DR. Besmellah Zalmai_ډاکټر بسم الله زلمی

DR. Besmellah Zalmai_ډاکټر بسم الله زلمی زموږ هدف خپلو غریبو هیوادوالو ته خدمت دی دغریبوهیوادوالو کتل وړیا دی

دمور دشیدو گټی                   د مور شیدې یوه الهي تحفه، مکمله غذا، د ماشوم لومړی واکسین او سرو زرو اوبه دي چې ماشوم، ...
18/03/2023

دمور دشیدو گټی

د مور شیدې یوه الهي تحفه، مکمله غذا، د ماشوم لومړی واکسین او سرو زرو اوبه دي چې ماشوم، مور او ټولنې ته ډیړې زیاتې روغتیایي، تغذیوي، عاطفي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې لري.

روغتیایي ګټې:

– د مور پر شیدو تغذیه شوی ماشوم معمولا لږ ناروغه کېږي. د مور په شیدو تغذیه د غوږ میکروبي کېدل، نس ناستی، او د معدې او ګېډې ستونزې کموي.

– د مور په شیدو تغذیه شوو ماشومانو کې په لوړ عمر کې د ځینو ناوغیو اندازه کمه وي: استما (شدیده نقس تنګي)، د شکرې ناروغي او چاغوالی پدې ډله کې راځي.

– د مور شیدې رغوونکې دي؛ ځکه د داسې موادو لرونکي دي چې له میکروبونو سره جګړه کوي.

– میندې هغه مهال هم خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکولی شي، چې ناروغه وي. البته دا لا ګټور کار دی. د ناروغتیا پر مهال د مور بدن د میکروبونو پر ضد انټي باډي جوړوي، چې ماشوم ته هم انتقالېږي او هغه د ناروغیو په وړاندې ساتي. کله چې په مور کې د ناروغۍ نښې راښکاره شي، ماشوم ته هم ممکن میکروب یا ویروس ورغلی وي

عاطفي ګټې:

– د مور شیدې د مور او ماشوم تر منځ عاطفي پیوند ټینګوي، ځکه ماشوم خپله مور له نژدې کتلی شي: ماشوم یوازې له اته څخه تر پنځلس انچه نېژدې شیان کتلی شي، نو کله چې مور ماشوم ته د تي ورکولو په وخت نژدې او مخامخ وي، همدا د بهترین عاطفي پیوند جوړېدو وخت دی.

– ماشوم د مور بوی پېژني: د ماشوم د بویولو حس ډېر پیاوړی دی او د خپلې مور د شیدو بوی پېژني. همدا دلیل دی چې وږی ماشوم خپلې مور ته ورګوري.

– ماشوم د خپلې مور اواز او څیره تر ټولو شیانو مخکې پیژني او تر ټولو ښکلی، عالي او ښه موجود ورته مور وي. مور هم ماشوم ته د شیدو په ورکولو رواني او ذهني تسکین پیدا کوي او پدې ډول د دواړو تر منځ عاطفي پیوند ټینګیږي.

تغذیوي ګټې:

– د مور شیدې د متوازنو او مناسبو پروټيني، شحمي، قندي، ویټامني او منرالي موادو لرونکي دي.

– د مور شیدې ماشوم له مختلفو خوندونو سره روږدی کوي : فرموله (پوډري یا بازاري شیدې) یو ډول خوند لري، خو د مور شیدې د خوراکي موادو ټول خوندونه په یوه کمه اندازه لري. دغسې ماشوم ته بیا جامد خواړه په اسانۍ پیل کېدای شي.

– مخکې لدې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه، ژیړبخنه، سریښناکه ماده یعنې ورږه تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ کلسیوم، پوټاشیوم، پروټین، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د ورږو څو کاشوغو ته ضرورت لري چې روغ رمټ پاتې شي.

– د مور شیدې ماشوم ته د ورکولو په وخت کې بدلون مومي: ماشوم ته د شیدو ورکولو په پیل کې شیدې ابي رنګه او نرۍ وي، خو په پای کې ټینګې او غوړې شي، چې ماشوم ته پوره کالوري (انرژي) برابروي.

اقتصادي ګټې:

– د مور شیدې یوه کورنۍ په کال کې د ۱۵۰۰ ډالرو له لګښته بچوي.

– د مور د شیدو په واسطه له ناروغیو څخه د ژغولو په صورت کې هم کورنۍ ته اقتصادي ګټه لري او د ډاکتر د فیس او درملو په اخیستو یې لګښت نه کیږي.

– د مور په شیدو تغذیه شوی ماشوم په لوی والي کې د ښه کار او ژوند څښتن کیدای شي چې ښه اقتصاد هم لرلی شي.

مور ته ګټې:

– ماشوم ته شیدې ورکول د مور بدن د امیندوارۍ او زیږون له زیانونو څخه ژر، رغوي: ماشوم ته شیدې ورکول په مور کې هغه هورمون افرازوي چې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته ورګرځوي.

– ماشوم ته شیدې ورکول د مور وزن کموي: هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په ورځ کې ۶۰۰ کالوري مصرفوي او وزن یې په تدریج سره تر امیندوارۍ مخکې مودې ته ورګرځوي.

– ماشوم ته شیدې ورکول مور د سینې او تخمدانونو له سرطانونو ساتي.

– د مور د سینې د التهاب (پړسوب) مخه هم نیسي. که د مور سینه خارښت او درد کوي، خپلې یوه اندازه شیدې دې پرې وموښي، سینه یې رغېږي.

تقریباً هره مور خپل ماشوم ته شیدې ورکولی شي:

– د مور بدن د امیندوارۍ په دوره کې شیدې ورکولو ته اماده کېږي : کله چې ماشوم وزېږي، د مور په بدن کې د شیدو د تولید لومړنی سیګنال تولیدېږي چې حتی مور د یو ماشوم تر اړتیا زیاتې شیدې تولیدولی شي. یعنې که دوه او یا ډېر ماشومان هم زېږېدلي وي، د مور بدن ورته شیدې تولیدولی شي.

– مخکې له دې چې یوه مېرمن مور شي باید د امیندوارۍ، زیږون او د خپلو شیدو په واسطه د ماشوم د تغذیې د ارزښت په باب پوره پوهه شي.

– د مور د شیدو عوضي شیدې یا فرموله/ سیریلاک او د شاتو په شمول هیڅ بله ماده تر ۶ میاشتو کم ماشوم ته پکار نده. د عامې روغتیا وزارت د مور د شیدو د عوضي خوړو پر خلاف یوه مقرره منظور کړې ده او د دغه ډول خوراکونو خرڅول او ترویج یې منع کړی دی. که مور کومه جدي ناروغي ولري، یوازې د قانوني اسنادو لرونکی ډاکتر توصیه کولی شي، چې ماشوم څه وخوري یا وڅښي.

– د زیاترو میندو دا بهانه سمه نه ده چې شیدې نلري، کابو هره مور پوره شیدې لري. ماشوم ته د شیدو ورکولو په سم وضعیت پوهېدل او نورو مسایلو په باب باید مور د مور او ماشوم د روغتیايي کارکوونکو څخه مشورې واخلي.

په نتیجه کې ویلی شو چې د مور شیدې بهترینې دي؛ د ماشوم د سالمې بدني او متوازنې دماغي ودې سبب کیږي. یو روغ او پیاوړی شخصیت ترې جوړوي چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته خیر رسولی شي.
———-
له نوي زيږون څخه تر ۶ مياشتني ماشوم د تغذيې او روغتیا مهم پيغامونه

1) مور دې ماشوم ته تر زیږون وروسته په لومړي ساعت کې ضرور خپلې شیدې ورکول پیل کړي.

2) ماشوم باید له لومړنیو ژېړ بخنو، ټینګو شیدو (ورږو) څخه په هیڅ صورت محروم نشي، دغه د سرو زرو اوبه د ماشوم لومړی واکسین دی. ماشوم ډېر پیاوړی کوي او له ډېرو ناروغیو یې ساتي.

3) تر شپږو میاشتو پورې یوازې او یوازې ماشوم ته دمور شیدې ورکړئ. پدې موده کې د مور شیدې ماشوم ته هم کافي دي او هم ګټورې.

4) یوازې د شدیدې اړتیا پر مهال د ډاکتر د توصیې له مخې ماشوم ته درمل ورکول روا دی. لدې پرته هیڅ ډول اوبه، شربتونه، خواړه، مصنوعي یا حیواني شیدې او بله هیڅ ماده مه ورکوئ. (د زیږون له لومړي ساعته تر شپږ میاشتو پورې؛ یوازې د مور شیدې).

5) د ماشوم واکسینونه مو هېر نه شي، چې حیاتي ارزښت لري.

6) تر شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته بشپړونکي غذا ګانې پیل کړئ، خو تر دوه کلونو پورې د مور شیدې په هیڅ صورت پر ماشوم بندې نه کړئ. (له شپږو تر ۲۴ میاشتو د مور شیدې + بشپړونکي خواړه).

7) مور دې متوازن خواړه، د اوسپنې/ فولیک اسید ګولۍ او ایوډین لرونکې مالګه استعمال کړي، چې پخپله هغې او ماشوم دواړو ته یې ګټه رسوي.


Dr Besmellah Zalmai

سينه بغل يا نومونيا د سږو د يوې برخي پاړسوب او ګزک ته ويل کيږي چې ډيری يې د مېکروبونو پواسطه منځ ته راځي او د خاصو انټي ...
04/03/2023

سينه بغل يا نومونيا د سږو د يوې برخي پاړسوب او ګزک ته ويل کيږي چې ډيری يې د مېکروبونو پواسطه منځ ته راځي او د خاصو انټي بيوټيکو پواسطه تداوي کيږي. ټوخۍ، بلغم، ساه بندي، تبه او د سينې درد يې علامې دي او په تشخيص کې يې د سينې عکس يا اِکسرې مهم رول لري.

تور ژیړی یا hepatitis د لړمون یا ځیګر التهاب د A،B،C،D،Eوایرسونو پواسطه منځ ته راځي دلته د د تور زیړې په B ‌‌‌‌‌‌ډول یا ...
04/03/2023

تور ژیړی یا hepatitis د لړمون یا ځیګر التهاب د A،B،C،D،Eوایرسونو پواسطه منځ ته راځي دلته د د تور زیړې په B ‌‌‌‌‌‌ډول یا Hepatitis B په هکله بحث کوم.
لیکوال: ډاکتر نوید خپلواک
د تور زیړي هر ‌‌‌‌‌‌ډول له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته په لاندنیو ممکنو لارو انتقالیږي
1-په تور زیړيآخته انسان سره جنسي اړیکې نیول
2-په تور زیړي د مبتلا انسان له وینې استفاده کول
3-په تور زیړي د آخته انسان سره د ستنې شریک استعمال: پدې معنی که چرته په دې وایرس آخته انسان ته پیچکاري وکړل شي او بیا عین پیچکاري بل روغ انسان استفاده کړي پرته له کوم قید او شرطه په تور زیړي اخته کیدتی شي، همدا ‌‌‌‌‌‌ډول په سلمانیو کې د مشترک تیغ نه د استفادې پواسطه دا ویروس له یوه انسان بل انسان ته انتقالیدای شي.
4-که چرته یوه ښځمنه تور زیړی ولري اوبیا حمل واخلي نو ددغې ښځمنې په رحم کې موجود ماشوم پدې مکروب اخته کیدای شي.

تور زیړی ‌‌‌‌‌‌په ‌‌‌‌‌‌ډیرو انسانانو کې د کومه خاصه نښه نلري مګر لمړنۍ نښې یې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډولدي.
1-زکام،ټوخی،تبه
2-ژیړ ژیړی یعنۍ د پوستکي او د سترګو ژیړوالی
3-د وجود ستړیا او خستګی
4-د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو حفیف دردونه
5-د اشتها کمیدل،زړه بدوالی او کانګې
6-د لړمون یا ځیګر دردونه
7-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو ژیړ بخن یا سپین ته ورته رنګ
8-د تشو متیازو خړ رنګ
9-د پوستکي خارښت
10-د وزن کمیدل

که تور زیړی په بدن کې فعال پریږدو او درملنه یې ونکړو نو ناروغ په لاندنیو مدهشو ناروغیو آخته کوي
1-د لړمون یا ځیګر دردناکه پړسیدل
2-د لړمون. یا ځیګر سیروسیس یا غوټه غوټه کیدل
3-د لړمون سرطان
4-د لړمون فلج کیدل
5-کوما او بې هوشي
#درملنه
د تور زیړی له اړینو معایناتو وروسته که چرته د نوموړې مکروب شتون تثبیط شوه نو د تور زیړي درمل د څو مکررو میاشتو لپاره باید وکارول شي تر څو موږ وکولاي شو چي د تور زیړي مکروب په بدن کي غیر فعاله وساتو
له خپلو ملګرو سره یی هم شریک کړی:

50% تخفیف ټولو هیوادوالو ته.ډاکټر بسم الله زلمی د کوچنیانو د داخله نارغیو متخصص او د عقلی او عصبی نارغیو معلج.نوټ: د غری...
01/03/2023

50% تخفیف ټولو هیوادوالو ته.
ډاکټر بسم الله زلمی د کوچنیانو د داخله نارغیو متخصص او د عقلی او عصبی نارغیو معلج.

نوټ: د غریبو ناروغانو کتل وړیا دی.

Antibiotic/ Anti microbial انټی بیوټک (دمکروب ضد درمل)تعریف: هغه درمل چی په جسم کی دانتاناتو دتداوی لپاره کارول کیږی انټ...
27/02/2023

Antibiotic/ Anti microbial
انټی بیوټک (دمکروب ضد درمل)
تعریف: هغه درمل چی په جسم کی دانتاناتو دتداوی لپاره کارول کیږی انټی بیوټک بلل کیږی .
دمکروب ضد درملنی اصول.
دمکروب ضد درمل دهغه بیوشیمی تفاوت په اساس چی دانسان او مایکروارګانیزم په جوړښت کی څرګندیږی خپل خاص اثرښکاره کوی. دغه درمل دانتاناتو په درملنه کی کارول کیږی ځکه دوی پرمکروبونو یوځانګړی سمیت لری کوم چی کولای سی دهغوی دمړینی یاژوبل کیدوسبب وګرځی بیله دی چی ومیزبان (انسان)ته ضرر ورسوی
دانټی بیوټکو انتخابول.
دیومناسب انټی بیوټک په انتخابولو په لاندی ټکو پوهیدل په کاردی.
1 دمکروب پیژندنه.
دمکروبونو ډیری نوعی چی په انسان کی دناروغی سبب ګرځی متفاوت شان لری ددغه تفاوت له کبله دانټی بیوټیکو تاثیر پرمختلفو مکروبونو فرق لری. که څه هم په افغانستان کی د مکروبونو مالومولو معاینات ډیرکم کارول کیږی او ډاکټران تجربوی انټی بیوټک کاروی خو بیا هم دمکروب مالومول یو اړین کاربلل کیږی.
2 دمکروب حساسیت وځانګړی درمل ته.
ترجیحاً دمکروب ضد درمل د مکروب دپیژندنی وروسته انتخابیږی. په افغانستان کی چی ترډیره تجرباتی انټی بیوټک کارول کیږی باید کوښښ ونه سی چی ترټولو وسیعه ساحه انټی بیوټک انتخاب سی. هغه مکروبونه چی محدودالساحه انټی بیوټک تاثیرپرلری باید وسیع الساحه انټی بیوټک ورته انتخاب نه شی.
3 دانتان ځای .
ټول انټی بیوټک په یوه تناسب دبدن په ټولو انساجو کی نه خپریږی دا کار دانټی بیوټکو د انحلالیت او مالیکولی وزن سره ډیره اړیکه لری.
هBlood brain berrier دعروق شعریه یوجال ماننده ساختمان دی چی ودماغ ته دځینو درملو کیمیایی موادو او مکروبونودننوتلو مخه نسی. اکثره انټی بیوټک نه شی کولای تر BBB تیرسی ځکه نو ددماغ په داخلی انتاناتو کی د داسی درملو څخه کارنه سو اخیستلای .
4 هغه فکتورونه چی د ناروغ سره تعلق لری.
هغه فکتورونه چی دناروغ سره تعلق لری دانټی بیوټکو په انتخاب کی باید ټول په پام کی ونیول سی. چی مهم یی
★دناروغ معافیتی سیستم ته کتنه
★ دپښتورګو وظایف مالومول
★ دینی په ناوړتیاکی ځانګړی پاملرنی ته اړتیاشته.
★دوینی جریان ته کتنه ځکه دشکری ناروغانو پښوته. دوینی کم جریان د درملو انتقال مؤثره کوی اود دغه اعضاوو دانتان د درملنی دناکامی سبب ګرځی.
★دناروغ سن ته بايد پاملرنه وشی .
ځکه په نوو زیږیدلو ماشومانو او بوډاګانو کی د ینی او پښتورګو وظایف پوره نه او باید په دغه سن ناروغانو کی هغه انټی بیوټک چی په لوړ ډوز سمی وی ونه کارول سی.
★ په میرمنو کی حمل اوشیدی ورکول
★هغه میرمنی چی حمل لری وهغوی ته باید داسی درمل انتخاب سی چی یا خو تر پلاسنټا نه تیریږی اویاهم پرجنین سمی تاثیرات نه لری. همداراز په شیدو ورکونکو میندو کی باید هغه درمل چی په شیدوکی زیات افرازیږی اوکه ضرورت وی نو داکتر باید دماشوم دتغذیی په اړه تصمیم ونیسی
5 د درملو بیه
ډیرکله څو انتی بیوټک پریو انتان مشابه تاثیرلری خو قیمت یی یودبله ډیرتفاوت ولری دلته دناروغ اقتصادی حالت ته په کتو دمناسب قیمت انټی بیوټک باید انتخاب سی

هر وخت د ستومانتیا احساس کوئ؟ لاملونه یې څه دي؟ د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې...
27/02/2023

هر وخت د ستومانتیا احساس کوئ؟ لاملونه یې څه دي؟
د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې کسان بې له کوم کار او بوختیا ستړیا یا ستومانتیا محسوسوي، چې په اصل کې د ناروغۍ او یا په بدن کې د ځینې موادو کمېدلو نښه وي.
هغه لاملونه چې د بېځایه ستومانتیا لامل کیږي، پنځه یې په لاندې ډول دي:
بشپړ خوب نه کول
بشپړ خوب نه کول د ستړیا تر ټولو ستر لامل دی، خو ددې لپاره دا اړین نه دي چې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړل شي، بلکې اړینه داده چې د شپې لخوا ارامه او ژور خوب وشي، که خوب مو ارام او ژور نه وي ۱۰-۱۲ ساعته خوب هم ګټه نه کوي، ددې لپاره د خوب ارامګاه او ماحول مناسب جوړ کړئ، که داسې مو ونکړل نو د ورځې په اوږدو کې به د مرۍ/غاړې، ملا درد او ستومانتیا احساس کوئ.
مناسب خواړه نه خوړل
بدن تندرست او چست ساتلو لپاره د غوره خواړو اړتیا وي، غوره خواړه هغه دي چې د بدن هر ډوله اړتیا او انرژي پوره کولی شي، جنک فوډ، ګازي څښاک، له اندازې زیاته خوږه خوړل ستاسې د بدن هر اړخیزه انرژي نشي پوره کولای، بلکې پرځای یې ستومانتیا محسوسیږي. د بدن انرژي پوره کولو لپاره تازه میوه، سبزي او پروټین لرونکي خواړه خوړل اړین دي.
ذهني ستړیا/خپګان
ذهني ستړیا هم د بدن ستومانتیا ستر لامل ګڼل کیږي، ځکه چې ذهني ستړیا مو د بې خوبۍ او نارامۍ ستونزو سره مخ کوي، چې له کبله مو خوب هم نه پوره کیږي، او په پایله کې بدن د ستومانتیا ښکار شي.
زړه ناروغي
هر وخت د ستومانتیا احساس کول د زړه ناروغۍ نښه هم کیدلای شي، د زړه ناروغ په ورځني کارونو کې لکه پایو کې ختل، زیات مزل کول او یا په سخت کار کولو سره ډیر ژر ستړی کیږي، په داسې وخت کې زړه ته د زیاتې وینې رسېدلو اړتیا وي او زړه له پېله په کار بوخت وي چې په پایله کې انسان د ستومانتیا احساس کوي.

د امیندوارو میرمنو لپاره  20 سپارښتنی1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی 2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی3: هغه شی چی زیات ...
25/02/2023

د امیندوارو میرمنو لپاره 20 سپارښتنی
1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی
2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی
3: هغه شی چی زیات وزن لری د جگولو څخه ډډه وکړی
4: درانده خواړه ډیر ټینگ خواړه لکه لوبیا هگی پالک کم وخوری
5: هر سهار یو گیلاس شیدی دوه دانی خرما وخوری ځکه چی شیدی کلسیم لری او خرما مو تغذیه کوی
6: سهارنی هیڅکله مه پریږدی ځکه چی ستاسو بدن زیاتی انرژی ته اړتیا لری
7: د ورزی په اوږدو کی پنځه وخته خوراک کوی خو کمه کمه خوری تر څو ستاسو صحت ورسره ښه یی
8: اوبه ډیری څکی چی گردی مو چرک یا ډبری پیدا نکړی د ورزی له پنځه ویشتو تر دیرش گیلاسو اوبه وڅکی
9: هره ورز لږ ورزش کوی گرځی راگرځی ځکه ورزش ستاسو صحت ته گټه لری
10: د سخت درد خوب پخپل سر درملو له خوراک څخه ډډه وکړی د اړتیا په وخت کی نیږدی صحی کلینیک ته لاړ شی
11: د خپل ځان پاک ساتلو خیال وساتی هفته کی غیر له میاشتنی ناروغی نه دری ځله حمام وکړی ډیری گرمی اوبه یاهم له ډیرو یخو اوبو سخه ډډه وکړی همیشه په تړمو اوبو لامبی
12: هره شپه پنځه دانی بادام وخوری تر څو ستاسو مغز نورماله وی
13: په هفته کی دوه ځله ینه ځیگر وخوری تر څو ستاسو د وینی کمبود پوره شی دوینی له کمښت سره مخامخ نشی
14: دشپی لخوا همیشه له وریجو څخه استفاده کوی وریجی ښی نرمی پخوی او بیا یی وروسته خوری
15: د تازه میوو څخه زیاته استفاده کوی
16: زیاته غوسه مه کوی نرماله اوسی چی راتلونکی ماشوم مو سالمه وی
17: د اړتیا په وخت کی ښځینه ډاکټر ته مراجعه وکړی هیڅکله پخپل سر دارو مه استعمالوی
18: د میوو جوسو له څکلو زیاته استفاده کوی تر څو بدن مو مقاومت ولری
19: د خاوری له خوړلو ډډه وکړی زیاتره میندی په دغه حالت کی خاوره خوری چی صحت ته مو زیان رسوی هغه خویندی چی دا خاوره خوری د هغوی په بدن کی کلسیم کم وی چی دا کمښت مونږ د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شوه
20: د ماشوم له پیدا کیدلو څخه دری ساعته مخکی روغتون ته مراجعه وکړی تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږی

خبرتیا: ډاکټر بسم الله زلمی چي په کندهار ښار کښي يي نوی په فعالیت پیل کړی دی غواړی د خپلو غریبو هیوادوالو کتنه مفته یا و...
24/02/2023

خبرتیا: ډاکټر بسم الله زلمی چي په کندهار ښار کښي يي نوی په فعالیت پیل کړی دی غواړی د خپلو غریبو هیوادوالو کتنه مفته یا وړیا دالله (ج) درضا لپاره وکړي.
نوټ: دوشتبه او پنجشنبه د غریبو هیوادوالو کتنه مفته یا وړیا ده.

نوټ: ډاکټر بسم الله زلمی د کوچنیانو د داخله نارغیو متخصص او د عقلی عصبی نارغیو معلج.

50٪ فیصده تخفیف باقي ورځو کښي.

ډیپرییشن (Depression) یا ژور خفګاندیپریشن یا ژور خفګان چی روحی انحطاط هم ورته وایی یو له هغو مهمو عقلی یا روحی ناروغیو څ...
24/02/2023

ډیپرییشن (Depression) یا ژور خفګان
دیپریشن یا ژور خفګان چی روحی انحطاط هم ورته وایی یو له هغو مهمو عقلی یا روحی ناروغیو څخه ده چی زمونږ اوستاسی د ټولنی یو زیات تعداد وګړی په خفیف او یا شدید ډول څه ناڅه ورباندی اخته او له دی روحی پریشانی څخه رنځ وړی .مونږ دلته ددی ناروغی په اسبابو مختلفو کلینکی اشکالو ، اعراضو او علایمو ،په تداوی او ددی ناروغی د مخنیوی په لارو چارو له تاسی سره خپل معلومات شریکوو
لمړی: دیپریشن څه ته وایی:
دا ناروغی عبارت له یو روحی انحطاط یا خفګان څخه ده چی ور باندی اخته کس په دوامداره توګه دیوډول غم او پریشانی احساس کوی دناروغ په احساسا تو عواطفو او خیالاتو کی یو څرګند بدلون رامینڅ ته کیږی دخپل ځان او ضمیر سره همیشه لاس په ګریوان یی پخپلو ورځنیو چارو او کارونو کی زیات خلل لیدل کیږی خپل ځان ورته مقصر او بی وزله ښکاری له تیرو کړنو څخه پیښمان اوسنی حالت ته حیران او اینده ته نګران وی.
د دیپریشن په تشخیص کي د ناروغۍ درو مرحلو ته پام اړول مهم دي څو له مخي یې باید څرګنده شي چي ناروغ د نوموړي ناروغۍ په کومه مرحله دی .
د دیپریشن نښي نښانې په دوو کتیګوریو ( A او B ) وېشل شوي دي . ددې د پاره چي د ناروغۍ شتون تائید شی ، باید په ناروغ کی لږ تر لږه د هري کتیګورۍ څخه دوه نښاني تر سترګو شي . دغه نوموړي نښانې باید په ناروغ کي لږ تر لږه په پرله پسې ډول بی لدی نه چي قطع او وقفه ور پکښې راشي ، دوې هفتې مسلسل دوام وکړي او نه باید د فزیکي ناروغۍ په توګه و پیژندل شي .
لومړی ــ د A کتیګورۍ نښانې :
ـــ د خفګان احساس .
ـــ په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت .
ـــ د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس .
دویم ــ د B کتیګورۍ نښانې :
ـــ پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت .
ـــ د ځان ملامتیا او د ګناه احساس .
ـــ د مرګ او ځان وژني فکرونه .
ـــ د افکارو د متمرکز کولو مشکلات .
ـــ سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل .
ـــ بې خوبي او د خوب اختلال .
ـــ په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلون چي اکثره وختونه د وزن د کمښت سره مل وي .
په ناروغ کي د دیپریشن شدت او د حالت څرنګوالي ته درې مرحلې د پام وړ ګڼلي شوي دي ، لکه :
لومړۍ مرحله ـــ ساده یا سپک دیپریشن :
ددې د پاره چي ددې مرحلې شتون تائید شي ، اړینه ده د دواړو ( A ) او ( B ) کتیګوریو د نښو نښانو څخه کم تر کمه دوې دوې نښانې په ناروغ کي و لیدلي شي.
پدې مرحله کي د ناروغ حالت داسی وی چي درملني ته اړتیا نه لیدل کیږي . د کورنۍ د غړو او ملګرو لخوا دده معنوي ملاتړ کولای شي د درملني ځای و نیسي . همدارنګه د خپل ډاکتر او ارواح پوه ( روانشناس ) لخوا د سترس( داخلي روحي تشنج ) په کمولو کي ګټوري مشورې، ورزش او سالم خوب ډیره ښه او په زړه پوري مرسته کولای شی .
د ګټورو مشورو په لړ دا هم راځي چي باید مصاب ( ناروغ ) پدې پوه کړل شي ، چي تر څو کولای شي ، ځان د تجرید حالت ( Isolation) د محاصرې نه و باسي ، د توان تر حده د کار د ساحې سره خپلي اړیکي و ساتي ، د ارامتیا ، نظم او نظافت فضا را منځته کړي ، د جدي موضوعګانو په هکله د تصمیم نیولو څخه ډډه وکړي او د سترس کنترولو لارو چارو سره ځان بلد کړي
دویمه مرحله ــ متعادل او نرم دیپریشن :
ددې مرحلي د تشخیص د پاره پکار ده چي د ( A ) کتیګورۍ د نښو نښانو څخه باید کم تر کمه دوي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه باید کم تر کمه څلور نښانې په ناروغ کي ولیدلي شی . پدې مرحله د ناروغ د ژغورلو په موخه پکار ده چي د درملني د یوه یا بل ډول نه کار واخیستل شی . دا کار کیدلای شی چي دسایکوتراپي ( د رواني چارو په مټ تداوي ) او یا هم د درمل کارولو د لاري تر سره شي .
دریمه مرحله ــ شدید دیپریشن :
دا مرحله هغه وخت د تائید وړ ده چي د ( A ) ګتیګورۍ ټولي درې واړي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه لږ تر لږه پنځه او یا لدې نه زیاتي نښانې په ناروغ کي ولیدلي شي . پدې مرحله کي ناروغ بد او بحراني حالت لري . که چیري پدې وخت کي د ناروغ حالت د ځان وژني تر خطر پوري جدي ، سخت متشنج او یا یې د ځان د کنترول او مراقبت وړتیا له لاسه ور کړې وي ، نو د درملني پخاطر به ښه دا وي چي ناروغ هر څه ژر د رواني ناروغیو په روغتون کي بستري او تر جدي درملني لاندي ونیول شي » . او همدارنګه دوایه درملنه یی دداکتر تر مشوری لاندی تر اوږده وخته صورت نیسی.

(ناببره) مړینه"ډیر وخت به تاسو اوریدلي وي چې زیات ستاسو ملګري یا هم دوستان د ورځي روغ رمټ یې مګر د شپی یو دم مړ سوي وي، ...
24/02/2023

(ناببره) مړینه"

ډیر وخت به تاسو اوریدلي وي چې زیات ستاسو ملګري یا هم دوستان د ورځي روغ رمټ یې مګر د شپی یو دم مړ سوي وي، چې ډیر کسان ورته د زړه حمله او ځینی بیا ورته نور څه واي،
دا درست خبره ده چې مرګ په وخت او وعده سره دي لیکن د طبابت د دنیاوي سببونو سره یی چې زموږ د طبابت یو ایماني او د بشر دوستي څیړنه ده زیاته مهمه او هم ضروري ده،
د دي اړوند یو عمده علت چې اوس نړیوال طبابت پیدا کړي دي دادي:
کله کله هر یو زموږ و ستاسو څخه د شپی د ضرورت په خاطر یو دم د تشناب او یا یو بل ضرورت دپاره راولاړیږي، حال دا چې دا وخت طبی پوهان زیاتوي چې زړه د نورمال حالت په شان د ویني پمپ کیدل کم کړي وي او عصاب هم د ویني د دوران څخه لکه د ورځي په جریان کي چي وي، بی برخي وي. په داسي حال کې چي د تشو بولو، قضاحاجت او یا هم نور ضرورت دپاره ژر را ولاړیږو زیات خطري وي،
ځکه عصاب انمیک anemic یعني د کافی اندازي ویني د دوران او اکسیجن څخه بی برخي وي، دا وخت چې کله عصب خپل فعالیت د لاس ورکړ، زړه او نور حیاتي غړي هم دفتآ د فعالیت ولیږي ځکه عصاب او دماغ د انسان د بدن کنټرولونکي دي.
د دي دپاره څیړونکي زیاتوي چې انسان باید (دري نیمي) دقیقي پر خپل ځاي کښیني او د ویني د بیرته نورمال دوران پوري تر څو بیرته د بدن حیاتي غړو (عصاب، پښتورګي، زړه) نورمال سي او انسان د عاني خودبخود مرګ څخه خلاص سي.
خپل ټول نژدی ملګرو او په خاص ډول د زړه ناروغانو، ځوانانو او خویندو ته د دي په اړه خبر ورکړي، تر څو کله چې د شپی په نیمایی کې د هر فزیکي عمل دپاره راولاړیږي" نو پر خپل ځاي د دوو څخه نیولي تر دري نیمي دقیقی دپاره ارام اوسي تر څو دماغ او نور غړي یی د انیمیک حالت څخه راووځی او د عاني او خودبخودي مرګ څخه په امن کي وي.

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوريکه څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور...
22/02/2023

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو.

دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.

ګېله کوم ډول زيانونه لري.

۱: د وزن زياتوالی

دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالوري شتون لري چې په هندوانه کې ۴۵ او په انګورو کې ۶۲ ګرامه کالوري شتون لري.
خو که وزن مو زيات وي او له دې ويره لرئ چې وزن مو نور زيات نشي نو د کېلې له زيات خوراک څخه ډډه وکړئ.

۲: هايبر کالمي

هغه ناورغي ده چې د انسان په وينه کې د پوتاشيمو د زياتوالي له امله رامنځته کيږي. ددغي ناروغۍ له امله د انسان د زړه ضربان غير منظم او بيخي له حده زياتيږي چې وروسته په انسان د زړه حمله راځي.
که څوک دا ډول ناروغي ولري بايد کيله ونه خوري.

هغه څوک چې غاښونه يې ماتيږي

هغه څوک چې د غاښونو د توييدو ناروغي ولري بايد کيله ونه خوري ځکه دغه ناروغي په بدن کې د نشايسته د زياتوالي لامل ګرځي چې د کيلې په خوړولو زموږ د بدن نشايسته نوره هم زياتيږي.

د خوب خرابوالی

که څوک دشپي په خوب کې نا ارامه وي او يايې تل خوب ګډوډ دغه ډول اشخاص بايد کيلي له خوړولو څخه ډډه وکړي. د کېلي په زيات خوړولو يې خوب نور هم ګډوډيږي.

په عصبي تکليف اخته کسان بايد زياته کېله ونه خوري

دا ځکه چې په کيله کې په پراخه پيمانه بی ۶ ويټامين شتون لري چې د کيلې په زيات خوراک سره د عصبي اختلالونو باعث ګرځي.

تنفسي حساسيت

هغه خلک چې دا ډول ناروغي لري بايد له کېله څخه استفاده ونه کړي.
دغه ناروغي چې تر ډيره په امريکا کې زياته ده دا داسي يو ډول ناروغي ده چې د ځينو توکو سره د حساسيت پر وخت راپيد کيږي چې تر ډيره د انسان ساه او تنفس بنديږي.

هغه خلک چې قبضيت لري

هغه خلک چې قبضيت لري بايد کيله ډيره کمه وخوري ځکه کيله په خپله ډير قابضه ده.
بايد وويل شي قبضيت ډيره خطرناکه ناروغي ده چې حتی انسان د مرګ تر کومي هم رسولای شي.

Address

Kandahar
Kandahar
3802

Telephone

+93703563058

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when DR. Besmellah Zalmai_ډاکټر بسم الله زلمی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to DR. Besmellah Zalmai_ډاکټر بسم الله زلمی:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram