ډاکټرولی معالجوی روغتون Dr Wali Curative Hospital

  • Home
  • ډاکټرولی معالجوی روغتون Dr Wali Curative Hospital

ډاکټرولی معالجوی روغتون Dr Wali Curative Hospital داکتر ولي معالجوي روغتون چوک مدد کندهار افغانستان 0708000309/0700724375

تولو هیواد والو ته د نېکمرغه کوچني اختر مو مبارک  او عبادتونه مو قبول سه 🙏
10/04/2024

تولو هیواد والو ته د نېکمرغه کوچني اختر مو مبارک او عبادتونه مو قبول سه 🙏

⚕ د ویټامین B1 معجزهد دې ویټامین مصرف کول ستړیا،او خارښت له منځه وړي، اضطراب له منځه وړي رنځ او اندیښنې له منځه وړيد حاف...
21/08/2022

⚕ د ویټامین B1 معجزه

د دې ویټامین مصرف کول ستړیا،او خارښت له منځه وړي، اضطراب له منځه وړي رنځ او اندیښنې له منځه وړي

د حافظې ځواک زیاتوي او د بدن دفاعي سیسټم ځواک زیاتوي
د دې ویټامین مصرف د البومین مقدار کموي او له همدې امله د پښتورګو د خرابیدو مخنیوی کوي او عصبي سیستم پیاوړی کوي.

ژيړىJaundiceتعريفدبدن په انساجوکې دبليروبين تراکم اويا په وينه کي ترنورمالي اندازی دبليروبين زياتوالي ته١ ژيړي ويل کيږي....
09/08/2022

ژيړى
Jaundice
تعريف
دبدن په انساجوکې دبليروبين تراکم اويا په وينه کي ترنورمالي اندازی دبليروبين زياتوالي ته
١ ژيړي ويل کيږي.

پتوفزيالوژي
بليروبين ،چې دهيم دميتابوليزم په نتيجه کې توليديږي، تراکم يې دبدن په انساجوکې ژيړي منځته
را وړي. په نورمال ډول د (٠،٢ تر ١،٢) ملي ګرامه بليروبين په هر ١٠٠ ملي ليتره سيروم کي
شتون لري،اود کلينيک له مخي هغه وخت په ګوته کيداى شي چې په سيروم کې د بليروبين اندازه
تر٣ ملي ګرامه په ١٠٠ ملي ليتره کې زياته شي.
هايپربليروبينيميا هغه وخت منځته راځي چې دبليروبين په توليد،انتقال اويا ميتابوليزم کې ستونزه
را منځته سي.کله چې په وينه کې دمزدوج يا غير مزدوج بليروبين اندازه لوړه شي په دي
صورت کې بليروبين وانساجوته نفوذکوی اودپوستکي اوسترګودژړوالي سبب کيږي.غيرمزدوجه
هايپربليروبينيميا معمولاً دبليروبين دزيات توليد(هيموليز،دځانګړو درملوداثراتوله کبله وکبدي
حجراتوته دبليروبين نه ننوتل)،اويا دبليروبين دمزدوج کيدوپه مقابل کې مانعه لکه په ګلبرت او
کريګلر نجار سندرومونوکې.مزدوجه ها يپر بليرو بينيميا معمولاً دکبدي حجراتوڅخه دبليروبين
په وتلوکې دستونزوله کبله رامنځته کيږي،چي معمولي ستونزي يې دکبدي
حجراتوناروغۍ،درمل،دويني ميکروبي کيد ل، ارثي ستونزي (ډوبين – جانسن
١ سندروم،اميدواري) او يا دصفرا خارج کبدي بندښت.

دبليروبين ميتابوليزم
هره ورځ دهيم دکيتابوليزم له کبله د۴٢۵تر ۵١٠ ملی مول يا د٢۵٠ تر ٣٠٠ ملی ګرامه
غيرمزدوج بليروبين جوړيږی.کوم بليروبيون چې په وينه کې جريان لری تقريباٌ ټوله په
غيرمزدوج شکل دی ،اوله دی کبله چې په اوبوکې نه دی منحل اودالبومين سره نښتی دی ،نوپه
تشومتيازو کې نه تيريږی.غيرمزدوج بليروبين داندوپلازميک ريتيکولم انزايم ،ګلوکورونيل
ټرانسپيراز،په ذريعه مزدوج اوپه مونواوډاي ګلوکورونايډبدليږی.مزدوج بليروبين،چې په اوبوکې
منحل دی وصفرا ته دکبدی حجراتودغشأ له لياری ديوځانګړی انتقال کونکې په ذريعه
انتقاليږی.مزدوج بليروبين په کولمو کې دکولون دبکترياوو په ذريعه ميتابو ليز او سترکو
بيلينوجن،چې وروسته په سترکوبيلين باندی اکسيډ يز کيږی، توليدوی.دواړه،سترکوبيلين او
سترکوبيلينوجن دغايطه موادودلياری خار جيږی. دستر کو بيلينوجن يوه کمه اندازه ( ۴ ملی ګرامه
دورځی) دکولمو څخه جذب ،اودکبدڅخه تر تيريدو وروسته په تشومتيازوکې خارجيږی،او
٤ ديوروبيلينوجن په نوم ياديږی،چې ورو سته بيا په يوروبيلين باندی اکسيډيزکيږي.

هضمي ناروغۍ څلورم څپرکى دکبد ناروغۍ اوژيړۍ
51
کيمياوي ټسټونه
په ٥-٤ نمره جدول کي نورمال کيمياوي ټسټونه او دژيړي په دواړوډولونوکي ئي بدلون ښودل
سويدي
ټسټ کبدي ژيړي نورماله اندازه غيراختلاطي بندشي ژيړي
بليروبين
زيات 0.1–0.3 mg/dL زيات مستقيم
زيات 0.2–0.7 mg/dL زيات غيرمستقيم
يوروبيلينوجن زيات نسته زيات
البومين د٣،٥ تر٥،٥ ګرام\١٠٠ ملي بدلون نه مومي
ليتره
البومين کم اوټوټل
٨،٤تر٦،٥د پروتين
ګرام\١٠٠ ملي
ليتره
سيروم
البومين\ټوټل
پروټين
الکلين فوسفاتاز +زياتوالي مومي د٣٠ تر١١٥ واحده په ليترکې ++++زياتوالي مومي
که بندښت شتون ولري نواوږديږي،په
زرقي ويتامين کا جواب ورکوي
د١ تر ١،٤ ،اودويتامين کا INR1
ترتطبيق وروسته په ٢٤ ساعته کې ١٠
سلنه زياتوالي مومي.
که تخريبات شديد وي
نواوږديږي،په زرقي ويتامين کا
جواب نه ورکوي
پروترومبين ټايم
کم زياتوالي مومي

د٥ تر٣٥ واحده په ليترکېALT
ASTد٥ تر٤٠ واحده په ليترکې
دکبدي حجراتوپه تخريب اودکبد
په ويروسي التهاب کې زياتيږي .
ALT, AST2
1
INR, international normalized ratio.
2
ALT, alanine aminotransferase; AST, aspartate aminotransferase.

تصنيف
ژيړي معمولاً تر لاندي دريو عنوانونو لاندي مطالعه کيږي:
چي پر کبدي حجراتو باندي د بليروبين اندازه زياته شي 1. Haemolytic jaundice
چي د بليروبين پهنښليدو کې کومه ستونزهموجوده وي 2. Congenital hyperbilirubinaemias
دکبدي حجروي آفاتو او يا غټو قناتونو دبندښت پهاثرامنځته راځي 3. Cholestatic jaundice
انکانجوګيټډ هايپربليروبينيميا
په دي شکل کې دغايطه موادواوبولورنګ نورمال،ولي لز ژيړي شتون لري.په بولوکې بليѧر و بѧين
نه موندل کيږي.په هيموليتيک ناروغيوکې طحال هم غټ وي.
ګيلبرت سندروم
دهيپربليروبينيمياد عمده ډولونو د جملې څخه دي، چې د ٢تر ٧ سلنه نفوس اخته کوي. ناروغي
ځانګړي اعراض اوعلايم نلري او اکثره د عادي معايناتو په وخت تشخيصيږي چې د بليروبين
معاينات بيوشيميک دکبدټول . ( 17-120 µ mol/L or 1-6mg/dl ) شويوي جګه لږه اندازه
نورمال او د کبدي ناروغيو اعراض اوعلايم وجود نه لري. د ۵تر ١۵ سلنه ناروغانو کې د ژيړي
کورنۍ تاريخچه مثبته موندل کيږي. کبدي glucuronidation د نورمال حالت تقريباً ٣٠ سلنه
وي چې په پايله کې په صفرا کې د monoglucuronide بليروبين د سويه د جګوالي سبب
ګرځي. په اکثره ناروغانو کې د (UDP-glucuronosyl transferase (UGT-1 انزايم ( هغه
انزايم دي چي په شتون کې يې بليروبين د glucuronic acid سره مزدوج کيږي ) سويه ټيټه اوهضمي ناروغۍ څلورم څپرکى دکبد ناروغۍ اوژيړۍ
52
فعاليت يې کم وي. معمولاً په هغه جن کې چې په نوموړي انزايم باندي نښتي وي او د HUG-Br
1 په نوم ياديږي موټيشن صورت نيسي، چي nucleotide متوسع او د 5’ promotor
element پر پورتني برخه باندي د٢ اضافي جوړښتونو په شکل ځاي نيسي. د دي غير نورمال
جوړښت شتون د سندروم د تشخيص لپاره اړين دي. د تشخيص تر ايښودلو وروسته اړينه ده چي
ناروغ ته وپامول شي ترڅوناروغي يي خطرناکه نه ده او و زياتو معايناتو ته اړتيا نه لري. په دې
نارو غانو کې د غيرمزدوج بليروبين سويه د سپکو ناروغيو او يا روژې نيولو په وخت کي
جګيږي. په دې ناروغانو کې پرهيموليزبرسيره د ريتيکولوسيتونو اندازه نورماله وي. کومه
ځانګړي درملنه نه لري.

کريګلر- نجار سندروم
دا ناروغي ډيره نادره ليدل کيږي، ځکه يوازي هغه ناروغان چي autosomal dominant type
II شکل ولري په هغوي کي د UDP – glucuronosyl transferase اندازه کمه ولي د type
autosomal recessive I په ډول غايب نوي ،ډير کم تر لويوالي پوري رسيږي. په دې
ناروغي کې هم د HUG – Br I Gene چي د UDP – glucuronosyl transferase لپاره
وصفي دي. د coding په ساحه کې موټيشن موجود وي. د هستولوژي له نظره کبدي حجرات
١ نورمال وي، د کبد پيوندئي ګټوره درملنه ده.

کانجوگيټډ هايپربليروبينيميا
ډوبين – جانسن اوروټرز سندروم
داناروغي هم په کبد کې د بليروبين د خپريدو د نقصان په نتيجه کې رامنځته کيږي. د د وا ړو
ناروغيو انذار ښه دي. په Dubin – Johnson Syndrome کې موټيشن په MRP2
دواړوانتقال ورکونکوجينوکې موجوداود ميلانين د زيات تراکم له کبله کبد تور رنګ اخلي.

Benign recurrent او Recurrent familial intrahepatic cholestasis (FIC1)
intrahepatic cholestasis
داناروغي هم نادراً ليدل کيږي. په دې ناروغيو کې دصفراد حادبندښت تکراری حملات واقع ولی
تل په ځنډنيوکبدي ناروغيو نه بدليږي. په دې ناروغانو کې پر ژيړي بر سيره، د بدن شديد
خارښت، شحمي اسهالات او د وزن کمښت موجودوي. په سيروم کي د γ-GT اندازه نورماله
وي. که څه هم جن يې پر FIC1 باندي پروت دي، ولي د صفراوی جريان دبندښت سره ښکاره
اړيکي نه لري.

پروګريسيوفاميليل انتراهيپاتيک سندروم
داناروغي هم autosomal recessive شکل لری،په type I کي چې دصفراوی جريان بند ښت
حتي په وړکتوب کي پيليږي ( پخوايي د Byler ناروغۍپه نوم هم يا دول ). د γ-GT اندازه
نورماله وي. جن يې د پورته په شان پر FIC1 باندي پروت وي. ولي معمولاًد encoding ساحې
پر ATPases, P type باندي واقع شوي وي. په type 2 کې يې د جن موقعيت د صفراوي مالګو
پر انتقالونکې پمپ جن باندي چې د BSEP په نوم ياديږي شتون لري. پروتينونه يې عموماً د
کبدي حجراتو د پلاسما يې غشا پر canalicular domain باندي شتون لري. هضمي ناروغۍ څلورم څپرکى دکبد ناروغۍ اوژيړۍ
53
type 3 يې د PGr 3 جن د موټيشن په اثر رامنځته کيږي چې په نتيجه کې د canalicular
phosphatidylcholine د ترانسپورت د تنقيص او د تسممي صفرأ د توليد سبب ګرځي چې
کبدي حجرات تخريبوي. د دي سندروم يوازني درملنه دکبدپيونددي.

د ژيړي د ناروغانوسره چال چلند
د تشخيص عمده برخه د ناروغ تاريخچه تشکيلوي، چې بايد په ډير دقت سره واخيستل شي. د
ناروغ د حالت په پام کې نيولو سره بايد ورڅخه تپوس وکړل سي.که ځوان شخص په ژيړي اخته
وي ، بايد ورڅخه د درملو د استعمال، د الکولو د څکلو او هم جنسي فاليت په هکله وپوښتل سي.
بوډا ناروغ چې وزن يې هم د لاسه ورکړي وي په زياته اندازه د سرطان شک ورباندي کيږى.
په ژيړي ټول اخته ناروغان د کسالت څخه شاکې وي. هغه ناروغان چې دصفراوي جريان بندښت
اويا صفراوي ډبري لري د خيټي د دردونو څخه شکايت کوي. او حتي کله کله دا دردونه د کبد د
غټوالي له کبله چې د کبدي کپسول د توسع او د درد د توليد سبب ګرځي هم رامنځته کيږي.
پوښتنه بايد د ناروغ د حالت په پام کې نيولو سره مطرح، ولي د تاريخچې په اخيستلو کې بايد
لاندي ټکې په پام کې ونيول شي:
• د اوسيدو ځاى ( هيواد ): ځکه دHBV پيښي د نړۍ په يو شمير هيوادوکې زياتي موندل
کيږي.
• د ناروغي دوام: د ژيړي موجوديت، دوزن کمښت سره يو ځاى په بوډاګانو کې اکثراً پر
سرطان باندي دلالت کوي، د ژيړي لنډه تاريخچه په ځانګړي توګه چي ناروغي په مخفي ډول
شروع کړيوي او کسالت هم ورسره مل وي. پر کبدي التهاب باندي دلالت کوي.
• د ژيړي فعلي Out break : که په ټولنه کې يو زيات شمير وګړي ورباندي اخته وي نو په
زياته اندازه و HAV ته فکر کيږي.
• په نژدې وختو کې د Shellfish د خوړلو تاريخچه : که موجوده وي هم زياتره پر HAV
کبدي التهاب باندي دلالت کوي.
• د وريدي مخدره مواد معتادين، يا په نژدې وختو کې د پيچکاري يا خال وهلو تار يخچه
پورته ذکر شوي ټول عوامل د HBV يا HBC انتان د خپريدو سبب ګرځي.
• لواطت : هم په HBV باندي دمصابيت اندازه جګوي.
• فاحشګي : هم په HBV باندي د اخته کېدو چانس زياتوي.
• د وينې ترانسفوژن او يا د ذخيره شوي ويني د مشتقاتو تطبيق. دا هم پخپل وار سره د HBV
او HBC د مصابيت چانس زياتوي نو له همدې کبله په پرمختللو هيوادونو کې ټوله وينه دHBV
او HBC له کبله معاينه کيږي.
• د الکولو څکل: دڅکلو پوره اندازه بايد په ګوته سي، ځکه اکثر ناروغان د څکلو دقيقه اندازه نه
وايي او ورڅخه انکار کوي.
• د درملو استعمال ( په ځانګړي توګه په وروستيو ٢يا ٣مياشتو کې ). ځکه زيات درمل د ژيړي
سبب ګرځي.
• د سفرتاريخچه : ځکه په اکثرو ساحو کې په HAV او HEV باندي د مصابيت چانس زيا توي
چې په اميدواري کې زيات وفيات رامنځته کوي.
• په نژدې وختوکې د بيهوښي ددرملو استعمال: هلوتان او کله کله حتي انفلوران او ايزوفلوران
هم ژيړي توليدوي، په ځانګړي توګه په هغو ناروغانو کې چې د هلوجن لرونکو درملو سره
حساسيت ولري.هضمي ناروغۍ څلورم څپرکى دکبد ناروغۍ اوژيړۍ
54
• کورنۍ تاريخچه:په Gilbert’s ناروغي اخته ناروغانوکيداى سي د کورنۍ د بل غړي څخه
ناروغي اخيستي وي.
• جراحي مداخله : په نژدې وختوکې د صفراوي قناتونو او يا سرطان له کبله جراحي مداخله.
• چاپيريال: هغه اشخاص چې په کليو کې تفريحي پروګرامونه جوړوي، بزګران اود فاضله
موادو د تخليه د سيسټم کارکوونکي، د leptospirosis د زيات د خطر سره مخ دي.
• تبه او لړزه : چي معمولاً د صفراوي قناتونو پر التهاب او يا دکبدپرآبسه دلالت کوي.

دسبب دموندلولپاره تشخيصي ميتودونه
معاينات : ژيړي پخپله حقيقي تشخيص نه دي نو بايد اصلي سبب يې څرګند شي. دوه عمده او مهم
معاينات چې بايد حتماً تر سره شي عبارت دي له HBV, HAV او HCV ويروسي
مارکرونوتعين او د التراسوندترسره کول. د کبد بيوشيميک معاينات هم کولاى شي چې ژيړي
تثبيت او په تشخيص کې مرسته وکړي.
التراسونډ معاينه: په ژيړي اخته ناروغانو کې بايد تل التراسوند معاينه تر سره تر څو خارج کبدي
بندښتونه په ګوته او هم دکبددځنډنيو ناروغيو په هکله که شتون ولري معلومات تر لاسه شي. په
التراسوند کې لاندي شيان معلوميداى شي:
• د صفراوي قناتونو سايز او اندازه چي په خارج کبدي بندښتوکې متوسع وي.
• د بندښت موقعيت په ګوته کيږي.
• د بندښت اصلي سبب په ګوته کيږي ،چې کيداى سي د تومور او يا په ٧٥سلنه پيښو کې د
صفراوي ډبرو له کبله رامنځته شويوي.
د کتلي د شتون په صورت کې بايد پتولوژيک معاينات تر سره او د fine needle aspiration په
ذريعه سيتولوژيک معاينات واخيستل سي( چي په ۶٠ سلنه پيښو کې ځواب تر لاسه کيږي ) او يا
دا چي دامعاينه د needle biopsy چي spring- loaded device لري په ذريعه تر سره کيږي
(په ٩٠ سلنه پيښوکي مثبت ځواب ترلاسه کيږي ).
د کبد بيوشيميک معاينات: په کبدي التهاب اخته ناروغانو کې د ناروغي په پيل کې د سيروم د
AST او ALT اندازه جګه ،حال دا چي ALP په کمه اندازه جګيږي. په معکوس ډول، په خارج
کبدي بندښتونو کې د ALP اندازه ډيره جګه او امينوترانسفيرازونه په کمه اندازه زياتوالي مومي.
ولي بيا هم يوازي د نوموړي معايناتو په تر سره کولو سره تشخيص نه ايښودل کيږي. د کبدپه
ځنډنيو ناروغيو کې د PT اندازه دوامداره جګه او په سيروم کې د البومين اندازه کمه وي.
د ويني معاينات: په هيموليتيک ژيړی کې د بليروبين اندازه جګه ،حال دا چې د کبد نور
بيوشيميک معاينات نورمال وي. د وينی دسپين کريواتوزياتوالي د انتان پر شتون ( دصفراوی
قناتوالتهاب ) دلالت کوي. دکبدپه ويروسی التهاب کې معمولاً دوينی سپين کريوات کم وي، حال دا
چي غير نورمال مونونيکلير حجرات پر infectious mononucleosis دلالت کوي، چې بايد
ناروغ ته monospotوايى

 1. د وینې فشار: 120/80 2. نبض: 70 - 100 3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37 4. تنفس: 12-16 5. هیموګلوبین: نارینه (13.50-18)  ښځ...
02/08/2022



1. د وینې فشار: 120/80
2. نبض: 70 - 100
3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37
4. تنفس: 12-16
5. هیموګلوبین: نارینه (13.50-18)
ښځې (11.50 - 16)
6. کولیسټرول: 130 - 200
7. پوتاشیم: 3.50 - 5
8. سوډیم: 135 - 145
9. ټرای ګلیسریډونه: 220
10. په بدن کې د وینې اندازه:
PCV 30-40٪
11. شکر: د ماشومانو لپاره (70-130)
لویان: ۷۰ – ۱۱۵
12. اوسپنه: 8-15 mg
13. د وینې سپینې حجرې: 4000 - 11000
14. پلیټلیټ: 150,000 - 400,000
15. د وینې سره حجرې: 4.50-6 ملیونه.
16. کلسیم: 8.6 - 10.3 mg/dL
17. ویټامین D3: 20 - 50 ng / ml (نانوگرام فی ml)
18. ویټامین B12: 200-900 pg/ml

* د هغو کسانو لپاره لارښوونې چې پای ته رسیدلي دي: *
*۴۰ کاله*
*50*
*۶۰*

*لومړی مشوره:*
تل اوبه وڅښئ که تاسو د تندې احساس کوئ یا نه ... ترټولو لوی روغتیایی ستونزې او ډیری یې د ډیهایډریشن له امله دي. په ورځ کې لږترلږه 2 لیټره (24 ساعته)

*دوهمه مشوره:*
سپورت وکړئ حتی کله چې تاسو د خپل مصروفیت په اوج کې یاست ... بدن باید حرکت وکړي، که یوازې پیدل وي ... یا لامبو وهل ... یا هر ډول سپورت. * د تګ پیل کول ښه دي ... *

*دریمه مشوره:*
خواړه کم کړئ ...

د ډیر خوراک کولو لیوالتیا پریږدئ ... ځکه چې دا هیڅکله ښه نه راوړي. خپل ځان مه محروموئ، مګر مقدار کم کړئ. ډیر پروټین، کاربوهایډریټ لرونکي خواړه وخورئ.

*څلورم نصیحت*
هرکله چې امکان ولري، موټر مه کاروئ پرته لدې چې بالکل اړین وي ... هڅه وکړئ په خپلو پښو ودریږئ هغه څه چې تاسو یې غواړئ (د خوراکي توکو، یو چا سره لیدنه وکړئ ...) یا د کوم هدف لپاره. د لفټونو، ایسکلیټرونو کارولو پرځای د زینو ادعا وکړئ.

*پنځم نصیحت*
غوسه مه کوه...
غوسه مه کوه...
غوسه مه کوه...
اندیښنه مه کوئ ... هڅه وکړئ شیان له پامه غورځوئ ...

خپل ځان په فشار لرونکي حالتونو کې مه ښکیلوئ ... دا ټول روغتیا خرابوي او د هغه روحیه غلا کوي. یو نانی غوره کړئ چې تاسو ورسره آرام احساس کوئ. د هغو خلکو سره خبرې وکړئ چې مثبت وي او غوږ ونیسي

*شپږم نصیحت*
لکه څنګه چې ویل کیږي .. خپلې پیسې په لمر کې پریږدئ.. او په سیوري کې کښینئ.. خپل ځان او ستاسو شاوخوا مه محدودوئ.. پیسې د ژوند کولو لپاره رامینځته شوي نه دی هغې لپاره ژوند کولو لپاره.

*اوومه لار*
د چا لپاره ځان مه ځوروئ، یا د هغه څه لپاره چې تاسو یې نشي ترلاسه کولی،
او نه هم هغه څه چې تاسو یې نشئ کولی.
هېر یې کړئ، هېر یې کړئ

*اتم نصیحت*
عاجزي .. بیا عاجزي .. د پیسو ، وقار ، واک او نفوذ لپاره ... دا ټول هغه شیان دي چې او غرور له امله خرابیږي ..
عاجزي هغه څه دي چې خلک تاسو ته د مینې سره نږدې کيږي

09/07/2022
فارمکالوژي لیکچر نمبر 7شپږمه کورنۍ درمل مکروليد انتى بيوټيک ( Macrolides Anti Biotics )  مکروليد هغه انټي بيوټيک دبکتريا...
01/07/2022

فارمکالوژي لیکچر نمبر 7
شپږمه کورنۍ درمل
مکروليد انتى بيوټيک ( Macrolides Anti Biotics )

مکروليد هغه انټي بيوټيک دبکتريا ضد درمل دي چې په باکتری یا میکروبي حجراتو پروټین جوړیدل نهي کوي چې د 50s رایبوزوم سره نښلي او د میکروبی حجراتو وده نمو پيشرفت بندوئ او په اسانۍ سره یی وژنئ.

#استطباب ( استعمال ځايونه ) Idications :
په عمومى ډول Macrolides Anti Bioticsc
پورتني تنفسى سيستم
،نمونیا
غوڔ
پوزه
ستونى
تناسلي سیستم په انتاناتو کې
د هاضمي سیستم په میکروبونو کې
جلدى , او نورو انتاناتو کي کارول کيڔى
د خولی د جوف وریو ناروغیو کې موږ استعمالولای شو.

#مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindicatiins :
له درمل سره د حساسيت اود ځيګر په شديدو ناروغيو کي دى نه کارول کيڔى د درملو نه تحمل په صورت کې او حاملګۍ کې نسبتا سیف محفوظ درمل لکه ازیتروماسین.

#دوز ( دخوراک اندازه ) Dose :
يوه 500 mg ګولۍ دي په ورځ کي يو يا دوه ځلي د 3-5 ورځو لپاره , ماشومانو ته دى 15-30 mg د بدن په هر کليو وزن باندى ورکړل شى .

په دي کورنۍ کي لاندى درمل شامل دي 👇

1 -- 👉Erythromycin اريترومايسين
2 -- 👉Azithromycin ازيترومايسين
3 -- 👉Clarithromycin کلاريترومايسين
4 -- 👉Roxithromycin روکسيترومايسين
5..👉spiromycin
6..👉ketolides telithromycin
7..👉 olandomycin

د ځينو مهمو درملو زياته تشريح 👇

1 --- Erythromycin اريترومايسين
#استطباب ( استعمال ځاى ) Indications
تنفسى سيستم , ګلى , جلدى انتانات , سوزاک , اميبک ډيزنټرى کى کارول کيڔى .

#دوز ( خوراک اندازه ) Dose :
جلدى , ګلى , تنفسى انتاناتو کي 250-500 mg هر شپڔ ساعته وروسته لس ورځو لپاره استعمال کړى .
آمبيک پيچيش , آتشک کى 500 mg د خوراک سره هر شپڔ ساعته وروسته پينځلس ورځو پوري استعمال کوى . او سوزاک کي 500 mg د ورځي څلور ځله د اوه ورځو لپاره استعمال کړى . ماشومانو ته 30-50 mg /kg ورکول کيڔى .

#مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindicatiins :
د ځيګر ناروغان او انتى هستامين سره يو ځاى استعمال نه استعماليڔى .

2 -- Azithromycin ازيترومايسين
#استطباب ( استعمال ځاى ) Indications :
تنفسى انتانات , جلدى انتانات , د هاضمى جهاز انتانات , پوزه , غوڔ اود ګلو ( ستونى ) انتانات , آتشک او سوزاک کي استعماليڔى . سوزاک کى ډير نه استعماليڔى .

#مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindiactions :
هغه څوک حى حساسيت ورسره ولري , ځيګر او ګردو امراضو کي نه استعماليڔى .

#دوز ( خوراک اندازه ) Dose :
کاهلانو ( لويان ) ته 500mg يو ځل د دري ورځو لپاره يو ساعت وروسته له غزا څخه ورکول کيڔى .

3 -- Clarithromycin کلاريترومايسين
#ااستطباب استعمال ځایونهIndicaions :
پوزه , غوڔ , ستونى انتانات , سوزاک , , جلدى انتانات , H pylori او تنفسى انتاناتو کى ورکول کيڔى .

#مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindications :
هغه څوک چى حساسيت ورسره ولرى او هغه څوک چى د ځيګر او ګردو امراضو اخته وى نه ورکول کيڔى .

#دوز ( خوراک اندازه ) Dose :

بالغو اشخاصو لپاره 500mg يو ځلى 250 mg دوه ځلى د 7-14 ورځو لپاره ورکول کيڔى . او ماشومانو ته 5-7 mg په فى کيلو ګرام وزن دبدن ورکول کيڔى .
دا کورنۍ بعضی درمل د حمل په مهال کارول کیږی او B ګروپ پوري اړه لری لکه Erythromycin او Azithromycin

⭕ د وینی ورکولو مهمې ګټی !① د زړه حملی خطره کمیدل .②  د سرطان خطراتو کمیدل .③ د زړه او رګونو ناروغیو کمیدل .④ د مغزي سکت...
14/06/2022

⭕ د وینی ورکولو مهمې ګټی !

① د زړه حملی خطره کمیدل .
② د سرطان خطراتو کمیدل .
③ د زړه او رګونو ناروغیو کمیدل .
④ د مغزي سکتی کمښت .
⑤ د انسان ژغورنه .
⑥ د زیات وزن کمیدل .
⑦ د انسان تازه کیدل .
⑧ د پوستکی ښکلا ډیریدل .
⑨ د هډوکو د تقويې سبب کیدل .
⑩ روحا د آرامۍ او خوشحالۍ احساس کول .

⭕ د حاملګۍ په دوران کي هغه دواګاني چې ممانعت نلري او بي خطره دي .☞ Some Drugs safe in pregnancy .◀  بعضې دواګانې چې د حم...
24/05/2022

⭕ د حاملګۍ په دوران کي هغه دواګاني چې ممانعت نلري او بي خطره دي .
☞ Some Drugs safe in pregnancy .

◀ بعضې دواګانې چې د حمل په دوران کې جایز او د تطبیق وړ دی . ستاسو د غوښتنو پر اساس یی درته نشر کوو . په لاندی توګه یی ولولۍ .

① Anti Biotics drugs د زخم ضد دواګانې :

1 - Cephalaxin 500mg & 250 .
2 - Cefixim 200mg & 400mg .
3 - Cepotaxim 500mg &1000mg .
4 - Azithromycin 250mg & 500mg .
5 - Ceftraixon 500mg & 1000mg .
6 - Amoxilin 250mg & 500mg .

② Anti Ulcer drugs د معدی زخم تیزابیت لپاره :

1 - Ranitidin 150mg .
2 - Lansoprazol 15mg & 30mg .
3 - Gaviscon . 4 - Scrulafate .

③ Anti Allergic Drugs د حساسیت ضد دواګانې :

1- Diphinhydromin . 2 - Livecitrazin .3 - Loratidin .

④ Analgesic Drugs د درد ضد دواګانې :

1 - Paracetamol only oral use .

⑤ Anti Emiticis کانګې سر تاویدنه زړه بدوالی ضد دواګانې :

1 - Doxylamine . 2 - Diminhydrinate .
3 - Andensetrone .

⑥ Anti spasmodic drugs
داخلی عضلاتو شخوالي او درد له منځه وړلو دواګانې :

1 - Dratavorin . 2 - Phloroglacinol .

⑦ Anti Constipation Drugs د قبضيت ضد دواګانې :

1 - Ispaghol . 2 - Lactoluses . 3 - Glycerine .
4 - Suppository .

⑧ Anti Fungal Drugs
د پنګسي ناروغی له خولې خوړیدنه vigena :

1 - Clotrimazol . 2 - Metrandazole .

⑨ Anti hypertinsive Drugs
د لوړ فشار د کنټرول په خاطر دواګانې :

1 - Methyl dopa . 2 - Nipedipine .
3 - Emergency ( Labetolol ) can use .

اصطلاحات: 1: Ear ache..................گوش درد2: Eye sore..................چشم درد3: Head ache.................::سردرد4:...
23/05/2022

اصطلاحات:
1: Ear ache..................گوش درد
2: Eye sore..................چشم درد
3: Head ache.................::سردرد
4: Eye ache.................چشم درد
5: Leg ache.....................پاه درد
6: Body ache..................جان درد
7: Stomach ach.............معده درد
8: Cold ...............................ريزش
9: Ear ache ....................گوش درد
10: Red aye ...............سرخي چشم
11: Flu 😷...................,آنفلو آنزا يا ريزش و زكام
12: Depression.............. ..افسردهگی
13: Constipate ..............یوبست یا قبضیت
14: Epistaxis..................خون بینی
15: Tonsillitis..................تانسل گلو
16: Olitis .....................التهاب گوش
17: Wax........................چرک گوش
18: Deafness ........................کری
19: Sore Throat...............گلو دردی
20: Chicken pox..................چیچک
21: Tooth ache ....................دندان درد
22: Concer................................سرطان
23: Bladder stone................سنگ مثانه
24: Bronchitis...........................برانشيت
25: Pneumonia.......................سينه و بغل
26: Asthma.............................نفس تنگي
27: Ulcer .................................زخم معده
28: Gastritis..........................التهاب معده
29: Bloodshed............................خونريزي
30: Anemia............................كمخوني
31: Fever..................تب
32: H.I.V......................ايدز
33: Wen.....................غده
34: Gall......................دانه
35: Nausea................دلبدي
36: Vomition.............استفراغ
37: Allergy.................حساسیت
38: Diabetes.............شکر
39: Anorexia...............بی اشتهایی
40: Tonic..................مقوی
41: Nerve shoke...................شاك عصبي
42. Elopecia.....................موی رفتگی
43. Goiter................ جاغور
45. backache: پشت درد
46 amnesia:بيماري فراموشي
47 anemia:کم خوني
48 brain sickness:نقص عقل
49 constipate: يبوست
50 heart ache: قلب درد
51 heat stroke :

دا به مو ژوند کې پکار شي.د يو کس يا ماشوم په ستوني کې  د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟هيمليچ کوم ډول مانور ت...
18/05/2022

دا به مو ژوند کې پکار شي.
د يو کس يا ماشوم په ستوني کې د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟
هيمليچ کوم ډول مانور ته ويل کيږي؟؟

کله چې د لويانو يا د ماشومانو په ستوني يا په تنفسي لاره کي يو څيز ( ډوډۍ يا کوم بل څيز) بند يا خښ شي د دغه څيز رايستلو طريقې ته هيمليچ مانور ويل کيږې.

هر کال زياتره کسان د دي له امله مړه کيږي کله يي چي يو څيز په ستونې يا تنفسي لار کي بند شي. چې دا حالت د ساه د بندوالي لامل کيږي، څرنګه چي دا يو ايمرجنسي حالت ده که سمدستي اقدام ونشي ممکن د ياد کس يا ماشوم د مړينې لامل شي. د دې په خاطر لازمه ده تر څو لاندې مانور ذده کړو او د يو کس ژوند وژغورو ځکه چې په داسې حالت کې د وخت ضايع کول نه دي په کار د وخت ضايع کول د ياد کس د مړينې لامل کيداي شي
او که چيرې سمدستي لاس رسۍ ډاکتر ته ممکن وي ياد کس بايد فورآ ډاکتر ته وروړل شي

# د لويانو په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) هغه کس چي په ستوني کې يي يو څه خښ شوي ولاړ کړئ

2) تاسې د همدغه کس شاته ولاړ شئ

3) خپل دواړه لاسونه د ياد کس د سينې څخه لږ لاندې راتاو کړئ

3) چپ لاس ته د سوک وضيعت ورکړئ او ښی لاس په چپ لاس څرنګه چي په لاندې تصوير کې ښکاري د معدې په ساحه کې کيږدئ

4) د ښي لاس په واسطه چپ لاس ته پورته او داخل طرف ته ناڅاپي فشار ورکړئ

5) بار بار تر هغه پورې ناڅاپي فشار ورکړئ تر څو د ياد کس په ستوني کي بند يا خښ شوی څيز خارج او ياد کس ساه واخلي او يا ټوخله وکړي

# د يو کال څخه د کم عمره ماشوم په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) ماشوم پړمخې په چپ لاس لکه څنګه چې په تصوير کې ښکاري واچوئ او خپل ورون هم کات کړي
ماشوم د ملا په ساحه کې د خپل لاس د ورغوي په واسطه 5 ځلې وه وهئ

2) که چيرته په ستوني کې بند شوی څيز خارج نه شې په دې صورت کې ماشوم بيرته پر مخ کړئ او سر يي د غاړې څخه ټيټ کړئ لکه څنګه چې په لاندې تصوير کې ښکاري

3) خپلې دوه ګوتې مو د ماشوم په سينه کيږدئ او 5 ځله په سينه فشار ورکړئ

4) بيا ځلې ماشوم پړ مخ کړئ او 5 ځلې يي د لاس په ورغوي د ملا په ساحه کې وه وهئ تر څو بند شوی څيز خارج يا ماشوم ساه واخلي او يا ټوخله وکړي
که نور په زړه پوري مغلومات تغقيبوي نو
زموږ پاڼه لايک او شير کي
مننه

دستوني دردتانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خواوو کې هغه دوه غدې دي چې ستوني له ناروغيو په امن کې ساتي، خوکله ناکله په ب...
16/05/2022

دستوني درد
تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خواوو کې هغه دوه غدې دي چې ستوني له ناروغيو په امن کې ساتي، خوکله ناکله په بدن کې د زهري موادو د شتون له کبله تانسلونه میکروبي کېږي او پړسوب پيدا کوي.
له دې ناروغۍ څخه ماشومان ډېر ځورېږي. که چېرې څوک په يوه کال کې اته ځلې يا له دې زيات د ستوني په درد اخته شي، د تانسلونو د پړسوب او ميکروبي کېدو نښه ګڼل کېږي.
دوه لاملونه په ماشومانو کې د تانسلونو د پړسوب سبب کېږي، لومړی هغه عوامل چې دې ناروغۍ ته لار هواروي، لکه ککړه او سړه هوا او غير صحي خواړه.
دويم راز، راز ميکروبونه او وراثت هم د تانسلونو د پړسوب سبب کيدای شي. د دې ترڅنګ په يوه خونه کې دډېرو کسانو ويده کېدل او د بندې هوا ډېر تنفس کول هم د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونه دي.
نښې نښانې:
د ستوني پرله پسې دردونه، سخته تبه، د ځان دردپه ځانګړې توګه د پښودردونه، دل بدي، د غوږونو درد، د مفصلونو دوامدار درد، د وزن کموالی اوستړيا ددې ناروغۍ له نښو شمېرل کېږي. هغه کسان، چې تانسلونه يې پړسېدلي او ميکروبي شوي دي، هر دوه ساعته وروسته دې دڅو ورځو له پاره دتازه مېوې اوبه اود ترکارۍ سوپ وخوري.
دې کسانو ته ښايي چې له مرچو، زياتې مالګې ، غوړيو، غوښې، بورې، ماهيانو، اچار او چای څخه پرهېز وکړي. که چېرې ددې ناروغۍ درملنه ونه شي، د ګردو دسخت درد، روماتيزم او د زړه په ناروغۍ داخته کېدو او ماشوم دمړينې له ګواښ سره مخ کيدا شي. که چېرې کورنۍ دخپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړي؛ په ککړه هواکې يې لوبوته پرې نږدي؛ ويټامين او کلسيم لرونکي خواړه ورته برابر کړي تر ډېره بريده به يې د تانسلونو له ناروغۍ خپل ماشوم ساتلی وي.

Address


Telephone

+93708000309

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټرولی معالجوی روغتون Dr Wali Curative Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram