Dr Nawab Alam

Dr Nawab Alam This page will be post very important videos and photoes about medical and health

please like and share with yours friends

روګام ( Rhogam) څه شی دی او کومو میندو ته زرق کیږی؟یوه ناروعی چه ورته Rh diseasis( Rh immunization وایی. چه په ماشوم کی ...
27/03/2024

روګام ( Rhogam) څه شی دی او کومو میندو ته زرق کیږی؟

یوه ناروعی چه ورته Rh diseasis( Rh immunization وایی.
چه په ماشوم کی د شدید ژیړی سبب کیږی.
نارمل حالت کی کله چه ماشوم د مور په ګیده وی نو د پلاسنتا له لاری د ماشوم د وینی سره کرویات (R,B,C) دمور وینی دوران ته نه داخلیږی خو هغه وخت کله چه ماشوم پیدا کیږی یعنی د ولادت په وخت کی نو یو څه وینه د مور او دماشوم سره ګډیږی نو کله چه د مور د وینی ګروپ منفی وو(Rh-) او د ماشوم د وینی ګروپ مثبت وی (Rh+) نو بیا دلته دغه د ماشوم وینه چه منفی ده او مور لپاره اجنبی جسم ده دهغی مقابل کی انټی باډی جوړه وی ( IgG انتی بادی جوړیږي). چه ورتهRh,anti body) ( anti D وایی,
دغه IgG انتی بادی بیا د پلاسنتا له لاری د ماشوم وینی دوران ته داخلیږی.
نو کچیری د مور لومړنی ماشوم وی نو نوموړی انتی بادی ماشوم ته هیڅ مشکل نه جوړوی او سالم پیدا کیږی.
خو وروسته نور ماشومان چه پیدا کیږی د مور IgG انتی بادی چه د ماشوم وینی ته داخله شی د ماشوم د وینی سره کرویاتو باندی حمله کوی د ماشوم د وینی سره کرویات پرچه کوی.
چه د Erythro blastosis fetalis ناروعی سبب کیږي. چه دا ناروعی بیا په ماشوم کی په شدید دول بیلروبین لوړوی چه د sever hyper bilrubinemia سبب کیږی.
په نتیجه کی ماشوم ته ژیړی او کمخونی پیدا کیږي. کمخونی کیدای شی د مړه ماشوم (Still birth) سبب شي او یا د Hydrops fetalis سبب شی.
چه په Hydrops fetalis کی د ماشوم په انساجو کی مصلی مایعات را ټولیږي. په نتیجه کی ماشوم ته لاندی حالات پیدا کیږی.
★ زړه پریکارد کی مایع ټولیدل (pericardial effusion)
★ پلورا جوف کی مایع ټولیدل ( pleural effusion)
★ ګیده کی مایع ټولیدل (Ascitis)
★ عمومی پړسوب ( Anasarka)
# مخنیوی #
کله چه تشخیص شول چه مور وینه منفی او د ماشوم وینه مثبت دی او د مور لومړنی ماشوم نه دی,
نو د اومیدواری په 28 هفته کی یا د زیږدنی څخه وروسته متصل په 72ساعتونو کی مور ته Rhogam) Anti immunoglobulin زرق شی.
کله چه وینی ته داخل شی نو د مور د وینی حساسیت کمیږی چه ماشوم د ذکر شویو ناروعیو څخه ساتل کیږی او د اللّٰه رب العالمین په فضل د مړینی ساتل کیږی او سالم دنیا ته راځی.

17/08/2023

د ټولي دونیا اسلامی امیر مولانه هیبت الله اخنذاده ته مخاتبه افغانی خور کور کی ډوډي نلری 😂🙏

زیری           زیری             زیری  د ECG یا د زړه د برقی ګراف یوه میاشتنۍ انلاین برنامه په ویډیویی شکل میاشتنی فیس 10...
01/08/2023

زیری زیری زیری

د ECG یا د زړه د برقی ګراف یوه میاشتنۍ انلاین برنامه په ویډیویی شکل میاشتنی فیس 1000 افغانۍ نوی کلاس په خیر سره راتلونکی شنبه چی د 14 تاریخ سره سمون خوری شروع کیږی.
ټوله ECG په یوه میاشت کی له مونږ سره
Watts up nomber 0787575709

زیری     زیری     زیری   اوس تاسی کولی چی له مونږ سره په ویډیویی شکل د زړه برقی ګراف یا  د ECG  په برنامه کی ګډون وکړی م...
30/07/2023

زیری زیری زیری
اوس تاسی کولی چی له مونږ سره په ویډیویی شکل د زړه برقی ګراف یا د ECG په برنامه کی ګډون وکړی
میاشتنی فیس 1500 افغانۍ
د کورس دوران یوه میاشت

ګرانو هیوادوالو سباته انشاالله په خیر سره د نسایی ولادی برخی انلاین درسونه شروع کیږی. ټولو قابلګانو.  او د طب معالجوی څخ...
01/07/2023

ګرانو هیوادوالو سباته انشاالله په خیر سره د نسایی ولادی برخی انلاین درسونه شروع کیږی. ټولو قابلګانو. او د طب معالجوی څخه فارغو او محصلینو خویندو ته د زده کړی یو ښه زیری.
واټساف نمبر 0787575709
زنګ. 0787575709/0778980942/0790868487

⭕ سکبیس Scabies یا د پوستکي خارښت! ◀ سکبيس د پوستکي یوه پرازیټیکی ناروغي ده چې د مایټس ( یو ډول خاص سپږې ) له امله چې د ...
01/07/2023

⭕ سکبیس Scabies یا د پوستکي خارښت!

◀ سکبيس د پوستکي یوه پرازیټیکی ناروغي ده چې د مایټس ( یو ډول خاص سپږې ) له امله چې د سارکوپټیس سکوبي په نامه یادیږی رامنځته کیږي . دا مایکروسکوپی مایټس ( سپږې ) که چېری تداوی نشی ، کولی شي ستاسو په پوستکي کی د میاشتو لپاره ژوند وکړي . دا ستاسو د پوستکي په سطح کې بیا بیا تولید کوي او بیا دې ته ننوځي او هګۍ اچوی ، او د پوستکي د خارښ او سرو دانو ( red rashes ) لامل کیږي .

◀ انتقال transmasion : سکبيس مایټس اکثرا د مستقیم او اوږد تماس له لاری خپریږي ( په خارښت اخته شخص سره د اوږد تماس له وجهې روغ شخص ته انتقالیږي ) او همدارنګه انتقال یی د ناروغ شخص د کالو ( جامو ) ، تولیه ، بستري او نورو سره تماس دی .

◀ د سکبيس پیښی په ټوله نړئ کې په هر سن او هر نژاد کی موجودی دی ، او تقریبآ 130 میلیونه خلک پری اخته دی .

◀ کلینیکی لوحه Sign Symptoms : کله چې یو شخص په ابتدایی ډول د سکبيس په واسطه ملوث شی ، نو تر شپږو هفتو پورې په کی اعراض او علايم تظاهر کوی . چې مهمی علامی یی د پوستکی رش او شدید خارښت دی ، کوم چې د شپی له طرفه لا پسی زیاتیږی . دوامداره او شدید ګرول ( مښل ) د پوستکی د زخم او دوهمی انتان سبب ګرځي . خارښت زیاتره په لاسونو ، سینی ، جنسی اعضاو او کوناټو کی وی ، خو په ماشومانو کی بیا سر ، مخ او لاسونو کی زیات وی .

◀ تداوي : د سکبيس تداوی زیاتره په ګروپي شکل وی ، يعنی اخته اشخاص باید ټول تداوی شی . تداوی یی زیاتره د لوکل کریمونه او پومادونو سره تر سره کیږی خو کیدایشی اورل دواګاني هم استعمال شی .

①: 5 percent permethrin cream .
② 25 percent benzyl benzoate lotion .
③ 10 percent sulfur ointment .
④ 10 percent crotamiton cream .
⑤ 1 percent lindane lotion .

◀ پورتنئ دواګاني لوکل استعمالیږي او زیاتر د شپی له طرفه استعمالیږي . ځکه پرازیټ د شپی له طرفه زیات فعال وی . همدا راز oral antibiotics ( د دوهمی انتان لپاره ) ، antihistaminic ( د خارښت لپاره ) او Steroids ( د التهاب او پړسوب لمنځه وړلو لپاره ) استعمالیږي . په شدید حالت کی چې د لوکل پومادونو سره مریض جواب ونه وایی نو هغوی ته Oral tab Ivermectin (stromectol) توصیه کیږي .

⭕ د سکبیس مخنیوی Prevention : تر ټولو بهتره د مخنیوی لار د مریض شخص سره د ډایریکټ تماس نه ځان ساتل ، د هغوی د جامو ، تولیه او نورو شیانو سره د تماس څخه ځان وساتئ . د مریض جامی په چپه ( په څټ ) اسیری ( اوتو ) کړئ ، د مریض بستره ، او کټ لمر ته واچوئ .

زیری         زیری            زیریاوس د هیواد په ګوټ ګوټ کی ټولی قابلګانی. نرسانی او د معالجوی طب پوهنځی محصلینی کولی چی ...
24/06/2023

زیری زیری زیری

اوس د هیواد په ګوټ ګوټ کی ټولی قابلګانی. نرسانی او د معالجوی طب پوهنځی محصلینی کولی چی د نسایی ولادی برخه مونږ سره د تخصص په کچه په انلاین بڼه ووایی.

تماس شمیره 0778980942/0787575709/0790868487
ادرس سټار طبی ټریننګ سنټر جلال اباد ښار درمسال څلورلاری

02/06/2023

هغه لازم اقدامات چی د زیږون پر مهال تر سره کیږی تر څو ماشوم د مړینی او Birth asphaxia څخه خلاص شی

زیری      زیری       زیری د فارمکولوژی نوی انلاین  کلاس راتلونکی شنبه شروع کیږیدغه کلاس کی د ټولو ورونو او خویندو لپاره ...
28/05/2023

زیری زیری زیری

د فارمکولوژی نوی انلاین کلاس راتلونکی شنبه شروع کیږی

دغه کلاس کی د ټولو ورونو او خویندو لپاره %50 تخفیف ( میاشتنی فیس یی 500 افغانۍ دی ) په نظر کی نیول شوی دی. بیړه وکړۍ او دغه زرین چانس له لاسه مه ورکوۍ.

27/05/2023

د فارمکولوژی نوی صنف شروع شوی په نارمل شکل مخی ته روان دی. لومړی لیکچر

د مفصلونو پړسوب چې په طبابت کې ورته ارترایټېس (Arthritis) وایي. د بدن په یوه یا ډېرو مفصلونو کې پړسوب دی. تر ۱۰۰ زیات ډو...
25/05/2023

د مفصلونو پړسوب
چې په طبابت کې ورته ارترایټېس (Arthritis) وایي. د بدن په یوه یا ډېرو مفصلونو کې پړسوب دی. تر ۱۰۰ زیات ډولونه لري، د هر ډول د پیدا کېدو لامل او درملنې طریقې یې توپیر سره لري. تر ټولو عام پېښېدونکی ډول یې اوسټیو ارټرایټېس (Osteoarthritis OA) دی. په دوېمه کچه نور عام پېښېدونکي ډولونه یې (rheumatoid arthritis RA, psoriatic arthritis, PsA and gout) دي.

علایم یې د وخت په اوږدو کې پیدا کیږي خو ممکن نا څاپه هم راڅرګند شي. د (rheumatoid arthritis) ډول یې د ۳۰ کلنۍ او ۵۰ کلنۍ تر منځ پیدا کیږي خو په ورته وخت کې په کوچنیانو او ځوانانو کې هم وده کولای شي. د (Osteoarthritis) ډول یې له ۵۰ کلنۍ او ۶۰ کلنۍ وروسته پېښېدای شي خو ښځو کې بیا له ۴۰ وروسته هم تشخیص شوی. په هغو کسانو کې زیات وي کوم چې زیات وزن لري.

نښې او علایم
تر ټولو عام علایم یې د بندونو درد، د بندونو د خوځښت پر مهال سختي او درد او پړسوب دی. په سهار کې له خوبه د پاڅېدو پر وخت یې علایم تر نورو وختو زیات محسوس کېدونکي وي. نور علایم یې :

- کله چې بندونه قاتوی په بندونو کې کلېک ته ورته غږ
- د مفصلونو چار چاپېره برخه کې د عضلو کمزورتیا
- په ګوتو کې د هډوکو وده
- په زنګنونو کې ناخوښونکی غږ
- ستړیا
- کمه تبه
- په خوله او سترګو کې پړسوب
- د زړه په عضلو او رګونو کې پړسوب
- د وینې کمې سرې حجرې

لاملونه
- د مفصلونو بې کچې زیاتې کارونې له امله مفصل کې ستونزه پیدا کېدل
- زیات عمر
- ټپي کېدنه
- زیات وزن
- په ایمني سیستم کې بې نظمي
- جېن یا د کورنۍ مخینه
- د عضلاتو کمزورتیا

Osteoarthritis
که چېرې د مفصل په کرپندوکي (غضروف) کې ټپ یا عفوني کېدنه رامنځته شي نو دا حالت یې ستونزه کې زیاتوالی رامنځته کولای شي. کرپندوکی یا غضروف په بندونو کې کلک خو د قاتېدو وړ نښلونکي نسجونه دي، کله چې تاسې په بندونو فشار اچوی او یا هم بندونه مو ټکان وخوري نو کرپندوکی یې ساتنه کوي. که چېرې د کرپندوکي په حجم کې کمی هم رامنځته شي د پړسوب یو ډول پیدا کولای شي. که چېرې مو کورنۍ کې د (Osteoarthritis) مخینه لرلې وي نو تاسې کې یې هم د پیدا کېدو چانس ډیر وي.

Rheumatoid arthritis
لامل په ایمني سیستم کې بې نظمي وي. کله مو چې د بدن ایمني سیستم په نسجونو برید پیل کړي نو بندونو او د بدن نورو غړو کې د پړسوب لامل کیدای او یاد حالت رامنځته کیدای شي. کله چې د دې حالت له امله بندونو کې پړسوب پیدا شي نو پړسوب یې په (synovium) اغیز کوي کوم چې بندونو کې مایع تولیدونکی او د کرپندوکي غوړ ساتونکی دی او دا چاره دواړه کرپندوکی او هډوکی له منځه وړلای شي. تر اوسه دا نه ده مالومه چې ولې ایمني سیستم په نسجونو برید کوي خو ساینس پوهانو دا موندلې چې د دې حالت پیدا کېدو لامل ارثي دی.

تشخیص
لمړی ډاکټر سره لیدل اړین دي او له ډاکټر نه د متخصص په اړه مالومات ترلاسه کول دوېم ګام دی. خو که چېرې مو علایم سخت وي نو د ډاکټر په ځای مستقیما له (rheumatologist) سره وخت واخلی. ځکه چې چټکه درملنه او تشخیص کې مو مرسته کوي. د درملنې لپاره یې د حکیمانو درمل او کریمونه یا هم نور توکي مه کاروئ، د تعویذګرو په تعویذونو مو وخت او پیسې مه ضایع کوی او د ناروغي حالت مو د ځنډ له امله نور مه سختوئ.

د تشخیص لپاره د پړسوب کچه په وینه، تنفس او د بندونو په مایع کې کتل کیږي. د درېواړو له مخې د پړسوب له ۱۰۰ ډولونه متخصص د پړسوب ډول پیدا کوي. په وینه کې د ځانګړو انټي باډیز د موجودیت کتنه کیږي لکه anti-cyclic citrullinated peptide (CCP), rheumatoid factor (RF) and antinuclear antibody (ANA) د هډوکي او کرپندوکي کتلو لپاره متخصص انځوریزې ازموینې کوي لکه اېم ار ای، سي ټي سکېن او یا اېکس رې.

درملنه
درملنه یې د درد په کمولو او د هډوکي د زیان لیدلو په مخنیوي کیږي. له دې پرته لاندې یاد شوي هم ممکن د درملنې برخه وي :
- درمل او د بدن اړتیا پوره کوونکي
- فزیکي درملنه
- د ځانګړو خوړو سپارښتنه
- د دوامداره سپورت سپارښتنه
- د وزن کمولو سپارښتنه
- د خوځښت کولو لپاره امسا یا نور ورته توکي

درمل
مختلف ډوله درمل د بندونو په پړسوب کې خپل رول لري، په خپل سر درمل کارول روغتیا ځپلی او ژوند اخیستلی شي.

په (Analgesics) کې لکه hydrocodone (Vicodin) or acetaminophen (Tylenol) درمل د بندونو د درد لپاره اغیزناک دي خو پړسوب نه کموي
په Nonsteroidal anti-inflammatory drugs (NSAIDs) کې ibuprofen (Advil) and salicylates. دې ته مو پام چې (Salicylates ) درمل وینه نرۍ کوي او له نورو داسې درملو سره یې مه کاروئ چې وینه نرۍ کوي
د (Menthol or capsaicin creams) کریم له بندونو انتقالیدونکي د درد سګنالونه بلاک کوي
په (Steroids) کې (prednisone) درمل پړسوب کموي خوکارونه کې یې باید احتیاط وشي او د محدودې مودې لپاره وکارول شي
همداسې (Immunosuppressants and biologics. Immunosuppressants and biologics) د بې کچې زیات پړسوب لکه (RA) په څېر پړسوب لپاره نسخه کیږي

د ډېرو هغو درملو لپاره چې له بوټو جوړ دي کلینکي تصدیق نه دی شوی له کارولو یې ډډه وکړي. اوکادو، د کب تیل او زرچوبه د بندونو د پړسوب په کمولو کې مرسته کولای شي.

عملیات
که چېرې پړسوب بې کچې زیات وي ډیری وخت د زنګون او د ورانه د مفصل لپاره عملیات کیږي او په ځای یې مصنوعي مفصل لګول کیږي.

د مخنیوی لپاره سپارښتنې
زیات وزن کمول او د مناسب وزن ساتنه، که چېرې د بندونو پړسوب لری او وزن کم کړی نو د علایمو په نرمېدو کې مرسته کوي. د خوړو رژیم داسې کړی چې خپل ځان کې انټي اوکسیډنټ ځانګړنې لري دا مو د وزن په کمولو کې مرسته کوي لکه تازه میوه، خامه سبزي او نور بوټي. وچه میوه او کبان مو هم پړسوب کې کمی راوستی شي او په بندونو کې د پړسوب پیدا کېدو مخنیوی کولای شي.

که چېرې د بندونو پړسوب لری او یا یې هم د پیدا کېدو له خطر سره مخ یاستی نو سره کړي خواړه، کنګل شوې غوښه، په ډبلیو کې ساتل شوي خواړه، هر وخت تازه غوښه مه خورئ. له دې سره هره ورځ تر ۶۰ دقیقو سپورت کوئ.

د فارمکولوژی د زوړ کلاس نن نوی درمل شروع شو د دردونو ضد درمل یا هغه درمل چی دردونه له منځه وړی.  دفارمکولوژی نوی صنف هم ...
23/05/2023

د فارمکولوژی د زوړ کلاس نن نوی درمل شروع شو د دردونو ضد درمل یا هغه درمل چی دردونه له منځه وړی.

دفارمکولوژی نوی صنف هم پرون ورځ جوړشوی ټول ورورنه او خویندی دی خبر وی.

Address

Kunduz
Kunduz

Telephone

+93787575709

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Nawab Alam posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Nawab Alam:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram