28/08/2025
‚ Drugs
• پيژندنه: Mycobacteria یو Aerobic bacilli دی، د Rod شکل لری او په ډیر ځنډ یعنی په هر 18-24 ساعته کی یوځل ویش کوی. Mycolic acids اوږ ځنځیر لرونکی Beta-hydroxylate fatty acids دی.
د Mycobacteria حجروی دیوال په زیاته اندازه Lipids لری چی په Gram stain سره په ښه ډول نه تلوین کیږی خو کله چی تلوین سی بیا په اسانی سره د تیزابی موادو په وسیله نه بی رنګه کیږی نو په همدی خاطر د Acid fast bacilli په نوم یادیږی
د Mycobacteria انتان په ځنډ سره تکثر کوی د وجود په هره برخه کی Granulomatous lesions رامنځته کوی چی د انساجو د تخریب لامل کرځی.
توبرکلوز(TB) د Mycobacterium tuberculosis په وسیله رامنځته کیږی. د نړی د نفوس څلرمه برخه نفوس په TB اخته سوی دی د TB د میاشتی تر کلنو تداوی ته ضرورت لری. Latent tuberculosis infection(LTBI) داسی حالت چی ناروغ په Mycobacterium tuberculosis اخته وی خو کوم اعراض او علایم نلری د LTBI د تداوی لپاره یوازی Isoniazid(INH) د ۹ میاشتو لپاره یا په هفته کی یو ځل د ۱۲ هفتو لپاره ناروغ ته په لوړ ډوز INH او rifapentine ورکول کیږی او د فعاله TB لپاره مختلفی دواوی ناروغ ته د ۶ میاشتی ورکول کیږی خو د Multidrug-resistant TB(MDR-TB) لپاره تر ۲ کاله ناروغ ته دوا ورکول کیږی
د TB ناروغ ته کوم ډول درمل او د څومره وخت لپاره ورکول کیږی؟!!!
• د TB لپاره First-line درمل
• Isoniazid
• Rifampin
• Ethambutol
• Pyrazinamide
څخه عبارت دی چی لومړی ۲ میاشتی ټول پورته درمل ناروغ ته ورکول کیږی او وروسته د ۴ میاشتو لپاره یوازی Isoniazid او Rifampin ورکول کیږی
• د MDR-TB د تداوی لپاره چی د Isoniazid او Rifampin سره Resistant وی ناروغ ته
• Aminoglycoside or capreomycin
• Fluroquinolone
• Any first-line drug that remain active
• One or more of the following
» Cycloserine
» Ethionamide
» P-aminosalicylic acid
ورکول کیږی.
د Clofazimine او Linezolid په تجربوی توګه د Extensively drug-resistance TB(XDR-TB) د تداوی لپاره ناروغ ته ورکول کیږی
۱—د Isoniazide
• د تاثیر میکانیزم: Isoniazide يو غیر فعاله (Prodrug) درمل دی چی د تطبیق وروسته د bacterial catalase-peroxidase (encoded by KatG) په وسیله فعاله شکل ته اوړی او وروسته د mycolic acid جوړیدل چی د حجروی دیوال یوه برخه ده نهی کوی او په تعقیب یی حجروی دیوال نه جوړیږی.
دا درمل د Hepatocyte په وسیله په میتابولیزم رسیږی او ددی میتابولیزم په نتیجه کی یوشمیر داسی مواد هم لاسته راځی چی Hepatotoxic دی
—کلینکی استعمال
• د rifampin, pyrazinamide, او ethambutol سره يوځای د TB د تداوی لپاره کارول کیږی
• د Latent TB د تداوی لپاره په یوازی توګه استعمالیږی
• یوازینی درمل چی په یوازی ډول د TB د وقایی لپاره کارول کیږی
—جانبی عوارض
• د Hepatotoxicity رامنځته کوی
• د Anion gap metabolic acidosis سبب کیږی
• د Drug-induced lupus erythematosus رامنځته کوی
• په لوړ ډوز benzodiazepine-refractory seizures لامل کیږی
• د Cytochrome P-450 انزایم نهی کوی
• د vitamin B6 deficiency لامل کیږی نو ناروغ ته یوځای vitamin B6 هم باید ورکړل سی د vitamin B6 په کمښت کی ناروغ لاندی ستونزو سره من کیږی
• Peripheral neuropathy due to S-adenosylmethionine accumulation
• Sideroblastic anemia
—د Resistance رامنځته کیدو میکانیزم
• د Mutation له امله دcatalase-peroxidase انزایم کمیدل چی په تعقیب یی INH فعاله ډول ته نه اوړی
• د InhA انزایم زیاتوالی
۲_ د Rifamycin
• Oral or IV rifampin (rifampicin)
• Oral rifabutin
— د تاثیر میکانیزم
• د bacterial DNA-dependent RNA-polymerase نهی کوی او د transcription (mRNA synthesis) مخنیوی کوی چی په تعقیب یی پروټین نه جوړیږی او د بکتریا د لمنځه تلو (Bactericidal) سبب کیږی
—کلینکی استعمال
• د TB په تداوی کی د isoniazid, pyrazinamide, او ethambutol سره یوځای استعمالول
• د Leprosy په تداوی کی
• د Meningococcal د وقایی لپاره
• د هغه خلکو د وقایی لپاره چی د داسی ماشومانو سره تماس لری چی په H. influenzae type b اخته وی
—جانبی عوارض
• د Hepatotoxity لامل کیدل
• د Cytochrome P450 (CYP3A4, CYP2C9) تحریکول
• د وجود د افرازاتو د نارنجی رنګه کیدل
—د Resistance رامنځته کیدو میکانیزم
• د RNA polymerase mutations
د Rifampin لپاره شپږ R یاد لری
•The 6Rs of Rifampin:
» Red or orange urine
» RNA polymerase
» Repression
» Ramping up of cytochrome P450 activity
» Rapid Resistance development if used alone.
۳- د Pyrazinamide
—د تاثیر میکانیزم
• میکانیزم یی تر اوسه مکمل ندی پیژندل سوی
• د Prodrug څخه فعاله ډول pyrazinoic acid ته اوړی
• په تیزابی محیط لکه acidic phagolysosomes کی ښه تاثیر لری
• د Bactericidal دی
—کلینکی استعمال
• د TB په تداوی کی کارول کیږی
—جانبی عوارض
• Hyperuricemia
• Hepatotoxicity
۴_ د Ethambutol
—د تاثیر میکانیزم
• د arabinosyltransferase نهی کوی وروسته carbohydrate polymerization نه ترسره کیږی چی په تعقیب یی حجروی دیوال نه جوړیږی او bacteriostatic دی
—کلینکی استعمال
• د TB په تداوی کی د isoniazid, rifampin, او pyrazinamide سره یوځای
• د M. avium-intracellulare په تداوی کی azithromycin یا clarithromycin سره یوځای او Ciprofloxacin یا rifabutin هم پر اضافه کولای سو
—جانبی عوارض
• د Optic neuropathy لامل کیږی چی د ناروغ دید(لیدل) کمیږی او red-green color blindness باعث کیږی البته په irreversible ډول
EYEthambutol:
Ethambutol causes optic neuropathy.
د TB د تداوی لپاره Second-line درمل
۱- د Streptomycin
• د رایبوزم د 30s برخی سره یوځای او وظیفه یی خرابوی
• د TB په تداوی کی Second-line درمل دی
۲- د Para-aminosalicyclic acid
• د Folic acid کوړیدل نهی کوی
• د MDR-TB درملو د مهمی برخی څخه دی
۳- د Capreomycin
• د Aminoglycosides په څیر د پروټین جوړیده نهی کوی
• دا درمل د Ototoxicity او Nephrotoxicity لامل کیږی نو د MDR-TB لپاره Reserved درمل دی
۴- د Cycloserine
• د بکتریا د حجروی دیوال D-alanine خرابوی چی په نتیجه کی حجروی دیوال نه جوړیږی
• د وجود په مایعاتو کی او CSF کی په ښه ډول خپریږی
• جانبی عوارض یی Lethargy, Difficult concentrating, anxiety او د Suicidal tendency څخه عبارت دی
۵- د Ethionamide
• د Isoniazid انلوګ دی چی د Mycolic acid جوړیده خرابوی په میکانیزم کی د Isoniazid څخه توپیر لری خو په Resistance کی یو له بل سره ورته والی لری
• د جانبی عوارضو لکه Nausea, vomiting او hepatotoxicuty له امله یی استعمال محدود سوی
۶- د Bedaquiline
• د ATP جوړیده نهی کوی او د MDR-TB په تداوی کی کارول کیږی
• د QT prolongation لامل کیږی نو ECG باید ناروغ ته وخت په وخت وسی ددی ترڅنګ د کبد د انزایمونو د لوړوالی لامل هم کیږی نو د کبد وظیفوی ټیسټ هم باید د تداوی په وخت کی ناروغ ته وسی
• دا درمل د CYP3A4 په وسیله په میتابولیزم رسیږی نو د داسی نورو درملو لکه Rifampin چی په قوی ډول CYP3A4 تحریکوی، یوځای باید استعمال نسی
۷- د Macrolides
• مخکی په تفصیل مطالعه سوی
۸- د Fluoroquinolones
• مخکی په تفصیل مطالعه سوی
References
1_ Lippincott Illustrated Review Pharamcology Seventh Edition 2019,
Pages 413,414,415,416,417,418,419
2_ First aid for USMLE STEP 1 2020
Pages 196,197
3_ BRS Pharmacology 4ed pages 276,277,278
3_ USMLE STEP 1 lecture note pharamcology 2019 pages 186
4_ Amboss Knowleadge App
5_ lecturio videos
(پورته معلومات د ثواب او ښیګڼی په خاطر تر نورو ورسوی، شیر، لدې ځایه یی کافی...)