سلایدونه چاپ کړی او د لیکچر کتلو پرمهال پکی اضافی معلومات لیکی، رسامی پکی کوی...او مربوطه موضع ځانته ښه واضح کوی.
د مربوطه چپتر تر خلاصیدو وروسته خپل First Aid کتاب مطالعه کړئ تاسی ته به ډیر آسانه شوی وی او د موضوعاتو په تکرار او زیات وخت لپاره په یاد پاتی کیدو کی به درسره مرسته وکړی.
نوټ:
●که په انګلیسی ژبه کی مشکل لری نو ورته تشویش مه، تاسی فقط لګ له صبر او مقاومت څخه کار واخلی باور وکړی میاشت وروسته به پکی هیڅ مشکل ونه لری.
●کوښښ مه کوی د یو چپتر ټول موضوعات په یو ځل زده کړی، ټول څیزونه په یو ځل نه یادیږی.
●هغه چپترونه چی له مخکی ورسره بلدتیا لری، اول په خپله وګوری وروسته بیا د ویډیو کتل درته آسانه تمامیږی.
●وخت ناوخت له UW پوښتنو بانګ څخه استفاده وکړی، دا به مو له مختلفو کیسونو سره مخ کړی، او موضوعات به مو تکرار شی او زده شی.
White Coat Heroes of Afghanistan

12/01/2026

تقریبا هره ورځ لږ تر لږه یو بالغ ګورم چی روغتون ته د یوی یا دواړو Te**es (خایی،هګی، خصیو ) د نشتون له کبله رازی، نو ولی میندی او پلارونو د خپلو ماشومانو Te**es په ماشومتوب کی نه ګوری؟ که نارینه ماشومان لری نو حتما یی Te**es چک کړی د نه شتون په صورت کی ډاکټر ته مراجعه وکړی.
په خپل موقیعت کی د خصیو نه شتون د وخت په تیریدو د شنډ کیدو، د خصیو سرطان او د ضربی خوړلو چانس زیاتوی.
White Coat Heroes of Afghanistan

Now, come forward and become a shining star in your own field. Treat your patients with skillful hands, a compassionate ...
09/01/2026

Now, come forward and become a shining star in your own field. Treat your patients with skillful hands, a compassionate heart, and the beauty of your scalpel and scissors.
White Coat Heroes of Afghanistan
Be your doctor

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when White Coat Heroes of Afghanistan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category