21/08/2018
۳۰ - زمري - ۱۳۹۷
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د ټپیانو پوښتنه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د یادو ټپیانو د پوښتنې پرمهال هغوی ته د اختر مبارکي وویله او د خدای تعالی په دربار کې یې د ښې روغتیا هیله ورته وکړه.
جمهور رئیس غني د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د مراقبت او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ټپیانو د درملنې په موخه به له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.
وروسته د هېواد جمهور رئیس د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون بېلابېلې برخې وکتلې او د یاد روغتون د احیا چارې یې چې متاسفانه په درې کالو کې لا هم نه دي بشپړې شوي، د منلو وړ ونه ګڼلې.
جمهور رئیس وویل، د روغتنون حیاتي برخې ناسمې جوړې شوي چې د بستري ناروغانو ژوند او روغتیا ته په کې د خطر احتمال شته او د کورنیو چارو وزارت او د یاد روغتون مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو نواقصو د لیرې کولو لپاره ژر تر ژره مهالوېش تر تیب او عملي اقدامات وکړي.