afghan sehat dental clinic.افغان صحت دغاښوکلینیک

afghan sehat  dental clinic.افغان صحت دغاښوکلینیک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from afghan sehat dental clinic.افغان صحت دغاښوکلینیک, Medical and health, ده خواجه منزل باغ سړک دنوی ایوبی روغتون دعمومی دروازی لویدیځ طرف کندهار, Kandahar.

07/04/2024

ماته_بخښه_وکړئ
ځکه چي د اور څخه دخلاصون لسيزه دهزموږ خوږ پيغمبرﷺ فرمايي..؟
هلاک دی سي هغه انسان چي د روژې مبارکه مياشت راسي او دی بخښنه ونه غواړي
اللهﷻ دي ټول ګناهونه معاف کوي بې له شرک او غيبت څخه .که چېري کوم وخت ما ستاسو غيبت کړی وي يا مي نور تکليف در رسولی وي ماته بخشه وکړئ .
ما تاسو ټول دوستان د اللهﷻ لپاره بخښلي یاست تاسي هم ماته بخښه وکړی مننه!!
ډاکټرصاحب جان (باریزاده)...

06/04/2024
دنوموړی 12 کلن ماشوم په کورکی دټال څخه د رالویدوله امله یوغاښ پرځمکه رالویدلی وو،اوبیرته ورته...دReimplantation procedur...
02/04/2024

دنوموړی 12 کلن ماشوم په کورکی دټال څخه د رالویدوله امله یوغاښ پرځمکه رالویدلی وو،
اوبیرته ورته...د
Reimplantation procedure ...

عملیه اجراسوه اوغاښ ددوهم ځل لپاره ولګول شو....

نوټ...

که تاسوهم هروخت دداسی یوی واقعی سره مخ کیږی نوکه هغه ستاسوخپل وی اوکه یا نابلده وی نوتاسوورسره دهمکاری لپاره لاندی خبری په یادولری...

1: هغه ناروغ چی یویاڅوغاښونه یی په ټکر یاضربی سره بی ځایه سوی وی نوسمدستی بایدیومجهزکلینیک ته مراجعه وکړی..

2:پرځمکه لویدلی روغ غاښونه ژر راپورته کړی...اوپه راپورته کیدوکی لاندی اصول مراعات کړی...

نوټ...
۱: غاښ تر (crown) یاپورتنی برخی څخه ونیسی اوراپورته یی کړی...

۲:دغاښ ریښی ته لاس مه ور وړی ...

۳: که دریښی برخه په خاورو یا شیګو وو نو تاسویی تر crown یاپورتنی برخی ونیسی او په سیروم،شیدو یا اوبوکی ووښوره وی چی پاک سی...

۴: پاموباید وی چی دغاښ دریښی برخه دمینځلوپه وخت کی په ګوتو یا بلی ټوټی سره ونه موږی ...

۵ :که امکان وو غاښ په خپل اصلی ساحه کی په احتیات سره ځای پرځای کړی ...اوکه مونسوای کولای نوپه سیروم یا شیدو کی یی واچوی اوترروغتون پوری ورسوی...اوکه سیروم یا شیدی نوی نودمریض دلاندی زامی دغاښو او غومبری ترمنځ یی کښیږده او مریض عاجل ترډاکټره ورسوه...
ډاکټرصاحب جان ( باریزاده)
0702040091

18/02/2023

دراتلونکي اوونۍ لپاره د لمانځه وختونه…

یادونه: پنځه دقیقې احتیاط په ټولو وختونو کي لازمي دئ.
تر نورو يې ورسوئ او ځانونه د ثواب څخه برخمن کړئ...

د کره او باوري اسلامي معلوماتو لپاره زموږ د وټساپ او ټیلیګرام ګروپونه درسره تعقیب کړئ او د خپلو دوستانو سره يې شریک کړئ.

زموږ نشرات د وټساپ او ټيليګرام د لاندنیو لینکونو له لاري تعقيبولاى سئ:

۶ ۱– وټساپ شپاړلسم ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/Btjx0Yn9jGKFkviLQw8dXR

ټيليګرام چينل:
https://t.me/jamiaislamiaashrafiakandahar

بیل ګیټس وایی : زه تل دسختو کارونو لپاره ټنبل کسان ټاکم ځکه دهغه کار لپاره آسانه لاره پیداکوی !!!!ابراهیمی...
18/02/2023

بیل ګیټس وایی :

زه تل دسختو کارونو لپاره ټنبل کسان ټاکم ځکه دهغه کار لپاره آسانه لاره پیداکوی !!!!
ابراهیمی...

Thumb sucking ...؟یا دګوتی زبیښل...؟ دادماشومانوهغه عادت دی چی یوماشوم  په ویښ اویابیده حالت کی خپل یو یاڅوګوتی په خوله ...
16/02/2023

Thumb sucking ...؟
یا دګوتی زبیښل...؟
دادماشومانوهغه عادت دی چی یوماشوم په ویښ اویابیده حالت کی خپل یو یاڅوګوتی په خوله کی نیسی یا زبیښی...
نوټ.که موپه کورنی کی ماشومان داسی عادت ولری بایددحل لپاره یی لازم ګام واخلو...

16/02/2023

داوداسه سنتونه.
په اوداسه کی دیارلس سنتونه دی لکه.
۱: داوداسه نیت کول.
۲: بسم الله الرحمن الرحیم ویل.
۳: ددواړولاسونوترمړوندونوپریمنځل.
۴: دخولی پریمنځل.
۵: مسواک وهل.
۶: دپزی پریمنځل.
۷: دګوتوپواسطه ږیره خلالول.
۸: دټول سرمسح کول.( دسرڅلورمه برخه دسنتوڅخه نده.)
۹: ددواړوغوږونومسح کول.
۱۰: دلاسواوپښودګوتوخلالول...
۱۱: دهرغړی دری دری واره پریمنځل.
۱۲: په ترتیب سره دټولوغړوپریمنځل .
۱۳: داول پریمنځل شوی اندام دوچیدونه مخکی بل اندام مینځل...
جزاک الله خیر...

ښه چانس دکندهار  دعامي روغتيا رياست د ميرويس روغتون او د عينو ميني 350 بستريز روغتون  لاندي خالي  بستونه اعلان ته سپارلي...
16/02/2023

ښه چانس دکندهار دعامي روغتيا رياست د ميرويس روغتون او د عينو ميني 350 بستريز روغتون لاندي خالي بستونه اعلان ته سپارلي.
علاقمندان کولي شي چي د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست منابع بشری عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.

جالیب دی د خپلو نومونو په اول توري پسي وګرځئ او ځانونه خبر کړئ.ستاسو د نامه لومړی توری، ستاسو د شخصیت مهم رازونه را سپړي...
13/02/2023

جالیب دی
د خپلو نومونو په اول توري پسي وګرځئ او ځانونه خبر کړئ.

ستاسو د نامه لومړی توری، ستاسو د شخصیت مهم رازونه را سپړي ...!
ملګري مو دلته منشن کړئ، چې ځانونه وپېژني...

(الف)- سخي او مخلص یې، له دې سره سره د چارو په سر ته رسولو کې غصه ناک یې، خو پاک زړی او ډېر حساس یې ..

(ب)- د هر څه غوښتنه په ټینګه کوي، ژوند خوښوي، په تېره بیا خوندور خواړه... په چارو دې باور کیدای شي ...

(ت)- پر خپل ځان باورې یې/ له خپله ځانه ډاډه یې، هره چاره په خپله پیل کوي، غوره پلټونکی یې، چارې دې ټولې بریالۍ دی...

(ث)- غصه ناک یې، متشدد او ضدي یې، خو په چارو کې ډېر ځیرک، ماهر او هوښیار یې ..

(ج‌)- جادوګره وړتیا لري، له ژوند سره مینه لري، خو په شخصي ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګریوان یې.

(ح‌)- واقعي/عملي سړی یې، له نورو سره مرسته خوښوي، د ټولنې خیرخواه یې، خو هیڅکله خپلې تېروتنې نه مني.

(خ‌)- چارې دې پر زړه سوې ولاړې دي، ډېر حساس او خورا رومانټیک یې، مرموز انسان یې، رایه او اوامر دې قاطع دي، له نورو څخه دفاع او په تېره بیا له ارزښتونو او اخلاقو څخه په کلکه دفاع ته چمتو یې.

(د‌)- چلن دې غوره دی او له ناکامۍ هیڅ وېره نه لري، په تېره بیا له عامو خلکو سره په اړیکو کې.

(ذ‌)- حقي وینا ته په هر قیمت چمتو یې.

(ر‌)- په بشپړ ډول پوهېږي، چې څه غواړي، له بده بخته، چې خوبونه دې رنګ نه راوړي، مګر ډېر وروسته، خو ته مه ناهیلی کېږه، ته ډېر جذاب او عاطفي یې.

(ز‌)- واکمن یې، غصه ناک یې، کله سخت زړی او کله بیا رومانټیک یې، لږ ضدي یې، په هر قیمت د حق دفاع کوي، په ورځنیو چارو کې تغیر خوښوي او له ریښتینولۍ سره مینه لري.

(س‌)- حساس او مرموز انسان یې، خپل احساسات او عواطف داسې پټوي، چې د هیچا له مخه یې هم نه څرګنده وي، له چا سره چې مینه لري، له هغه سره ډېر اخلاص کوي، زړه راښکونکی یې او د خلکو خوښېږي.

(ش‌)- واکمن او سخت طبیعته یې، د عقلانیت او جاذبیت دواړه ځانګړتیاوي لري.

(ص‌)- متزلزل یې، په چارو کې متکبر یې، ځیرک او ډېر خطرناک یې.

(ض‌)- پر تا باور کیدای شي، د خپلو ملګرو ښه ملاتړ کوي.

(ط‌)- حالات دې د تعجب وړ دی، کله نا کله خو بېخې په غمونو کې ډوب یې.

(ظ‌)- پر نیغه لاره روان یې، چارې په قناعت سره سر ته رسوي، له خپلو حقوقو دفاع کوي او په مقابل کې د هیڅ شی تمه او توقوع نه لري.

(ع‌)- تر ټولو لوړ منصب ته د رسیدلو هڅه کوي، افکار دې علمي دي، باریکبین/ ظریف او خنده رویه یې، خو ډېر ژر غصه کېږي او د غصې پر مهال ډېر سخت زړی یې، مینه کوي او له خپلې معشوقي هیڅکله بې پروا کیدای نشي، بې کچې ښایسته او جذاب یې، هرڅوک مینه در سره لري.

(غ‌)- په هرڅه کې دې کار یې، د همدغې ځانګړنې له مخه، علمي چارو ته متوجه کېږي، ښه سړی یې، خو یواځنی عیب دې دا دی، چې کله نا کله بې ملګري یي، هیڅ ملګری دې نه پیدا کېږي.

(ف‌)- طبیعت او چارې دې ډېرې په زړه پورې دي، خلک ځان ته را کاږي، په کار کې ډېر ماهر او دقیق یې، د تبسم له امله دې خلک خوښوي، ممکن کله زیان در ته ورسېږي، خو بیا هم د زړه له تله مینه کوي، کمزورې دې دا ده، چې اړیکې نه پالې، بلکې له منځه یې وړي.

(ق‌)- ته نیک بخته یې، په هر ډګر کې بریالی یې او مثبتې پایلې به ترلاسه کړي.

(ك‌)- ډېر فعال یې، خو سخت طبیعته یې، له خپلو حقوقو په بشپړ ځواک دفاع کوي، غوره فکر دي په چارو کې ځانګړنه ده.

(ل‌)- له سفر سره مینه دې په طبیعت اغېزه لري، د زړونو په ګټلو کې تر هر چا مخکې یې، د هر چا خوښېږي، زړه دې پاک او حساس دی، هره چاره مثبته ویني/ مثبت ګرا یې.

(م‌)- زړه دې غټ او سینه دې پراخه ده، چې مینه کوي، بېخې په اخلاص او د زړه له تله یې کوي، په خپل ژوند کې له سختو مواقفو نه را ګرځې، ښکلی او جذاب یې او دا دې وروستۍ مینه ده، او که کله په غصه شې؛ نو خدای ج دې هر څوک در څخه لرې ساتي، له دې سره سره متسامح یې/ ګذشت لري، له خلکو سره بالمثل معامله خوښوي/ څنګه چې هغه در سره کوي، ته هم هماغسې ورسره کوي.

(ن‌)- زیار وباسه، چې د قیادت او رهبرۍ ټولې ځانګړتیاوي خپلې کړي، ته د قیادت او رهبرۍ وړتیا لري، په هر څه کې تر هر چا مخکې یې، د خلکو خوښېږي، نوښتګر یې، ازاد او فکري انسان یې، ټول په دې هیله دې، چې د نامه لومړی توری یې (ن) وای، حتی (ن) توری په قرآنکریم کې هم ذکر شوی (ن والقلم و ما یسطرون)، خوشحاله او ډېر ټولنیز یې، زړه دې پاک او غټ دی، متسامح یې، بلکې ټول صفات په تا کې را ټول شوي دي.

(و‌)- ډېر مهربانه او رومانتیک یې، د ځینو چارو په تر سره کولو کې دې له ارادې سره لږ ټمبلې ملګري ده، ځینې خلک د خپلو چارو په تنظیم او ترتیب کې در ته اړ دي، خو ته یواځې له هغو سره مرسته کوي، چې مینه ورسره لري.

(ه‌)- د رهبرۍ وړتیا لري، واقعي انسان او ثابت قدمه یې، له ټولنیز پلوه تر هر چا مخکې یې او د هر چا در ته سترګې دي.

(ي‌)- عملي انسان یې، هر چاره دې روښانه ده، اداري سړی یې، هره چاره په غوره ډول سر ته رسوي، کار او خلک دې خوښېږي او ته په خپله مینه کې د زړه له تله ریښتونی یې)
کاپي....

10/02/2023

دالله ج نظام اوزموږغرورته ګوره...

ډېري سجدې انسان عاجزه کوي  له تکبر څخه يې ساتي او کاميابۍ ته يې رسوي.
09/02/2023

ډېري سجدې انسان عاجزه کوي له تکبر څخه يې ساتي او کاميابۍ ته يې رسوي.

Address

ده خواجه منزل باغ سړک دنوی ایوبی روغتون دعمومی دروازی لویدیځ طرف کندهار
Kandahar

Telephone

+93702040091

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when afghan sehat dental clinic.افغان صحت دغاښوکلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram