ډاکټر رحمت الله معصوم DR:Rahmat ullah Masoom

ډاکټر رحمت الله معصوم DR:Rahmat ullah Masoom health services and health counseling

  يو بله ترخه  #خاطره نن ميرويس روغتون ته تللي وم يو بل ماشوم مي وليدئ چي ساده Greenstik fracture(هډوکي سطحي مات وو يعني...
18/02/2025

يو بله ترخه #خاطره
نن ميرويس روغتون ته تللي وم يو بل ماشوم مي وليدئ چي ساده Greenstik fracture(هډوکي سطحي مات وو يعني درز يي درلودي) يي در لودي راوستله نو شکسته بند والا دغلط تړلو له کبله يي لاس ټول خراب سوي دي او اوس دغه رقم وو.

  ميرويس روغتون ته يي يو ماشومه چي ساده Greenstik fracture(هډوکي سطحي مات وو يعني درز يي درلودي) يي در لودي راوستله نو ش...
13/06/2024


ميرويس روغتون ته يي يو ماشومه چي ساده Greenstik fracture(هډوکي سطحي مات وو يعني درز يي درلودي) يي در لودي راوستله نو شکسته بند والا دغلط تړلو له کبله يي لاس تور سوي دي چي اوس يي بايد لاس پري سي

27/02/2024



1. د ويني د لوړ فشار ناروغان چه فشار يى په دوا نه کنتروليږى،

2. تازه د زړه حمله چه موده يى تر 6 هفتې کمه وي،

3. هغه ناروغان چه زړه يى ډېر ضعيفه وي يعني د زړه پمپ يى شل فيصده شاوخوا وي،

4.هغه ناروغان چه د زړه د والونو وخيمي ناروغي ولري،

5. کوم ناروغان چه د زړه بې نظمي ولرى او د درملو سره کنترول نوي.

6. هغه ناروغان چه چه تازه وخت کښي يى د زړه بيطري ايښي وي،

7. زيات خطر لرونکي وږونکي د زړه بې نظمياني،

8. هغه ناروغان چه HOCM ولري که ډاکټر ددې ناروغي تشخيص درباندى کښېښودي نو بايد روږه ونه نيسي.

ڼوټ: د زړه د يو ډاکټر په صفت کوم دوستان چه پورته ناروغي ولري بايد روږه ونه نيسي او فديه يى ورکړي د روږې نيول د طب له نظره ممکن د دوي شکايات زيات کړي او د روزمره ږوند کيفيت خراب کړي او کيداي سي د روږې د فرضي عمل سربېره نور فرايض لکه لمونځ اوداسي نور هم ځني پاته سي. والله اعلم بالصواب.

الله ج دي ټولو مومنانو ته د شه روږې نيولو توفيق ورکړي.

ډاکټر څرګند

  سره په تيره هفته کی مخامخ سولميو 22 کلن مريض چي واده ته ييي لس ورځي پاته وي پداسي حال کي چي دواړي خايي يي دخايو په کڅو...
09/12/2023

سره په تيره هفته کی مخامخ سولم
يو 22 کلن مريض چي واده ته ييي لس ورځي پاته وي پداسي حال کي چي دواړي خايي يي دخايو په کڅوړه کي نه وي او دالتراساونډ دراپور مطابق يي اټروپي کړي وه.

د نارينه ماشومانو له پيدايښت څخه يوه يا دوه مياشتې مخکې د نس له لاندنۍ برخي څخه خايې په تدريجي ډول د خايو کڅوړې ته را کښته کيږي. خو په ځينو نارينه ماشومانو کې يوه يا دواړي خايې په غير نورمال ډول د نس په لاندنۍ برخه کې پاتې کيږي او د ماشوم له پيدا کېدلو وروسته د ژوند په لومړيو شپږ مېاشتو کې کېدی شي را کښته شي. خو که خايې د ژوند په لومړيو شپږو مېاشتو کې راکښته نه شي نو عموماً ماشومان له يو کلنۍ څخه مخکې يو کوچني اپرېشن يا جراحي ته اړتيا لري تر څو خايې له نس څخه د خايو کڅوړې ته را کښته شي که نه نو کېدی شي د ماشوم له لويدلو سره سم د بې اولادۍ اويا په ځېنو وختونو کې د خايو د سرطان باعث شي. دغه جراحي د اطفالو متخصص جراح ډاکتران کوي.
له پيدايښت سره سم د ټولو نارينه ماشومانو د خايو کڅوړه بايد د ژوند په لومړيو شپږو هفتو کې په نرمۍ سره لمس شي او د خايو د نشتون په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وشي. په ډيری هېوادونو کې د خايو لمس يا معاينه کېدل له پيدايښت سره سم په لومړيو شپږو هفتو کې د ډاکترانو پواسطه کيږي.

ډاکتر نه یم خو دوا ورکوم ددې حکم په اسلام کي څنګه دی؟سوال :دواخانه لرم، په اصولي ډول سره مي طب او طبابت نه دی لوستی دکتا...
13/08/2023

ډاکتر نه یم خو دوا ورکوم ددې حکم په اسلام کي څنګه دی؟
سوال :
دواخانه لرم، په اصولي ډول سره مي طب او طبابت نه دی لوستی دکتابو له زوره یوناني او انګریزي دوا ورکوم ددې حکم په شریعت کي څنګه دی؟
ځواب:عبدالغفار جبير
مشروطه نفع په غیر مشروطي نفعې اړول حرام دی، له همدې کبله داتجارت او کار وبار ستاسو لپاره جایزنه دی.
(امداد الفتاوی ټوک:۳ پاڼه: ۱۱۶)
کاپي

  دڅه وخت راهيسي په کندهار ميرويس روغتون (چينايي شفاخانه)کي ګڼ شمېر ځوانان ناروغان مراجعه کوي او وايي وينه مي قئ کړل او ...
12/08/2023


دڅه وخت راهيسي په کندهار ميرويس روغتون (چينايي شفاخانه)کي ګڼ شمېر ځوانان ناروغان مراجعه کوي او وايي وينه مي قئ کړل او يا مي دبولو سره وينه راځي، نو دمريضانو څخه تر صحي تاريخچې اخيستلو ورسته دهمدغه مريضيو علت بل شي پيدا نسو بيله دبازار خوراکونه، او پر هغوي باندي دزياتي مصالي اچول وي.
( )
ځيني مريضانو يي وډير وخيم حالت ته بيولي وي او پښتورګي يي تر اندازې زيات ور تخريب کړي وي، او مريض دبيخي ډيري ويني اخيستلو ورسته بيا هم کمخونه وي.
د خپل صحت صحي ساتنه په هر شخص لازمه ده.

غاښونه او اسهال/ Teething and diarrhea:داسې ماشومان به تاسو ډیر لیدلی وی چې کله ئې غاښونه راخیژی نو اسهال ورسره وی او مو...
06/08/2023

غاښونه او اسهال/ Teething and diarrhea:

داسې ماشومان به تاسو ډیر لیدلی وی چې کله ئې غاښونه راخیژی نو اسهال ورسره وی او مونږ داسې فکر کوو چې د غاښونو د راختلو سره خيټه خرابیږي او په ماشوم اسهال راځی. خو په حقیقت کښې داسې نه ده، د غاښونو راختو سره اسهال نه راځی خو د غاښونو د راختو په وخت کښې د ماشوم ورئ ډیر زیات خارښ کئ نو ماشوم چې په زمکه هر څیز وینی نو راخلي ئي او په خوله کښې ئې اخلی. چې دغه څیزونه ګنده وی او د جراثیمو نه ډک وی. نو چې ماشوم دغه څیزونه په خله کښې اخلی د هغې د وجې ماشوم په استفراقات او اسهال دواړو اخته کيژي.
نو چې کله تاسو پوهه شئ چې د ماشوم غاښونه راخیژی نو ماشوم د ګنده څیزونو نه لرې ساتئ.

د ماشوم د وریو د خارښ دپاره لاندې طریقو په کار راولئ:

»خپل لاسونه په صابون اوينځئ او ماشوم ته صفا ګوته په خله کښې ورکړئ.
» صفا کپړه په اوبو کښې لمده کړئ، بیا ئې په فریج کښې کیدئ، چې کله پوره کلکه شی بیا د ماشوم لاس اؤينځئ او هغه freeze شوی کپړه ماشوم له په لاس کښې ورکړئ، هغه به يې بیا ځانه په خله کښې په ورو پورې مږی چې په دې سره به ماشوم ته د وريو خارښ آرام کيږي .
» ماشوم له صفا زردکه، بادرنګ یا بله داسې کلکه میوه په لاس کښې ورکوئ.
په دوکانونو کښی د ربړ نه جوړ شوې teething ring پيداکيږي ، که ممکن وي هغه ورته واخلئ.
» که چرته د ماشوم تبه وی نو ساده Brufen شربت ورکوئ نور اضافی شيان مه ورکوئ.
» د ماشوم د صفائی ډیر خیال ساتئ.
» په میډیکل سټورونو کښې teething Gel هم پيداکيږي خو هغه د ماشوم دپاره فایده نه کئ او نقصان يې ډیر دې نو د هغې د استعمال څخډ ډډه وکړئ.
کاپي

 #دميکروب ضد دواو( ) خود سرانه او غلط استعمالدتيرو دوومياشتو راهيسي په کندهار ميرويس روغتون کي ګڼ شمير زاړه او ځوانان نا...
28/07/2023

#دميکروب ضد دواو( ) خود سرانه او غلط استعمال
دتيرو دوومياشتو راهيسي په کندهار ميرويس روغتون کي ګڼ شمير زاړه او ځوانان ناروغان په شفاخانه کي بستر او دټولو ميکروب ضد دواو څخه فقط يو يا دوه رقمه ورباندي تاثير کوي او دنورو ټولو زورورو انټي بايوټيکو په مقابل کي مقاوم دي، او دوخت په تيريدو ددغه رقمونو په مقابل کي هم مقاوم کيژي
#علت يي پر خپل سر ددواخاني څخه دځان او دکورني دغړو او کوچنيانو لپاره دميکروب ضد دواو اخيستل دي، او دواخاني والا ددي دپاره چي مريض ژر جوړ سي او خپل شهرت تر لاسه کړي يو دانه اضافي او زورور انټي بايوټيک لا بل ورسره ملګري کړي.
#نتيجه به يي اخر دا وي چي دخپل عمر په منځني او وروستني وختونو کي به ديو ډيرساده مريضي څخه کړيږي او ژوند به دلاسه ورکوي.
دتيري پنجشنبه يو دوي نموني همدغه دي

23/07/2023


شديد اسهال د مايعاتو د کمښت او اِلکټرولايټونو د ضايع کولو له لاري انسان وژني. تاسو څرنګه کولای شئ چې پخپل کور کې د اسهال ناروغان لدغه حالته وژغورئ.
اول خپل لاسونه بيا لوښی په صابون او اوبو پاک پرېمينځئ بيا په هغه کې يو لېټر اوبه جوش او بيا سړي کړئ. شپږ کاچوغي ( د چايو وړي کاچوغي) بوره او نېمه د چايو کاچوغه مالګه پکې واچوئ او ښه يې و لړئ. دغه محلول يا مايع وړو ماشومانو ته د ورځې نېم لېټر او غټو ماشومانو ته يو لېټر ورکړئ. که د لويانو شديد اسهال وي هغوۍ ته درې لېټره ور کړئ.

نوټ: که د تي ماشومان خصوصاً چې عمر يې له شپږ مېاشتو څخه کم گوي او اسهال ولري بايد مور ډير تی (شيدي ) ورکړي.
کاپي

 د بعضو خلکو د زړه حرکات د برق د نیولو له کبله په پېل  کې بې نظمه او بالاخره بندیږي چې دغه حالت ته فیبریلیشن (  ) ویل کی...
22/07/2023


د بعضو خلکو د زړه حرکات د برق د نیولو له کبله په پېل کې بې نظمه او بالاخره بندیږي چې دغه حالت ته فیبریلیشن ( ) ویل کیږي ددی حالت درملنه یواځې ډی فیبریلیشن( ) ده چې د ماشین پواسطه سره تر سره کیږي که چیری دغه ماشین شتون ونلری تر هغې چې متضرر شخص روغتون ته رسوو د متضرر شخص د زړه لپاسه دوامداره فشار واردو چی دغه کړنې ته ویل کیږي.
خو زموږ په ټولنه کې کله چی یو څوک برق ونیسي نو متضرر شخص د ده د کورنی او خپلوانو لخوا په ځمکه او یا خاوره کې پټیږي چې دا کړنه سراسر د مرګ خولی ته د متضرر شخص ټیل وهل دي او بس. ځکه څنګه چې د د برق تار په قطع کولو سره د تار څخه بیلی شوی برخې کې هیڅ برق نه پاتی کیږي دغسې د برق پواسطه سره نیول شوې شخص کی کومې د برق موجی ( کرنټ ) نه پاتې کیږي. نو په لحاظه د برق پواسطه سره نیول شوې شخص په خاورو کې د خښولو او پټولو پر ځایی باید ژر تر ژره نیږدې روغتون باید انتقال شي.
کاپي.

21/07/2023

Address

سرپوزه، دمحبس څنګته دزاړه ښار دکوڅي پر مخامخ اهل بيت درملتون
Kandahar

Telephone

+93704400405

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر رحمت الله معصوم DR:Rahmat ullah Masoom posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکټر رحمت الله معصوم DR:Rahmat ullah Masoom:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram