نظري شفاء کلینیک Nazari Shifa Clinic

نظري شفاء کلینیک   Nazari Shifa Clinic که غواړئ چې د طبی پوهه مو لوړه شې
که غواړئ چې د ناروغیو په باره کې معلومات او نیکي مشویري تر لاسه کړې

21/07/2025
24/06/2025
06/06/2025

اختریز پیغام!

05/06/2025
سلامونه او نیکې هیلي مې ومنئ!دا چې لوی اختر را نږدې دی هر څوک قربانۍ کوي باید هر ورور اختیاط وکړي د كانګو تبه لرونکي نار...
03/06/2025

سلامونه او نیکې هیلي مې ومنئ!
دا چې لوی اختر را نږدې دی هر څوک قربانۍ کوي باید هر ورور اختیاط وکړي
د كانګو تبه لرونکي ناروغي‌‌
یا(Crimean- Congo hemorrhagic fever)
په اړه لنډ او اړین معلومات‌:
دا چې د قربانی د اختر په رارسیدلو سره سم زموږ گران هیوادوال د قربانیۍ په عبادت کښې سهم اخلی نو اړینه ده چې د کانګو د ناروغیۍ په اړه په ځینو خبرو پوه شو اونوروته یی ورسوو

کریمیا کانگو یا (CCHF)څه دول ناروغی ده؟
کریمیا ـ کانګو وینه بهوونکې تبه لرونکی یوه ساري،ویروسي او وژونکې ناروغي ده،چې د حشرې کنې پواسطه له حیواناتو څخه انسانانو او له انسانانو څخه نورو روغو اشخاصو ته انتقالیږي.
کانګو په پسونو، غواګانو،بزو او نورو خیواناتو کې د حفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې سرایت کوي وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي.
په عمومي ډول د کانګو ناروغۍ حفیفه تبه اعراض او اعلایم له۳ یا ۴ ورځو نیولې تر ۲دوه هفتو پورې دوام کوي.
د کانګو اعراض :
ــ شدیده تبه
ــ سر دردي
ــ زړه بدوالی
ــ د عضلاتو درد
ــ د خیټې درد
ــ اسهالات
ــ د سترګو د سپینې طبقې سوروالی
ــ د رڼا سره حساسیت
ــ د ورمیږ درد او شخوالی
ــ ستړیا او عصبانیت
ــ بې خوبي او نارآمي
د وخت په تیریدو او د ناروغۍ د وخامت سره د پزې او خولې څخه هم وینه بهیدنه پیلیږي چې وروسته په (استفراق) او ډکو متیازو کښې هم وینه لیدل کیږي
هغه خلک چې تر نورو ډیر پدې ناروغۍ اخته کیږي او د جدي خطر سره مخ دي:

» - په اوله درجه کښې قصابان خصوصأ ذبح کونکي چې کافي تجربه نه لري
» - هغه کسان چی څاروی خرڅوي او سروکار ورسره لری.
» - هغه کسان چې د حیواني غوښې سره سرو کار لري،
»- روغتیايي کارکوونکي چی. دکانگو ناروغانو سره یی سروکاروی
د کانګو د ناروغۍ د خپریدویا (سرایت) لارې او طریقې:

• په ناروغۍ د اخته کنې پواسطه د انسان چیچل.
• په لوڅو لاسونو او د مستقیم تماس پواسطه د کنې وژل.
• د خیوان د غوښې، وینې او د نورو مایعاتو سره د تماس له لارې خصوصأ چې په لاسونو کښې زخم او یاهم خراشیده ګې وی.
• د کانګو په مرض د اخته ناروغ د وینې او د بدن د نورو مایعاتو سره مستقیم تماس لرل.
• په ناروغۍ د اخته کیدو او د ناروغیۍ له خپریدو د مخنیوي لارې:
۱- د حیواناتو او دهغوي د تم ځایونو پاک ساتل.
۲- د حیواناتو ساتل په مصؤن ځای کی چی داوسیدو له ځایه لرې وی
۳- د حیواناتو د خطره ساتلو په موخه له حیواني روغتیايي کارکوونکو سره مشویره کول.
۴- د خامې او نیمه خامې غوښې او نورو محصولاتو نه خوړل.
۵- د کانګو له ناروغ سره د مخامخ کیدو او د ناروغ د خدمت پر پرمهال د طبی کارکوونکو دلارښونو عملي کول.
۶- په عامه ځایونو کی د څارویو د وینې، پوستکي او د بدن د نورو غړو نه غورځول
۷- د کانگو دناروغ ملوثی شویو کالیو او نورو شیانو مینځل او ځای پر ځای کول.
یادونه:ناروغ باید نږدی روغتیایې کلینیک یا روغتون یا ډاکټر ته ورسوو.په اخر کې دا وایم چی صحت داللهﷻلوی نعمت دی چی انسان ته یی ورکړی دی او دهر نفس په اخیستلو سره باید شکرانه اداکړو.
په درنښت
ډاکټر
صابرخان نظري د داخله عمومي ناروغیو متخصص

