07/04/2026
𝗖𝗲𝗹𝗶𝗮𝗰 𝗗𝗶𝘀𝗲𝗮𝘀𝗲
سيليک ناروغي
یوه ځانګړې ناروغي ده چې د بدن خپل دفاعي نظام (immune system) د غنم په یوه خاص پروټین "ګلوټن" gluten باندې غلط غبرګون ښيي. ګلوټن په غنم، اوربشو او جَو کې موندل کېږي,کله چې یو ماشوم چې سیلیک ناروغي لري، ګلوټن وخوري، نو د هغه د کوچنيو کولمو نرم دننه برخه چې "ولی" villi نوميږي زیانمنېږي.
"ولی" villi د خوراک د غذا جذبولو کار کوي. کله چې دا خراب سي، نو د خوراک غذاییت بدن ته نه جذبېږي او ضایع کېږي.
ماشوم ته پوره غذا نه رسېږي، کمزوری کېږي، وزن نه اخلي او قد یې هم نه غځېږي. نښې نښانې پکې بد بوی لرونکي اسهالات ، استفراق، خیټه پړسیدل، درد، د وینې کمښت، بیا بیا ناروغ کېدل یا د ځینو ماشومانو لپاره قبض هم شامل دي.
ددې ناروغۍ د دوا له لارې علاج نسته. یوازینی حل دا دی چې د ګلوټن gluten لرونکو شیانو څخه بشپړ پرهیز وسي. یعنې غنم، اوربشې، جَو او له دې څخه جوړ سوي هر ډول شیان لکه ډبل روټی، بسکټ، میده، سوجي، او رس باید ونه خوړل سي.
هغه شیان چې ماشوم ته ورکول کېدلای سي، په لاندی ډول دی: وریجې، جوار، باجره، بېسن، سبزۍ، دالونه، غوښه، هګۍ، ماهي، مېوې او په کور کی جوړ سوي جوسونه. خواړه باید پاک وي، او که له بازار څخه اخیستل کېږي، نو باید احتیاط وسي چې ګلوټن پکې نه وي.
پرهیز د ټول عمر لپاره ضروري دی، تر څو ماشوم صحتمند ژوند ولري او جدي ستونزې پیدا نه سي.
ډاکټر زمریالی اميد
د ماشومانو د داخله ناروغيو متخصص
مهمند نړيوال روغتون