Dr Abdullah Abid

Dr Abdullah Abid Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Abdullah Abid, Kabul.

Daily health tips you can trust ✨
Simple guidance for a healthier lifestyle 🌿
Prevention is better than cure 🛡️
Smart habits today for a healthier tomorrow 🧠
Saving lives with knowledge 📚
Health • Wellness • Care 🌱
🌹👌❤️🌺🌾🍂❤️🌹

د نهه 9 ډوله سیرمونو په هکله پوره اوبشپړ معلومات !🩺 1 - سیریوم رینګر Ringer :هيله  مونږ درسره  فالوکړي فوسټ مخکي  خپورکړ...
10/05/2026

د نهه 9 ډوله سیرمونو په هکله پوره اوبشپړ معلومات !
🩺 1 - سیریوم رینګر Ringer :
هيله مونږ درسره فالوکړي فوسټ مخکي خپورکړي ⬇
روغ صحــت
ترکیب : سودیم کلوراید ، کلسیم کلوراید ، پوتاشیم کلوراید . ایزوتونیک محلول دی .
استعمال : اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، د مایعاتو د لاسه ورکول ، د پوټاشیم کموالی ، تغذیه .
🔍 اختیاط او پاملرنه : که چېرته د محلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي . د سوډیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي . د 2 څخه 25 سانتی ګرید کې باید وساتل شې .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 2 - سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate :
ترکیب : کلسیم کلوراید ، پوتاشیم کلوراید ، سودیم لاکتیت ، سودیم کلوراید .
استعمال : د مایعاتو کموالی ، مخکې او وروسته د عملیات څخه ، اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، اسیدوز او سوخته ګۍ ، د ګلوکوز د سویې د لوړوالې له کبله شاک ، کوشنګ سنډروم او د کورتیکوستیراید د ډوز په لوړوالې کې استعمالیږي .
🔍 نه استعمال : لوړ فشار ، پښتورګو ، جګر او د زړه د وظیفو خرابوالی .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 3 سیریوم نارمل سالاین Normal saline :
ترکیب : سودیم کلوراید 9 % .
استعمال : د زخمونو وینځل او سوختګی ، ټیټ فشار ، خونریزی .
نه استعمال . لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .
🩺 4 : دکستروز یا ګلوکوز % 5 .
استعمال : د انرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې د خولې له لاري خوراک نشې کولی ، هایپرتونیک ډیهایدریشن ، هایپوګلایسیمیا ، ملا درد او لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .
🩺 5 - د کستروز یا ګلوکوز % 10 .
استعمال : انرژی برابرول ، هایپو ګلایسیمیا ، د پښتورګو عدم کفایه ، د پوتاشیم او انسولین مسمومیت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 6 - دکستروز یا ګلوکوز % 20 .
استعمال : هایپوګلایسیمیک شاک ، د اوبو مسمومیت ، عمومی عدم کفایه ، زیړی .
نه استعمال : ټیټ فشار او د اوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی .
🩺 7 - دکستروز سالین یا میکس :
ترکیب : دکستروز % 5 + سالین 0.9 % .
استعمال : ډیهایدریشن ، مسمومیت او ګاستروانتریت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 8 - دکستران 40 :
ترکیب : دوینې پلازما .
استعمال : د پلازما کموالی ، د خونریزی له امله شاک ، سوختګی او عملیات .
نه استعمال : د سږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 9 - مانیتول 20 % :
استعمال : ګلوکوما یا د سترګې داخلې فشار ، فشار ، داخل د کوپړۍ فشار ، ادرار راوړونکی .
نه استعمال : ډیهایدریشن ، داخل جمجه خونریزی ، هایپو ویلومیک شاک ، CHF ، هایپوټینشن ، هایپو کلیمیا ،




01/05/2026

🌍 د هېپاتایټس پر وړاندې پرمختګ رښتیا دی — خو لا تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی.
💚 د WHO نوې راپور ښيي چې نړیوالې هڅې ژوندونه ژغوري، خو بیا هم هېپاتایټس B او C په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۳۴ میلیونه مړینې رامنځته کړې.
👉 هره ورځ له ۴،۹۰۰ څخه ډېر کسان نوې په دې ناروغۍ اخته کېږي.
👉 شاوخوا ۲۸۷ میلیونه خلک په ټوله نړۍ کې له هېپاتایټس سره ژوند کوي.
ښه خبر دا دی:
📉 د هېپاتایټس B نوې پېښې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۳۲٪ راکمې شوې دي
👍🏾 د هېپاتایټس C له امله مړینې ۱۲٪ کمې شوې دي
💉 واکسینونه ډېر اغېزمن دي، او له ۹۵٪ څخه زیات خلک خوندي کوي
خو لا هم ستونزې شته:
⚠️ له هېپاتایټس B سره د اخته کسانو له ۵٪ څخه کم درملنه ترلاسه کوي
🚨 یوازې ۲۰٪ د هېپاتایټس C پېښې درملنه شوې دي
🤷🏽 ډېر خلک آن نه پوهېږي چې دوی اخته دي
وسایل شته:
✅ واکسینونه
✅ درملنه
✅ حتی درملنه (د هېپاتایټس C لپاره بشپړ درمل)
💬 پیغام روښانه دی: هېپاتایټس له منځه وړل کېدای شي — خو باید چټک اقدام وکړو.



01/05/2026

ساتنه هغه وخت تر ټولو اغېزمنه وي چې پر وخت ترسره شي.
د واکسینونو د مهالوېش تعقیب مرسته کوي چې ماشومان په هغو وختونو کې خوندي پاتې شي، کله چې تر ټولو ډېر له خطر سره مخ وي.



World Health Organization
UNICEF Afghanistan

دا انځور د بېلابېلو حشراتو د چیچلو له امله پر پوستکي جوړېدونکي نښې پېژندلو کې مرسته کوي. په داسې حالت کې اغېزمن ځای باید...
01/05/2026

دا انځور د بېلابېلو حشراتو د چیچلو له امله پر پوستکي جوړېدونکي نښې پېژندلو کې مرسته کوي. په داسې حالت کې اغېزمن ځای باید د صابون او اوبو سره ومینځل شي. له صابون څخه وروسته د یوې ښې جراثیم‌ضد کریم یا لوشن کارول هم ګټور وي.

د پړسوب او سوخت کمولو لپاره د یخ ټکور کول ډېر اغېزمن وي. که شدید خارښت وي، نو د Calamine Lotion کارول یا د ډاکټر په سلا کومه د الرجۍ ضد دوا اخیستلای شئ، تر څو د نوکانو په وسیله د خارولو اړتیا پېښه نه شي، ځکه خارول د زخم کېدو او د میکروبونو د خپرېدو خطر زیاتوي.

دا معلومات په ځانګړي ډول د اوړي او باراني موسم کې ډېر ګټور وي، ځکه په دې وخت کې دا ډول حشرات زیات وي.

Types of cancer
30/04/2026

Types of cancer

🧠"Important Medical Tests"🫁....💥Follow for more........
30/04/2026

🧠"Important Medical Tests"🫁....
💥Follow for more........


نوې څېړنې ښيي چې د ملټي ويټامينونو استعمال عمر زياتوي.نوې مطالعه دا ښيي چې د ملټي ويټامين خوړل په انسان کې د زړښت پروسه ...
29/04/2026

نوې څېړنې ښيي چې د ملټي ويټامينونو استعمال عمر زياتوي.

نوې مطالعه دا ښيي چې د ملټي ويټامين خوړل په انسان کې د زړښت پروسه په ورو کوي يانې ځنډنۍ کوي يې. يوې نوې څېړنې ښودلې چې په ورځني ډول د ملټي ويټامين خوړل ممکن ژوند اوږد کړي؛ چې دا څېړنه لا هم دوام لري.
د ملټي ويټامينونو استعمال په ټوله نړۍ کې زيات دی؛ خو د امريکا په متحده ايالاتو کې يې استعمال تر حده زيات دی. په افغانستان کې يې استعمال هم تقريبا اتيا سلنه پورې دی.
دا درمل خلک د بېلابېلو دلايلو لپاره کاروي؛ خو ساينس يې په استعمال کې لا هم په يو دوه کې حېران دی چې د ملټي ويټامينونو زيات استعمال د انسان په عمر څه اغېزه لري؟
له دې مخکې يوه څېړنه شوې وه چې د ملټي ويټامين زيات استعمال انسان په ژور خفګان يانې ډيپريشن اخته کوي.
وايي د حيرانتيا خبره دا ده چې په ورځني ډول ددې درملو اخيستل ممکن په انسان کې د بيولوژيکي زړښت پروسه په ورو کړي. دا يوه کلينيکي تصادفي څېړنه ده چې ۹۵۸ لويان پکې شامل و او عمر يې ۶۰ کاله او له دې څخه زیاتو کړې ده.
څېړنو وموندله چې د دوه کلونو لپاره د ملټي ويټامين- ملټي منرال سپلمينټونو خوړل په بدن کې د زړښت پروسه او په بدن کې چې کوم د ايپي جينيټيک ساعتونه دي، نوموړي ساعتونه ددې درملو له امله ورو کېږي چې په نتيجه کې عمر زياتېږي.
هغو کسانو چې دا سپلمينټ يې اخيستي و، د ساعتونو د زياتوالي کچه يې شاوخوا په کال کې د ۱،۵ نه تر ۲ مياشتو پورې وه؛ يانې په کال کې يې تقريباً دوه مياشتې عمر زيات شوی و.
څېړونکو په مقاله کې ليکلي چې پايلې يې هڅوونکې دي.
زياتوي: دا چې ملټي ويټامين څه ډول په بيولوژيکي زړښت او څنګه اغېزه کوي ددې لپاره لا نورې څېړنې ته هم اړتيا ده.
وايي په تغذيوي پوهه کې دا ډول تصادفي کلينيکي څېړنې نادرې دي.

29/04/2026

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abdullah Abid posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Abdullah Abid:

Share