النور طبي پوهنتون

النور طبي پوهنتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from النور طبي پوهنتون, Medical and health, khost, Khost.

د النور نوی جوړیدونکی طبی پوهنتون چی په نږدې راتلونکي کې به په خوست ولایت کی په فعالیت پیل وکړي پنځه طبي پوهنځۍ لري لکه طب معالجوي، ستوماتولوژی، عالي نرسنګ، عالي فارمیسی او عالي طبي تکنالوژی( لابراتوار)

د خوست د خصوصي طبي انسټیټیوټونو اتحادیی رهبری، د یادو انستيتوتونو محترم رئیس صاحبان او مسؤلین د النور طبي پوهنتون د منظو...
06/02/2026

د خوست د خصوصي طبي انسټیټیوټونو اتحادیی رهبری، د یادو انستيتوتونو محترم رئیس صاحبان او مسؤلین د النور طبي پوهنتون د منظوریدو په مناسبت د مبارکۍ په موخه راغلی وو.
د خوست د خصوصی انستيتیوتونو د اتحادیی رئیس محترم الحاج ډاکټر نورالله قاضی زاده، د اتحادیی معاون محترم اجمل غنی افغان، د اتحادیی منشی محترم ډاکټر زاهدالله مستعان، د استاد حکیم تڼيوال انستيتیوت رئیس متخصص محترم یوسف عثمان او د یاد انستيتیوت معاون محترم طارق عثمان څخه نړۍ مننه کوو چې نن ورځ د النور طبي پوهنتون د منظوریدو په مناسبت د مبارکۍ په موخه راغلی وو.
دوی د النور طبي پوهنتون مسئول الحاج انجینیر نورخان منګل ته د یاد پوهنتون مبارکي وویله، او په خوست کې یې د یاد پوهنتون منظوریدل یو ستر ویاړ وباله او دا یی د خوست میشتو او په ټوله کی هیوادوالو لپاره یو ستر فرصت وګاڼه او د خپله اړخه یی د پوهنتون مشرتابه ته د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ
دا ډول علمي لیدنې د تعلیمي او طبي بنسټونو ترمنځ د یووالي، متقابل درناوي، ګډ ځواک او مثبت تفاهم څرګندونه کوي، او د طبي زده کړو د کیفیت لوړولو، مسلکي همغږۍ او د هېواد د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.
النور طبي پوهنتون ژمن دی چې د هېواد له ټولو علمي او تحصیلي بنسټونو سره د دوامدارو همکاریو، ګډو علمي پروګرامونو او سالمو مسلکي اړیکو له لارې د ټولنې د اړتیاوو پوره کولو او د مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې ګډ مسئولیت ته دوام ورکړي.
د یادونه وړ ده چې النور طبي پوهنتون به د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندی ډیر زر خپل رسمي فعالیت پیل کړی.
په درنښت
د النور طبي پوهنتون اداره

د اداري بستونو ( کارموندنې) خبرتیاالنور طبي پوهنتون د خپل اداري سیستم د لا پیاوړتیا په موخه، په بېلابېلو څانګو کې د لاند...
26/01/2026

د اداري بستونو ( کارموندنې) خبرتیا
النور طبي پوهنتون د خپل اداري سیستم د لا پیاوړتیا په موخه، په بېلابېلو څانګو کې د لاندې اداري بستونو لپاره له شرایطو سره سم او مسلکي اشخاصو څخه د کار غوښتنلیکونه مني.
علاقمندان کولی شي خپل خلص سوانح (CV) او اړین تحصیلي اسناد تر ټاکلې نېټې پورې ادارې ته وسپاري.
اړین اسناد:
خلص سوانح (CV)
تحصیلي اسناد (د دولسم ټولګي د فراغت سند، د پوهنتون ترانسکرېپټ او د ډیپلوم کاپي)
د تذکرې کاپي
یادونه:
نوماند باید په اړونده برخه کې لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه ولري.
پته:
خوست ښار، متون تپه، د الفتح لیسې لوېدیځ لور ته، لومړۍ کوڅه
اړیکه:
0767525252
0767747474
ایمېل ادرسونه:
noor.mangal@gmail.com
nkhan.mangal@gmail.com

د کارموندنې خبرتیا!النور طبي پوهنتون    په لاندې پنځو پوهنځیو کې (۴۰ ) کادري استادانو ته اړتیا لري، په شرایطو برابر اشخا...
17/01/2026

د کارموندنې خبرتیا!
النور طبي پوهنتون په لاندې پنځو پوهنځیو کې (۴۰ ) کادري استادانو ته اړتیا لري، په شرایطو برابر اشخاص کولی شي، چې یادو بستونو ته ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ هـ ش نېټې پوري نوملیکنه وکړي.
طب معالجوي پوهنځی: (کلینیک او پارا کلینیک) دیپارتمنتونه.
ستوماتولوژي پوهنځی ( کلینیک او پارا کلینیک) ډیپارټمنټونه
طبي ټکنالوجي پوهنځی ( لابراتوار کلینیکي علوم او لابراتوار مدیریت او پارا کلینیکی علومو ) ډیپارټمټونه
عالي نرسنګ پوهنځی ( اساسات نرسنګ او اختصاصي نرسنګ) ډیپارټمنټونه
فارمسي پوهنځی: (فارمسي کیمیا او فارمیسیوتیک او فارمکولوژی ) ډيپارټمنټونه.

اړين شرايط:
ْ. اصلي تذکره اصلي ديپلوم په ملي ژبه اصلي ترانسکرېپټ. د نوم ليکنې فورم ډکول

نوټ: هغه علاقمندان چې له خصوصي پوهنتونونو څخه فارغ شوي وي ، د عامې روغتیا وزارت او یا د لوړو زده کړو وزارت اړوند روغتونونو د تخصص سند ولري هم کولای شي چې نوم لیکنه وکړي.

د نوم ليکنې د پاى نېټه: 1404/11/12

د نوم لیکنې لینک :
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-289
د نوم لیکنې فورمه ډاونلوډ کولو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://mohe.gov.af/uploads/fwrm_bst_hay_kadr_elmy_97afc2c098.pdf
ايمېل ادرسونه:
noor.mangal@gmail.com.
nkhan.mangal@gmail.com
اړیکه او واټساف:0767747474
د نشراتو مديريت

د النور طبي پوهنتون علمي کادر خبرتیا تفصیل یی لاندې لېنک کې داوطلبان کولای شي، چې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په مو...
15/01/2026

د النور طبي پوهنتون علمي کادر خبرتیا
تفصیل یی لاندې لېنک کې

داوطلبان کولای شي، چې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکه، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د تذکرې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.
ادرس: خوست ښار متون تپه الفتح لیسې لویدیځ لوری اوله کوڅه
اړیکه:0767747474

لابراتوار کلینیکی علوم او لابراتوار مدیریت  او پارا کلینیکی علومو ډیپارټمنټونه

مبارک او بختور د وي
08/01/2026

مبارک او بختور د وي

د مشرتابه د ځانګړي شفقت له مخې په خوست ولایت کې د طبي علومو یوه خصوصي پوهنتون ته د ایجاد منظوري ورکړل شوه.

د جنوب ختیځ زون او خوستیو ولسونو د ښه او په زړه پورې زیري لپاره لنډ سفر البته دغه خوندور او ستر زیری به زر له تاسې درانو...
07/01/2026

د جنوب ختیځ زون او خوستیو ولسونو د ښه او په زړه پورې زیري لپاره لنډ سفر
البته دغه خوندور او ستر زیری به زر له تاسې درانو ولسونو سره شریک کړو.
په درنښت
النور علمي ګروپ اداره

النور د طبي علومو انسټیټیوټ خزانی کانکور ازموینه راتلونکی یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ درسي وختونه:  سهار،  ماسپښین او مازدیګر عملي ...
03/09/2025

النور د طبي علومو انسټیټیوټ
خزانی کانکور ازموینه راتلونکی یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶
درسي وختونه: سهار، ماسپښین او مازدیګر
عملي کار: د انسټیټیوټ په داخل کې د مجهزو اسکلبونو سربیره د خوست ملکي او تخصصي روغتون او د خوست مختلف خصوصي کلینیکونه
درسي څانګې: عالي نرسنګ، لابراتوار، فارمسي، صحت روانی او تغذیه
اړیکه:0767747474
پته: خوست ښار متون تپه د الفتح لیسې لویدیځ لوری اوله کوڅه

د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب  سره د النور طبي پوهنتون د هوکړه لیک او د النور طبي انسټیټیوټ د ۱۴۰۴ کال فارغینو د فراغت ...
20/08/2025

د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب سره د النور طبي پوهنتون د هوکړه لیک او د النور طبي انسټیټیوټ د ۱۴۰۴ کال فارغینو د فراغت په مناسبت د جوړې شوی غونډې راپور په لومړی کمینټ کې.

Address

Khost
Khost
ALNOOR12345

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when النور طبي پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram