17/08/2025
#کله د سردرد له امله ډاکټر ته مراجعه اړینه ده؟
سردردي ډېری وختونه عادي وي او د ستړیا، خوب کمښت یا د خوراک د عادتونو له امله منځته راځي. #خو ځینې وختونه داسې نښې ورسره وي چې باید جدي ونیول شي او ډاکټر ته حتمي مراجعه وسي. که تاسو د سردرد ترڅنګ لاندې کومه نښه لرئ، نو ژر ډاکټر ته ولاړ سئ:
1️⃣ زړه بدوالی او یا کانګې – کله چې سردرد د زړه بدوالي یا استفراق سره مل وي.
2️⃣ شدید او دوامدار سردرد – هغه درد چې د عادي درملو (لکه پاراسټامول) سره نه ارامېږي.
3️⃣ د شپې لخوا له خوبه پاڅول – که سردرد دومره شدید وي چې له خوبه مو راویښ کړي.
4️⃣ په سترګو کې د لید ستونزه – د لید کمښت، یا شیان خړ او روښانه نه لیدل.
5️⃣ بېحسي یا ضعف – د لاس یا پښې بېحسي، کمزوري یا د بدن د یوې برخې فلج کېدل.
6️⃣ ګنګسیت او د حافظې ستونزه – کله چې د سر درد سره ګډوډي، د خبرو ستونزه یا د حافظې کمزوري هم وي.
👉 یاد ولرئ!
که سردرد د دې نښو سره وي، نو کیدای سي د جدي ناروغۍ نښه وي لکه دماغي فشار، د سترګو ستونزې، یا عصبي ناروغي. نو په داسې حالاتو کې د ډاکټر مشوره ډېر مهمه ده.
کندهار الحجامه کلینیک
آدرس : - حضرت جي بابا - دکوټ بابا عمومي سړک - 14 مي حوزې ته مخامخ - کندهار - الحجامه کلینیک
#آړیکه : 07007615//0707719643