Danish OBS & GYNE Clinic

Danish OBS & GYNE Clinic Drs.Nasima ‘Pakteen Danish’
Specialist of Obstetricts Gynecology and Ultrasound,
ستاســــو روغتیا،زمــــــوږ هـــــیله

موږ د ګرانو هیوادوالو د غوره تشخیص او تداوی لپاره د معیاري او پرمختللو خدماتو په هڅه کي یوو.
01/02/2026

موږ د ګرانو هیوادوالو د غوره تشخیص او تداوی لپاره د معیاري او پرمختللو خدماتو په هڅه کي یوو.

Zybio Z3 Hematology Analyzer
په دانش نسایي ولادي کلینیک کې په بریالیتوب سره نصب او فعال شو.
د دانش نسایي ولادي کلینک محترمو مسؤولینو څخه د زړۀ له کومي مننه کوو چې زموږ په خدماتو یې باور وکړ.
د خپلو معايناتو د پاره تل غوره وسايل وټاکئ ځکه د صحت باور له کيفيت څخه راځي

Model: Zybio Z3
✓Type: 3-Part Hematology Analyzer
✓Parameters: 20 parameters + 3 histograms
✓Throughput: 60 tests/hour
✓Sampling Mode: Closed tube system
✓Display: 10.4-inch LCD touch screen
✓Data Storage: Up to 100,000 results
✓Reagent System: Closed reagents
✓Maintenance: Automatic cleaning & background check
✓Interface: Easy operation, stable performance
رضا بابا لميتد
لا نور د روغتيا پر لور
يک گام بيشتر به سوي صحت

د لا زياتو معلوماتو د پاره د خوست ولايت نماينده تماس شمارې
WhatsApp0767265200
Mobile 0770305060

🩸 ANEMIA (د وینې کموالی)⸻📌 تعریف (Definition)Anemia هغه حالت ته وایي چې په بدن کې د Hemoglobin (Hb) اندازه له نورمال څخه...
13/12/2025

🩸 ANEMIA (د وینې کموالی)



📌 تعریف (Definition)

Anemia هغه حالت ته وایي چې په بدن کې د Hemoglobin (Hb) اندازه له نورمال څخه کمه شي، او بدن ته کافي اکسیجن نه رسېږي.



📊 د Hemoglobin نورمال اندازه
عمر / جنس
Hb اندازه
بالغ نارینه
≥ 13 g/dL
بالغ ښځې
≥ 12 g/dL
حامله ښځې
≥ 11 g/dL

🧬 د Anemia ډولونه (Types)

1️⃣ د اوسپنې کموالی (Iron Deficiency Anemia)
• تر ټولو عام ډول
• د کمې تغذیې یا زیاتې وینې له لاسه ورکولو له امله

2️⃣ د ویټامین کموالی
• د ویټامین B12 کمښت
• د فولیک اسید کمښت

3️⃣ د مزمنو ناروغیو Anemia
• د پښتورګو، سرطان، یا اوږدمهاله انتان له امله

4️⃣ Hemolytic Anemia
• د وینې حجرې ژر له منځه ځي

5️⃣ Aplastic Anemia
• د هډوکي مغز د وینې حجرې نه جوړوي



⚠️ د Anemia نښې او علایم (Symptoms)
• ژر ستړې کېدل 😴
• د مخ او شونډو زیړوالی
• سر ګرځېدل
• د ساه لنډوالی
• د زړه تېز درزا
• د نوکانو ماتېدنه
• په امیندوارۍ کې خطرناک



🔍 د Anemia علتونه (Causes)
• د اوسپنې کم خوراک
• زیات حیض یا وینه بهېدل
• حمل او شیدې ورکول
• د کولمو ناروغۍ
• چینجې (Hookworm)



🧪 تشخیص (Diagnosis)
• CBC ټیسټ
• Hemoglobin کچه
• Serum Iron
• Ferritin
• Vitamin B12 / Folate



💊 درملنه (Treatment)

✔️ درمل
• Iron Tablets / Syrup
• Folic Acid
• Vitamin B12 Injection
• د شدید حالت کې وینه انتقال

✔️ تغذیه
• سره غوښه 🥩
• ځیګر
• پالک 🥬
• دال، لوبیا
• خرما، کشمش
• انار 🍎



🤰 Anemia په امیندوارۍ کې
• د مور او ماشوم لپاره خطرناکه
• د وخت نه مخکې زیږون
• کم وزن ماشوم



🛡️ مخنیوی (Prevention)
• متوازن غذا
• د اوسپنې درمل د حمل پر مهال
• د چینجیو درملنه
• منظم معاینه

⬅️د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت،د خصوصي سکتور مل پلاوي او د خوست ولایت د صحت عامې ریاست د مسؤلینو له‌خوا ...
09/12/2025

⬅️د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت،د خصوصي سکتور مل پلاوي او د خوست ولایت د صحت عامې ریاست د مسؤلینو له‌خوا د دانش نسایي ولادي کلینیک او د هغې اړوندو طبي څانګو څخه رسمي ارزیابي او تفتیش تر سره شو. یاد تفتیش د نافذه قوانینو، مقرراتو او د روغتیایي خدمتونو د معیارونو پر بنسټ ترسره شوی دی.

د ارزیابۍ په نتیجه کې څرګنده شوه چې د دانش نسایي ولادي کلینیک د عامې روغتیا وزارت له لوري ټاکل شوي اصول، کړنلارې او تخنیکي معیارونه په پام کې نیولي دي. کلینیک د قانوني اسنادو، مسلکي پرسونل، د طبي تجهیزاتو، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، حفظ‌الصحې شرایطو او د مراجعينو د خدمتونو په برخه کې د نافذه مقرراتو مطابق فعالیت کوي.

له همدې امله، د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د ارزیابي او تفتیش د نهایي راپور له مخې، د دانش نسایي ولادي کلینیک فعالیتونه قانوني، مشروع او د نافذه روغتیایي اصولو سره سم ثابت شول او یاد کلینیک کولای شي خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت د قوانینو په رڼا کې دوام ورکړي.

🌸 PCOS (Polycystic O***y Syndrome)زموږ په دردیدلي ټولنه کي د بي اولادی یو عام او خاص علت❗️ ⬅️د دوکتورس نـــسیمه «پکتین د...
09/12/2025

🌸 PCOS (Polycystic O***y Syndrome)
زموږ په دردیدلي ټولنه کي د بي اولادی یو عام او خاص علت❗️

⬅️د دوکتورس نـــسیمه «پکتین دانش»
د نسایي، ولادي امراضو او الټراساونډ متخصصه ،
⬅️دوکتــورس ســوریه عبدالي دانــــش
⬅️دوکتــــــــورس زمزمـــــه دانـــــش
تر څارني لاندي:⬇️

🔬 PCOS څه شی دی؟

PCOS هغه حالت دی چې پکې:
• تخمدانونه منظمې هګۍ نه ازادوي (Ovulation ګډوډ وي)
• د نارینه هورمونونه (Androgens) زیات وي
• تخمدانونه په الټراسونډ کې ګڼې واړه کیسټونه ولري



⚠️ مهمې نښې او شکایتونه

• ❌ د حیض ګډوډي یا بندېدل

• 🤰 د حامله کېدو ستونزه

• 🌿 په مخ او بدن غیرطبیعي ویښتان
(Hirsutism)

• 😖 جواني دانې (Acne)

• ⚖️ وزن زیاتوالی او چاغوالی

• 💇‍♀️ د سر د ویښتانو کمېدل (Male pattern hair loss)



🧪 تشخیص (په کلینیک کې)

د Rotterdam criteria له مخې PCOS تشخیص کېږي که لاندې درې څخه لږ تر لږه دوه شتون ولري:
1. بې‌نظم یا نه موجود Ovulation
2. د Androgen زیاتوالی (کلینیکي یا لابراتواري)
3. د تخمدان پولی‌کیسټیک بڼه په الټراسونډ کې

👉 نور علتونه لکه thyroid ناروغي، hyperprolactinemia باید رد شي.





🩺 اوږدمهاله خطرونه (Counseling مهم دی)
• Type 2 Diabetes mellitus
• Hypertension
• Endometrial hyperplasia او سرطان
• د زړه ناروغۍ

👉 ځکه نو د ژوند طرز اصلاح (رژیم، ورزش) د درملنې اساس دی.



✅ کلینیکي پیغام

PCOS یوازې د حیض ستونزه نه ده، بلکې یو اوږدمهاله هورموني اختلال دی چې دقیق تشخیص، مناسب مشوره او انفرادي درملنه غواړي.

08/12/2025
Menstrual Pain (Dysmenorrhea)– د حیض درد⬇️د حیض پر وخت د نس لاندې، د ملا او ځینې وخت د ورنونو درد ته Menstrual Pain یا D...
08/12/2025

Menstrual Pain (Dysmenorrhea)– د حیض درد
⬇️

د حیض پر وخت د نس لاندې، د ملا او ځینې وخت د ورنونو درد ته Menstrual Pain یا Dysmenorrhea وايي. دا په نجونو او ښځو کې ډېره عامه ستونزه ده.

ډولونه (Types)

1) Primary Dysmenorrhea (اصلي نوع)

دا هغه ډول دی چې کومه عضوي ناروغي یا مشکل نه وي.

اکثره په ځوانو نجونو کې وي.

لامل یې د رحم د عضلاتو زیات تړون “Prostaglandins” دي.

2) Secondary Dysmenorrhea (ثانوي نوع)

دا د کومې ناروغۍ له امله رامنځته کېږي لکه:
✔ Endometriosis
✔ Uterine fibroids
✔ Pelvic inflammatory disease
✔ Ovarian cysts
✔ Adenomyosis

اعراض او علایم (Symptoms)

د نس لاندې درد (cramping)

د ملا درد

د ورنونو یا پښو درد

زړه بدوالی

کانګې

نس ناستی

سر ګرځېدل

ستړیا

د حیض ډېرې وینې یا کمې وینې راتلل

د مزاج بدلون

🔍 اسباب (Causes)

Primary Dysmenorrhea کې:

د Prostaglandins زیات تولید → د رحم قوي تړونونه → درد

د رحم د وینې جریان کمېدل

هورموني بدلونونه

Secondary Dysmenorrhea کې:

Endometriosis

Fibroids

Adenomyosis

PID (رحم التهاب)

Ovarian cysts

د IUD استعمال ځینې وخت

🩺 تشخیص (Diagnosis)

د ناروغ تاریخچه

فزیکي معاینه

د نس الټراسوند

وینه ټېسټونه

که اړتیا وي → Laparoscopy (په خاصو حالاتو کې)

تداوي (Treatment)

✔ ۱) NSAIDs (درد کمونکي ضد التهاب درمل)

لومړۍ کرښه درملنه

Ibuprofen

Naproxen

Mefenamic acid

دا د Prostaglandin جوړېدل کموي → درد لږوي.

✔ ۲) Hormonal Therapy (هورموني تداوي)

په هغو کې چې درد شدید وي یا secondary dysmenorrhea وي:

Combined Oral Contraceptive Pills

Progestin-only pills

Hormonal IUD (Mirena)

Injectable hormones

دا د رحم اندومتر نری کوي → درد کموي.

✔ ۳) د ژوند طرز بدلون (Lifestyle changes)

ګرمه کڅوړه د نس لاندې لګول

منظم ورزش

د فشار کمول

کافي اوبو څښل

د کافیین (چای، نسکافه) کمول

سالم غذا

✔ ۴) طبیعي لارې (Natural remedies)

Ginger (زنجبیل)

Cinnamon (دارچیني)

Chamomile tea

Omega-3 supplements

د دانــــــــش نســــــــایي ولادي کلـــــینیک           DANISH OBS &GYNE CLINIC د ښځو او میندو د روغتیا لپاره باوري او ...
08/12/2025

د دانــــــــش نســــــــایي ولادي کلـــــینیک
DANISH OBS &GYNE CLINIC

د ښځو او میندو د روغتیا لپاره باوري او معیاري طبي خدمات وړاندې کوي.

⬅️د دوکتورس نـــسیمه «پکتین دانش»
د نسایي، ولادي امراضو او الټراساونډ متخصصه ،
⬅️دوکتــورس ســوریه عبدالي دانــــش
⬅️دوکتــــــــورس زمزمـــــه دانـــــش

تر څارني لاندي:⬇️

دغه کلینیک د مسلکي ډاکټرانو او عصري تجهیزاتو په مرسته لاندې خدمات ترسره کوي.
۱. د امیندوارۍ څارنه:
د امیندوارۍ د پیل څخه تر ولادت پورې منظم معاینات، مشورې او اړین ټیسټونه.

۲. خوندي ولادت:
طبیعي ولادت او د اړتیا په صورت کې د عملیاتو (C-section ) له لارې ولادت د بشپړ طبي څار لاندې.

۳. د ښځو ناروغۍ:
د ښځو د عامو او ځانګړو ناروغیو تشخیص او درملنه، لکه د رحم ستونزې,بي اولادي او هورموني اختلالات.

۴. د کورنۍ تنظیم:
مشورې او خدمات د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره.

۵. د مور او ماشوم پاملرنه:
د ولادت وروسته د مور روغتیا څارنه او د نوي زیږېدلي ماشوم لومړنۍ پاملرنه.

۶. لابراتواري او الټراساونډ خدمات:
دقیق الټراساونډ او نور ضروري طبي معاینات.
⬅️۲۴ ساعته خدمات

ادرس:خوست ولایت مرکز ،خواجه متون تپه،څلورمه کوڅه برج برق ته څیرمه

☎️داړیکو شمیري:
0778183061
0764953495
0796974115

Address

Khost Afghanistan
Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Danish OBS & GYNE Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram