Public Health عامه روغتیا.

Public Health عامه روغتیا. پدې صفحه کې تاسو کولای سئ چې مختلف طبي معلومات ولولی په درنښت ستاسو ورور (جلیل غفورزی)

سلامونه نیکې هیلې. نن ورځ غواړم تاسو ته دیوې نوي نښې چې ځینې ځوانان ورباندې مبتلاء سوي معلومات درکړم. نوموړې مواد د amph...
23/03/2024

سلامونه نیکې هیلې. نن ورځ غواړم تاسو ته دیوې نوي نښې چې ځینې ځوانان ورباندې مبتلاء سوي معلومات درکړم.

نوموړې مواد د amphetamine یا فکر کوم دې ته سیښه هم ویل کېږي. چې د ephedra په نوم چې افغانستان کې ورته اومان او یا بندک ویل کېږي بوټي څخه تولیدېږي، او متاسفانه دا بوټی دنورو هېوادونو په څېر دافغانستان په غرونو کې په خپله شنه کېږي. نومړی بوټی چین کې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او هغوی په خپل یوناني درملو کې استعمالوی. اوس دافغانستان په شمول چین او نورو خارجي هېوادونو کې یې پر استعمال شدید بندېز لګېدلی.

اوس به راسو چې amphetamine کوم ډول مواد دي او که استعمال سي په انساني وجود باندې کوم ډول تاثرات لري ؟

‏Amphetamines پر بدن باندې یوډول تنبه (ویښونکی) خاصیت لري، پدې معنا چې ددماغ دندو ته چټکتیا وربخښي او ددې باعث کېږي ترڅو ددماغ دندې تر نارمل سرعت په ډېر تېز سرعت سره رواني کړي.

‏Amphetamine نه یوازې داچې تاوانونه لري بلکې یوه کمه اندازه ګټه هم لري پدې شرط چې دپوه ډاکټر په مشوره او په کم ترینه اندازې سره استفاده سي، او دا د ځینو ناروغیو په تداوۍ کې ورڅخه استفاده کېږي لکه narcolepsy, attention deficits hyperactivity disorder and some times parkinson’s disorder.
کېدای سي دنوموړو ناروغیو دتداوۍ لپاره تردې بهتره درمل تولید سوي وي چې ښه خبره به وي.‌

‏Amphetamines ځیني ډولونه لري لکه ( speed داډول د کریسټال پوډر په شکل وي، او بل یې base چې د غوړو په شکل وي)
نوموړي مواد بدن کې دپیچکارۍ دلارې، یاهم دتېرولو دلارې استعمالېږي.

د amphetamines لنډ مهاله تاثرات پر بدن باندې:‌
1. 1- بدن ته تراندازې زیاته انرژي ورکوي.
2. 2- بې معنا او دروغجنه خوشحالي رامنځ ته کوي.
3. 3- کېدای سي ځینې وختونه ناحقه غوصه رامنځ ته کړي.
4. 4- دزړه ضربان او تنفس شدت او تعداد زیاتوي یعني زړه په شدت سره غورځي او هم یې دغورځېدو تعداد ډېر وي.
5. 5- دویني لوړ فشار رامنځ ته کوي.
6. 6- انسان باندې خوولَه کوي او دانسان خوله وچووي.
7. 7- دپزې دپرېمانه ویني کېدو باعث کېږي.
8. 8- هغه معتادین چې ددې نښې پیچکارۍ یوبل سره شریکوي هغه په تور ژړي، تیتانوس، ایډز او نورو ناوړه افاتو هم اخته کېدای سي.

د amphetamines اوږد مهاله تاثرات پر بدن باندې:
1. 1- شدید د وزن بایلل او سوی تغذي حالت ته تلل.‌
2. 2- دخولې وچوالی او دغاښونو ناوړه افاتو منځ ته راتګ.
3. 3- دومداره دانتان یا میکروب داخلېدل بدن ته.‌
4. 4- دویري حملې، ډیپرېشن او اضطراب منځ ته راتلل، انسان خپل دتمرکز قوه بایلي، میموري زیانمنوي.
5. 5- دانسان څخه غیر انساني کړني ترسره کېدل.
6. 6- دزړه دحملې او پښتورګو دخرابوالي ۱۰۰٪ چانس.
7. 7- ددماغي سکتې باعث کېدل.

نوموړي مواد ددوهم نړیوالې چګړې پرمهال Adolf Hi**er وخپلو سرتېرو ته ورکول تر څو په کم وخت کې لویه جګړه وګټي اوهمداسې به کېدل، خو دوخت په تیرېدو سره به یې سرتېرو دهمدې درملو داستعمال په اساس نور داوږدمهاله جګړو توان د لاسه ورکوی.

نوموړی معتاد کوونکي درمل ډېر خطرناک دي او د BBC Pashto دراپور په اساس په افغانستان کې یې هم استعمال او هم تولید ډېر سوی. ددوی په وینا تولید یې خورا اسان دی.‌
هرڅوک دا دنده لري تر څو خپل کشران تعقیب کړي ترڅو ددې ډول او نورو نښیې موادو داستعمال څخه یې مخنیوی وکړي. رب تعالی ج دې مو ددې او نورو نښیې موادو څخه په امان کې وساتي. امین.

سلامونه هیله لرم چې جوړ اوسئ او دمبارکې روژې میاشت به مو په خیر پیل کړې وي. نن غواړم ستاسو سره ځینې مهم معلومات شریک کړم...
13/03/2024

سلامونه هیله لرم چې جوړ اوسئ او دمبارکې روژې میاشت به مو په خیر پیل کړې وي.
نن غواړم ستاسو سره ځینې مهم معلومات شریک کړم، چې په کال کې یوځل ۲۹-۳۰ ورځې روژه نیول پر انساني وجود څه اغیز لري.

لومړی به روژه د طبیعي (یوناني) طب له نظره او وروسته به روژه دساینس له نظره وڅېړو.

طبیعي طب: روژه په عمومي ‌ډول دټول بدن او هضمي جهاز لپاره روغتیا ده. داځکه روژه و هضمي جهاز ته وقفه او استراحت ورکوي.
اکثره ناروغۍ په بدن کې لومړی د هضمي جهاز څخه شروع کېږي، داځکه چې موږ ډیری وختونه خرابه غذا خورو او یا سمه غذا خو په خراب وخت کې خورو. او ددې باعث کېږي ترڅو غذا په سمه توګه هضم نه سي او دبدن لپاره مختلف مشکلات پېښوي.

داسلام خوږ پیغمبر حضرت محمد ص فرمایلي، چې لږ غذا وخوری تر څو سالم صحت ولرئ.

که چېري موږ غذا په مناسب مقدار سره خورو نو هضمي جهاز لپاره هم مناسبه اندازه د هضم او جذب وخت پیدا کېږي نوځکه روژه نیول دهضمي جهاز لپاره ډېر بهترین عمل دی.

کوم انزایمونه چې د غذا د هضم او جذب لپاره مسؤل دي که چېري دانسان روژه وي نو همدا انزایمونه ددې پرځای چې د ورځې په جریان کې غذا هضم او جذب کړي د بدن په healing process یا هم د رغېدني په پروسه کې ونډه اخلي.
کله چې دانسان روژه وي نو بدن درغېدني خواته مخ کوي.

عصري طب یا هم ساینس دروژې په باره کې معلومات راکوي چې دبدن لپاره روژه ګټوره ده که یا ؟
او د ساعتونو یا ورځو په جریان کې په بدن کې کوم تغیرات رامنځ ته کېږي ؟

پر بدن باندې د ۰-۴ ساعتونو پورې دروژې تاثر: پدې موده کې داخیرنۍ خوړل سوي غذا څخه انرژي تولیدوي او د بدن د حجراتو او انساجو د ودې او نمو لپاره یې په مصرف رسوي. نوټ (انساج دحجراتو مجموعې ته ویل کېږي چې مختلفي دندې سرته رسوی).

پر بدن د ۴-۱۶ ساعتونو پورې دروژې تاثر: پدی مرحله کې بدن ټول دغذا څخه لاسته راغلې انرجي په مصرف رسوي، او نور د انرژۍ ازادېدل دذخیره سوي شحمیاتو یا غوړو څخه شروع کوي. په پدې پروسه کې چې کوم کیمیاوي مواد ازادېږي د ketone bodies په نوم یادېږي.

اوس نو دورځو په جریان کې کوم تغیرات رامنځ ته کېږي ؟
د detoxification stage 1 یا بدن د زهریاتو څخه دپاکېدلو اوله مرحله ۱-۲ ورځې پورې:
لومړی ورژه کې دویني دشکري سویه لوېږي، او ذخیره سوي ګلوکوز چې ورته ګلایکوجن ویل کېږي داینې او عضلاتو څخه ازادېږي ترڅو دبدن ضرورت پوره کړي. پدې ترتیب د ویني فشار اندازه هم کمېږي، چې ځینو انسانانو ته دلبدي، خواګرزی، کمزوري، او سرچرخی پیدا کېږي.

د detoxification stage 2 یا بدن دزهریاتو څخه دپاکېدلو دوهمه مرحله ۳-۷ ورځو پورې:
ددریمي ورځې په شروع سره بدن تر ډېره پورې د روژې سره عیاریږي (عادت کېږي)، او هضمي جهاز خپل داستراحت مرحلې ته ځي هغه مرحله چې اشد ضرورت ورته لري. او دبدن انرژي نور مستقیماً دبدن څخه دزهریاتو په پاکولو کې په مصرف رسېږي، او ددې باعث کېږي ترڅو په معافیتي سیسټم فعالیت ډېر سي. پدې مرحله کې ذخیره سوي شحم په ګلوکوز باندې بدلېږي. د rancid oil په نوم یوډول غوړ دي چې دبدن څخه وزي نو په ځینو انسانانو کې کېدای سي دموقت وخت لپاره دمخ دانې پر راوخېږي چې پخپله سمېږي.

د detoxification stage 3 یا دبدن څخه دزهریاتو دپاکېدلو دریمه مرحله ۸-۱۵ ورځې پورې:
دیو هفتې په تېرېدو سره که بدن کې زاړه زخمونه موجود وي په درد پیل کوي، ځکه پخوا د رغېدو پروسه نه وه اوس چې شروع ده نو درد به ورسره مل وي، او زاړه ټول زخمونه دالله ج په فضل سره رغېږي.

د detoxification stage 4 یا د زهریاتو څخه دپاکېدلو څلورمه مرحله ۱۶-۳۰ ورځو پورې:
پدې مرحلې سره بدن د روژې سره ۱۰۰٪ عادت نیسي او بدن په مکمل ډول اماده دی ترڅو څنګه په لنډ وخت او کمي انرژۍ سره زهریات دبدن څخه وباسي، چې دبدن لپاره ډېره انرژي راګرځي او ضایع کېږي نه.

ددریمي هفتې وروسته چې کله زهرجن مواد تر ډېره دبدن څخه ووزي نو دماغ کې هم تمرکز ډېرېږي او دانسان حافظه ترپخوا ډېر ښه کار کوي. او انسان یوډول دسکون احساس کوي او دماغي مشکلات تر ډېره بریده کمېږي.

الله ج دې توفیق راکړي ترڅو پدې مبارکه میاشت کې دخپل وس مطابق دالله ج عبادت وکړو.

ګرانو ملګرو او دوستانو په نورو پوسټونو کې به ستاسره معلومات شریک کړم چې څومره مایعات استعمال کړو، کوم ډول غذا استعمال کړو او څومره اندازه یې استعمال کړو.

او دزړه، پښتورګو، معدې او شکري ناروغانو لپاره روژه د طب په اساس څنګه ده.

په درنښت: ترتیب کوونکی جلیل غفورزی.
By: HUMAN APPEAL MANCHESTER UNITED KINGDOM.

Address

Kandahar

Telephone

+93700500089

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Public Health عامه روغتیا. posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Public Health عامه روغتیا.:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram