رحمن او پي ډي کلينيک-خوست Rahman OPD Clinic-Khost

رحمن او پي ډي کلينيک-خوست Rahman OPD Clinic-Khost علمي طبابت، نه تجارت
درک: خوست ښار، يعقوبيو جومات شمال دروازی ته مخامخ منګل پلازه، اول منزل، رحمن او پي ډي کلينیک

دا چې د شکر ناروغۍ څخه خوندي پاتې شو، نو لاندې سپارښتنی بايد په نظر کی ونیول شی.١. په خپل غذایي رژيم کې د شنو سبزيجاتو، ...
17/03/2026

دا چې د شکر ناروغۍ څخه خوندي پاتې شو، نو لاندې سپارښتنی بايد په نظر کی ونیول شی.
١. په خپل غذایي رژيم کې د شنو سبزيجاتو، ميوه جاتو او کمو غوړو څخه په ورځنی ډول ګټه واخلئ، د خوږو غذا ګانو او جامدو غوړو استعمال محدود کړئ.
٢. په ورځني ډول منظم تمرين تر سره کړئ، اقلا په ورځ کې ٣٠ دقيقي.
٣. خپل وزن کنترول وساتئ، بي ایم ای مو باید د ١٨.٥ څخه تر ٢٤.٩ پورې وساتئ ، دا چاره د غذایی رژیم او تمرین له لاری شونی ده.
٤. د مشروباتو له څښاک، د فاسټ فوډ او بیکری باب له زيات خوراک څخه ډډه وکړئ.
٥. د ورځی په جريان کې په کافی اندازه، په اوسط ډول ٨-١٠ ګيلاسه اوبه وڅښئ.
٦. د سګرټو او الکولو له استعمال څخه ډډه وکړئ، چې د شکر خطر زياتوي.
٧. په کلني ډول د شکر معاینات ترسره کړئ. تر څو په وخت مو تشخیص صورت ومومي، او شکر مو په وخت کنترول کړئ.
٨. روحي فشار مديریت کړئ او په شپه کې اقلا ٧-٨ ساعته خوب وکړئ.
درنښت
پوهنمل دوکتور رحمن الله دانش

د شکر ناروغۍ له کبله رامنځته کېدونکي اختلاطات.شکر يوه داسې ستونزه ده چې په متکرر شکل د خوړو د بې اختياطی، د پانقراص غدې ...
16/03/2026

د شکر ناروغۍ له کبله رامنځته کېدونکي اختلاطات.
شکر يوه داسې ستونزه ده چې په متکرر شکل د خوړو د بې اختياطی، د پانقراص غدې تخریب، د انسولين په وړاندې مقاومت يا په کمو حالاتو کې په ذاتي شکل پیدا کيږي.
دلته اصلي ستونزه دا وي چې په وينه کې په دوامداره شکل د ګلوکوز کچه لوړه پاتی کيږي، اصلا ددی لوړ ګلوز له کبله په ناروغانو کې د مختلفو اعضاوو ناروغۍ تری پيدا کيږی چې په لاندی ډول تری يادونه کوو.
١. د ګلوکوز د لوړی کچې له کبله د پښتورگو فلتر سیستم خرابيږي او د پښتورګو د عدم کفایی سبب کيدلې شي.
٢. د شکر له کبله رګونه او اعصاب زیانمن کیږی چې د رګونو د تنګوالی له وجې ان د زړه حملې او د دماغي سکتې سبب کېدای شی.
٣. د شکر له وجې د سترګی شبکیی رګونه هم زیانمن کیږی چې له کبله یې د ديد کموالې او ان د ړندوالې سبب کيږي.
٤. د شکر له وجې عصبی رشتې تخريبيږي چې له کبله یې د پښو سووی، درد او ان د بی حسی سبب کېدای شی.
٥. بلاخره کله چې د اطرافو يا پښو رګونه او اعصاب زیانمن شي، نو پښو ته د وینې جریان کمیږی چې له کبله یې په پښو کې زخمونه جوړیږي. دا داسې زخمونه وي چې جوړيدل یې ډير ورو وي او کله کله د پښې د قطع کیدو سبب هم کیږی.
درنښت
پوهنمل دوکتور رحمن الله دانش

ددی لپاره چی د خفګان يا ډيپريش څخه خوندي پاتی شوی و اوسئ، نو لاندې سپارښتنې علمي کړئ.١. منظم فزيکي فعاليتونو يا ورزش تر ...
16/03/2026

ددی لپاره چی د خفګان يا ډيپريش څخه خوندي پاتی شوی و اوسئ، نو لاندې سپارښتنې علمي کړئ.
١. منظم فزيکي فعاليتونو يا ورزش تر سره کړئ.پدې سره په بدن کې د انډورپين کچه لوړيږي او ستاسو د خواښی سبب کيږي.
2. په خپل غذایی رژیم کې د ميوه جاتو، سبزیجاتو او کم غوړ لرونکو پروټینونو څخه استفاده وکړئ، د شخمی غذا او خوږو خوړلو څخه ډډه وکړئ.
3. هره شپه منظم ٧-٨ ساعته خوب وکړئ، دا ستاسو فزيکي او رواني روغتيا ساتي.
4. د ملګرو او ټولنې سره نږدی پاتی شئ، د يوازېتوب څخه ځانونه وساتئ.
5. روحي فشار په وخت د ژوری ساه په اخيستلو، يوګا تمرين او يا د درملو په واسطه کم کړئ.
6. په په ژور خفګان يا تشويش اخته شوئ، حتما له يون ډاکټر سره مشوره وکړئ.
ستاسو د روغتيا په هيله.

ددی لپاره چی د زړه د حملې څخه مو مخنیوی کړی وي نو لاندی سپارښتنې په نظر کی وساتئ.١. صحي خواړه وخورئ: په خپل غذایی رژیم ک...
14/03/2026

ددی لپاره چی د زړه د حملې څخه مو مخنیوی کړی وي نو لاندی سپارښتنې په نظر کی وساتئ.
١. صحي خواړه وخورئ: په خپل غذایی رژیم کې میوې، سبزیجات، کم غوړ لرونکی پروټینونه او صحي غوړ لکه نباتي یا تيل استفاده کړئ، پداسې حال کې چې د جامدو غوړو، ډیرې مالګې او بورې څخه ډډه وکړئ.
٢. په منظم ډول تمرین وکړئ: د اونۍ په ډیری ورځو کې لږترلږه په منځنی ډول ٣٠ دقیقې تمرین وکړئ، لکه تیز قدم وهل یا بایسکل چلول.
٣. سګرټ څکول پریږدئ: د زړه روغتیا ښه کولو او خطر کمولو لپاره سګرټ څکول پریږدئ.
٤. ذهني فشار او د وینې فشار کنټرول کړئ: د آرامۍ تخنیکونه لکه یوګا تمرین کړئ او په منظم ډول د وینې فشار او کولیسټرول کچه وڅارئ.

پوهنمل دوکتور رحمن الله دانش
د عمومی داخله ناروغیو او تلویزیونی معايناتو ترینر متخصص
د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي استاد
ایم. ډی. ايم. ایس کينګ ایډوارډ طبي پوهنتون لاهور-پاکستان (pass).
درک: خوست ښار يعقوبيو جومات شمالي دروازی ته مخامخ منګل پلازه اول منزل

ددی لپاره چې د چاغوالی څخه مو مخنیوی کړی وي، نو لاندې سپارښتنې په نظر کې درسره ونیسئ.١. متوازن خواړه: په میوو، سبزیجاتو،...
13/03/2026

ددی لپاره چې د چاغوالی څخه مو مخنیوی کړی وي، نو لاندې سپارښتنې په نظر کې درسره ونیسئ.
١. متوازن خواړه: په میوو، سبزیجاتو، کم غوړ لرونکو پروټینونو او بشپړ غلو دانو باندې باید تمرکز وکړئ پداسې حال کې چې د بورې او پروسس شويو خواړو څخه باید ډډه وکړل شي.
٢. تمرین: هره ورځ لږ تر لږه د 30 دقیقو لپاره د منځنۍ کچې فعالیت، لکه د تیز قدم وهلو، هڅه وکړئ.
٣. کافی اوبه وڅشئ: د ورځی په جريان کې ډیرې اوبه وڅښئ.
٤. خوب: هره شپه ۷-۸ ساعته ښه خوب وکړئ.
DrRahmanullah Danish

پوهنمل دوکتور رحمن الله دانش
د عمومی داخله ناروغیو او تلویزیونی معايناتو ترینر متخصص
د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي استاد
ایم. ډی. ايم. ایس کينګ ایډوارډ طبي پوهنتون لاهور-پاکستان (pass).
درک: خوست ښار يعقوبيو جومات شمالي دروازی ته مخامخ منګل پلازه اول منزل

09/02/2026

معياري او علمي طبابت له رحمن او پي ډي کلينيک-خوست Rahman OPD Clinic-Khost سره تجربه کړي.
موږ طبابت کوو، نه تجارت
゚viralvideo
رحمن او پي ډي کلينیک
د عمومی داخله ناروغیو او تلویزیونی معايناتو اجرا باوري ادرس
پوهنمل دوکتور رحمن الله دانش
معده، سينه، مثانی ناروغۍ او بي اولادي
کینګ ایډوارډ طبي پوهنتون لاهور-پاکستان
ادرس: خوست ښار یعقوبیو جومات شمالي دروازی ته مخامخ منګل پلازه اول منزل
اړيکه. 0775779177

Address

Khost
2501

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when رحمن او پي ډي کلينيک-خوست Rahman OPD Clinic-Khost posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share