بی کتاب مجریم

بی کتاب مجریم Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from بی کتاب مجریم, Pharmaceuticals, Khost.

16/11/2022

؟

· د بدن په نسجونو کې د بیلیروبین (د heme مټابولیک محصول) راغونډېدل زېړی یا یرقان (Jaundice) بلل کېږي.
· هایپربلیروبینیمیا Hyperbilirubinemia کېدای شي چې د بیلیروبین په تولید، لېږد، مټابولیزم یا اطراح کې د اختلال په سبب رامنځته شي. د بیلیروبین نارمله سویه 0.2-1.2 mg/dl دی، یرقان هغه وخت ښکاره کېږي چې د بیلیروبین سویه تر 3 mg/dl پورته وي.
· یرقان کېدای شي په وینه کې د مزدوج یا غیرمزدوج بیلیروبین د ټولېدو په سبب رامنځته شي.
· کولېسټازس cholestasis اصطلاح په کبد کې د صفرا احتباس ته ویل کېږي او د کولېسټاټیک یرقان اصطلاح هغه وخت کارول کېږي چې hyperbilirubinemia د صفراوي جریان د اختلال په سبب رامنځته شي.
· په کولسټازس کې د خارښت مډیېټرونه lysophosphatidic acid او autotoxin مواد دي.


الف. Unconjugated hyperbilirubinemia
· په دې حالت کې د ادرار او غایطه موادو رنګ نارمل، یرقان خفیف او غیر مستقیم (غیر مزدوج) hyperbilirubinemia لوړ وي او ادرار کې بیلیروبین شتون نلري.
· د توري غټوالی یا Splenomegaly په ټولو هېمټولوژیک اختلالاتو کې (پرته له sickle cell disease) څخه پېښېدلی شي.
ب‌. Conjugated hyperbilirubinemia
· ارثي کوسټاټیک سنډرومونه یا د کبد دننه کولسټازس – ناروغ شاید اعراض ونلري؛ کولسټازس ډیرکله له خارښت، یرقان او د غایطه موادو له بې رنګۍ سره یوځای وي.
· د hepatocellular ناروغۍ – ژر ستړیا کیدل، بي اشتهايي، ټیټه تبه او د نس په پاسینۍ او ښۍ خواکې ناآرامي معمول دی. ادرار تیاره رنګه وي، یرقان شتون لري او ښځو کې امینوریا پيښیږي. کبد غټ او خوږیدونکی، spider telangiectasia، د ارغوي سوروالی، حبن، gynecomastia، د بدن د وېښتانو تیتوالی، fetor hepaticus او asterixis د کبدي اختلال نظر سبب، شدت او مودې ته شتون لرلی شي.
ج. صفراوي انسداد
· د نس په علوي ښۍ خوا کې درد، د وزن بایلل (د سرطان نښه)، یرقان، خارښت، تیاره رنګه ادرار او بي رنګه غایطه مواد شتون لرلای شي.
· اعراض او نښې کله چې سببي علت ډبره، امپولا کنسر یا cholangiocarcinoma وي، په وقفه يې ډول رامنځته کېږي.
· د پانکریاس په مقدم کنسر کې شاید درد شتون ونلري. په غایطه موادو کې د پټې وینې شتون د امپولا په کنسر دلالت کوي.
· جس کېدونکې د صفرا کڅوړه (sign Courvoisier) مشخص کوونکې نښه ده، اما حساسیت او ځانګړتیا يې د پانکریاس د رأس تومور ته ټیټه ده.
· تبه او رپېدا په cholangitis کې چې له سلیم انسداد سره یوځای وي ډیر معمول دی.



· د ALT او AST لوړوالی د کبدي حجرو په صدمې باندې دلالت کوي. ALT په نارینه ووکې تر 30 unit/L او په ښځو کې تر 19 unit/L نارمل وي.
· د ALT او AST تر 1000 unit/L ډیر لوړوالی د hepatocellular د نکروز یا التهاب نښه ده.
· د alkaline phosphatase لوړوالی په cholestasis یا کبدي ارتشاحي ناروغیو کې (لکه تومور، ګرانولوما یا امیلایدوزس) لیدل کیږي.
· د کبدي ټسټونو د لوړوالي په تفریقي تشخیص کې تل د درملو، یوناني توکو او سمیاتو تسمم په نظر کې نیول کیږي.


· د الټراسونډ یا CT په واسطه د صفراوي لارو توسع موندني په صفراوي انسداد دلالت کوي.
· الټراسونډ، CT او MRI د هیپاټومیګالي، کبدي تومورونو او د باب د فشار د لوړوالي ښودنه کوي.
· د PET معاینه د پانکریاس د واړه تومورونو او میټاسټاز په موندنه کې مرسته کوونکی دی.
· د MRCP معاینه د صفراوي لارو د ډبرو، تضیقاتو او توسعاتو په موندنه کې ښه معاینه ده. ERCP نسبت MRCP ته د سلیمو او خبیثو تضیقاتو په تشخیص کې ډیر حساسیت لري. د ERCP اختلاطات؛ پانکریاټیټ (په 15% پیښو کې) او لږ معمول؛ cholangitis او د اثناعشر تثقب یا وینه توییدنه ده. د post-ERCP pancreatitis د ګواښ عاملونه مونث جنس، حمل درلودل، د پانکریاتیټ سابقه، د oddi معصري وظیفوي اختلال یا ستونزمن cannulation دي.
· د Percutaneous transhepatic cholangiography (PTC) معاینه د صفراوي لارو د اناټومۍ د د ارزوني دوهم میتود دی. اختلاطات يي تبه، باکټریمیا، باکتریایي پریټونیټ او د پریتوان دننه وینه توییدنه ده.
· د Endoscopic Ultrasonography (EUS) معاینه د امپولا یا د پانکریاس د راس د آفاتو په تشخیص او د باب ورید ته د پانکریاسي کنسر تهاجم په موندنه کې مرسته کوونکی دی. د صفراوي لارو د ډبرو په موندنه یا رد کولو کې مرسته کوونکی دی.


· د جلد له لاري د کبدي ارتشاحي ناروغیو او hepatocellular وظیفوي اختلال د ارزوني لپاره قطعي معاینه ده. کوم ناروغان چې کبدي میټاسټاټیک یا کتلاتو ته مشکوک وي، د الټراسونډ یا CT تر لارښوني لاندي بایوپسي اخیستل کیږي. د ویني د تحثر د اختلال په صورت کې یا د حبن د شتون په صورت کې کبدي بایوپسي د ژوگولر ورید له لارې هم اخیستل کېدای شي. د وینې توییدنې ګواښ هغو کسانو کې چې د پلېټلېټونو تعداد يې تر 60.000/mcl ټیټ وي ډېر دی.


· د ویني د ټسټونو پانیلونه (fibrosure) او الټراسونډ ایلاسټوګرافي (transient or acoustic radiation force impulse) یا magnetic resonance elastography د کبد د فبروز او د باب د فشار د لوړوالي په تخمین کې پرته له بایوپسۍ څخه مرسته کوونکي دي.

#درملنه
· د زېړي سببي علت باید وموندل شي او تداوي شي.

Pharmacist : Fahim Hemat

ډیرو  ملګرو په غوښتنه  یوه اهم  معلومات د حاملګی  د درملو   کټګورۍ✔ #کټګورۍد متحده ایالاتو د خوړو او درملو اداره د امیند...
25/10/2022

ډیرو ملګرو په غوښتنه یوه اهم معلومات

د حاملګی د درملو کټګورۍ✔

#کټګورۍ
د متحده ایالاتو د خوړو او درملو اداره د امیندوارۍ پرمهال کارول شوي درملو لپاره د درجه بندي سیسټم رامینځته کړی. کټګورۍ A، B، C، D، او X دي.
د دې کټګوریو اهمیت په لاندې ډول دي:

#کټګوري (A)
هغه درمل چې د امیندوارۍ پرمهال د خوندیتوب لپاره ازموئل شوي او خوندي موندل شوي.
د ټولو عملي موخو لپاره، د A کټګورۍ درمل شتون نلري. درمل، او ځینې ملټي ویټامینونه پدې کې فولیک اسید، ویټامین B6، او د تایرایډ درمل شامل دي.

#کټګوري(B)
هغه درمل چې د امیندوارۍ په جریان کې ډیر کارول شوي او د زیږون لوی نیمګړتیاوې یا نورې ستونزې نه دی ښکاره شوی .
د B کټګورۍ درملو کې ویټامینونه شامل دي او سیفالوسپورین.پینسلین او نور په لاندی ډول دي
Acetaminophen
Famotidine
Famotid
Prednison
انسولین (د شکر ناروغۍ لپاره)، ایوپروفین د دریمې درې میاشتنۍ څخه مخکې، ایبوپروفین باید په وروستیو دریو میاشتو کې وانه اخیستل شي.

#کټګوري (C)
هغه درمل چې ډیر احتمال لري د مور یا جنین لپاره ستونزې رامینځته کړي.
په دې کې هغه درمل هم شامل دي چې د خوندیتوب مطالعات نه دي بشپړ شوي.
درمل باید یوازې هغه وخت ورکړل شي چې احتمالي ګټه د جنین احتمالي خطر توجیه کړي.
کټګوري C د B کټګورۍ درملو په پرتله د دې درملو په اړه ډیر اندیښمن کیدو لپاره ځینې دلیلونه شتون لري. که امیندواره ناروغ د C کټګورۍ درملو څخه ګټه پورته کړي، دی کی شاملو درملو مثالونه فلکونازول
او ciprofloxacin، ځینې د فشار ضد درمل هم په دې ډله کې شامل دي.

#کټګوري (D)
هغه درمل چې د جنین لپاره روښانه روغتیا خطرونه لري. مګر په امیندواره میرمنو کې د کارولو ګټې ممکن د خطر سره د منلو وړ وي
د D کټګورۍ درملو کې الکول ، لیتیم (د پنیک ډیپریشن درملنې لپاره کارول کیږي) ، فینیټوین (ایپټوین) ، او د سرطان درملنې لپاره ډیری کیموتراپي درمل شامل دي.

کټګوري X
هغه درمل چې د زیږون د نیمګړتیاو لامل ښودل شوي او هیڅکله باید د امیندوارۍ پرمهال ونه نیول شي.
درمل په هغو میرمنو کې چې امیندواره وي مخنیوی کیږي."
د کټګورۍ X درمل باید د امیندوارۍ پرمهال ونه کارول شي. پدې کې هغه درمل شامل دي چې د پوټکي شرایطو درملنه کوي لکه د (اکیوټین) ، یو آرام کونکی (تالیډومید)

Pharmacist : Fahim Hemat

•هغه درمل چې په موضعي ډول د خ*لې په درملنه کې کارول کيږي: ( Drugs Used Locally to treat Mouth ) •هغه درمل د خ*لې په درمل...
23/10/2022

•هغه درمل چې په موضعي ډول د خ*لې په درملنه کې کارول کيږي: ( Drugs Used Locally to treat Mouth )

•هغه درمل د خ*لې په درملنه کې کارول کيږي چې د جيل يا مرهم په شکل جوړ شوي.
چې مشهور یې په لاندي ډول دي:

1 Bonjela
2 Enzichlor
3 Permethol
4 Potassium Nitrate
5 Daktarin Oral Gel
6 Somogel


★ Bonjela
استطباب Indication :
دا درمل د وريو د التهاب،د خ*لې د پوخوالی، د ژبې د سوځيدو،د خ*لې د زخم او ماشومانو د غاښونو د راختلو په مهال د درد د کنټرول لپاره کارول کيږي .

•د کارونې مقدار :
له څلورو مياشتو لوړ عمره ماشومانو ته دي د ګوتو پواسطه په ورځ کې يو ځل او لويان يې هر څلور ساعته وروسته د خ*لې په متاثره ساحه باندي وکاروئ ( Gel Bonjela 10mg ) .
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شې پروا نکوي .


★Somogel
استعمال:
دا درمل د خ*لې،وريو او ژبې د التهاب يا زخم له امله د پيدا شوي درد د کنټرول لپاره کارول کيږي .
استعمال طریقه او مقدار:
درمل دي د ګوتو پواسطه هر 4_5 ساعته وروسته په صحيح ډول سره په ژوبله ساحه وموښل شي .
( Some Gel 15mg )
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شی پروا نکوي.



★Daktarin Oral Gel
ددي درمل په ترکيب کې Miconazole چې يو ضد فنګس ( Anti Fungal ) درمل دی شامل دی . دا درمل د خ*لې او ستونې انتان د له منځه وړلو لپاره کارول کيږي . په ورځ کی دي دوه یا دري ځلې په صحيح ډول په متاثره ساحه باندې وموښل شي .
( Daktarin Oral Gel 20mg )



★Enzichlor
• استعمال ځای Indication :
د خ*لې د ناروغيو لکه زخم،غاښونو د زخم، بد بويي،د ستونې د تخريش،دغداواتو د التهاب،د فرنکس د التهاب او د ستونې د عملياتو څخه وروسته کارول کيږي.
•د کارونې مقدار :
د شپږکلونو لوړعمره کسان دي هر 3_4 ساعته وروسته يوه اندازه د دولس دقيقو په جريان کې غړغړه کړي .
جانبې عوارض :
د خ*لې د خوند خرابوالی،د غاښونو د ځلا بايلل او کلسيفيکيشن .
•احتياط :
له سترګو دي ليري وساتل شې او له بلع کولو یا تيرولو څخه دي ډده وشې .
•مضاد استطباب Contraindiacion :
د حمل او شيدو ورکولو په مهال دي نه کارول کيږي.
( Gel and M/W Enzichlor 30mg )

★ Permethol
•استطباب Indication :
د وريو د التهاب او وينې بهيدنی لپاره کارول کيږي .
•د کارونې اندازه :
په ورځ کې دي دوه ځل وکارول شې له شپږ کلونو کم عمره ماشومان دي نه کاروي.
•احتياط :
له سترګو څخه دي ليرې وساتل شې اوله تيرولو څخه دي ډډه وشې .

★Potassium Nitrate
•استطباب Indication :
د غاښونو د حساسوالی او شديد درد،د غاښونو دبریخ،د خوږو او ترشو شيانو له امله دغاښونو درد او غاښونو د خاليګاو د ساتنې لپاره کارول کيږي .
مضاد استطباب :
هغه ماشومان چې عمر يې د شپږو کلونو کم وي دا درمل دي نه کاروي .

Pharmacist : Fahim Hemat

Cap -Rowatinex👈 د استعمال ځایونه •  اړین غوړي لري چې د پښتورګو او ادرار تیږو په تحلیل، ماتولو او خارجولو کې مرسته کوي . ...
20/10/2022

Cap -Rowatinex

👈 د استعمال ځایونه
• اړین غوړي لري چې د پښتورګو او ادرار تیږو په تحلیل، ماتولو او خارجولو کې مرسته کوي .
•د پښتورګو او نورو بولی لارو د سپزموډیک درد مخه هم نیسي
•د د بولي لارو د التهاب مخه هم نیسي او په ادرارو په اطراح کی زیاتوالی هم راولي

👈احتیاط
• د هغو ناروغانو لپاره مناسبه نه ده چې د شدید درد (کولک)، د ادرار کمښت یا د ادرار د لارې شدید انتانات لري.
•د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او تنکي ځوانان باید روټینیکس ونه کاروي
• تاسو باید د امیندوارۍ په پیل کې (لومړی درې میاشتنۍ) یا د شیدو تغذیه کولو پرمهال د Ratinex اخیستل څخه ډډه وکړئ.
•هغه خلک چی د ځګر ناروغی لري.

👈په رواټنیکس کی کوم مواد شتون لري
• ګیلیسرین لري
•سوډیم ایتیل هایدروکسایبینزویټ (E215) او
•سوډیم پروپیل هایدروکسیبینزویټ (E217) لري.

👈د لویانو لپاره د Rotavinex عام دوز
یو کپسول په ورځ کې 3-4 ځله واخلئ، د خواړو څخه نیم ساعت

👈جانبي اعراض
•د معدې سوزش او ناراحتي پیدا کوي.
• ګلیسرین لري کوم چې په لوړه اندازه زیان رسوي. که چیرې په لوړه دوزونو کې واخیستل شي، نو سړی ممکن د سر درد، د معدې درد او اسهال تجربه کړي. دا ممکن د الرجیک عکس العمل لامل شي.
•معدې او لنډمهاله خپګان (د معدې خپګان)
•سستي (په ندرت سره راپور شوي)

•که تاسو کوم بل اړخیزې اغیزې تجربه کړئ چې دلته لیست شوي ندي، د خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ او هغه ته خبر ورکړئ

Pharmacist : Fahim Hemat

★ASCORBIC Acid   ( VITAMIN C)په اوبو کی منحل  ویټامـــــــــین دی چی ډیرو حالتونو کی استعمالیږي مونږ تری دلته  څو  حالتو...
17/10/2022

★ASCORBIC Acid ( VITAMIN C)
په اوبو کی منحل ویټامـــــــــین دی چی ډیرو حالتونو کی استعمالیږي مونږ تری دلته څو حالتونه بیانو سکروي ناروغي، زکـــــام ، ويښتانو د صحت لپاره، پوستکي د صحتمند کیدو لپاره او داسی نور هم شته چی تاسو یی خپله عمیق مطالعه کړئ .

★Indications استطبابات
• د سکروې درملنه او مخنیوی ( سکروې ناروغي ده چې د ویټامین سي د کمښت له امله رامنځ ته کیږي)

★درملو شکلونه

ګـــولی👇
۵۰ــــ۱۰۰ــــ۵۰۰ملي ګرام پیدا کیږي .

امپـــــــول👇
۵۰۰ملي ګرام امپول یی پیدا کیږی.

شـــــربت 👇
ځینو مولټي ویټامینو سره یو ځای هم پیدا کیږي.

• د سکروې درملنه:
لـــــویانو ته👇
۵۰۰ــــ۱۰۰۰ملي ګرام په ۲۴ ساعتونو کی د خ*لی د لاری او هم د رګ د لاری ورکولی شو د ډاکټر په مشوره.

ماشومانو ته👇
۱۵۰ـــــ۲۰۰ملي ګرام په ۲۴ ساعتونو کی ورکول کیږي د خ*ل له لاری په څو کسری ډوزونو

👈درملني ته باید تر هغې دوام ورکړئ شي ترڅو د سکروی ناروغی دنښو نښانو په رغېدو کې دپام وړ بدلون ولیدل شي.

• مخنیوی/ وقایه
ماشومانو او لویانو ته : ۲۵ــــ۵۰ملي ګرام حالاتو ته په کتو باید توصیه شي.

★Contra indications مضاد استطباب
Hypersensitivity حساسیت
Hyperoxaluria په ادارار کی د اوګزالیټ شتون چی ددی څخه د د پښتورګو کاڼی هم جوړیږي

Side effects جانبي عوارض
دمعدې او کولمو ناراحتي
اسهال
زړه بدوالی او کانګی
د پښتورګو کاڼي که د ډاکټر په مشوره استعمال نشي
د معدی سوزش
د خیټی دردونه او نور

•حاملګي/ امېندواري: استطباب لري، ولې په 24 ساعتونو کې يې له یو ګرام څخه مه لوړوئ

•ساتنه: له 25 سانتي ګرېډ درجې څخه په کمې تودوخې کې باید وساتل شي ځکه تودوخه که لوړیږي درملو تاثیر خرابيږي.
Pharmacist : Fahim Hemat

★ Captopril   Capoten دا درمل د ACEIs د کورنی څخه دي کوم چی د وینی لوړ فشار  او د زړه عدم کفایه کی کارول کیږي. ددی تر څن...
16/10/2022

★ Captopril Capoten
دا درمل د ACEIs د کورنی څخه دي کوم چی د وینی لوړ فشار او د زړه عدم کفایه کی کارول کیږي. ددی تر څنګ په نورو حالتونو کی هم کارول کیږي . راسره مطالعه یی کړئ 👇

★Indication
•Hypertension
•Diabetic nephropathy دغه درمل نه پریږدي چی ناروغي پرمختګ وکړي
•Diabetic Retinopathy د شکر له وجی د ریټینا ناروغي
•Congestive Heart failure د زړه عدم کفایه
•Sever HTN Resistant to other Treatment مقاوم د وینی لوړ فشار
•Prophylaxis of Acid Aspiration د معدی داسید راګرځیدل مری ته دی نه مخنیوي کوي
•Milde to Moderate HTN متوسط د وینی لوړ فشار

★Contra Indication مضاد استطباب
•Hypersensitivity حساسیت
•Renal Disease د پښتورګو ناروغي
•Renal Artery Stenosis د پښتورګو د شریانونو تنګش
•Colagen Vasculaer Disease د رګونو د کولاجن الیافو ناروغي

★Side effects جانبي عوارض
•Cough ټوخی چی په ۲۵ فیصده ناروغانو کی رامنځته کوي
•Hypotension د وینی فشار کموالی
•Neutropeniaنیتروفیل کموالی په وینه کی
•HyperKalemia د پوتاشیم زیاتوالی
•Teste Disturbance د خ*لی خوند ګډوډي یا خوند خرابوالی
•Angioedema د رګونو پړسوب
•Laryngeal obstruction د لرنګس بندشت
•Skin Rash د پوستکی بخار
نوټ: پورته جانبي عوارض په هر مریض کی نه رامنځته کیږي .

★Coution احتیاط
هغه کسان چی د پښتورګو ناروغي لري بیاد احتیاط وشي
هغه کسان چی د وینی د سپینو کرویاتو ګډوډي لري خاص کر د نیوتروپیل کموالی لري
په حاملګی کی باید استعمال نشي.

★د استعمال اندازه
•لـــــــویانو ته
۱۲،۵ــــــــ۵۰ملي ګرام هر ۱۲ ساعته وروسته خوړل کیږي باید د ډاکټر په مشوره استعمال شي ځکه استعمال یی په مختلفو ناروغیو کی فرق کوي .

•مــــاشـومانو ته
۰،۵ـــــ۲ملي ګرام په کیلو د بدن هر ۸ ساعته وروسته ورکولی شو د ډاکټر په مشوره ځکه استعمال یی په مختلفو ناروغیو کی فرق کوي.

ګــــولی
۲۵ ـــــ۵۰ ملي ګرامه ګولی یی راځـــــي

Pharmacist : Fahim Hemat

د سر درد ډولونه او عوامل يي:څیړنې ښيي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذېې سره مستقیم تړاو لري.ډاکتران وايي لومړني خوراکي...
06/09/2022

د سر درد ډولونه او عوامل يي:
څیړنې ښيي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذېې سره مستقیم تړاو لري.
ډاکتران وايي لومړني خوراکي توکي په معده او د هاضمې په سیستم کې د محیطي اعصابو د تحریک او د نیورو ترانس مترونو د آزادیدو لامل ګرځي چې په پایله کې ېې سردرد را منځته کیږي.
د سر درد ډولونه
کلستري سر درد
دا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دی
او له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.
د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګه حمله کوي،
سر دردي، هره ورځ په یوه معین وخت کې خپریږي. او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کیدای شي میاشتې وخت ونیسي، او دا هم امکان لري چې وروسته له یوې میاشتې یا هم کال وروسته انسان فکر وکړي چې نور نو ښه شوم، خو تر ډيرې مودې وروسته ناروغي بيا را وګرځي چې په پیل کې نیمه سردردي ترې پيدا کیږي، او ورسره زوکام، او له سترګو څخه اوښکې بهېدل هم ملګري وي. خو که د سر درد په لومړۍ مرحله کې سوچه اکسيجن تنفس کړی، د درد ښايي ودروي.
کله چې له دې ډول سر درد سره مخ شوی، نو له سګرټ څکولو او له فزیکي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ.
نرمه سر دردي
دا ډول سر دردي ډیره عامه ده، ددې ډول سردردۍ د پيدا کیدو لاملونه د سر د کاسې د عضلاتو، د اورمېږ ( غاړي) د څنګلو او ځان دردونه دي. ددې ډول حیرانوونکو دردونو را څرګندیدل په عصبي سیستم هم تاثیر لري.
نیمه سر دردي
نیمه سر دردي لنډمهاله تبه وي، چې د سر په یوه برخه کې پیدا کیږي، دا ډول سردردي په یوناني ژبه کې هم د ( نیم سري ) په نامه ياديږي چې له امله يې انسان په غیر عادي ډول د خستګۍ احساس کوي، او وجود يې سستي کوي، چې وروسته زړه بدوالی او استفراق هم ورسره ملګري کيږي.
دا دوره په لومړیو کې څو دقیقې حتا څو ساعته دوام مومي او وروسته ټول سر په درد راولي.
د دماغ شاوخوا سر دردي
ددې ډول ناروغانو د دماغو په شاوخوا کې مړ درد وي او ورو ورو ټول سر په درد اخته کیږي، چې دا هم له استرا حت سره ښه کیږي، تبه، د سر خوږ، او د غاړې شخېدل یې نښې نښانې دي.
د ماغزو د تومور له امله سردردي
دا ډول سر دردي له نور سره توپیر لري، او ډیری وختونه دسهار له خوا وي چې دا هم ډیره شدیده تبه لري،
چې د سر د ښورولو، د درانده شي د پورته کولو، او په ځانګړي ډول د ډیر ټوخي له امله وي.

Pharmacist : Fahim Hemat

DRESSING پانسمان یا            تعريف : پانسمان په جراحي کې د نرسنګ له تعقيم شوي پروسې څخه عبارت دى . استطباب يا Indicati...
03/09/2022

DRESSING پانسمان یا

تعريف : پانسمان په جراحي کې د نرسنګ له تعقيم شوي پروسې څخه عبارت دى .

استطباب يا Indication : پانسمان دلاندې اهدافو لپاره سرته رسیږي :

① د زخم يا د قرحې د ژر التيام يا د جوړيدو په خاطر . دخونريزي يا بليډينګ Bleeding د ودريدو په خاطر .

② د انتان يا انفيکشن Infection د مخنيوي په خاطر . د زخم د منتن کيدلو د مخنيوي په خاطر .

③ د Burn يا سوختګۍ په خاطر . دعملياتي زخمونو لپاره ، د کرش يا ګريدلو زخمونو لپاره . د Fracture يا کسر يا ماتيدلو په خاطر . د خلع يا Dislocation په خاطر .

مضاد استطباب يا Contra Indication : پانسمان په هغه صورت کې نه ترسره کيږي کله چې زخم يا قرحه ګانګرين وي او يا يي حجرات مړه شوي وي ، او په هغه وخت کې نه ترسره کيږي چې په عصب باندې فشار موجود وي .

اختلاطات يا Complication :

① پړسوب يا Swelling . مايع لرونکى پړسوب يا Odem . درد يا Pain .

② په يو ساحه کې د اروا تغيیر يا د ويني د دوران تغيیر يا د ساحې شينوالى او سيانوزيس .

د پانسمان سامان او لوازم يا Equipments :

① د پانسمان سيټ يا بکسه Dressing Sit .
② د ګازو پرچى يا ګاز فيس Gase pace .
③ پايوډين یا ټینچر او الکول يا Sprite .
④ کلورهيکزيډين Chlorhexidine .
⑤ ګازبنداژ Gase Bandage .
⑥ کريپ بنداژ Cript Bandage .
⑦ ليډوکاين امپول Lidocain .
⑧ سيرينج Syring

Pharmacist : Fahim Hemat

ریزش یا Coldریزش د زکام یا یخ وهلو په نوم هم یادیږي په کوچنیانو کې ډیر معمول دی سبب یي  وایرسونه تشکیلوي او کلینیکي نښي ...
29/08/2022

ریزش یا Cold

ریزش د زکام یا یخ وهلو په نوم هم یادیږي په کوچنیانو کې ډیر معمول دی سبب یي وایرسونه تشکیلوي او کلینیکي نښي نښاني یي عبارت دي له :
★ ټوخی
★پرنجی
★د پزی بهیدل
★ د سترګوسوروالی
★ د ستوني درد
★ تبه او دسر درد
★مګر د تنفس شمیرسرعت به نارمل وي

#درملنه
زکام کومي خاصي درملني ته ضرورت نه لري په خپله ښه کیدونکی حالت دی

کومکي تداوي ته اړتیا ده:
★دناروغ تغذي ته باید پملرنه وشي
★معایات باید ناروغ ته توصیه شي
★وټامین سي ناروغ ته ګټه کوي
★د درد او تبي په خاطر باید ناروغ ته پاراسیټامول ورکړل شي
✘ انتي بیوتیک کوم خاص رول نه لري باید توصیه نه شي

Pharmacist : Fahim Hemat

Address

Khost

Telephone

+93773455558

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بی کتاب مجریم posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to بی کتاب مجریم:

Share