نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy ســـتاســو ښه صحت زمـــوږ دنده ده .Your good health is our duty ســتاســـو ښه صحت زموږ دنده ده

 #ډايمنشيا يا DIMENTIAيوه رواني ستونزه ده چي د يو شخص حافظه، فکر او روز مره چاري متاثره کوي او په لوړ سن يا زړښت کي په ا...
09/01/2024

#ډايمنشيا يا DIMENTIA
يوه رواني ستونزه ده چي د يو شخص حافظه، فکر او روز مره چاري متاثره کوي او په لوړ سن يا زړښت کي په اکثريت شکل رامنځته کيږي .دغي ګډوډۍ کي لاندې ستونزې شاملي دي.
✓ په وخت يا TIME څخه اګاهي نه درلودل
✓ په اشنا ځايونو کي مغشوش کيدل
✓ د حافظې دلاسه ورکولو په اړه انديښمن کيدل
✓ اجتماعي فعاليت څخه ډډه کول
✓ د مشکلاتو په حل او په تصميم نيونه کي ستونزې درلودل

نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy
#ادرس:. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه د وړی دفابریکی پر مخامخ زوړ ګمرک نصیر درملتون .

*ماشوم ته د تي وروکولو ګټې:**⬅️ ماشوم ته ګټې:*- ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري- د اسهال او استفراق پيښ...
10/12/2023

*ماشوم ته د تي وروکولو ګټې:*

*⬅️ ماشوم ته ګټې:*
- ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري
- د اسهال او استفراق پيښې را کموي
- هر هغه وخت چې د ماشوم ضرورت شي د مور شيدې تازه د حرارت په هغه درجه اماده وي چې د ماشوم اړتيا وي
- خاص د ماشوم لپاره جوړي شوې دي
- کله چې ماشوم لوی شي د چاغۍ او د زړه ناروغيو خطر يې نسبتاً کم وي
- له مور سره يې اړيکي پياوړي کيږي

*⬅️ مور ته ګټې:*
- د تيو او تخمدان د سرطان خطر را کموي
- د هډوکو د کمزوري کېدلو خطر را کموي
- د زړه د ناروغيو خطر را کموي
- د چاغۍ خطر را کموي

#ادرس :. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پرمخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

*Dr H ❤️*

دخولې له لاری د درملو کارول:Oral Administration Drugsد خولې د لاری د درملو د تطبیق له مخي اسانه او زیات کاریدونکي لاره د...
06/12/2023

دخولې له لاری د درملو کارول:
Oral Administration Drugs
د خولې د لاری د درملو د تطبیق له مخي اسانه او زیات کاریدونکي لاره ده. دخولې دلاری طریقه د درملو دکارولو معمول ترینه لاره ده چې خپله دناروغ پواسطه د دوا داستعمال لپاره مناسبه وي.

دخولې یا خوراکي لاری د درملو دکارولو ګټي:
۱: ارزانه ده
۲: اسانه تطبیق کیږي
۳: د راګرځیدني وړ ده
۴: مصونه او خوندي لاره ده
#دخولې دلاری د درملو دکارولو نیمګړتیاوي:
۱: جذب یې غیری منظم وي
۲: د دوا د اغیزی پیل ورو وي
۳: درمل په لومړنی عبور کې په استقلاب رسیږي
۴: د دې لاری څخه مخرش درمل او دخوند لرونکي درمل په سمه توګه نه اخیستل کیږي
۵: په نس ناسته او استفرق کې ګټوره نه تمامیږي
۶: هغه ناروغانو چې شعور یې له لاسه ورکړي وي او کوما حالت ته تللي وي د دې لاری څخه درمل نه ورکول کیږي.

ادرس:. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پر مخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

*که د يوې حاملې ښځې د ويني ګروپ منفي وي او د هغې په ګېډه ماشوم د ويني ګروپ مثبت وي د دې ډير امکان شته چې د مور وينه د حم...
25/11/2023

*که د يوې حاملې ښځې د ويني ګروپ منفي وي او د هغې په ګېډه ماشوم د ويني ګروپ مثبت وي د دې ډير امکان شته چې د مور وينه د حمل په دوران کې د ماشوم په وينه حمله وکړي.*

*دغه حالت په ډيرو ماشومانو کې د زيړي او په ځيني وختونو کې د حمل د له منځه تللو باعث ګرزي.*

*له نېکه مرغه د دې ناروغۍ د تداوي لپاره درمل شته چې د ستني په شکل هغو امېندوارو ښځو ته ورکول کيږي چې د ويني ګروپ يې آر ايچ ډي منفي (RhD-negative) وي.*

*د ټولو امېندوارو ښځو د ويني ګروپ بايد وکتل شي او که آر ايچ ډي منفي وي هغوۍ ته د حمل په مناسب وخت کې د (Anti-D immunoglobulin) درمل توصيه شي.

ادرس✋:. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پر مخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ .
نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

دوینی لوړ فشار یا Hypertention: ........که چیری دوینی فشار په ځوان شخص کی 140/85 څخه زیات سی لوړ فشار شمیرل کیږی البته ف...
21/11/2023

دوینی لوړ فشار یا Hypertention: ........
که چیری دوینی فشار په ځوان شخص کی 140/85 څخه زیات سی لوړ فشار شمیرل کیږی البته فشار د عمر په زیاتیدوسره تفاوت کوی او زیاتیږی.
.
¹ سردردی، ګنګسیت، د غوږونو برنګس.
² د زیات لوړوالي له کبله د پزي څخه د ویني راتلل.
³ په تنفس کي نارامي
⁴ دسینی درد .
دفشار عمومي اختلاطات.
۱- زړه دفعالیت کموالی یا عدم کفایه
۲- دماغی strok چه فلج باندی منتج کیږی
۳-شدیده سردردی.کانګی
۴- اختلاجات
۵- فلج.
۶- دسترګو پړسوب
۷- ناڅاپی مړینه.
دلوړفشاردرملنه...
درملنه یی د ناروغ دعمر وزن او نورو ناروغیو دموجودیت په اساس ترسره کیږی.یعنی هرناروغ ته مشخصه درمل توصیه کیږی.
ادرس :. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پرمخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

د کاجو روغتیایي ګټې !1 : د سرطان او د دماغی سکتی څخه مخه نیسي  .2 : پوستکی ته ښکلا ورکوي او شکر ناروغانو ته ګټور دي .3 :...
04/10/2023

د کاجو روغتیایي ګټې !
1 : د سرطان او د دماغی سکتی څخه مخه نیسي .
2 : پوستکی ته ښکلا ورکوي او شکر ناروغانو ته ګټور دي .
3 : د ویني د غوړ کموالي سبب ګرزي او د زړه ناروغیو مخه نیسي .
4 : د وزن کموالي ، ذِهني فشار ټیټوالي ، او د بدن معافیت لوړوالی سبب ګرزي .
یوه ورځ شپه کې 5 یا 7 عدد استعمالولی شئ .

ادرس:• حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پرمخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

د (pregnancy) په دوران کی د مېرمنو سره بد چلن یا تشدد •د (pregnancy) په دوران کي ښځه دتشدد د وجې د ماشوم نخسانېدو (misca...
22/09/2023

د (pregnancy) په دوران کی د مېرمنو سره بد چلن یا تشدد •
د (pregnancy) په دوران کي ښځه دتشدد د وجې د ماشوم نخسانېدو (miscarriage) سبب کېدای شي او زیات امکان د بې مودې (بي وخته)ماشوم پیدا کېدو (premature) او د نوی زېږېدلې دمړینې سبب کېدای شي.
د تشدد له امله د ښځې stress hormones لوړیږي کوم چې د پلاسېنټا د لارې د ماشوم وجود ته ځي او دغه هورمونونه د ماشوم په دماغي ودې بد تاثیر کوي.
په تشدد سره ښځه د انزایټۍ/anxiety ښکار کیږي چې دغه د انزایټۍ تاثیرات په ماشوم کې د پیدائښت څخه وروسته د ژوند په هر عمر کې ښکاره کېدای شي.

#نوټ هر وخت مو مېرمنې ونازوئ خو د (pregnancy) په دوران کي بیا د خپلو مېرمنو بېخي ډېر خیال وساتئ، مینه ورکړئ ترڅو هم د مېرمنې حق ادا کړئ او هم مو ماشوم روغ اوصحتمند پیدا شي.

ادرس: حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پرمخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ
نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy

د پوستکي یو قسم خارښت او درملنه یې !سکبیس د پوستکې یو ډول ځانګړي ساري  ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ت...
13/09/2023

د پوستکي یو قسم خارښت او درملنه یې !
سکبیس د پوستکې یو ډول ځانګړي ساري ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي. دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ور باندې ډېر اخته کېږي چې په مشترک ډول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور ...
دا پرازیت دپوستکی لاندی تونل ته ورته لاری جوړوی او دشپی مهال زیاتی هګۍ پکی اچوی چې دهغو څخه نور میکروبونه جوړیږی.
هر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږی او ټول بدن یی خارښت پیدا کوي خصوصاً اندام مخصوصه شاه وخوا .
●نښې نښانې یې:
۱ـ کله چې دا میکروب پوستکې ته داخل شي نو شخص ته شدید خارش پیدا کیږي او دا خارش د شپې لخوا زیات وي د ورځې لخوا کم.
۲ـ په پوستکې باندي وړي وړي سري دانې را خیژي چې کله ډیر وگرول شې نو وینه کوي.
۳ـ اکثرا خارش د تناسلې الي په شاه و خوا کې وي هم په ښځو کې او هم په نارینه وو کې وي .
۴ـ په ماشومانو کې د پښو په تلو کې د لاسونو په ورغویو کې او په تناسلې برخو کې ډیر لیدل کیږي.
● د مخنیوي لارې یې:
۱ـ که چیري مو په کورنۍ کې کوم شخص ته خارش پیدا شو نو کوشش وکرۍ چې اطاق یې جدا کړۍ او د سکبیس تداوي ورته شروع کړۍ.
۲ـ کوشش وکرۍ چې خپل لباسونه دواړه طرفه اوتو کړۍ د ورځې یې لمر ته اچوۍ او د شپې لخوا یې ازادي هوا ته وغوړوۍ.
۳ـ کوشش وکړۍ خپله کمپله، روجایې او توشک لمر ته وغوړوۍ.
۴ـ که په کور کې مو هر څومره وگړي په خارش اخته وي نو د ټولو په یوه ورځ تداوي شروع کړۍ.
● درملنه یې:
Tab-cetrizin. once a day
Or
Tab-Loratidin. once a day
Or
Tab-fexofenadin.once a day
Soap-scabix
دشپې له خوا به ځان ورسره پاک ومینځل شې او بیا به پاکې دواړه طرفه اوتو شوي جامې واچول شې.

Lotion- scabion or lotrex سهار به یو ځل بیا سکبیس صابون سره ځان ومینځل شې بیا به تر شلو دقیقو که لمر وي لمرته ودریږي او که لمر نه وي شل دقیقې به همداسې ودریږی چې بدن له اوبو وچ شې خو ځان به جان پاک سره نه وچوي بیا به ټول ځان غیر له سر څخه د سکبیون یا لوټریکس لوشن سره غوړ شې.

Cap-Doxcyclin. twice a day
دا تداوي هر څوک چي په اخته وي پوره استعمال کړي ان شاء الله له دی تکلیفه به مکمل خلاص شې.
یادونه:هر انسان ته باید جلال نسخه واخیستل شې.
ښځه او خاوند باید له مستقیم تماس څخه ځان وساتې او نور کورنی کی باید یو له بل څخه جلا واوسي.
له تور بانجان، مرچک او ګرم خوراک څخه باید ځان وساتی

نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy
ادرس. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پر مخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ نصیر درملتون

ولې ځینې خلک په خوب کې خبرې کوي *دا چې په خوب کې خبرې کول د پوهېدو وړ نه وي خو ډیر عام ګڼل کېږي.* *په خوب کې خبرې کول که...
12/09/2023

ولې ځینې خلک په خوب کې خبرې کوي
*دا چې په خوب کې خبرې کول د پوهېدو وړ نه وي خو ډیر عام ګڼل کېږي.*
*په خوب کې خبرې کول که څه هم د انسان پر روغتیا کومه اغېزه او درملو ته اړتیا نه لري خو د نورو د ځورول او د خوب دخرابېدو لامل جوړیدلای سي.*
*په خوب کې د خبرو کولو لاملونه څه دي?
*که څه هم علت یې په پوره ډول نه دی معلوم خو ځیني عوامل یي په لاندې ډول دي.*
☆جینیټک
په خوب کې خبرې کول په جینیټکي لحاظ د پلار څخه ماشوم ته انتقالېدلی سي.*
څېړنو موندلې ده چې غبرګولي ماشومان اکثره په خوب کې خبرې کوي او حتی تر دې چې دوی په خوب کې تلل هم تجربه کوي.
نو هغه څوک چې په خوب کې خبرې کوي ډېر امکان سته چې ماشوم یې هم په خوب کې خبرې وکړي.*
☆دخوب کمښت
په خوب کې د خبرې کولو یو علت هم د خوب کمښت دی.
بې خوبي د بدن د نا آرامۍ لامل ګرځي کله چې بدن نا آرامه شي نو پر دماغو اغېز کوي چې بالآخره په خوب کې دخبرو کولو سبب کېږي.
☆درمـــل:
*د سکون او ارام درمل کولای سي چې پر خوب اغېز وکړي چې په خوب کې د خبرو لامل ګرځي.
☆په خوب کې دخبرو کولو دپرېښودلو لار
*تر اوسه کومه تګلاره نه ده ښودل سوې خو د ځینو عادتونو په بدلون سره کولای سو دا ستونزه حل کړو.
● د بیده کیدلو نه مخکې باید ډېر خوراک ونه کړو.
● آرام بستر او د خوب ځای.
● ماښام مهال د کافینو نه استعمال.
● او منظم خوب مو ستونزه هوارولاي شي.

نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy
ادرس:. حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی دفابریکی پرمخامخ زوړ ګمرک رحمت نوری مارکیټ نصیر درملتون .

16/08/2023

نــــصیر درملتون تاسو ته هر ډول ادویه او کینوله، پانسمان، پيچکارۍ او نور خدمات په مناسب قیمت وړاندې کوې.
دلته هرډول هندي ,پاکـســـتانی ,ایـــرانی او دنړی دمشهورو کمپنیو درمل په مناسب قیمت اوښه کیفیت ترلاسه کولای شی.
#ادرس: حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړی فابریکی پر مخامخ زوړ ګمرک رحمت نورۍ مارکیټ نــــصیر درملــــتون

Address

حضرت جی بابا چوک ته څیرمه دوړي فابریکۍ پرمخامخ زوړ ګمرک رحمت نورۍ مارکیټ نصیر درملـــتون
Kandahar
HA12@#$65

Telephone

+93700065365

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to نصـــــیر درملـــــــــتون.Nasir Pharmacy:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram