03/06/2025
🐝 د طبیعت درملنه: د مچۍ زهر د سینې سرطان لپاره ممکنه دوا؟
ساینسپوهان د سینې سرطان د درملنې لپاره نوې لارې لټوي، او اوس یې پام د مچیو زهر ته اړولی دی، چې ښایي یو پیاوړی ضدسرطاني درمل وي.
پېژندنی ازمایښتونه (لکه د لابراتوار او حیواناتو ازمایښتونه) ښيي چې د مچۍ زهر کولی شي د سرطاني حجرو وده ورو کړي او حتی د عامو درملو ناوړه اغېزې هم راکمې کړي.
په ځانګړې توګه، Melittin چې د مچۍ په زهر کې تر ټولو زیات موندل کېږي، دا توان لري چې د سرطاني حجرو غشا (پوښ) تخریب کړي او د هغوی وده بنده کړي.
د مچۍ زهر د بېلابېلو فعاله مرکباتو څخه جوړ شوی دی لکه Melittin, Apamin او Adolapin، چې دا ټول یو ځای کولای شي سرطاني حجرې ووژني، د سرطان خپرېدل ودروي او د کیموتراپي اغېز هم پیاوړی کړي.
سره له دې چې دا یو هیله بښونکی پرمختګ دی، خو لا هم د ازمایښتي پړاوونو کې دی. تر اوسه ازموینو ښودلې چې که له کیموتراپۍ سره یو ځای وکارول شي، ښه نتیجه ورکوي، خو ځینې وختونه حساسیت (الرجی) یا بېلابېل غبرګونونه لیدل شوي دي چې لا څېړنې ته اړتیا لري.
🌿 د طبیعت له لورې یوه ممکنه معجزه — که دا طریقه خوندي او مؤثره ثابته شي، نو ښایي د سرطان ناروغانو لپاره یو نوی امید شي.