Dr Fazalrabi Naibi

Dr Fazalrabi Naibi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Fazalrabi Naibi, Doctor, Fazalrabinaibi@gmail.com, Kandahar.

ډيری طبي څېړني ښيي چې دينداري او عبادت په رواني روغتيا مثبت اغېز لري.د څېړنو د خلاصي لېنک په کامېنټ کې ده.
12/09/2024

ډيری طبي څېړني ښيي چې دينداري او عبادت په رواني روغتيا مثبت اغېز لري.
د څېړنو د خلاصي لېنک په کامېنټ کې ده.

ځني خلک چې په موټر، کښتۍ او يا طياره کې سفر کوي خوا يې راګرځي او استفراق کوي. دغه حالت عموماً د سفر پر مهال د تکراري حرک...
06/04/2024

ځني خلک چې په موټر، کښتۍ او يا طياره کې سفر کوي خوا يې راګرځي او استفراق کوي. دغه حالت عموماً د سفر پر مهال د تکراري حرکتونو په واسطه منځ ته راځي. مثلاً موټر په جمپونو او يا کښتۍ د سمندر په څپو کښته پورته کيږي. د انسانانو د حرکتونو د حس کولو حجرې په غوږونو کې د ننه، سترګو او ځني نورو انساجو کې دي. په موټر، کښتۍ او طياره کې تکراري او وړ وړ حرکتونه د دي باعث ګرزي چې غوږونه او سترګي پر ځای د دې چې په همږغۍ اعصابو ته احوال ورکړي، ګډ وډ معلومات مغزو ته استوي. په مغزو کې د حرکت مرکز پدې نه پوهيږي چې انسان ولاړ ده او که روان، نو يو ډول مغشوش او ناڅرګند عکس العمل ښيي چې همدغه غبرګون په ځينو خلکو کې د زړه بدۍ او کانګو باعث ګرزي.

درملنه:
- حرکات کم کړئ: مثلاً په موټر کې د مخ په سيټ او په کښتۍ کې د منځ په سيټ کې کښېنئ
- مخامخ د اسمان څنډې يا لمن ته ګورئ
- د موټر ښېښه کښته کړۍ ترڅو تازه هوا تنفس کړئ
که ماشومانو ته دغه حالت پيدا کيږي موضوع بدله کړئ او - پام يې بلې خواته واړوئ

- د دې حالت د مخنېوي لپاره تاسو کولای شئ د Cinnarizine له درمل څخه استفاده وکړئ. د دغه درمل د اخېستلو لپاره په ډيری هيوادونو کې تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتيا نه لرئ او بايد له سفر څخه دوه ساعته مخکې استعمال شي.
ډاکتر شمس

کله چې موږ وارخطا شو زموږ د زړه حرکتونه تېزيږي تنفس مو چټک کيږي او ژر ژر ساه اخلو. کله چې ماغزه دغه حالت حس کړي هغه فکر ...
24/02/2024

کله چې موږ وارخطا شو زموږ د زړه حرکتونه تېزيږي تنفس مو چټک کيږي او ژر ژر ساه اخلو. کله چې ماغزه دغه حالت حس کړي هغه فکر کوي چې وجود په خطر کې ده او بدن ته امر کوي چې همدغه حالت ته ادامه ورکړي تر څو ډيره انرژي توليد شي او بدن د تېښتې او يا له خطر سره د مقابلي لپاره اماده شي. خو په حقيقت کې همدغه انسان په مجلس کې ناست وي او يا غواړي خبري وکړي، وجود ته يې هيڅ خطر متوجه نه وي. که تاسو پدې حالت کې اوږده او اهسته ساه واخلئ او بيا ډير سوکه، اهسته او اوږده ساه وباسئ، ستاسو ماغزه دغه حالت پدې ترجمه کوي چې ستاسو وجود په خطر کې نه ده او ورسره زړه ته امر کوي چې حرکتونه اهسته کړي عضلاتو ته امر کوي چې د استراحت حالت ته ولاړي شي او لدې سره د انسان وجود اراميږي او د وارخطايي له حالته وزي.

څېړني ښيي د افغانستان او پاکستان په څير غريبو هيوادونو کې تر ټولو وژونکې ناروغۍ لومړۍ تنفسي او بيا ورپسي نسناستي يا اسها...
21/02/2024

څېړني ښيي د افغانستان او پاکستان په څير غريبو هيوادونو کې تر ټولو وژونکې ناروغۍ لومړۍ تنفسي او بيا ورپسي نسناستي يا اسهالونه دي. په صابون او اوبو د لاسونو مېنځل د اسهالونو ناروغۍ د ۴۰ فېصده او تنفسي ناروغۍ د ۲۰ فېصده په اندازه راکموي. خپل کور ته د پرېمانه صابون راوړل او له هغه سره اوبو ته لاسرسی کېدی شي د يوې کورنۍ په سطحه يوه ډيره مهمه پانګونه وي. څوک چې خپل ماشومان په صابون او اوبو د لاسونو په مېنځلو عادت کړي نه يوازي به د هغوۍ ژوند وژغوري بلکه تر يو حده به د ډاکټر او روغتون له مصارفو هم ځانونه خلاص کړي.
ډاکتر صاحب شمس

نوی کال خپلې روغتيا ته وقف کړئ، همدغه زموږ او ستاسو اصلي سرمايه ده.- ورزش وکړئ- پوره خوب وکړئ- سالم خوراک وکړئ
01/01/2023

نوی کال خپلې روغتيا ته وقف کړئ، همدغه زموږ او ستاسو اصلي سرمايه ده.
- ورزش وکړئ
- پوره خوب وکړئ
- سالم خوراک وکړئ

که يو انسان ډير د خپلې قواري په تشويش کې وي او همېشه خپل ځان، شکل او مخ بد ورته ښکاريږي خو نورو خلګو ته سم ښکاريږي دغه ي...
23/11/2022

که يو انسان ډير د خپلې قواري په تشويش کې وي او همېشه خپل ځان، شکل او مخ بد ورته ښکاريږي خو نورو خلګو ته سم ښکاريږي دغه يو رواني حالت ده چې په طب کې Body dysmorphia ورته ويل کيږي. دغه حالت که شديد شي او د انسان روزمره ژوند تريخ او متأثر کړي نو له تشخيص وروسته د روانشناس پواسطه د خبرو له لاري او يا د ډاکټر پواسطه د درملو له لاري تداوي کېدی شي.

هغه خلګ چې له ډيره وخته د نس دردونه لري، همېشه اسهال وي او له لږ ډوډۍ خوړلو سره د نس د پړسېدلو احساس کوي او يا ډوډۍ خوري...
23/11/2022

هغه خلګ چې له ډيره وخته د نس دردونه لري، همېشه اسهال وي او له لږ ډوډۍ خوړلو سره د نس د پړسېدلو احساس کوي او يا ډوډۍ خوري خو چاغيږي نه، بايد د سېليک ناروغۍ Coeliac disease لپاره يې وينه معاينه شي. پدې ناروغۍ کې د انسان کولمې له غنمو، اوربشو او جودرو سره حساسې وي او د درملنې يوا ځنۍ لار يې له ټولو هغو خوړو څخه پرهيز ده چې له پورته غلو دانو څخه جوړ شوي وي او يا يې اجزأ په کې موجود وي.
پورته ذکر شوې نښې نښانې ډيري عامي دي او په ډيرو زياتو عادي ناروغيو کې هم منځ ته راځي نو يو څوک که دغه پورته علامې ولري هغه دا معنا نلري چې حتماً به د سېليک ناروغي لري بلکه وينه يې بايد معاينه شي.

د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه رګونه چې پخپله زړه ته وينه او اکسيجن ورسوي يودم بند شي.د زړه د حملې نښې ...
16/10/2022

د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه رګونه چې پخپله زړه ته وينه او اکسيجن ورسوي يودم بند شي.
د زړه د حملې نښې نښانې:
- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي
- د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
- د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
- چټک، کمزوری او غير منظم نبض

هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

وهم، ډار، تشويش، وسوسه، پرېشاني، ناارامي، ځېګر خوني، خواشيني، ګوشه نشيني، نااميدي، بې ځايه خوشکه، په هر واړه شي شرمېدل، ...
10/10/2022

وهم، ډار، تشويش، وسوسه، پرېشاني، ناارامي، ځېګر خوني، خواشيني، ګوشه نشيني، نااميدي، بې ځايه خوشکه، په هر واړه شي شرمېدل، پر خپل ځان بې باوري څومره بلد او عام الفاظ او احساسات دي. څومره ډير به مو لېدلي او اورېدلي وي!!
دغه ټول يوړ نه يوړ د رواني ناروغيو علامې دي!!
اوس فکر وکړئ رواني ناروغۍ څومره عامي دي!!
څومره خلګ به پخپل ځان خبر نه وي او لدغو ناروغيو به کړيږي!!
څومره به بيا خبر وي خو له شرمه به وايي نه!!
څومره به يې پکو کړي وي!!
رواني ناروغۍ د بلې هرې انساني ناروغۍ په څېر د علاج وړ مرضونه دي.
نن د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. که تاسو يو له پورته علامو څخه لرئ نو ولاړ شئ له داسي قريب يا دوست سره خپل حال شريک کړئ چې تاسو پرې باور لرئ.

د نسخه ليکنې په اړه د عامې روغتيا وزارت پريکړه!د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ د پريکړې په اساس د دولتي او خصوصي سکتور محترم...
02/10/2022

د نسخه ليکنې په اړه د عامې روغتيا وزارت پريکړه!

د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ د پريکړې په اساس د دولتي او خصوصي سکتور محترمو متخصصينو ، ډاکټرانو او نور روغتيايي پرسونل ته هدایت ورکول کيږي چې د نسخه ليکنې د معياري کولو ، د ناروغانو د شکايت کمولو او په روغتيايي خدماتو کې د شفافيت اصل تطبيق کولو لپاره له دې وروسته ټولې نسخې بايد د لاندې مواردو په پام کې نيولو سره وليکل شي!

• د ناروغ مکمله پيژندنه ليکل
• د ناروغ عمده اعراض او علايم ليکل (تاريخچه)
• د توصیه شویو معايناتو او نتيجې ليکل
• د ناروغ تشخيص يا هم احتمالي تشخيص ليکل
• نسخه په واضح ډول ليکل او له شفري نسخو اجتناب کول.

• په نسخه کې د ليکل کيدونکو درملو جينريک نوم څخه لازمي يادونه.

د پورته پريکړې مکتوبي شکل پيغام به د مربوطه نظارت کوونکو اداراتو سره ژر شريک شي چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق او بر رسۍ رياست به په مرکز او ولاياتو کې د دې پريکړې د تطبيق څخه په پوره ډول نظارت وکړي. ان شاء الله

د پريکړې اصول او هدايت نه عملي کولو په صورت کې به د اړونده مرجع سره قانوني چلند تر سره کيږي.

د عامې روغتيا وزارت

د تاریخ‌تېرو درملو د کارونې له امله کېدای شي وینه پر زهرو واوړي، مختلف حساسیتونه پیدا شي، پښتورګي، ځيګر او هضمي سیستم له...
22/09/2022

د تاریخ‌تېرو درملو د کارونې له امله کېدای شي وینه پر زهرو واوړي، مختلف حساسیتونه پیدا شي، پښتورګي، ځيګر او هضمي سیستم له کاره ولویږي او د انسان د مرګ لامل شي.
د داکتر سحر د وال څخه

Address

Fazalrabinaibi@gmail.com
Kandahar
NAIBI۷۸۶

Telephone

+93700004828

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Fazalrabi Naibi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Fazalrabi Naibi:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category