Dr Sheerzad Sh Safi

Dr Sheerzad Sh Safi Pace. Medical, good health

خوږه خورزه
28/07/2025

خوږه خورزه

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید...
28/04/2025

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید کوم اخلاقي مسایل وڅېړل شي؟

دا داسې ښکاري لکه د یو خراب ساینسي فلم خیالي کيسه - انساني ماشومان د خپلو ميندو له ګېډې رايستلی شي او پر ځای يې د مايعاتو ډک خولو (پوډونو) کې وده ورکړل شي. خو دا دقيقاً هماغه څه دي چې د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې د فلاډلفيا د ماشومانو په روغتون (CHOP) کې یې ساينسپوهان له وخت خورا ډېر وړاندې زیږېدونکو ماشومانو لپاره وړاندیز کوي.
د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د ماشومانو د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید کوم اخلاقي مسایل باید وڅېړل شي؟

24/03/2025

نارینه وو کې د #سپـ.رم کمښت ، لاملونه او درملنه یی؛

په نارینه وو کې د سپـ.رم کمښت (Low S***m Count) – لاملونه، اغیزې، او درملنه

سپـ.رم کمښت څه شی دی؟
سپـ.رم کمښت یا اولیګوسپرمیا (Oligospermia) هغه حالت ته ویل کېږي چې د نارینه د منـ.ې په مایعاتو کې د سپـ.رم اندازه له نورمال څخه کمه وي. که د سپـ.رم شمېر له ۱۵ میلیونو سپرمو څخه کم وي (په یو ملي لیتر منې کې)، نو دا کم ګڼل کېږي. که چیرې سپـ.رم هېڅ نه وي، نو دې ته ازوسپرمیا (Azoospermia) ویل کېږي.

د سپ.رم کمښت لاملونه
د سپـ.رم کمښت مختلف فزیکي، هورموني، او چاپېریالي عوامل لري، چې ځینې یې دا دي:

۱. فزیکي لاملونه
ویریکوسیل (Varicocele) – د خـ.ـصیو د وریدونو پراخېدل، چې د سپـ.رم کیفیت خرابوي..
انتی بیوټیک او التهابي ناروغۍ – ځینې انتانات، لکه سوزاک (Gonorrhea) یا کلامیدیا (Chlamydia)، د سپـ.رم تولید ته زیان رسوي.
هرنیا (Hernia) یا د خـ.ـصیو زخمونه – د خـ.ـصیو د عملیاتو یا صدمې له امله د سپـ.رم تولید زیانمنېدای شي.
نه ښکته شوي خصـ.ی (Undescended Testicles) – که د ماشوم په کوچنیوالي کې خـ.ـصیي خپل نورمال ځای ته نه وي ښکته شوي.

۲. هورموني لاملونه
د ټیسټوسټیرون کمښت – د نارینه هورمون ټیسټوسټیرون کمښت د سپـ.رم تولید اغېزمنوي.
د دماغي غدواتو ناروغۍ – د هیپوفیز یا هایپوتالاموس ستونزې، چې د سپـ.رم تولید تنظیموي.

۳. چاپېریالي او ژوند طرز عوامل
سګریټ او نشه يي توکي – نیکوټین، الکول، او کوکایین د سپـ.رم تولید کموي.

زیاته تودوخه – ګرمو ځایونو ته ډېر تګ، د لمر لاندې زیات کار، یا د لیپټاپ اوږدمهاله کارول په تودوخه کې زیاتوالی راولي، چې د سپـ.رم تولید ته زیان رسوي.

خراب خواړه – د ویټامینونو، زنک، او انټي‌اکسیدنټ موادو کمښت د سپـ.رم تولید کموي.

اضطراب او سټریس – دوامداره روحي فشار د هورموني توازن ګډوډوي.

د سپـ.رم کمښت اغیزې
شنډوالی (Infertility) – د حمل نه اخیستل یا ستونزې
ج+نسي کمزوري – د میل کمښت یا د تنـ.ـاسلي قوت کمېدل
رواني فشار – د کورنۍ او ټولنیزې اړیکو ستونزې

د درملنې لارې
۱. طبیعي او غذایي درملنه
زنک (Zinc) لرونکي خواړه – لکه غوښه، هګۍ، بادام، او مغز لرونکي خوراکونه
ویټامینونه (Vitamin C & E) – تازه میوې، سبزیجات، او د غنمو تخم
امېګا ۳ فایټي اسیدونه – د کب غوړ او د زیتون تېل
اوبه ډېرې څښل – بدن هیدریټ ساتي او سپـ.رم تولید ته ګټه رسوي

۲. درملنه د درملو له لارې
د هورموني درملو استعمال – که چیرې د ټیسټوسټیرون یا FSH/LH هورمون کم وي، نو درمل ورکول کېږي.
انتي بیوټیک درمل – که د انتان له امله سپـ.رم کم وي، نو د ناروغۍ درملنه ضروري ده.
د ویریکوسیل عملیات – که د وریدونو ستونزه وي، نو جراحي حل لري.

۳. د ژوند د طرز بدلون
د سګریټ، الکول، او نشه يي توکو پرېښودل
د فزیکي تمریناتو کول (خو ډېر سخت تمرین نه)
د ذهن ارام ساتل، د سټریس کمول
د ګرمو ځایونو څخه ځان ساتل

نتیجه
د سپـ.رم کمښت د نارینه و د شنډوالي یو عام لامل دی، خو دا اکثره وخت د درملنې وړ وي. د صحیح تشخیص لپاره باید د ډاکټر مشوره واخیستل شي، د ازموینو له لارې اصل لامل پیدا شي، او بیا مناسب درمل یا تغذیه وکارول شي.

د لیکنې کاپي کولو حقوق خوندي دى

د نورو ملګرو سره یی شریک کړئ #شیر کړئ! پاڼه #فالو کړئ
ډاکترشىرزاده صافي

*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

08/12/2024
02/06/2024

د زړه د حملې نښې نښانې:
- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي
- د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
- د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
- چټک، کمزوری او غير منظم نبض

هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

رګ نساء:د انسان ماغزه د اورمېږ او ملا په منځ کې د شمزيو له مغزو سره وصل دي. له هغه ځای څخه بيا د رېښو په څير جوړښتونه را...
01/05/2024

رګ نساء:
د انسان ماغزه د اورمېږ او ملا په منځ کې د شمزيو له مغزو سره وصل دي. له هغه ځای څخه بيا د رېښو په څير جوړښتونه را جلا شوي او په ټول بدن کې خپاره شوي دي. د همدې سيسټم له لاري د انسان د وجود احوال مغزو ته وړل کيږي او کوم امر چې ماغزه کوي هغه پلی کيږي. د پښې حس او ښورولو کنټرول د انسان ماغزه د يوې لويې رېښې له لاري کوي چې د سياټېک په نامه ياديږي. که دغه رېښه (يا عصبي رشته) په ملا يا خپل مسير کې تر فشار لاندې راشي يا تخريش شي نو يو ډول دردونه منځ ته راوړي چې له ملا يا کوناټي څخه نيولې ان د پښو تر پنجو پورې رسيږي او موږ او تاسو په عامه اصطلاح “رګ نساء” ورته وايو. دغه ناروغي په لومړني پړاوونو کې د درد د درملو او فزيوتراپي له لاري تداوي کيږي.

که څوک وسوځي، په سوځیدلي ځای باندې خلک د غاښونو کریم (Tooth Paste) لګوي تر څو؛ سوځیدلی ځای یخ/سوړ شي او کس د سوخت احساس ...
01/05/2024

که څوک وسوځي، په سوځیدلي ځای باندې خلک د غاښونو کریم (Tooth Paste) لګوي تر څو؛ سوځیدلی ځای یخ/سوړ شي او کس د سوخت احساس ونکړي.
حال دا چې دا خطرناک عمل دی؛ کیدلی شي چې د کریم لګولو سره میکروبونه او د کریم کیمیاوي مواد وجود ته داخل شي؛ چې مختلفې ستونزې جوړولی شي، د کریم لګولو سره پوستکی داغ (scar) پریږدي او همدارنګه د درد د زیاتوالي سبب ګرځي.

ښا نو څه کول پکار دي؟
ـــ سهي او مناسبه خبره دا ده؛ که څوک سوځیدلي وو، کوشش وکړئ هغه سوځیدلی ځای روانو اوبو یا (Running Water) ته شل دقیقې ونیسئ!
سوخت ورسره کمیږي او د میکروبي کیدا مخنیوی کوي.
ـــ د تڼاکو (Blisters) پنچر کولو هڅه مه کوئ.
ـــ که څوک ډېر سوځیدلي وو، کوشش وکړئ، په وخت یې روغتون ته ورسوئ.

N R Hospital
31/07/2023

N R Hospital

I've received 100 reactions to my posts in the past 30 days. Thanks for your support. 🙏🤗🎉
31/07/2023

I've received 100 reactions to my posts in the past 30 days. Thanks for your support. 🙏🤗🎉

19/07/2023

د ځینو ناروغیو انګلیسي نومونه او د هغې معناګانې

Cold زکام ریزش
Head ache سردرد
Eye ache سترګو درد
Leg ache پښو درد
Body ache ځان درد
Stomach ache معدې درد
Red eye د سترګو سوروالی
Reduced – sight د لید کموالی
Ear ache غوږ درد
Epistaxis دپوزې څخه وینه راتلل
Tonsillitis د ټانسلونو التهاب
Otitis د غوږ التهاب
Wax د غوږ چرک
Deafness کوڼوالی
Bronchitis د برانکسونو التهاب
Pneumonia سینه وبغل
Asthma ساه لنډي
Ulcer ټپ
Gastritis د معدې التهاب
Gostroenteritis د هضمي جحاز التهاب
Hepatitis زیړی یا د ځیګر التهاب
Worms د معدې چینجی
Dysentery وینه لرونکی نس ناستی
Typhoid محرقه
Hemorrhoids بواسیر
Hernia فتق ، چُره
Cholecytitis د تریخي التهاب
Colelithiasis کاڼي په تریخې کې
Cholera کولرا
Urinary infector سوزاک
Orchitis د خصیو التهاب
Circumcision سنتول
Sterility عقامت یا شنډتوب، سستی
Pregnancy حاملگی امیدواري
Delivery ولادت پیدایښت
Hypertension د وینې لوړ فشار
Malnutrition خوار ځواکي یا سؤتغذي
Rickets د هډوکو نرموالی
Scurvy د ویټامین سی کمښت ناروغي
Measles سرخکان
Whooping cough توره ټوخولې
Mumps یا کله چرک
Tetanus تیتانوس
Diphtheria خناق، دفتری د ستوني پړسوپ
Polio فلج اطفال ماشومان ګوزڼ وهل
Abortion سقط، د جنین لرې کول
Dysmenorrhea درد لرونکی حیض
Gynecological diseases ښځینه ناروغۍ
Goiter جاغور
Arthritis د مفاصلو التهاب
Rheumatism روماتیزم
Lumbago ملا درد
Neuritis د عصابو التهاب
Epilepsy مِرگی
Psychosis رواني ناروغۍ
Depression خفګان
Impetigo مرداره دانه
Escabies گرگ، خارښ، جرم
Eczema پت ، گوش باده
Diabetes شکر
Laparatomy دبطن خلاصول
Gall دانه
Allergy حساسیت
Shingles تب خال، تبه
Nerve shock عصبی شاک
Constipation قبضیت
Dizziness ګنګسیت
Elopecia د ویښتو تلل
Borborygmus د نس اوازونه
Asthenia سُستی ، ضعف کمزوري
Anorexia بی اشتهاهی
Exompholos د نامه وتنه
Tonic مقوی
Wen غده
Diarrhea نس ناستی
Leprosy جَزام
Vertigo سرگیچی سر ګنګسی
Fever تبه
Nausea زړه بد والی
Vomition ګانګې
Cancer سرطان
H.I.V ایدس
Gingivitis د ورۍ التهاب
headache سر دردی
backache ملا درد
amnesia د یادښت ناروغي
anemia د وینې کموالی
bloodshed وینه تویول
brain sickness د عقل کمزوری
bladder stone د تریخې تیږه
tooth ache غاښ درد
chicken pox چیچک
Sore Throat ستوني درد
eye sore سترګو درد
flu آنفلو آنزا یا ریزش و زکام
heart ache زړه درد
heat stroke جل وهلی
hysteria عصبی ګډوډي
infection عفونت، انتان میکروب
madness جنون لیونتوب
plague طاعون
cataract
دسترګې د غمي خړوالی یا د lenseخړوالی او د لیدلو وړتیا له لاسه ورکول
vomiting ګانګې
Blind ړوند
Dumb ګونګ
Cripple چلاق
Paralysis فلج بودن ګوزڼ وهلی
Paralytic فلجي
Paralyzed فلج شوی
Flue زکام
Catch a cold یخ نیونه
Strep throat میکروبی شوی ستونی
Hangover سرگیجه نشه
Cholera وبا
Chicken pox د مرغانو دانې
Twist پیچ خوردگی کولمه درد
Bruise کبود
Inflammation تورم
️Swelling پړسوب
Wounded زخمی
Injured زیانمن شوی
Burn سوزیدنه
Cut پری شوۍ
Fracture مات شوۍ
Stutter لکنت,د خبرو کولو ګډوډي نیمې نیمې خبرې کول
️Stammer
Re****ed شاته غورځیدلی
Nose bleed د پوزې څخه وینې راتلل
Tremor لړزه
Amputation د عضوه پریکونه
Faint په غاښ کول
️Collapse غونجیدل
Uunconsciouse بیهوش
Wart زگیل
Blood clot د وینې لخته کیدل
Ear wax blockage د غوږ میکروبي کیدل
Food poisoning د خوړو تسمم
Alzheimer آلزایمر
Osteoporosis د هډکو ورستوالی
Rabies وایرسي نار ناروغي ده چې دځینو حیواناتو پواسطه د داړلو څخه رامنځته کیږي
Gout نقرس
Epilepsy سرع یا میرګي
Tuberculosis سل
Gonorrhea سوزاک
Blister تڼاکی
Dislocate د هډکو وتنه
Sprain رګ په رګ کیدل
Pins and needles سر شدن
️Lockjaw د ژامې حرکت محدودېدل
Viral pneumonia ویروسی نومونیا
Obesity د چاغښت ناروغي
Fungal infection فنګسي عفونت
Gastric ulcer معدې ټپ
Rheumatism روماتیسم
Haemorrhage وینه بهیدنه
Delirume هذیان
Meningitis د دماغو دپردې التهاب
Tumor تومور
Brain death دماغی مړینه
Bunged up nose د پوزې بندښت
Runny nose د پوزې څخه اوبه راتلل
Choke په ستوني کې د خوړو بندښت
Benign سلیم
Malignant خبیث
Diphtheria د ستوني پړسوب
Bloat نفخ
Sexually transmitted diseas دکوروالي ناروغي
Premature زودرس، نارسم،مخکې له مودې څخه
Eczema اگزما
Disinfectant ضد عفونی
Relaps سخت کیدل یا بد تر کیدل
Recover ښه کیدل
Convalescence دوره نقاهت
Infectious انتاني
Convulsion تشنج
Acute سخت،حاد
Heart condition د زړه وضیعت
Jaundice زیړی
Hemophilia هموفیلیا
Rickets راشیتیزم
Case history پخوانۍ ناروغي
Bile صفرا
Spasm د هډوکو درد یا نیونه
Hypothermia د حرارت کموالی

Address

Kunar

Telephone

+93777730505

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Sheerzad Sh Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram