22/02/2026
د متخصص ډاکټر عزت الله سجاد د زده کړو په اړوند لنډه لیکنه!
(لومړنۍ زده کړې)
ډاکټر عزت الله سجاد خپلې دولسم ټولګي (۱۲م) زده کړې د الفـتح عالي لېسې څخه په عالی درجه بشپړې کړې. د ښوونځي له وخته یې د ساينس مضمونونو، په ځانګړي ډول بيولوژۍ او روغتيايي علومو سره ځانګړې علاقه لرله، چې همدې علاقې هغه د طب پوهنې ته وهڅاوه.
(MD)طبي زده کړې
نوموړي د زیاتو زخمتونو او تکلیفونو ګاللو وروسته د کانکور په ازموینه کې د زون په سطحه لومړۍ مقام خپل کړ او د خوښې ننګرهار طب پوهنځۍ ته بریالی شو.
بالاخره یې د طب (MD) سند د ننګرهار طبي پوهنځي څخه په معتبره درجه ترلاسه کړ.
د زده کړو پر مهال یې د فزیولوژۍ او عصبي علومو سره ژوره مینه پيدا کړه، چې وروسته یې د مسلکي ژوند لار هم
همدا برخه وټاکله.
House job (عملي دوره)
له فراغت وروسته یې خپله عملی دوره د پېښور په لېډي ريډينګ روغتون کې ترسره کړه. هلته یې په بېلابېلو څانګو کې عملي تجربه ترلاسه کړې او د ناروغانو د تشخیص او درملنې په برخه کې یې خپل مهارتونه پیاوړي کړل.
(Academic)اکاډمیک فعالیت
ډاکټر عزت الله سجاد د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځۍ د فزیولوژۍ د استاد (Lecturer) په توګه سپیڅلی دنده ترسره کړه او ډیر شمیر ډاکټر صاحبان یې د ګران هیواد لپاره وروزل، بالاخره د زیاتو زخمتونو وروسته د پوهنتون لخوا ایران ته د تخصص لپاره ولیږل شو او هلته یې په یو داسې برخه کې تخصص وکړ چه هیواد کې نوموړې برخې متخصصین ډیر کم دی هغه دی (Neurologist) نیورولوجېست او هیوادوال ورته زیات ضرورت لری او ناروغان به د علاج لپاره نورو هیوادونو تلل .
(Speciality)تخصص
(Neurology)– عصبي ناروغۍ
ډاکټر عزت الله سجاد د عصبي ناروغیو متخصص دی او په لاندې برخو کې ځانګړې تجربه لري:
دماغي سکتې (Stroke)
مرګي (Epilepsy)
Ms( Multiple Sclerosis)
(Headache Migraine ) سر دردی یا نیمه سردردی
(Alzheimer Disease ) الزایمر ناروغی
(Meningitis) مننژیت
نیوروپتي (Peripheral Neuropathy)
میاستینیا ګراویس (Myasthenia Gravis)
بیل پالسي (Bell’s Palsy)
ډسټونیا (Dystonia)
رېسټلېس لېګ سنډروم (Restless Leg Syndrome)
دماغي انیوریزم (Brain Aneurysm)
فبریل تشنج (Febrile Seizure)
او داسې نورې اعصابو اړوند ناروغی