Saad Medical information

Saad Medical information 5s2 Medical student.

22/09/2025

Part:5
topic:Tetracycline

دې چینایي ډاکټرې لیکلي دي، چې موږ ١٠ ساعته د عملیاتو په خونه کې تېر کړل؛ و مو کولاې شول چې فقط یو هغه انسان وژغورو چې د ...
22/09/2025

دې چینایي ډاکټرې لیکلي دي، چې موږ ١٠ ساعته د عملیاتو په خونه کې تېر کړل؛ و مو کولاې شول چې فقط یو هغه انسان وژغورو چې د مرګ تر بریده رسیدلی و.
زیاتوي، ما نن هغه حالت تجربه کړ، چې خلکو به ویل انسان ته کله کله له ډېرې خوښۍ ژړا ورځي او له ډېره غمه خندا ورځي.
ځينې ډاکټران رښتیا هم د ژوند بخښوونکو فرښتو په څېر وي؛ خو ځينې بيا په سپينو لباسونو کې د شیطانانو په څېر...
#ژباړه

09/09/2025

اسرائیلو د قطر په مرکز دوحه برید کړی او د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د حماس څو مشران چې په کې خیل الحیه، زاهر جبارین او نور شتون لري، په شهادت رسولي دي.

08/09/2025

د انټې بیوټیکو راتلونکی برخه به ان شاءالله د ټیټراسیکلین په اړه وي.

08/09/2025
02/09/2025

څلورمه برخه....

کلورام فینکول

انا لله و انا الیه راجعونپه کنړ کې د زلزلې له امله د شهیدانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او  ټپیانو ته عاجله شف...
01/09/2025

انا لله و انا الیه راجعون
په کنړ کې د زلزلې له امله د شهیدانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو.

راځئ په ګډه د زلزله ځپلو د مرستې لاس ونیسو او د هغوی ترڅنګ ودرېږو.
خدای ج دې زموږ وطن د هر ډول آفتونو او مصیبتونو څخه وساتي.

01/09/2025

یوازې یوه ګوټه ګاز لرونکی نوشابه کولی شي ستاسې د غاښونو تاوان سبب شي!
په نوشابه کې داسې مواد شته لکه *فاسفوریک اسید* او *کاربونیک اسید*، چې په لږ تر لږه نیم ساعت کې د غاښونو مينا (هغه کلکه او محافظتي طبقه) ته ضرر رسوي.
په دې وخت کې د خولې چاپېریال ډېر اسیدي کېږي، او دا اسید لکه د تیزابي باران غوندې، ورو ورو د غاښونو مينا حلوي.

که دا عمل بیا بیا تکرار شي، مينا نازکه او کمزورې کېږي؛ غاښونه شفاف (شیشې ته ورته) ښکاري، او د یخ او ګرم شي څښل یا خوړل د غاښ عصب ته د برېښنا شوک غوندې اذیت ورکوي.

که څه هم یخ او خوږ نوشابه څو دقیقې خوشحالي درکوي، خو په حقیقت کې، د وخت په تېرېدو سره، دا کوچني درزونه، دایمي داغونه، شدیده حساسیت، او حتا ژور پوسېدنه رامنځته کوي.

نو هر ځل چې د نوشابې بوتل یا قوطی خلاصوئ، په یاد ولرئ چې دا کار کولی شي ستاسو د غاښونو د تخریب لور ته یو جدي ګام وي.

پارسیټامول
29/08/2025

پارسیټامول

په مالیزیا کې پرېکړه شوې، چې له شرعي عذر پرته د جمعې د لمانځه پرېښودونکو نارینه‌ به ۳ زره نګټ نغدي جریمه او ۲ کاله بند ب...
25/08/2025

په مالیزیا کې پرېکړه شوې، چې له شرعي عذر پرته د جمعې د لمانځه پرېښودونکو نارینه‌ به ۳ زره نګټ نغدي جریمه او ۲ کاله بند باندې محکومیږي.
دغه پرېکړه د مالیزیا په تیر نګانو ایالت کې د اسلامي پارټۍ PAS لخوا شوې ده.
له دې مخکې په دې ایالت کې یوازې هغو کسانو ته سزا ورکول کیده چې په پرله‌پسې توګه یې درې ځله د جمعې لمانځه پرېښودو.
د ایالتي چارواکو په وینا، د جمعې لمانځه پرېښودونکو نارینه‌وو پر ضد به د خلکو د راپورونو یا ګزمې له لارې اقدام کیږي.

Address

Khost

Telephone

+93778756905

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saad Medical information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram