Niamatullah Bayat

Niamatullah Bayat د بُست پوهنتون د معالجوی طِب پوهنځۍ د پنځم سمسټر محصل .

17/07/2022
د انسان بدن: ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمی...
14/06/2022

د انسان بدن:

۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶
2: د عضلاتو شمیر: 639
۳: د پښتورګو شمېر: ۲
4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20
5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه)
۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴
۷: لویه شریان: Aorta
8: د وینې نورمال فشار: 120/80 Mmhg
9: د وینې في ایچ: 7.4
10: د نخاع په ستون کې د vertebrae شمیر: 33
11: په غاړه کې د رګونو شمیر: 7
12: په منځني غوږ کې د هډوکو شمیر: 6
13: په مخ کې د هډوکو شمیر: 14
14: په سر کې د هډوکو شمیر: 22
15: په سينه کې د هډوکو شمېر: 25
۱۶: په لاسونو کې د هډوکو شمېر: ۶
17: د انسان په لاس کې د عضلاتو شمیر: 72
18: په زړه کې د پمپونو شمیر: 2
۱۹: لوی ارګان: پوستکی
20: لوی غدود: ځيګر
۲۱: لویه حجره: ښځینه تخمدان
22: کوچنۍ حجره: سپرم
23: تر ټولو کوچنی هډوکی: د منځنی غوږ سټیپس
24: لومړی انتقال شوی عضوی: پښتورګی
25: د کوچني کولمو اوسط اوږدوالی: 7m
26: د لوی کولمو اوسط اوږدوالی: 1.5 متر
27: د نوي زیږیدلي ماشوم اوسط وزن: 3 کیلوګرامه
28: په یوه دقیقه کې د نبض اندازه: 72 ځله
29: د بدن نورمال حرارت: 37 سانتي ګراد (98.4 f °)
30: د وینې اوسط حجم: له 4 څخه تر 5 لیټرو پورې
31: LIFETIME د وینې سره حجرې: 120 ورځې
32: LIFETIME د سپینې وینې حجرې: له 10 څخه تر 15 ورځو پورې
33: د امیندوارۍ موده: 280 ورځې (40 اونۍ)
۳۴: د انسان په پښه کې د هډوکو شمېر: ۳۳
35: په هر لاس کې د هډوکو شمیر: 8
36: په لاس کې د هډوکو شمیر: 27
۳۷: تر ټولو لوی انډروکرین غده: تایرایډ
38: تر ټولو لوی لمفاټیک ارګان: Spleen
۴۰: تر ټولو لوی او قوي هډوکی: Femur
41: تر ټولو کوچنی عضله: Stapedius (منځنی غوږ)
41: د کروموزوم شمیره: 46 (23 جوړه)
۴۲: د نوي زیږیدلي ماشوم د هډوکو شمیر: ۳۰۶
43: د وينې واسکاسټي: له 4.5 څخه تر 5.5 پورې
44: د نړیوال ډونر د وینې ګروپ: O
45: د یونیورسل اخیستونکي د وینې ګروپ: AB
۴۶: د وینی تر ټولو لوی سپین حجری: مونوسایټ
۴۷: د وینې تر ټولو کوچنی حجره: لیمفوسایټ
۴۸: د وینې د سرو حجرو زیاتوالي ته پولی سیتیمیا ویل کیږي
۴۹: په بدن کې د وینې بانک دی: Spleen
۵۰: د ژوند سیند نومیږي: وینه
۵۱: د وینې د کولیسټرول کچه: ۱۰۰ mg/dl
۵۲: د وينې د مايعاتو برخه ده: پلازما

د خدای لخوا په بشپړ ډول ډیزاین شوی ماشین انسان دی

  :انسان چې ژوندوی وي، روح – روان ورسره حتمي خبره ده. د انسان په رفتار، کړنو او خبرو باندې تاثیرات له مختلفو اړخونو وي. ...
13/06/2022

:

انسان چې ژوندوی وي، روح – روان ورسره حتمي خبره ده. د انسان په رفتار، کړنو او خبرو باندې تاثیرات له مختلفو اړخونو وي. روان هغه برخه دی چې هر څه نه ژر متاثیر کېږي.
کله چې یو ماشوم وزیږیږي، د کورنۍ له لوري ورته نوم غوره کېږي. دغه نوم د کورنۍ په خوښه وي، د شخص/ ماشوم پکې هېڅ ډول ګډون نه وي. همدا وجه ده، چې نوم د شخص په رواني حالت باندې ډېر اغېز نه لري. کېدای شي، ځېنې نومونه په انسانانو کې ځېنې نښې ولري؛ خو دا له تصادفاتو هاخوا نور څه نه وي. د انسان جوړښت له دوه اړخونو نه وده کوي، یو هم فزیکي او بل رواني اړخ دی. دغه دواړه اړخونو هم مهاله وده کوي. کله چې ماشوم د مور په ګېډه/ نطفه کې جوړښت ومومي، فزیکي او شخصیتي وده یې پیلېږي. فزیکي یې له خواړو او شخصیتي یې پر ټولنې له مسلط متن نه وده کوي. هره ټولنه ځانګړی چاپیریال لري، دغه چاپیرل کې سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، اخلاقي… پدیدې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تاثیر لري. د وخت په تېرېدلو او د ماشوم په لویدلو سره یوه نه یوه برخه د هغه په شخصیت باندې تاثیر کوي.
ماشومان چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسېږي، له چاپیریال نه په اغېزې سره د ځان لپاره تخلص ټاکي. تخلصونه اکثرا د اشخاصو له لوري د ځان لپاره غوره کېږي. اوس وخت د نړۍ په هر ځای کې اشخاص د تخلصونو له مخې پېژندل کېږي. ډېر خلک شته چې اصلي نومونه باندې یې څوک نه پېژني. یو علت یې دا دی چې خلک غواړي، د خپل رواني شخصیت له مخې یې، نور وپېژني. د تخلصونو په ټاکلو کې مو مخکې وویل چې چاپیریال تاثیر لري. د تخلصونو په ټاکلو کې اشخاص کوښښ کوي، چې د خپلو دروني غوښتنو له مخې د ځان لپاره تخلص غوره کړي. یا هغه ارمان چې دا یې لري یا غواړي چې ورته ورسېږي، هماغه ارمان په یوه کلمه کې د ځان لپاره غوره کوي. فرویډ د انسان شخصیت په درې برخو وېشي، ایډ، ایګو او سوپر ایګو. ایډ د انسان ناپای غوښتنه دي، چې له ماشومتوب نه په دغه برخه کې ذخیره کېږي؛ دغې برخې ته لاشعور هم وایي. کله چې په لاشعور کې د انسان غوښتنې جمع شي په مختلفو وختونو او بڼو باندې غواړي چې عملي شي، د هغې لپاره مبارزه کوي. د همدغه لاشعور د غوښتنو په اساس هم شخص د ځان لپاره تخلص غوره کوي.
په اشخاصو باندې تخلص رواني اغېزه کوي. مخکې مو وویل چې د انسان د غوښتنو په اساس تخلص غوره کېږي. هر تخلص تاثیر لري. کله چې څوک د ځان لپاره مجروح تخلص کوي، حتما په دردېدلی وي، همدغه تاثیرات یې په راتلونکي ګړنو باندې یې هم اغېزه کوي. زما یو ټولګیوال وه، هغه مجروح تخلص د ځان لپاره غوره کړ، له څه مودې وروسته ورته ګڼې ناروغۍ پیدا شوې، بل ورځ یې ماته وویل: له هغې ورځې مې چې د مجروح تخلص غوره کړی، هېڅ ښه ورځ مې نشته. هماغه وو چې تخلص یې بدل کړو. د تخلص له بدلون سره یې روغتیا کې هم تغییر راغی. داسې نه دی چې ډېره سلنه به دې تخلص تاثیر وي؛ خو روان یې له ځانه پوښتنه کوي، چې ولې مې مجروح تخلص غوره کړی. د تخلص غوره کول د اشخاصو د مفکورو او مسلک په اساس وي. هغه څوک چې جنګیالی وي یا جنګي فکر ولري، هغه د ځان لپاره د جنګ – جګړو اړوندو کلمو نه تخلص غوره کوي. لکه: د نظامیانو ډېری تخلصونو سنګر، اتل، غورځنګ، مبارز، تندر… وي. د لیکوالو او او شاعرانو بیا بل ډول وي. د سیاستوالو هم د خپل مسلک ته په کتلو سره د ځان لپاره تخلص غوره کوي. هغه څوک چې قومي، نسبي، مکاني… تخلصونو غوره کوي په دې کې هم له رواني حالته خالي نه دی. ځکه انسان پر خپلو ویاړونو او هویتونو باندې افتخار کوي. کله چې د یو چا لپاره یې پلار، قوم، ځای… الګو وي؛ نو د همدې الګو له مخې تخلص ټاکي. تر وروستي حد پورې له قوم، ځای… سره مینه کول، رواني ناروغي دی، چې نرګسیت ورته وایي. د فرویډ له نظره د نرګسیت ناروغي د لاشعور له غوښتنو نه پیدا کېږي.
په پایله کې ویل شوو چې د اشخاصو تخلصونو د هغوو د غوښتنو، مفکورو او ارمانونو په اساس ټاکل کېږي. همدغه غوښتنې یې د انسان په لاشعور کې وي، چې د بیا بیا راپورته کېدلو په اساس د اشخاصو په رواني حالت باندې تاثیر کوي. همدغه تخلصونو چې د رواني حالتو په اساس ټاکل کېږي؛ د انسان په ورځني ژوند، خبرو او رفتار باندې هم تاثیر لري.

د یو ښه صحت لپاره باید څومره خوب وکړو؟دا موضوع د انسان په سن پوري اړه لري، مثلاً د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره له ۱۴ څخه ...
11/06/2022

د یو ښه صحت لپاره باید څومره خوب وکړو؟

دا موضوع د انسان په سن پوري اړه لري، مثلاً د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره له ۱۴ څخه تر ۱۷ ساعتونو پوري د خوب سپارښتنه کيږي. د ماشومانو له لويدلو سره د خوب د اړتيا کچه په تدريجي ډول را کښته کيږي او کله چې کوچنيان د ابتدايي ښوړنځی زده کونکي شي بايد له ۹ څخه تر ۱۱ ساعته پوري خوب وکړي. هغه ځوانان چې نوي زلميتوب ته رسيدلي وي او عمر یې له ديارلسو څخه تر اوولسو کالو پورې وي له ۹ څخه تر ۱۰ ساعته خوب ته اړتيا لري. د لویانو لپاره له ۷ څخه تر ۹ ساعته د خوب سپارښتنه کیږي. که څه هم د لويانو د خوب ضرورتونه يو له بل سره فرق لري خو بايد له شپږ ساعتونو څخه کم نه شي.

د انسان دماغ 78 سلنه له اوبو څخه تشکلیل سوي دي، لۀ زیږون نۀ تر دې دمه هېڅکله ستاسو دماغو ارام نۀ دی کړی.یعنې د انسان پۀ ...
10/06/2022

د انسان دماغ 78 سلنه له اوبو څخه تشکلیل سوي دي، لۀ زیږون نۀ تر دې دمه هېڅکله ستاسو دماغو ارام نۀ دی کړی.
یعنې د انسان پۀ بدن کې دماغ شپه او ورځ فعالیت کوي.
د څېړنو لۀ مخې د یوه صحتمند انسان دماغ 2.5 میلیونه جي بي خافظه لري؛ یعنې ستاسو ماغزه کولی سي چې 300 کاله دوامداره فلم ذخیره کړي او یا هم د ټولې نړۍ کتابونه یاداشت کړي.
د ماغزو یا دماغو پروسېس د یوه شخص پۀ صحتمندۍ پورې مستقیماً تړلي ده!
نو تاسو بۀ د خپل رب کوم نعمتونه وشمارئ!

د طب له نظره د کوم ګروپ وینې لرونکي واده سره کولای شي؟  مسلکې علمي او اړینه لېکنه دلته ولولئ! Matching blood group for M...
09/06/2022

د طب له نظره د کوم ګروپ وینې لرونکي واده سره کولای شي؟
مسلکې علمي او اړینه لېکنه دلته ولولئ!

Matching blood group for Marriage

د طب له نظره د واده کولو لپاره د وینې ګروپ کتل او په راتلونکي کې د ولادي مشکل یا بې اولادی څخه د مخنیوي په خاطر نن درته د وینې ګروپونو په هکله چې کوم یو مناسب دي او د چا سره باید واده وشي وړاندې کوم

که نارینه
O+
وی
کولای سی
O, A, B and AB
سره واده وکړی

که نارینه
A وی
کولاسی
A and AB
سره واده وکړی

که نارینه B وی
کولای سی
B and AB
سره واده وکړی

که نارینه
AB
وی
کولای سی
یواځی
AB سره واده وکړی

که نارینه B
وی
د O او A
سره واده نسی کولای

که نارینه A وی
نسی کولای
O and B
سره واده وکړی

که نارینه AB وی
نسی کولای
O, B, A
سره واده وکړی
او د که ثواب ګټئ پوسټ مخکی شیر کړي

کرکه؛ پېژندنه، لاملونه، زيانونه او ترې ځان ساتنه ليکوال: مینا سمیرژباړه او زياتونه: مولوي نورالحق مظهريد کرکې معنی:کرکه ...
07/06/2022

کرکه؛ پېژندنه، لاملونه، زيانونه او ترې ځان ساتنه

ليکوال: مینا سمیر
ژباړه او زياتونه: مولوي نورالحق مظهري

د کرکې معنی:
کرکه د بد چلند، فساد، بدې ارادې، شديد نفرت، زيان او د ترخې او دوامداره کرکې شتون په معنی راځي او احتمالاً چې کرکه په ناوړه چلند کې را څرګنديږي او د يوې محدودې مودې لپاره د کرکې احساس د انسان سره پاتيږي او دا د کرکې په وړاندې د بې پروايۍ پايله وي؛ پدې معنی سره چې انسان د بل مسلمان په نسبت خپلې کرکې او کينې ته توجه نه کوي چې په نتيجه کې ډېر خطرونه ورڅخه را پيدا کيږي.
د حسد او کرکې کوچني احساسات چې ډيری وختونه را څرګنديږي او کوچني سپکاوي چې د نفرت څخه الهام اخلي، د ژورې فاسدې جذبې، ظلم، له يو چا سره د دښمنۍ قوي او دوامداره احساس، حقيقي يا خيالي بې عدالتۍ ټول په حسد او کرکه کې شامل دي.
د کرکې لاملونه:
1 – غلط فهمۍ او ناوړه انګيرنې:
ځينې وختونه موږ په غلطۍ سره فکر کوو چې نور خلک زموږ لپاره بد نيت لري، کله چې داسې نه وي او موږ د خپل دغه نيت په اړه پلټنه او محاسبه ونکړو نو موږ هر ډول منفي نيتونه په نورو باندې تپو او بيا د ظلم احساس کوو او له ځان سره کرکه پيدا کوو.
2 – غير واقعي توقعات:
له موږ څخه ډېری کسان د نورو څخه ډېرې بې ځايه هيلې لري، نو کله چې زموږ دغه هيلې د هغوی له لوري پوره نشي بيا نو موږ د خپګان، مايوسۍ يا ناراضۍ احساس کوو او زموږ ترمنځ ډېری وختونه شعوري سخاوت د داسې احساساتو سره مخامخ کيږي چې کله متقابل لوری زموږ د فکر مطابق غوښتنې پوره نه کړي نو خپګان را ته پيدا کيږي او د هغه کس څخه مو کرکه کيږي.
3 – د غفلت احساس:
دا يوه ډيره پراخه کټګورۍ ده. تاسو ممکن د کارولو، استحصال، سترګې پټولو يا حتی د پام وړ احساس وکړي او ممکن څو ځله مو ملګري ته ټيلفون کړی وي خو هغه يوازې هغه وخت ځواب درکوي چې کله تاسو ته اړتيا ولري، يا يې تاسو ته د ډله ييز فعاليت بلنه نه وي درکړې خو ښايي ستاسي ملګری بوخت وي يا حتی ګومان وکړي چې تاسو به بلنه رد کړئ، نو چې کله د ملګري داسې کړنې ته صحيح محمل پيدا نه کړو او د ځانه څخه فيصله وکړو ممکن د داسې احساس څخه هم انسان ته کرکه او نفرت پيدا سي.
4 – د خپګان احساس:
ځينې وختونه موږ له نورو سره يو شمير ناوړه تعاملات لرو او چي کله يې د زغملو امکان وي ځان تر خپل شخصي حد او فکره رسوو او دا ډېری وختونه د خاوند او ميرمني ترمينځ پېښيږي ځکه هر يو د خپل فکر او ګټي پر اساس فيصله کوي چي په نتيجه کي د يو بل څخه په زړه کي کرکه او نفرت پيدا کيږي.
5 – حسد:
کڅه هم انساني او بشري اصول ددې تقاضا کوي چي موږ بايد د يو بل په برياليتوبونو خوشاله سو او هغه ولمانځو خو له بده مرغه چي ځينو انسانانو ته د نفسي غوښتنو د حاکميت او سرناخلاصۍ طبيعت درلودلو په سبب د نورو انسانانو برياليتوب د منلو نه وي او دوی هر څه د ځان لپار خوښوي نو ځکه يې د هغه انسان سره حسد پيدا سي چي په نتيجه کي کرکه او نفرت ورڅخه پيدا کيږي او پر وچ ميدان يې بې دليله د هغه انسان څخه بد کيږي.
6 – د شیطانانو او بدو خلګو پر خبرو غوږ نیول:
ځیني وختونه داسي کیږي چي د بل مسلمان په اړه موږ ته یو څوک داسي بد خبر را رسوي چي په اورېدلو یې ممکن سړی شوکه یا خوابدی سي نو مخکي تر دې چي موږ ددې خبر په اړه څېړنه وکړو د هغه مسلمان په وړاندي توند عکس العمل ښکاره کوو او یا یې په غیاب کي د ځانه سره فیصله کوو چي ممکن زموږ عکس العمل او فیصله د معکوس تأثیر سره سره ناوړه پایلي هم د ځانه سره ولري او نتیجه یې ډېره بوږنوونکې را وخیژي چي په آینده کي موضوع ډېره کړکېچنه سي او د نه حل په صورت کي ډېر نفرتونه او کرکي ورڅخه پیدا سي.
د کرکي (کينې) روغتيايي او ټولنيز زيانونه:
بې شميره څيړنو ښودلې چي کرکه او د منفي احساساتو ساتل د انسان رواني روغتيا ته زيان رسوي او اضطراب او مايوسي زياتوي، د بېلګي په توګه: په Psychological Science مجله کي خپرې شوي څيړني موندلې چې کله د نورو انسانانو په وړاندي موږ کرکه ولرو او يا د نورو خلګو څخه د کرکي درلودلو غوښتنه وکړو نو تل به د منفي احساساتو په درلودلو، د زړه لوړ ټکان او د وينې په لوړ فشار باندي اخته وسو.
د کار پوهانو په آند د ځانه سره دوامداره د کرکي ساتل د زهرو څښلو سره ورته دي او نورو خلګو ته د کرکي توصيه کول چي په حقيقت کي په ناروغۍ باندي د اخته کولو توصيه ده زموږ په بيولوژي کي د منفي فشار انرژۍ رامينځته کېدلو لامل کيږي چي د انسان رواني حالت د ډېر بد حالت سره مخامخ کوي.
کرکه(کينه) زموږ د معافيت سيسټم ته زيان رسوي:
د اوږدمهاله فشار په حالت کې ژوند کول د بدن د ترميم ميکانيزمونه ګډوډوي او په بدن کې التهاب او د فشار کورټيسول هرمون زياتوي پداسې حال کې چې زغم او کرکه نه کول د پاراسيمپاتيک عصبي سيسټم سره کار کوي او ستاسو د معافيت سيسټم سره مرسته کوي چې په ډېر قوت سره اغيزمن کار وکړي او د خوشحالۍ هورمونونو ته لکه سيروټونين او اکسيټوسين د ښه فعاليت لاره آواره کړي.
که تاسو د جرم په اړه فکر کوی نو خپل ځان په ياد ولرئ چې د خپل بدن په وړاندي څه کوی؟ او د خپل بدن په زيان په خپل ذهن کې کومه سناريو لوبوی؟ په اصل کي د کرکي په کولو سره تر بل هر چا تاسي خپل ځان ته تاوان رسوی ځکه داسي عمل ترسره کوی چي ستاسو روغتيا ګواښي.
چي په لنډو کي يې ووايو د کرکي او کينې څخه انسان ته ډېري روحي ناروغۍ پيدا کيږي چي د دماغي انحطاط څخه پيل بيا تر ځان وژني پوري رسېدلای سي، همداسي که موږ د نورو انسانانو سره کرکه کوو ممکن هغوی هم په ورته ناروغۍ اخته سي چي په اصل کي يې سبب د ناروغۍ موږ سو او د بل مسلمان په وړاندي مو خپل انساني او اخروي مسئوليت تر پښو لاندي کړ.
نو بايد موږ د هيچا سره کرکه او کينه په زړه کي و نه ساتو تر څو هم خپله روغ پاته سو او هم نور انسانان د ناروغۍ څخه و ژغورو.
په ټولنيز چاپيريال کي کرکه کول ډېر منفي تأثير لري د غيبتونو او فاسدو انګېرنو څخه پيل بيا تر دښمنۍ پوري د کرکي او کينې څخه پيدا کېدلای سي، آن تردې چي په کرکه باندي ډېر اجتماعي روابط له مينځه ځي او په چاپيريال کي د بې باورۍ رامينځته کېدلو لپاره ډېري لويي دروازې پرانيزي.
په هره ټولنه کي چي د کرکي او کينې فضا واکمنه وي هلته به تل دوستانه روابط د صفر کچي ته رسېدلي وي او د بې باورۍ په نتيجه کي به سليقوي اختلافات فکري او فزيکي اختلافاتو ته ورسيږي چي بيا به نه سم ژوند ممکن وي او نه به هم آرام خدمت امکان ولري.
د کرکي(کینې) څخه د خلاصون څرنګوالی:
ډېري وختونه کرکه د دې څخه رامينځته کيږي چې ته نشې کولای په مستقيم ډول د هغه چا په وړاندي چي ظالم يا سخت زړي وي او يا يې په اصلي معني ته نه پېژنې خو ستا نه وي خوښ خپله غصه څرګنده کړې له همدې امله ستونزه ومنئ او معلومه کړئ چې تاسو ولي د کرکي احساس کوی؟ تاسو بايد پوه سئ چې ستونزه څه ده او حل يې څه دی؟، کله چې تاسو اصلي ستونزه پيدا کړله او د حل لاره مو ورته ولټوله بيا نو د همدې ځايه څخه کولای سی پر مخ ولاړ سی.
انعطاف اوآساني ډېر ښه کار دی ځکه چې احساسات شېيه پر شېيه بدليږي يو قوي انسان کولای سي د هر جريان سره حرکت وکړي او د دې وړتيا ولري چې د ژوند ناباوره مايوسي، پورته او ښکته او ورځنۍ مايوسۍ اداره کړي.
د دې په مقابل کي هغه خلګ چي د خپل شخصيت په جوړښت کي د خپګان او سختۍ احساس کوي هغوی کرکي او کينې ته مخه کړي او کله چي يې ستونزه په بشپړه توګه نه حل کيږي نوره کرکه ورته پيدا کيږي.
د کرکي ساتل کولای سي منفي عواقب ولري او دا اکثرا هغه څوک کېدلای سي چې خورا قوي زيان او غوسه راپاروي او لوی خطر دا دی چې تاسو د کرکي په ساتلو سره ډېره ژوره اړيکه له لاسه ورکوي، سربيره پر دې کرکه دوامداره احساساتي انرژي او د هغه چا سره چې تاسو ځوروي دوامداره تړاو ته اړتيا لري او ډېر احتمال سته چې کرکه د يو شخص عمومي هوساينې ته زيان ورسوي او د شخص څخه غواړي چې منفي احساساتو ته غاړه کيږدي.
دوامداره کرکه د ځانه سره بدني او طبي زيانونه لري چي له ډلي يې د وينې لوړ فشار، سر درد، د هاضمې اختلالات او بې خوبۍ ته اشاره کولای سو.
د هغه چا سره به څنګه چلند کوی چې ستاسو په وړاندې کرکه لري؟
که تاسو واقعا غلط کار کړی وي نو بخښنه وغواړئ، مسؤليت يې واخلئ، اعتراف وکړئ چي تاسو تېروتنه کړې، او هغه څه وکړئ چي تاسو يې د سمولو لپاره کولای سئ.
دا هيڅ بد کار ندی چي انسان خپله تېروتنه ومني او د نورو سره د پخلايني لپاره ځان ګرم وبولي ځکه شرعي او انساني اصول همدا غوښتنه کوي چي د کرکي او کينې د ختم کېدلو لپاره دي انسان خپله ملامتيا ومني او د نفس پر لاره دي نه ځي.
او که تاسو کوم غلط کار نه وي کړی بلکي ستاسي مقابل لوری د بدګمانۍ پر اساس ستاسو څخه کرکه کوي بيا نو ښه لاره دا ده چي د هغوی سره ووينئ د امکان په صورت کي يې غلطيا ورته په ګوته کړئ او يا د دريمګړي په واسطه يې سر خلاص کړئ.
خو پدې خاطر چي د انبياو څخه په استثناء هيڅ انسان د تېروتني څخه معصوم ندی نو ممکن دواړه لوري څه ناڅه ملامت وي، مهمه خبره دا ده چي دواړه لوري بايد د کرکي ورک کولو لپاره هلي ځلي وکړي تر څو هم تاسو او هم مقابل لوری په فکري او فزيکي لحاظ د اطمينان او سکون احساس وکړي او د هر ډول خپګان څخه خلاصون ومومي.

ساه لنډي dyspnea :ډیسپنیا یوه طبي اصطلاح ده چې د ساه د لنډوالي لپاره کارول کېږي، کوم چې د ساه په اخیستلو کې د ستونزې له ...
07/06/2022

ساه لنډي dyspnea :

ډیسپنیا یوه طبي اصطلاح ده چې د ساه د لنډوالي لپاره کارول کېږي، کوم چې د ساه په اخیستلو کې د ستونزې له امله یو نا خوښه احساس رامنځته کېږي.

ساه لنډي شونې ده چې له خفیف او بيړني څخه نېولی تر شدید او ځنډني پورې رامنځته شي او څرنګه چې د رامنځته کېدو لپاره یې بېلابېل لاملونه شتون لري نو ځکه یې موندنه او درملنه ستونزمنه کېږي.

ساه لنډی د سخت کار، په لوړجګوالي کې پاتې کېدل، او یا د ځینو نورو حالتونو له امله رامنځته کېږي.که ساه لنډی د یو سخت فزیکي کار له امله رامنځته شوی وي دا یو نارمل حالت دی او د دمې سره ښه کېږي خو که د استراحت په وخت کې رامنځته شي د اندېښنې وړ ده.

هغه نښې چې د ساه لنډۍ لرونکی کس یې تجربه کوي په لاندې ډول دي:

۱: ساه لنډی د یو سخت فزیکي کار او یا د کوم طبي حالت له امله وي

۲:د سینې د نیونې احساس کوم چې د ساه د اخیستلو ستونزې هم ورسره وي.

۳: په زیار او کوښښ سره د ساه اخیستنه

۴: چټک او سطحي ساه اخیستنه

۵: د زړه د ټکان زیاتوالی،په داسې حال کې چې د زړه نارمل ټکان په یوه دقیقه کې له ۶۰ نېولی تر ۱۰۰ دی.

۶:ټوخې کول:
۷: وییزینګ wheezing :د ساه د اخیستنې په وخت کې یو ډول نا خوښه اواز دی او هغه وخت چې په ساییز تنظیم کې هوایي لارې له بندوالي او یا تنګوالي سره مخ وي اورېدل کېږي د سټاټسکوپ په واسطه او د بندوالي په شدیدو حالتونو کې پرته له سټاټسکوپ څخه هم اورېدل کېږي.

لاملونه:
د ساه لنډۍ یوه پېښه تل د یو کس له روغتیايي حالت سره نېغ په نېغه اړیکه نلري، یو کس له سخت تمرین څخه وروسته هم ساه لنډی لرلی شي، او حتا که د تودوخې له لویو بدلونونو تیر شي هم د ساه لنډۍ احساس به وکړي، خو له دې سره سره ډېری وخت ساه لنډی له روغتیایي ستونزو سره تړاو لري. که په یو کس کې ساه لنډی په ناڅاپي توګه رامنځته کېږي دې ته بیړنی ساه لنډی وایي او لاندې لاملونه پکې ونډه لري:

د ساه بندوالی،خفګان، سینه بغل، حساسیت،د وینې لږوالی، د وینې د بایللو یا بهېدلوپه پایله کې رامنځته کېدونکې وینه لږي، د زړه د کار پاتې والی،او چوره.

ساه لنډی ډېری په هغو کسانو کې چې نه رغېدونکې ناروغۍ ولري هم رامنځته کېدای شي.

که یو کس له تېرې یوې میاشتې راهیسې ساه لنډی ولري نو دې ته ځنډنی ساه لنډی ویل کېږي او لاملونه یې په لاندې ډول دي:

ساه بندي،د زړه اړوند ستونزې،څربښت،COPD چې د سږو اړوند ناروغي ده،هغه ناروغۍ چې د سږو د انساجو د ټپي کېدو سبب ګرځي لکه Iterstitial pulmonary fibrosis .

د سږو ځینې نورې ناروغۍ هم کېدای شي د ساه لنډي په رامنځته کېدو کې رول ولري: چې په لاندې ډول دي:

د کومي او وچې غاړې یا وچې مرۍ التهاب،سږو کې د ضربې له امله د ټپ رامنځته کېدل،د سږو سرطان، نری رنځ، د سږو د انساجو شاوخوا التهابي کېدل، د سږو پړسوب، او د سږو د وینې د فشار لوړوالی.

ساه لنډی ځینې وخت د زړه د ناروغیو له امله هم رامنځته کېږي لکه:

د زړه د عضلې(هغه غوښه چې زړه یې جوړ کړی) ناروغۍ، د زړه د تال او سور ستونزې،د زړه د دندو پاتې والی، او د زړه د شاوخوا انساجو التهابي کېدل.

ساه لنډی د ساه د بندوالي یوه نښه ده:
چاپېریالیز ککړوونکي لکه کیمیاوي توکي، لوګی،دوړې، او دود هغه څه دي چې یو د ساه لنډۍ لرونکی ناروغ د ساه د اخیستلو له ستونزو سره مخ کوي. هغه خلک چې د ساه بندۍ ناروغي لري ممکن ومومي چې د الرجن سره مخامخ کېدل د ساه لنډۍ پېښې رامنځته کوي. ځینې ککړونکي توکي لکه تمباکو چې د ساه لنډۍ لرونکی کس کولای شي له کارولو یې ډډه وکړي.

د ناروغۍ کړکېچ والی(اختلاطات):
ساه لنډی د ځینو حالتونو سره مل وي لکه :په سور رګې وینه کې د اکسېجن کموالی او په وینه کې د اکسېجن کموالی،دا هغه حالتونه دي چې د ساه لنډي سره مل وي. ناروغي به هغه وخت کړکېچنه شي،کله چې نوموړي حالتونه د شعور د بایللو او نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.لا کړکېچ والی به یې هغه وخت رامنځته شي کله چې ساه لنډی په ځنډني ډول رامنځته شوې وي چې د اوږد مهالو او لنډ مهالو ستونزو سره به مل وي.
له رنځپال سره لیده کاته:
کله کله ساه لنډی یو ژوند ګواښوونکی حالت وي،که یو کس له ساه لنډۍ سره لاندې نښې ولري ژر تر ژره دې د یو رنځپال له خوا وکتل شي:

د ساه لنډي په ناڅاپي توګه پیدا کېدل او ډېرېدل،

د ساه لنډۍ له امله د کارکولو د وړتیا له لاسه ورکول،

د سینې درد،

زړه بدوالی

د ناروغۍ موندنه (تشخیص)

یو رنځپال کولای شي د ساه لنډۍ ناروغ په اسانۍ ومومي که چېرې ښه تاریخچه ترې واخلي او ښه فزیکي معاینات یې ترسره کړي.ناروغ باید وهڅول شي ترڅو ووايي چې د ساه لنډۍ حمله څرنګه پیل شوه، تر څومره مودې وغځېده، څو ځلې رامنځته شوې ده او څومره ځورونکې وه. رنځپال باید په سینه د x وړانګه وکاروي او یو انځور ترې لاسته راوړي همدارنګه د CT-scan له ازموینې دې هم کار واخلي تر څود ناروغۍ په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. که رنځپال له ECG څخه کار واخلي ځان به ډاډه کړای شي چې ساه لنډی د زړه د ناروغۍ له امله دی که نه.

درملنه:
درملنه به د ساه لنډۍ په لامل پورې اړه ولري.

که یو کس ته وروسته له یو سخت تمرین څخه ساه لنډی پیدا کېږي، په تمرین کې دې دمه وکړي او وروسته له دمې دې تمرین ته ستون شي.که ساه لنډی د ساه بندۍ له امله وي ځینې درمل لکه Steroids and bronchodilators ورته ورکوو.

که یو کس ته ساه لنډی د کوم انتان لکه باکټېریا له امله پیدا شوی وي نو د انټي بایو ټیکو په واسطه یې درملنه ترسره کېږي. ځینې درمل لکه NSAID,anti-anxiety drugsهم د ساه لنډۍ په درملنه کې شامل دي.

مخنیوی:
هغه کسان چې ساه لنډی لري کولای شي د ځینو لارښوونو په عملي کولو سره د ساه لنډۍ نه مخنیوی وکړي چې په لاندې ډول دي:
د سګرټ د څښلوپرېښودل

دویم لاس سګرټ څښلو څخه مخنیوی

په داسې چاپېریال کې نه اوسېدل چې ککړوونکو ککړ کړی وي.

د وزن کمول چې په دې سره ذهني فشار او خفګان دواړه کمېږي او په پایله کې په زړه او سږو رامنځته شوی فشار هم له منځه ځي .په منظم ډول د تمرین ترسره کول .

د ساه لنډۍ په رامنځته کېدو کې ټاکلې ډلې خلک
یو یې بلاربښت دی چې د ساه لنډۍ خفیفې نښې په بلاربښت کې رامنځته کېږي او دا ځکه چې بلاربښت د میندو ساییزه وړتیا بدلوي، دا ډېرې معمولې پېښې دي، او په ډېرو میندو کې پیدا کېږي.

زاړه خلک او هغوی چې د یو ستونزمن روغتیایي حالت څخه کړېږي.

نوي زېږېدلي کوچنیان هم په دې ډله خلکو کې شامل دي.

د ساه لنډۍ درجې:
ساه لنډی د شدت له مخې پینځه درجې لري چې په لاندې ډول دي:

لومړۍ درجه ساه لنډی:
ساه لنډی یوازې د شدید تمرین سره رامنځته کېږي.

دویمه درجه ساه لنډی:
ساه لنډی د یوځوړي یا چړه ای څخه د تېرېدو په وخت کې وي.

دریمه درجه ساه لنډی:
د ساه لنډۍ لرونکي کس نظر نورو خلکو ته په کراره په لاره ځي او یا هم که په لاره تر ۱۵ دقیقو مزل وکړي، ودرېږي.

څلورمه درجه ساه لنډی:
د ساه لنډۍ لرونکي کس په یو ځوړي له تګ نه یوازې یو څو دقیقې وروسته ودرېږي.

پینځمه درجه ساه لنډی:
د ساه لنډۍ لرونکي کس د یو کمې اندزې فعالیت سره لکه (د جامو بدلول او یا د کور څخه وتل ( ساه لنډی لري.

د خیټې دردونه؛ کوم وخت ډاکټر سره مشوره په کار ده؟د روغتیا لپاره د پوهاوي فدرالي مرکز وایي چې د خیټې دردونه که څه هم د سا...
07/06/2022

د خیټې دردونه؛ کوم وخت ډاکټر سره مشوره په کار ده؟
د روغتیا لپاره د پوهاوي فدرالي مرکز وایي چې د خیټې دردونه که څه هم د سالمې روغتیا پرمخ خنډ وي خو د نورو دردونو په پرتله عادي دي او په ځینو کورنۍ نسخو سره یې درملنه کیدلای شي، خو ځینې مهال جدي لاملونه لري چې ډاکټر سره د مشورې اړتیا لري.

دغه مرکز چې په جرمني هېواد کې دی څرګنده کړې چې د خیټې عام دردونه د کروایي چای، ویلني، او بادیانو خوړلو سربېره په ارام کولو او د سپکو تمرینونو په ترسره کولو سره له منځه تللی شي.

په لاندې حالاتو کې باید د خیټې درد پرمهال ډاکټر سره مشوره وشي:

کله چې درد خورا زیات وي او په هیڅ شي له منځه نه ځي، دا د اپنډیکس ناروغۍ نښه ده چې د عملیاتو له لارې یې درملنه کیږي.

د خیټې درد پرمهال ددې پړسیدل او سختېدل

کله چې د خیټې درد پرمهال په ډکو بولو «غایطو» کې وینه وي، دا د بواسیرو ترڅنګ د نورو ناروغیو نښه ښودل کیږي.

کله چې د خیټې درد پرمهال سخته تبه وي، دا د اپنډيکس ناروغۍ نښه ګڼل کیږي.

کله چې د خیټې درد پرمهال قۍ کوئ، دغه مهال هم د اپنډیکس خطر وي.

دغه ډول نښې د سترو ناروغیو لکه د معدې او کولایټس (قولون) انفیکشن او د اپنډیکس لامل کیږي، چې یا خو جدي درملنه غواړي او یا هم د عملیاتو له لارې یې درملنه کیږي.

د اِضافي خُولو او دَ بدن ناوړه بُوِی له منځه وړلو آسانه لارې  ! ◀ که څه هم خوله یوه طبیعي عمل دي او د بدن د تودوخې له من...
06/06/2022

د اِضافي خُولو او دَ بدن ناوړه بُوِی له منځه وړلو آسانه لارې !

◀ که څه هم خوله یوه طبیعي عمل دي او د بدن د تودوخې له منځه وړلو سره د بدن د حرارت درجې ټیټولو کې مرسته کوي ، خو په یو شمیر انسانانو کې ناوړه بُوي لامل هم ګرځي . که چېری له اندازې زیات خوله کېږئ یا د بدن ناوړه بُوي څخه کړېږئ نو دغو آسانو کړنلارو او نسخو په مرسته یې مخه نيولاي شئ .

① د باکتریا ضد د لاس وینځلو مائع : که چېري د زیاتي خولي له امله مو بدن ناوړه بُوي کوي او نشئ کولاۍ ځان ووینځئ نو د تخرګونو لاندې د لاس وینځلو باکتریا ضد مائع سره پاک کړئ . دغه کړنه هغه میکروبونه وژني چې ناوړه بُوي لامل ګرځې له منځه وړي .

② هائیډروجن پر اکسائیډ H ₂O ₂ : هائیډروجن میکروب وژونکی مائع دي چې د میکروبنو د له منځه وړلو سره تړلي ورځې لپاره بدن له ناوړه بُوي څخه ژغورلو کي مرسته کوي . د چاي په کاشوغه یوه کاشوغه هائیډروجن پر اکسائیډ H ₂O ₂ نیم ګیلاس اوبو کې واچوئ او ښه یی ګډ کړئ . دغه مخلوط سهار د خپلو تخرګونو پاکولو لپاره استعمال کړئ .

③ د خوړلو سوډا : د خوړلو سوډا هم دغه برخه کې د پام وړ مرسته کوي . ددغي موخي لپاره د خوړو سوډا د بدن هغ برخو کې چې ناوړه بُوي لري ووهئ . ددې کار لپاره لومړي بائید هماغه برخې لږ لمدي کړئ .

Address

Lashkar Gah

Telephone

+93776167004

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Niamatullah Bayat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Niamatullah Bayat:

Share

Category