07/03/2024
د سينې هغه دردونه چې سرچينه يې معلومه نه وي يا د سينې ګونګ دردونه:
د سينې درد لرونکو هرو ۳ ناروغانو له ډلې څخه د يوه ناروغ د زړه اړونده ټول معاينات نارمل وي..
د دې ناروغانو د درد د لامل تشخيص او درملنه ستونزمن کار دی، ځکه چې له يوې خوا د زړه د ناروغيو پېښې زياتې دي او له بلې خوا کېدلای شي په غير وصفي ډول رامنځته شي، نو موږ مجبوره يو چې په لومړي سر کې د زړه د ناروغيو نشتوالی تاييد کړو.
لاملونه يې په لاندې ډول دي:
۱- د سينې د ديوال او ستون فقرات ناروغۍ: د تاريخچې او فزيکي معايناتو په واسطه په آسانۍ تشخيص کېږي، د لامل په له منځه وړلو او درد کمونکو درملو په توصیه کولو تداوي کېږي.
۲- له معدې څخه د مرۍ په لور د موادو شاته راتګ يا GERD: د مرۍ د PH په معاينه کولو سره تشخيصېږي او يا هم کولای شو د امتحاني څلور اونيزې PPi درملنې په واسطه تشخيص او درملنه کړای شي، دې ناروغانو ته معمولاً لوړ دوز PPI (اوميپرازول، پنتوپرازول، ايزوميپرازول او يا هم رابيپرازول ۴۰ ملي ګرامه د ورځې دوه ځله) توصیه کېږي، دې ناروغانو کې حرکات زياتونکي درمل (metoclopramide, Domperidon, levosulprid) هم اغېزناک رول لوبولی شي.
۳- د مرۍ د حرکاتو ګډوډي يا Esophageal dysmotility: دا د سينې د درد يو نادر علت دی، ناروغان يې د سينې له درد او دردناکې بلعې(Dysphagia) څخه شکايت لري او د باريوم راديو ګرافي په واسطه تشخيصېږي، درملنه يې نظر تشخيص ته (Achalasia، د مرۍ سپزم او ډيپرېشن) ترسره کېږي، د بيلګې په ډول بېلابېلې بڼې يې د Nifedifine، Amlodipine ، نایترېتونه، هايوسين، Amitriptyline، botulinum toxin په واسطه درملنه کېږي.
۴- فزيالوژيکي تشوشات: يو شمېر ناروغان ژور خفګان، اضطراب او panic تشوشاتو له امله د سينې دردونه لري. د بېلګې په ډول د Panic تشوش لرونکي ناروغان ساه لنډي، خوله کېدل، اختناق، د زړه ټکانونه او د سينې له درد څخه شکايت کوي. دا ناروغان د Tricyclic antidepressants، بنزوډيازيپين او SSRI په واسطه درملنه کېږي.
copy #