سیال کلینیک Sial Clinic

سیال کلینیک Sial Clinic Sial Hospital is one of the best treatment points which has the experience of serving patients since

29/07/2025
د روژې په مبارکه میاشت کي د سیال معالجوي روغتون ځانګړې خبرتیا!سیال معالجوي روغتون چي په جنوب غرب حوزه کي د اولینو سابقه ...
31/03/2022

د روژې په مبارکه میاشت کي د سیال معالجوي روغتون ځانګړې خبرتیا!

سیال معالجوي روغتون چي په جنوب غرب حوزه کي د اولینو سابقه داره روغتونونو د جملې څخه دی، په پلان کي لري چي د روژې مبارکي میاشتي د فضیلت په خاطر او روانو اقتصادي بحراني حالاتو ته په کتلو سره، د ګرانو هیوادوالو (خصوصاً کندهار، هلمند، روزګان، زابل، نیمروز او فراه ولایتونو اوسیدونکو) لپاره یو لړ خدمات چي لاندي ذکر سوي دي، په ۱۰۰٪ فیصده وړیا او مفت ډول سره وړاندي کوي.
• عمومي جراحي عملیاتونه
• اورتوپیدي عملیاتونه
• تروماتولوژي عملیاتونه
• نسایي او ولادي عملیاتونه
• یورولوژي (د پښتورګو) عملیاتونه

یادونه: پورته ذکر سوي خدمات د نوبت او نوم لیکني پر اساس صورت نیسي. نوم لیکنه جریان لري.

آدرس: عیدګاه جاده، د شنو ګنبدو پر مخامخ، د سنګي حمام څنګ ته، سیال معالجوي روغتون.
د اړیکي شمېره: ۰۷۰۰۳۱۱۱۳۰ (0700311130)

د سیال معالجوی روغتون خبرتیا ! ډاکتر مرتضی خالد د عمومی داخله او انتانی ناروغیو متخصص د خپل مخکنی موقیعت څخه اوس په سیال...
30/10/2021

د سیال معالجوی روغتون خبرتیا !

ډاکتر مرتضی خالد د عمومی داخله او انتانی ناروغیو متخصص د خپل مخکنی موقیعت څخه اوس په سیال معالجوی روغتون کی د زړه، معدی، شکری او سږو د ناروغیو درملنه کوی.
ډاکتر مرتضی خالد چی له سهار له خوا په میرویس حوزوی روغتون کی دنده لری، د ماپښین له درو بجو څخه بیا د شپی تر اتو بجو پوری په سیال معالجوی روغتون کی د هیوادوالو په
خدمت کی.

ادرس: عیدګاه جاده د شنو کنبدو پر مخامخ د سنګی حمام څنګ ته سیال معالجوی روغتون.

تلفون: ۰۷۰۰۳۱۱۱۳۰

22/07/2020

د سیال معالجوی روغتون ادرس او تماس شمیره: عیدګاه جاده د شنو ګنبدو پر مخامخ د سنګی حمام څنګ ته.
۰۷۰۰۳۱۱۱۳۰ ، ۰۷۰۸۰۰۰۶۵۵ ، ۰۷۰۷۲۶۸۲۴۴

سیال د پښتورګو مرکز د Endourology دستګاه پواسطه لاندي عملیاتونه تر سره کوي:
۱: Diagnostic Cystoscopy: د مثانې د داخلي برخي مشاهده کول د تشخیص په منظور.
۲: Cystoscopy + DJ Stenting: د مثانې د لاري په حالبونو کي د سټنټ ایښودل.
۳: DJ Stent Removal: د حالبونو د سټنټ لیري کول د کیمرې په مرسته.
۴: Cystolitholepexy: د مثانې د ډبري را ایستل د کیمرې په مرسته.
۵: TURP: د مثانې د مرغړي یا پروستات لیري کول د کیمرې په مرسته.
۶: TURBT: د مثانې د سرطانونو لیري کول د کیمرې په مرسته.
۷: URS + ILT + DJS: د حالبونو د ډبرو ماتول او ایستل د کیمرې په مرسته.
۸: Urinary Bladder Biopsy: د مثانې د داخلي برخي نمونه اخیستل د کیمرې په مرسته.
۹: Urinary Stricture: د احلیل (د بولو پيپ) د تنګوالي یا تضیق تداوي د کیمرې په مرسته.

کلينيکونو او روغتونونو ته د ډيري عادي ستونزي دپاره د ورتګ څخه ډډه وکړي. خپل په کورونو کي و اوسئ! ‎‌‎ګرانوهیوادوالو!که چی...
30/03/2020

کلينيکونو او روغتونونو ته د ډيري عادي ستونزي دپاره د ورتګ څخه ډډه وکړي. خپل په کورونو کي و اوسئ!
‎‌
‎ګرانوهیوادوالو!
که چیری تاسو پدی بیړني او خطرناکه حالت کي د کوم عادي اومعمولي روغتیایي ستونزي سره مخ کیږی, او يا په دی ويره کي یاست چي کرونا مرض خو به نه لري ؟ نو لطفا و روغتونو او کلینیکونو ته د ورتګ څخه مخکی زموږ سره په تماس کی سی تر څو وکولائ سو ستاسو اکثریت روغتیایي ستونزي ستاسو په خپلو کورونو کښي حل کړو. موږ کوښښ کوو تر څو د هر بخش ډاکټران تاسو ته معرفي کړو.

په روغتونونو او کلينيکونو کي مو په کرونا اخته کيدلو چانس تر نور هر ځاي ډير دي.

‎‌‌‌‌‌‌ډاکټر احسان الله نیازی
‎د عمومی جراحی او یورولوژی ټرینی متخصص، په کندهار کی د سیال معالجوی روغتون سرطبیب او د افغانستان د ځوانو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر انو د ټولنی غړی
دټلیفوپ شميره:۰۷۰۰۳۱۱۱۳۰

واټس اپ شميره: ۰۷۰۸۰۰۰۶۵۵

24/03/2020

لاس په دی خاطر نه در کوم ځکه چه را باندی ګران یی:

سیال معالجوی روغتون کوښښ کوی تر څو د هری ممکنه لارو او چارو څخه په استفادی د کرونا سره مبارزه وکړی او په مختلفو طریقو سره عامه پوهاوی ته لاری هواری کړی، او په همدی ‌‌‌‌‌‌ډول د ناروغانو تعداد ته هم کمښت ورکړل سوی دی او د امکان تر حده یوازی عاجل ناروغان د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو لخوا معاینه کیږی .
یاد تدابیر او اقدامات د عامی روغتیا د ټیم لخوا مثبت ارزیابی
کړل سول.
#مبارزه د کرونا سره

24/03/2020

سیال معالجوی روغتون د کرونا سره د مبارزی او عامه پوهاوی په درشل کی.
زموږ سره اړیکه: ۰۷۰۰۳۱۱۱۳۰

په سیال معالجوی روغتون کی د کرونا ضد تدابیری غونډه:د سیال معالجوی روغتون د کلیدی طبی غړو تر منځ د کرونا سره د مبارزی په ...
24/03/2020

په سیال معالجوی روغتون کی د کرونا ضد تدابیری غونډه:

د سیال معالجوی روغتون د کلیدی طبی غړو تر منځ د کرونا سره د مبارزی په منظور عاجله تدابیری غونډه ترسره سوه.
په یاده غونډه کی د کرونا سره د مبارزی پر څرنګوالی او د پرسونل او ناروغانو پر محافظوی تدابیرو باندی تبادله نظر وسو.
همدارنګه د نوموړی ناروغی د عاجل او ابتدایی تشخیص د پاره و هر ډاکټر ته د نوموړی ناروغی سکورینګ سیستم تشریح کړل سو.
او په اخیر کی د لوی خدای ج د دربار څخه د یادی پانډیمی (اوبا) ناروغی څخه د خلاصون دعا وکړل سول.

د تماس شمیره: ۰۷۰۰۳۱۱۱۳۰

18/03/2020

Address

عیدګاه جاده د شنو ګنبدو مخامخ د سنګي حمام څنګ ته سیال معالجوي روغتون
Kandahar
3802

Telephone

+93700311130

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سیال کلینیک Sial Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category