20/05/2025
شکر Diabetes Mellitus:یوه دوامداره ناروغي ده او خطرناکې ناروغۍ ورڅخه رامنځته کیږي لکه زړه حمله، دماغي سقط،سترګو دید خراب...
17/05/2025

شکر Diabetes Mellitus:
یوه دوامداره ناروغي ده او خطرناکې ناروغۍ ورڅخه رامنځته کیږي لکه زړه حمله، دماغي سقط،سترګو دید خرابوالی ،پښتورګو خرابوالی، عصبي رشتو خرابوالی،جنسي کمزوري، معدې تکلیفونه او د بدن نور برخو تخریب سبب کیږي .
نن ورځ الحمدلله د شکر ۱۴۲ ناروغان وکتل چې پدې کې ۱۳ ناروغانو شکر کنټرول وو او باقي ۱۲۹ ناروغانو شکر لوړ وو چې مهم علت یې د دوا نشتون وو داسې ناروغان وو چې دوه او درې میاشتې یې هم دوا نه وه خوړلي خو د وینې شکره RBS به یې له 340mg/dl څخه لوړ وو او اعراض او علایم یې هم شدید وو خو هغه خبره چې تشه لاسه تا مې دوښمن یې
موږ ورله د یوې میاشتې دوا وړیا ورکړه انشاالله میاشت بعد بیا الله مهرابان دی د CCL pharma څخه هم مننه چې زموږ مالي مولاتړ یې وکړو او همداشان د هغو ملګرو څخه هم مننه چې د ناروغانو په خبرولو کې یې موږ سره پوره همکاري وکړه انشاءالله په اینده کې به بیا هم وړیا کمپونه جوړه وو تر څو زموږ زموږ غریب ولس د یوې ورځې ښه ژوند په تیرولو کې کومک وکړو .
په درنښت
ډاکټر صابرخان نظري
د داخله عمومي ناروغیو متخصص

د شکر ناروغانو او د شکر ناروغانو لرونکو د پام وړ!!راتلونکی شنبې په ورځ چې 2025/5/17 تاریخ سره برابره ده زموږ په کلینیک ک...
15/05/2025

د شکر ناروغانو او د شکر ناروغانو لرونکو د پام وړ!!
راتلونکی شنبې په ورځ چې 2025/5/17 تاریخ سره برابره ده زموږ په کلینیک کې د شکر ناروغانو ټسټ او د یوې میاشتې لپاره د شکر دوا د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر صابرخان نظري نظارت لاندې د پاکستان معتبرې کمپنۍ CCL لخوا په وړیا ډول ورکول کیږي د شکر ناروغان او ناروغ لرونکي د خبر وي .
نوټ: کوښښ وکړۍ چې نوبت لپاره میسج یا هم تلیفون وکړۍ او هغه کسان چې ستاسو شاوخوا کې غریب دي او په شکر ناروغۍ اخته دي او د دوا اخیستو توان نه لري ضرور خبر کړۍ بل دا چې ثواب کې شریک شۍ نو دا خبر درسره شیر کړۍ.
پته : خوست صبریو و یعقوبیو ولسوالي خلبیسات بازار کابل اډه پولیسو پوستې شاته نظري شفاء کلینیک
تلیفون شمیرې: 0791686815
0775745858

دغوا شیدې استعمال په ماشومانو کې :ډاکټر صاحب، تاسو بیا بیا وایئ چې نوې زېږېدلي ماشوم ته د غوا یا میښې شیدې مه ورکوئ، خو ...
13/05/2025

دغوا شیدې استعمال په ماشومانو کې :
ډاکټر صاحب، تاسو بیا بیا وایئ چې نوې زېږېدلي ماشوم ته د غوا یا میښې شیدې مه ورکوئ، خو د دې علمي وضاحت نه کوئ. زه لومړۍ ځل مور شوې یم او زموږ په کورنۍ کې دا یو عام رواج دی. مهرباني وکړئ وضاحت وکړئ.

ځواب:
ستاسو پوښتنه ډېره مهمه ده او دا فکر ډېرو نوو میندو ته پیدا کېږي. زه غواړم چې د نوې زېږېدلي ماشوم لپاره د غوا یا میښې د شیدو نه ورکولو علمي دلیلونه درته واضح کړم:

۱. فطري توپیر: د غوا شیدې اصلاً د خوسکي اړتیاوو ته برابرې شوې دي، نه د انسان د ماشوم لپاره. د خوسکي هاضمه، معده، او جسمي جوړښت د انسان د ماشوم سره ډېر توپیر لري. هماغسې لکه څنګه چې انسان د څارویو خوراک نه شي هضمولی، یو نوی زېږېدلی ماشوم هم د غوا شیدې په اسانۍ سره نه شي هضمولی.

۲. د مور شیدې تر ټولو غوره خواړه دي: د نوزېږېدلي ماشوم لپاره د مور شیدې تر ټولو بشپړ، متوازن او مناسب خواړه دي. که د کوم دلیل له مخې د مور شیدې نه وي، نو د فارمولا شیدې یو مناسب بدیل ګڼل کېږي، ځکه چې دا د مور شیدو ته نژدې جوړېږي.

۳. علمي دلیلونه:
• د غوا په شیدو کې اوسپنه (آیرن) ډېره کمه وي، او هغه لږه هم چې موجوده وي، د ماشوم بدن ته په اسانۍ سره نه جذبېږي.
• پکې پروټین او منرالونه ډېر زیات وي، چې دا د ماشومانو پر ګردو بې‌ځایه فشار اچوي.
• ځینې غوړ او نور اجزا (لیپیدز) په کې شته چې د انساني ماشوم لپاره مناسب نه دي.
• د غوا شیدې ډېر په کمه عمر کې ورکول د “کاؤ ملک الرجۍ” خطر زیاتوي، چې دا د ماشوم په کولمو کې پټ وینه راوستلای شي (چې یوازې د مایکروسکوپ له لارې ښکاري).

۴. د اوسپنې کمښت او ذهني وده: د غوا شیدې د اوسپنې کمښت پیدا کولای شي، چې وروسته د ماشوم پر دماغي وده، زده‌کړې وړتیا او ذکاوت (IQ) ناوړه اغېز کولی شي. دا کمښت تل اسانه نه تشخیصېږي.

۵. د یو کال وروسته اجازه لري: کله چې ماشوم یو کلن شي، د هغه ګردې او هاضمي سیسټم تر ډېره پوره وده مومي، او هغه وخت کولی شي چې د غوا شیدې هضم کړي.

په لنډ ډول: که غوا شیدې سمدستي روغتیایي ستونزه هم نه پیدا کوي، نو بیا هم دا د نویو زېږېدلیو لپاره ښه انتخاب نه دی. زموږ هدف دا دی چې مور و پلار ته د ساینس پر بنسټ معلومات ورکړو، تر څو دوی ښه پرېکړې وکړي. پرېکړه خو بالاخره د مور و پلار وي، خو پوهه لرل ډېر مهم دي.
ډاکټر صاحب ظریف تسل

له عمره کم خو د استعداد او د خوی له مخې ستر دی ډاکټر سیداکبرشاه سعادت په کم عمر کې مختلفو انسټيټیوټونو کې طبي علوم تدریس...
30/04/2025

له عمره کم خو د استعداد او د خوی له مخې ستر دی ډاکټر سیداکبرشاه سعادت
په کم عمر کې مختلفو انسټيټیوټونو کې طبي علوم تدریس کوي انشاالله موږ باوري یو چې ډاکټرصیب څخه به د وطن ریښتنی خدمت ګار جوړیږي.

د غوره معیاري  خداماتو او د ناروغیو دقیق تشخیص لپاره لابراتوري معاینات ضروري دي نو موږ هم کوښښ کوو چې ورځ په ورځ د ناروغ...
25/04/2025

د غوره معیاري خداماتو او د ناروغیو دقیق تشخیص لپاره لابراتوري معاینات ضروري دي نو موږ هم کوښښ کوو چې ورځ په ورځ د ناروغیو تشخیص لپاره لابراتوري معاینات قوي او نور هم باوري کړو نو همدې لپاره مو نوی ماشین چې لاندې ټسټونه په پوره باور ترسره کوي راوړ وو
د شکر HbA1c
FT4
FT3
TSH
H- Pylori quantitative
د زړه حملي لپاره Trop I T
Vitamin’s D
او نور هورموني معاینات په پوره باور ترسره کوو .
په وخت تشخیص او په کم لګښت تداوي زموږ هدف دی.

غوره انتخاب !

مونږ د نظري شفاء کلینیک مسؤل (متخصص ډاکټر صابرخان نظري )او د لابراتوار څانګې مسؤل ډاکټر بخت والي شاه څخه مننه کوو چې زمونږ ( ) هارموني ماشين يې انتخاب کړ 🙏
مونږ د کيفيت ضمانت درکوو

د خوست برانچ تماس شمارې
0770305060
0767265200

22/04/2025

Address

Khost

Telephone

+93775745858

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نظري شفاء کلینیک Nazari Shifa Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to نظري شفاء کلینیک Nazari Shifa Clinic:

Share

Category