Alsheefa physiotherapy clinic

Alsheefa physiotherapy clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Alsheefa physiotherapy clinic, Khost.

مبارک مو شه، افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه.غضنفر ته دې سپیشل مبارک وي.
06/11/2024

مبارک مو شه، افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
غضنفر ته دې سپیشل مبارک وي.

ټولو وطنوالو ته د مبارک وی!
27/10/2024

ټولو وطنوالو ته د مبارک وی!

وایو الله اکبر☝د سویلي افریقا په وړاندې مو دغه ستره بریا مبارک شه💪
18/09/2024

وایو الله اکبر☝
د سویلي افریقا په وړاندې مو دغه ستره بریا مبارک شه💪

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Maiwand Muqbel, Multan Ahmedzai, Umar Khan Ghafarzai, Asa...
18/09/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Maiwand Muqbel, Multan Ahmedzai, Umar Khan Ghafarzai, Asad Omerzai, حکمت الله همت, Toryalai Ihsas, Atiqullah Weqar, ذاکر الله, Wahidullah Folad, Ñäšråt Štorãi, MN Mashal, Usman Muneeb, شاهين تني, Fayazkhan Naieb, Emdad Fida, Shafiq Afghan, لطېف لړم منګل, Karimullah Tanai, زاهد خوستئ, صابرشاه ایثار, نعیم اشنا, Saidamir Lakanwall, Ismail Khan, Wahidnoor Noori, Naseebullah Safi, فاروق افغان, Roya Thaj, Šåbìr Wáfá, Naikmal Ranzoor, Saif Ur Rahman Noorzai, Wahdatullah Himat, Nabi Noorani, Said Wali Sakhizoy, RK Khadem, احمد الماس, سعيد صادق, Naqib Shirzai, Marjan Hasand Hasand, کریم الله زیار, Arafat Kamran, Ab Rasheed Sangar Niazi, Madadullah Muslim, Sohail Alami, ميرزا جان ارماني, جمیداللہ متونوال, افغان کماندو, بي وفا قلبم ستانكزي, Ahsan Zurmati, Lal Jan Ahmadzai, حكيم الله دانش

08/09/2024

د ملا درد پيژندل:

د ملا درد یوه عامه ستونزه ده چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک تری اغیزمن کیږي، عمر او مسلک پوری تړلی نه ده هر عمر او مسلک اشخاص متاثره کوي. دا د روغتیایي خدماتو کارکوونکو يا مربوطه ډاکټرانو ته د ورتګ او همدارنګه په نړۍ کې د معلولیت د واقع کيدلو د مخکښو لاملونو څخه دی. د فزيوتراپی په دی نړیواله ورځ کې، موږ د ملا درد پيژندل، د هغې لاملونو، نښو، او فزیوتراپۍ له لارې د مؤثره مدیریت ستراتیژیو اهمیت ته اشاره کوو.

What is Low Back Pain
د ملا درد څه شی دی؟

د ملا درد هغه ناراحتي، ستونزمن يا ناخوښ احساس دی چې عموماً د ملا لاندېنی برخو کې واقع کیږي. دا درد ممکن حاد یا مزمن وی. د ملا درد کولی شي د شخص په ورځني فعالیتونو او د ژوند کیفیت باندې اغیزه وکړي.
▎Common Causes of Low Back Pain
د ملا درد عام لاملونه
د ملا درد لاملونه مختلف دي چې په میخانیکي، التهابي او نورو ځانګړو حالاتونو ویشل شوي:

1Mechanical Causes (میخانیکی لاملونه):
- Muscle Strain
(پر عضلاتو فشار يا د عضلاتو د ځينو اليافو متضرر کيدل): زیات کار یا ناڅاپي حرکتونه کولی شي د ملا عضلاتو کې Strain او په رباطونو (Ligaments) کې Sprain رامنځ ته کړی چې له امله یې د ملا درد رامنځته کیږي.
- Disc Degeneration
(د ډیسک استحاله يا تخريب ): د ډيسک تخريب چې د عمر سره تړاو لری. د ډیسکونو تخريب کولی شي د فقراتو نيږدی کيدلو يا تنګوالی (Stenosis ) ته لاره هواره کړی کوم چې د ملا درد يو له عامو لاملونو څخه دی.
- Poor Posture
(خراب وضعیت): اوږد وخت په خراب وضعیت کې ناسه، ولاړه يا د يو فعاليت ترسره کول د ملا تیر باندی د خراب يا غير نارمل فشار واردوي چې د ملا درد لامل کیږي.
2. Inflammatory Causes (التهابي لاملونه):
- Arthritis
(د بندونو يا مفاصلو التهاب ): د بندونو يا مفاصلوالتهاب هم کولای شي د ملا درد، بی حسی او د عضلاتو ضعیفی رامنځته کړی.
- Ankylosing Spondylitis
(انکیلوزینګ سپونډیلیټيس):دا د مفصلونو د التهاب يو ډول دی چې په عمده توګه د ملا فقرات زيات اغيزمنوي، چې له امله يي مزمن دردونه، د حرکاتو محدوديت او د عضلاتو شخي رامنځته کيږی.
3. Other Specific Conditions
4. (نور ځانګړي حالتونه يا مشکلات ):
- Spinal Stenosis
(د نخاعی کانال تنګيدل): د نخاعي کانال تنګیدل کولی شي پر عصب فشار راوړي، چې له امله یې درد، بې حسی او د عضلاتو ضعفی رامنځته کیږي.
Osteoporosis (اوسټیوپروسس)
: چې د هډوکو ناروغی ده په دی حالت کې هډوکي کمزوري کيږی ، د ماتیدو چانس يي زياتيږی او د ملا درد لامل کیږي.
▎Symptoms of Low Back Pain
د ملا درد نښې
د ملا درد مختلفې نښې لري، چې د لامل او شدت پورې اړه لري. عامی نښې يي عبارت دي له:
- Localized Pain
- (موضعي درد): په ښکته برخه کې د درد احساس چې ممکن ثابت، دوامداره یا متناوب وي.
- Radiating Pain
- (خپریدونکی يا انتشاری درد): درد چې د ملا له لاندينی يا ښکته برخې څخه شروع تر پښو پورې غځیږي، چې معمولاً د عصب د فشار سره تړاو لري.
- Stiffness
- (شخوالی): د ملا په حرکاتو کې ستونزه، چې په ځانګړي توګه د ډير وخت لپاره غیر فعال يا غير متحرک وضعيت ساتلو څخه وروسته رامنځ ته کيږی.
- Muscle Spasms
- (د عضلاتو شخوالۍ): د غضلاتو شخوالی چې د عصب د فشار لامل يا د حرکت د محدوديت لامل کيږی هم د ملا درد لامل کيدلی شی.
- Reduced Range of Motion
- (د حرکت کموالی): په حرکتونو کې ستونزه په خاصه توکه د تنی حرکات يا په يو وصغيت کې کار کول چې د ملا ځيني حرکات د ډير وخت لپاره محدود وي هم د ملا درد لامل کيږی.
▎The Role of Physiotherapy in Managing Low Back Pain
د فیزیوتراپۍ رول په ملا درد کې
فزیوتراپي د ملا درد په درملنې او مدیریت کې یوه بنسټیزه برخه ده. دا په درد کمولو، فعالیت ښه کولو، او راتلونکو پیښو او مشکلاتو مخنیوي باندې تمرکز کوي. فزیوتراپستان مختلف تخنیکونه کاروي، چې په هغی کی شامل ځينی تخنیکونه يي په لاندی ډول دی:

- Manual Therapy
- (لاسي يا د لاس په واسطه درملنه): د مفصلونو، نرم نسجونو او عضلاتو د تحرک لپاره د لاس په واسطه ځينی تخنیکونو کارول ، چې په درد کمولو،حرکت او بیارغونې کې مرسته کوي تر سره کيږی .
- Exercise Therapy
- (د تمرين په واسطه درملنه): ځانګړي تمرینی پروګرامونه يا تمرينات ښودل چې هدف یې د عضلاتو پیاوړي کول، د غصلاتو د شخوالی له منځه وړل په عصب فشار کمول او وضعیت ښه کول دي.

05/09/2024

د Al-Sheefa Phisical Theraphy Clinic کلینیک د Intern physiotherapy په برخه کی دوه بستونه اعلان ته سپارلی.
جنسیت:مردانه/زنانه
کاری تجربه: تازه فارغ التحصیل
تحصیلات: فزیوتراپی یا نرسنګ
موقیعت: خوست
د نوم لیکنی پای نیټه: 15 سپتمبر
نوټ: د نوم لیکنی لپاره تاسو کولی چی په لاندی ایمیل ادرس او یا هم وټسپ شمیره خپل اسناد او سی وی ولیږی.
mirajkhosti@gmail.com
وټسپ: 0770282820

د ملا تیر ‌‌‌‌‌‌ډیسک وتل یا  (Disc herniation of spinal vertebra ) او یا هم په عامه اصطلاح په کړیو د غوښې راوښتلد ملا تی...
11/02/2024

د ملا تیر ‌‌‌‌‌‌ډیسک وتل یا (Disc herniation of spinal vertebra ) او یا هم په عامه اصطلاح په کړیو د غوښې راوښتل
د ملا تیر د هډوکو له مخصوصه مریو جوړ شوی چې د هرو دوه مریو ترمنځ د غضروفو یوه دایروي شکله حلقه موقیعت لري چې د ‌‌‌‌‌‌ډیسک په نامه یادیږي.
کله چې د ملا پر تیر ‌‌‌‌‌‌ډیر فشار راشي دغه ‌‌‌‌‌‌ډیسک د دوه مریو ترمنځ زبیښل کیږي او بهرنۍ برخه یې چې د anulus fibrosus په نامه یادیږي د ‌‌‌‌‌‌ډیر فشار له وجې زخمي او بلاخره څنډې یې د دوه مریو له منځه بهر ته راوځې.
له زخمي شوې ‌‌‌‌‌‌ډیسک نه مخصوص کیمیاوي مواد افرازیږي او دغه توکې د ‌‌‌‌‌‌ډیر شدید دردونو سبب ګرځي.
ددې ترڅنګ هغه عصبي رګونه چې د ملا له تیره راوځي او د پښو د کنټرول دنده لري که چرته د همدې ‌‌‌‌‌‌ډیسک تر فشار لاندې راشي نو ناروغ په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دردونه تجربه کوي.
درد له ملا شروع کیږي،د کوناټیو ساحې ته راځي او له کوناټیو دپنډئ شاتنۍ برخه او بلاخره د پښو په شاتنۍ برخه کې د شدیدو دردونو احساس کوي،دغه دردونه له حرکت کولو،په زینه پورته کیدلو د لمانځه پر وخت او د وزن د پورته کولو په وخت کې لا پسې ‌‌‌‌‌‌ډیریږي.
معمولا دغه دردونه له نرۍ ملا نه شروع کیږي او په یوه پښه کې احساس کیږي.
د ‌‌‌‌‌‌ډیسک دردونه د کیناستو او پورته کیدو په وخت کې ‌‌‌‌‌‌ډیر شدید کیږي مګر د استراحت په وخت کې ارام وي.ددې ټولو ترڅنګ ناروغ په پښو کې د سوازښت او ښارښت احساس هم کوي.
د ملا د ‌‌‌‌‌‌ډیسک په ناروغۍ اخته کیدالو لاملونه
• د عمر ‌‌‌‌‌‌ډیروالی
• د وزن پورته کول/غلط وضیعت
• امیندواری/ ماشوم زیږون
• ترافیکي حوادث
• شاقه او درانه کارونه
• او بلاخره هر هغه کار چې ستاسو د ملا پر تیر له حده ‌‌‌‌‌‌ډیر فشار راولي تاسو د دیسک په ناروغۍ اخته کولی شي.
څنګه کولی شو د د ملا د ‌‌‌‌‌‌ډیسک ناروغي تشخیص کړو؟
ددې ناروغي ښه تشخیص د یوه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر لخوا د فزیکي معایناتو ترڅنګ د X-ray
CT SCAN
MRI
DISCO-GRAMS
پواسطه کیږی, خو په اکثر حالاتو کې صرف فزیکی معاینات کفایت کوی.
هغه ناروغان چې د ملا ‌‌‌‌‌‌ډسک لرئ له بده مرغه د یو څو روپیو په خاطر د ځینو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحبانو لخوا جراحي عملیات ته هڅول کیږي!
د درملنې لپاره په اکثر حالاتو کې تاسو قطعاً جراحۍ ته اړتیا نلرئ!
سوال پیدا کیږي چې ولې جراحي عملیات ته اړتیا نشته؟
لمړی:په ټوله کې د عصبي سیسټم جراحي یو ناکامه جراحي ده او علت یې داده چې زمونږ په بدن کې ځنی حجرات موجود دي چې یو ځل که زخمي شي دوباره د جوړیدو امکانات نلري نو دا چې تاسو د ملا د تیر عملیات کوئ که چرته له جراح نه ستاسو حرام مغز ولګیدل نو تر هغې چې ژوندي یاست فلج به یاست.
دویم: ددې عملیاتو وروسته ناروغ ‌‌‌‌‌‌ډیر کلک پرهیز ته ضرورت لري یعنې تر یو وخته دا ناروغ حتا کې باید له خپل بستر نه پورته نشي،ونه ګرځي حتا تشناب ته د قضأحاجت لپاره نشي ولاړ که چیرته ناروغ دغه پرهیز مات کړ نو معنی دا شوه چې جراحي ناکامه پایله لري.
دریم: دا د هر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ایماني او وجداني دنده ده چې لمړی ناروغي په فزیوتراپی ورغوي که چرته ناروغي په فزیوتراپی ونه رغیده بیا یواځنۍ د حل لاره جراحي ده،دا چې پرته له کومې فزیوتراپی تداوی ناروغ جراحۍ ته هڅوي دا ناځواني ده بلکه ستره جفا ده.
څلورم: بعد له جراحۍ اتیا فیصده چانس شته چې ناروغ دوباره پر خپله ناروغۍ اخته شي.
پنځم: بعد له جراحۍ دا ناروغ د ټول عمر لپاره عیبي شو ځکه نه دروند وزن پورته کولی شي او نه د ژوندانه لمړیتوبونه په سمه توګه سر ته رسولی شي .
په پای کی باید ووایم چې د ملا ډیسک یا په عموم کی د ملا د دردو بهترینه تداوی فزیوتراپی ده,هم ارزانه او هم بغیر د کوم جانبی عوارضو!!! البته چې په مسلکی ډول ترسره شی
ورور مو فزیو ډاکټر محمد معراج خوستی
0093770282820

19/12/2023

د فزیو تراپي پېژندنه :
فزیکي درملنه چي د فزیوتراپي په نوم هم یادیږي، د روغتیایې مسلکونو سره تړلی یو مسلک دی چي په شواهدو ولاړې کنزیولوژۍ، الکترونیکي درملنې، د شاک څپو څرنګوالي، تمرینې نسخې د مفصلونو د موبلایز او روغتیایې زده کړې په وسیله د مزمن یا سخت درد، د نرمو نسجونو زخمونه، هغه مفصلونه چي کرپندوکي یې زیانمن شوي وي، د تګ ناروغۍ او فزیکي معلولیتونو په ځانګړي ډول د عضلي سکلیټي، قلبي تنفسي، عصبي او نورور... درملنه کوي.

فزیوتراپي د فزیکي ازمایښتونو، تشخیص، رغېدنې، فزیکي لاس وهلو او فزیکي بیا رغونې په وسیله د ناروغ د فزیکي دندو د ښه کولو لپاره استعمالیږي او همدغه کارونه د فزیکي درملنې د ډاکټر په وسیله چي فزیوتراپيست ورته ویل کیږي سرته رسیږي.
عمومي کتنه:
فزیوتراپي هغه ناروغۍ او ټپونه په نښه کوي چي د ناروغ وظیفوي وړتیاوي محدودوي لکه تګ ورځنۍ چاري او نور فعالیتونه.
د فزیوتراپي په وسیله کولای شو همدا محدودیتونه له منځه یوسو او ناروغ خپل عادي حالت ته راوګرځوو تر څو په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې مخته یوسي.
فزیوتراپیستان تشخیص ته د رسېدو لپاره له انفرادي تاریخچې او فزیکي ازموینو نه ګټه اخلي او کله چ ړتیا وي بیا له لابراتوار او د انځوریزو مطالعاتو لکه X- Ray سي ټي سکن (CT - Scan) او یا هم د (MRI) له موندنو نه ګټه اخلي.
فزیوتراپي یو حرفوي مسلک دی چي زیاتې تخصصي څانګې لرې لکه عضلي سکلیټي، اورتوپېدي، قلبي تنفسي، عصبي، اندوکراینولوژي، د ماشومانو ناروغي، د ښځو روغتیا، الکترومایوګرافي او داسي نور...
فزیوتراپیستان په ډیرو ځایونو کي خپل تمرینونه ترتیبوي لکه خپلو شخصي فزیوتراپي کلینیکونو، هغه کلینیکونه چي ناروغان یې له بستر نه بهر وي، روغتیایي کلینیکونو، بیا رغونکو روغتونونو ، د نرسینګ اسانتیاوي لرونکو مرکزونو، شخصي کورونو، څیړنیزو او زده کړیزو مرکزونو، ښوونځیو او نورو صنعتي ځایونو کي
ک

19/12/2023
19/12/2023

د ملأ درد په ځانګړي ډول د ملأ ډیسک راوتل (په کړیو غوښه راوښتل) یو د هغو لاملونو څخه دي چې زموږ د ګران هیواد د غریبو مریضانو د ملأ ماتوونکو لګښتونو او بهرنیو سفرونو سبب ګرځی،چې له بده مرغه ډیری هغه ناروغان چې اصلاً د عملیاتو سټیج یا پړاو ته نه وی رسیدلي خو د درد یا لسګونو نورو لاملونو له امله عملیاتو ته غاړه اږدي،چې له خپل ځان او کورنۍ سره ظلم او جفا ده!
که غواړﺉ چې له پورتنی ناروغﺉ څخه په کم وخت،کم لګښت او بې غیر له کوم ثانوی مشکل څخه خلاصﺉ بیا مومﺉ نو د فزیوتراپي تداوی انتخاب کړﺉ!
ورور مو ډاګټر محمد معراج "خوستی"
اړیکه:0093770282820

Community

Text Neck Syndrome 📱💻 یوه عصري ناروغي ده چې اکثریت د ځیرکو موبایلونو او کمپیوټرونو  د زیات استعمال له امله رامنځته کیږي....
19/12/2023

Text Neck Syndrome 📱💻 یوه عصري ناروغي ده چې اکثریت د ځیرکو موبایلونو او کمپیوټرونو د زیات استعمال له امله رامنځته کیږي. دا د غاړې او اوږو درد ، دسینې قفس درد، حتی د سر درد لامل کیږي. خو مه وېرېږه! بیا رغونه/تداوی یی ممکنه ده. 🏋️‍♀️

1. پوهاوی 👁️‍🗨️: د موبایل او کمپیوټر د استعمال وخت کم کړئ.

2. تمرینونه ♂️ 🧘: د غاړې تقویتی او کشیشی تمرینونه د فزیو ډاکټر د مشورې سره سم

3. ارګونومیک(د کار کولو وضیعت) 🪑: خپل د کار ځای تنظیم کړئ، سکرینونه د سترګو په کچه وساتئ.

4. وقفې ⏸️: له خپلو وسایلو څخه منظم وقفې واخلئ، حتی یو لنډ مزل هم مرسته کوي.

5. مسلکي مرسته 🩺: د مناسب تمریناتو او مشورې لپاره د فزیوتراپست ډاکټر سره مشوره وکړئ.

په یاد ولرئ، توازن کلیدی دی! 🌟 مناسب حالت او بیا رغونه کولی شي د متن د غاړې نښې کمې او تداوی یې کړي
ورور مو ډاکټر محمد معراج خوستی Miraj Khosti


ctrl+c
که مو لیکنه خوښه شوی وی له نورو دوستانو سره یی هم شریکه کړۍ

Address

Khost

Telephone

+93793586661

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Alsheefa physiotherapy clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Alsheefa physiotherapy clinic:

Share