Dr zubair ibbad

Dr zubair ibbad دا وخوره دغه مه خوره دا صحت ته دی تاوان دی
په رزق نه مړ کیږم ځه خپل کار کوه ډاکترې
0781456301

Permanently closed.
دا وخوره دغه مه خوره دا صحت ته دی تاوان دیپه رزق نه مړ کیږم ځه خپل کار کوه ډاکتری
26/11/2023

دا وخوره دغه مه خوره دا صحت ته دی تاوان دی
په رزق نه مړ کیږم ځه خپل کار کوه ډاکتری

دا وخوره دغه مه خوره دا صحت ته دی تاوان دی
په رزق نه مړ کیږم ځه خپل کار کوه ډاکترې
0781456301

14/04/2022

د یوه طبي پیغام ژباړه او لنډیز:

"زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري:

1. Endorphins
2. Dopamine
3. Serotonin
4. Oxytocin

اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشح کېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشح کېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم ساعت ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي. ژ)

ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشح کېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحاله ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او ملګرې به موخوشحاله کړي.

سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشح کېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زمونږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.

او بلاخره:

اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ."

یادښت: د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو درد ضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو پواسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې ستونزې را ولاړوي. نو پدې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.

له نورو سره د خوشحالۍ او سرور ټولې چینې زموږ په درون کې دي، موږ ورپسې هسې بهر منډې وهو.

په درنښت

27/02/2022

تی رودونکو د ګیډی درد
Infantil colic
هغه حالت ته ویل کیږی چی کوچنی روع اوښه شیدی روی په ورځ کی د دریو ساعتو څخه ډیر په اونی کی د دری ورځو څخه ډیر او د دری اونیو څخه ډیر وژاړی د تی رودونکو دګیډی درد په نوم یادیږی چی د ژوند په لومړی اوونیو کی پیل او په دری څلورو اونیو کی اعظمی حد ته رسیږی او په دری یا څلور میا شتو کی د منځه ځی 30 نه 40 فیصده پیښو کی تر پینځه میاشتنی پوری دوام کوی کوچنی دحملی په وخت کی زنګنونه ګیډی ته راټولوی لاسونه موټی کوی مخ یی سور او دردمند ښکا ری او د ژړا دحملی په وخت کی د ماشوم څخه باد خارجیږی
لاملونه
اصلی سبب یی معلوم نه دی حو دا لاندی فکتورونه په کی رول لری
۱ لوږه
۲غلطه تعذیه یا تی رودنه
۳دغواشیدو الرژي
۴دکولمو خاموالی
۵دکولمو د ټون زیاتوالی
۶ پروخسترون کموالی
۷زیات خوړل
۸جرد GERD داسی نور
ارزونه
رادیو ګرافی معاینه د Appendicitis او کولمو انسداد یا بندش سینه بعل یا pneumonia او دکتلی په تشخیص کی مرسته کوی دوینی معاینی کی Hb ,wbc, Hct ګورو چی د بطن درد د لامل په معلومولو کی مرسته کوی لومړی باید د درد عضوی لامل رد کړل شی او وروسته د ماشوم مور پلار وپوهول شی چی د ماشوم نوموړی شکایت د تشویش وړ ندی اوهمدارنګه ما شوم ته روحی تسکین پکار دی او وظیفوی بطنی دردونه کومی حاصی درملنی او په روعتون کی بستر کیدو ته اړتیا نه لری حو کله کله دوا ته ضرورت پیدا کوی او دوا هعه وخت ورکول کیږی چی عضوی اسباب رد شی

اهتمامات
دکولیکی دردونو په صورت کی د مور او پلار تشویش زیاتیږی نو لومړی دی ډاکتر د ماشوم مور اوپلار ته د ستونزی په هکله معلومات ورکړل شی او
۱ تاوده تطبیقات د ماشوم په کیډه تر سر شی
۲ دشودو ورکولو تخنیک دی میندوته وښودل شی
۳ د درد تسکین لپاره Anti spasmodic ور كول کیږی لکه Dicyclomine, phenobar biton, metoclopromide او که GERD یی لا مل وی Ranitidine درملو ورکړه ګټوره ده

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

10/02/2022

ډينگي ناروغى !
دا يوه ناروغى ده چي د گاونډي هيواد پاکستان څخه را انتقال شوي ده چي Dingue fever ورته وايي !
که چرته يو شخص يو منتن ماشي په واسطه ملوث شي نو ناروغ کي به لاندي اعراض او علايم ښکاره شي !

* لوړه درجه تبه 104 فارنهايته .
* شديد سردرد خصوصاً د سرگو په وروستي برخه کي .
* د عضلاتو او بندونو شديد دردونه .
* زړه بدوالي او کانگي .
* په پوستکي سرى دانې راختل .
* کسالت او کمزوري .
#تداوي:
# ځانگړي تداوي نلري .
# نژدي داکتر ته مراجعه وکړي .
# د Dingue fever ټيسټ وکړئ.
# په دغه ناروغى کي د platelet count شمير د نارمل څخه کميږي .
# د عضلاتو دردونو او تبې په وخت کې پراستامول گولې څخه استفاده وکړئ.
# کافې مايعات واخلې .
# استراحت وکړئ .
#مخنيوي:

# بازاري د ماشو سپري (اصل) واخلي خپل اطاقونه د شپي لخوا سپري کړئ.
# په کورونو او کوڅو کي د ولاړو اوبو يا ډنډونو ختمول .
# خپل چاپيريال مو پاک وساتې .
# د شپي لخوا د جالې (پشه خانې) استعمال کړئ.

نوټ : وقايه بهتره ده

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

29/01/2022

‎د بعضو انتاناتو امپيريکل تداوى :

‎انتان : وينه لرونکى اسهال ( Shigellosis )
‎تداوى : Cotrimoxazol يا Ciprofloxacin

‎محرقى تبى تداوى ( Typhiod Fever )
‎تداوى : Ciprofloxacine يا Ofloxacin يا Cefriaxone

‎د وريو التهاب يا Gingivitis :
‎د Amoxacillin د Metronidazole سره ورکول کيڔي.
‎تداوى تر درى ورځو اويا ترهغه چى اعراض يي لمنځه لاړ شى .

‎د ستونى انتانات يا Pharyngitis :
‎تداوى : Pencillin v ,يا Erythromycin يا Vincomycin

‎آمپيتګو ( Emptogo ) يو ډول جلدى ناروغى ده
‎تداوى : Fusidic acid يا Calarithromycin يا Pencillin -V

‎دسترګو التهاب ( Congetivitis )
‎تداوى : Drop- Gentamycin او Drop - Choloramphencols

‎غوڔ التهاب ( Otiitis )
‎تداوى : Calarithromycin يا Augmentin يا Cotrimoxazole

‎د حوصلى التهاب امراض ( Pelvic Inflammatory Diseas )
‎تداوى : ,Ceftrixaone يا Levofloxacin يا Metronidazole د 14 ورځو

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

ځوانکې/ځوانې دانې!ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې...
28/01/2022

ځوانکې/ځوانې دانې!

ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې د وېښتانو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غوړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي.
ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې او غوړ پوستکی دی مګر ځینې وخت ټپ هم پکې رامنځته کېدای شي. پۀ بنسټیزه توګه په پوستکي کې، د سینې په پاسنۍ برخه کې، په مخ او په ملا کې د غوړو مرغېړي تولیدېږي. هر کله چې ناروغ په خپل پوستکي ځوانکۍ وګوري نو د لوړې کچې اندېښنه، خپل ځان ته کم احترام، ډېپرېشن او حتی د خودکشۍ کولو فکرونه پکې پیدا کېږي.

تقریبا ۸۰ % د ځوانۍ د دانو لامل/سبب جنټیکي ګڼل شوی. تر اوسه معلومه نده چې د خواړو رژیم، لمر ته د پوستکي څرګندتیا، د سګرېټو څکول او د نظافت پاملرنه نه کول د ځوانکو د پیدا کېدو لامل دي او که نه. د بلوغ په لومړیو کې په دواړو نر او ښځه کې د ځوانې دانې د هورمون کچه کې لوړوالی رامنځته کوي لکه د (testosterone) جنسي هورمون. په پوستکي باندې د (Propionibacterium acnes) باکتریا پیدا کېدو لامل ګرځي.

درملنه یې:
د درملنې لپاره یې زیاتې طریقې موجودې دي لکه د ژوند کولو په طریقه کې بدلون، درمل او نور طبي بهیرونه. لکه د بورې په څېر ساده کاربوهایډرېټ خوړل ممکن ګټه وکړي. د پوستکي پر مخ کارېدونکي یې (azelaic acid, benzoyl peroxide, and salicylic acid) دي. له دې پرته انټي بیوتیک او ریټینوایډ (retinoids) هم شته چې په پوستکي کارېږي او یا د خولې له لارې خوړل کېږي. خو انتي بیوتیک کارونه ممکن له انتي بیوتیک سره د میکروب مقاومت زیات کړي. په ښځو کې ځینې د اومیدوارۍ د مخنیوي درمل هم د ځوانکو مخنیوی کولی شي. که چیرته ځوانکې خورا زیاتې وي نو د (Isotretinoin pills) ګولۍ یې د درملنې لپاره اغېزمنې دي مګر په هغه وخت کې باید ناروغ ته ورکړل شي چې نور درمل یې مخنیوی نۀ شي کولی او یا هم د ځوان دانې یې خورا زېاتې وي ځکه چې دا درمل خورا زیات بد اغېز (side effect) لري.
ځوان دانې معمولا په کم عمر کې پیدا کېږي خو کم شمېر د زیات عمر کسانو کې هم پیدا کیږې

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

25/01/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
موضوع:وينه( Blood)
1-وينه څه شي دي؟
2-وينه څه اهميت لري؟
3-وينه کوم خصوصيات لري؟
4-وينه له څو برخو څخه جوړه شوې؟
دغه ټولې پوښتنې په همدې موضوع کې مطالعه کولای او ځوابولای شئ

_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او زړه کې د دوران په حالت کې وي

د وينې اهمیت( blood importance)
1—وينه د ژوند مايع ده( blood is fluid of life) ځکه چې انسان دژوند کولو لپاره اکسيجن ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان د بدن هري برخي ته د اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري
2—وينه د ودې مایع ده( blood is fluid of growth) د انسان بدن په خپله اندازه د ودې کولو لپاره انرژۍ ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان بدن لپاره انرژۍ جوړوي او د بدن هري برخي ته يي رسوي
3—وينه د صحت مايع ده( blood is fluid of health)ځکه چې همدا وينه ده چې د انسان بدن د ناروغيو په وړاندې محافظه کوي او همدارنګه همدا وينه ده چې د انسان په بدن کې فاضله او غیري ضروري مواد ترلاسه کوي او اطراحي غړو ته يي رسوي ترڅو د بدن څخه ووځي

د وينې خصوصيات( properties of blood)
_رنگ (color):وینه سور رنګ لري
شرياني وينه اتشي سور رنګ یا پوخ سور رنګ( scarlet red)لري ځکه چې په زياته اندازه اکسيجن لري
_وريدي وينه ارغواني سور(purple red)رنګ لري ځکه چې په زياته اندازه کاربن ډاي اکسايډ لري
_د وينې پې ايچ( Blood ph)
وينه قلویPhلري
شرياني وينېPh=7.40
د وريدې وينېPh=7.36
_لزوجيت يا غلظت( viscosity)
وينه د اوبو څخه پنځه ځله زياته ټينګه ده او اساسي علت یې د وينې د سرو حجرو او د پلازما د پروټينونو موجوديت دي
_حجم( volume)
د وينې اوسط حجم په يو کاهل کې پنځه ليتره(5Liters)په نوي زيږيدلي ماشوم کې450mlاوپه ښځو کې څلور نيم ليتره(4.5Liters)ده

د وينې اجزاوی به په بله موضوع کې تشريح ګړو ځکه چې هغه هم يوه ډيره خوندوره موضوع ده

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

 زمونږ په ټولنه کې چې څنګه د دردونو ګولۍ د جوارو د ډوډۍ غوندې خوړل کيږي. دغسې چې کله ماشوم ژاړي او خوب نه ورځي، نو ميندې...
24/01/2022



زمونږ په ټولنه کې چې څنګه د دردونو ګولۍ د جوارو د ډوډۍ غوندې خوړل کيږي. دغسې چې کله ماشوم ژاړي او خوب نه ورځي، نو ميندې د ځان خلاصوني له پاره دوي له يو خاص شربت فېنرګان د نشې په موخه ورکوي.
مطلب یې دا وي چې ماشوم له خوب ورشي او اوده شي، خو دا يو ډېر خطرناک عمل دی، ځکه هغه ماشوم چې خبرې نشي کولی، د هر تکليف اظهار صرف د ژړا په ذريعه کوي، د دې ماشوم په زور اوده کول ماشوم ته نورې ډېرې بيمارۍ پېدا کولے شي.

دا شربت د دوو کالو نه کم عمره ماشومانو له پاره بالکل منع دی. فېنرګان شربت چې پروميتازين لري، دا عموماً د الرجي له پاره لکه پوزه بهېدل، پرنجي او د سترګو خارښ يا عام د وجود خارښ له پاره کارول کيږي، خو استعمال یې د يوې هفتې نه زيات نه دی پکار. د دې نه علاوه چې کومو ماشومانو ته د سفر په وخت زړه ويشيږي هغو له هم ښه وي او د اپرېشن نه وروسته د درد کمولو او نشې له پاره هم استعمالیږي.

د دې بې ځايه او ډېر استعمال د ماشومانو د لید وده په ځای ودرولی شي، نظر خړ کولی شي، په متيازو کښې ورته تکليف پیدا کولی شي، لړزه پرې راتلی شي، او د ټولو نه خطرناکه خبره دا ده چې د دې دوا اثر نېغ په نېغه په دماغو وي او په دماغو کې ډېر کېمیاوي عملونه متاثره کوي، چې په نتيجه کښې یې په دماغو کښې د ساه مرکز متاثره کیږی، چې respiratory depression ورته وائي، چې له امله یې ماشوم مرګ خونې ته سپارل کیږي دا عمل هر کال د ډېرو ماشومانو سره کيږي،خيال کوئ او د خپل ځان اسانۍ له پاره ماشومان مرګ ته مۀ سپارئ.

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

23/01/2022

سوزاک ناروغی او درملنه یې

دا یوه جنسي او متعدي ناروغي ده،. ښځې او نر پرې اخته کېږي. خو د نرانو په پرتله دا ناروغي په ښځو کې زیاته لیدل کېږي. دا ناروغي له یو ډول میکروب څخه پېدا کېږي، چې هغه ته Gunococcus Neisseria ویل کېږي، چې ډیر وړوکی میکروب دی، دا ناروغي له ۱۵ کالو څخه تر ۲۵کالو عمر پورې کسانو کې ډېره لیدل کېږي

#اسباب:
په سوزاک کې اخته کسان سره اړیکي درلودل، له بازاري او فاخشو ښځو سره مباشرت چې ۸۰٪ له همدې امله رامنځته کېږي، په همدې ناروغۍ اخته کسانو سره بوس او کنار کول. په سوزاک د اخته کسانو لاسپاک استعمال او داسې نور.

:
دا ناروغي د ميکروب له حملې څخه ۲ یا ۱۰ ورځې وروسته څرګندېږي، چې مهم علایم یې د متیازو سوزېدل او له متیازو وروسته زېړ رنګي مواد په زور او تکلیف خارجېدل، په ښځینه وو کې هم له درد سره بدبویه اوبه خارجېږي. که مناسبه درملنه یې ونه شي، د مهبل ګرد چاپېره غدود متورم او دردناک کېږي. له هغې وروسته د سوزاک میکروب په وینه کې ګډېږي، سترګې، پوستکی. د خولي داخلي بلغمي غدود، مفاصل، زړه او دماغ اغېزمن کوي. په ښځو کې د متیازو نل، بیضه او رحم ته تلونکي نلونه قازفین(Follupaintube) او د مهبل شاوخوا غدود لومړی اغېزمنېږي، په هغې کې درد، د متیازو کولو په وخت کې سوځېدا او بیا بیا متیازې کول پیداکېږي. په نرانو کې د قدامي غدې ورم، د مثانې ورم، خصیو ورم، د مفصلونو درد او د زړه د غضلاتو ورم پېداکېږي. د سوزاک افیکشن له امله د نوې زیږیډلی ماشومانو سترګې سرې او پړسېدلې وي او اوښکې ترې بهېږي

#تشخیص:
د ناروغ له مخصوصو اندامونو څخه راتلونکی رطوبیت او وینه په لابراتوار کې ټسټ کړئ، له هغې وروسته درملنه پیل کړئ او له درملنه وروسته هم د ناروغ وینه ۲-۳ ځلې ټسټ کړئ او ترڅو چې نتیجه منفي سوې نه وي. درملنه یې جاري وساتئ

#تدابیر:
۱_ معالجین دې د سوزاک د ناروغانو د معاینې پرمهال له احتیاطه کار واخلي او ربړي دستکشې دې استعمال کړي او له معاینې وروسته دې لاسونه په صابون پرېمنځي.
۲_د سوزاک ناروغان دې تناسلي اعضاء په صابون او ډیټولو ومینځي.
۳_ناروغ ته ښایي چې هره ورځ کالي بدل او نیلوني کالي استعمال نه کړي
۴_تېز او تخریش لرونکي درمل دې نه استعمالوي
۵_له بازاري او پردیو ښځو له جنسي اړیکو څخه ډډه وکړي او د اسلام له حکم سره سم ژوند غوره کړئ
۶_تر مباشرت وروسته دې سملاسي متیازې وشي
‌۷_تر مجامعت وروسته مخصوصه عضو په صابون ومینځي
۹_په دې ناروغۍ د اخته وو کسانو استعمال شوي شیان مه کاروئ

#درملنه:
که د وینې او تناسلي غړیو د مادې له امتحان وروسته سوزاک ثابت شي، نو لاندې درمل ناروغ ته ورکړئ
Inj.Benzy یا Inj.penedur
او Pencillin یوه پیچکاري په عضله کې او ۲۴ ساعته وروسته بله بېچکاري په عضله کې او له دې سره ته د Probenicid مرکب لکه 500mg Bencid سهار او ماښام ورکړئ دوه ورځې پیچکاري او دوه ورځې دوا خوړل کفایت کوي
که له دې پورتنیو درملو سره ناروغ حساسیت ولري او یا په زړه پورې نتیجه ورنه کړي، نو Cap.Ampicillin 500mg
او یاTab.Erythromycin 500mg د ورځې درې ځلې تر پېنځو ورځو پورې ورکړئ

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

21/01/2022

د بدن دفاعي يا معافيتي سيستم څه ډول پياوړی کړو؟

زموږ او تاسو د بدن معافيتي سيستم شپه او ورځ بې لدې چې موږ خبر شو په جګړه بوخت وي او موږ له ناروغيو ژغوري. هر هغه وخت چې جګړه ډيره شديده شي او يا هم بايللو ته نېږدې شي بيا موږ د تبې، درد او يا نورو اعراضو له لاري خبر کړي او له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د انسان معافيتي سيستم کټ مټ د يو هيواد د دفاعي نظام په څير کار کوي، بدن له يرغل کوونکو څخه ژغوري. دغه يرغلګر کېدی شي وايرس، بکتريا، فنګس يا ټوکسين وي.
اوس موږ څرنګه کولای شو چې خپل د معافيت سيستم قوي و ساتو؟ هو! دا يو سيستم ده نظام ده يو فرد او يا يو عسکر نه ده. د نظام ساتلو لپاره نه يوازي ډيری شيانو ته اړتيا وي بلکه د هغوۍ ترمنځ تعادل، توازن او برارۍ ته هم ضرورت وي.
د يو انسان د ښه او محکم معافيتي سيستم لپاره :
۱- د يوه داسي غذايي رژيم خپلول چې په هغه کې په کافي اندازه سبزيجات او مېوه جات وي
۲- په منظم ډول تمرين او ورزش کول
۳- د برابر او مناسب وزن ساتل
۴- د تنباکو له استعمال څخه ډه ډه کول
۵- په کافي اندازه خوب کول
۶- له ذهنې فشار څخه ځان ژغورل

ډاکټر زبیر الله عباد
د داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
د پښتورګو ناروغيو ماهر
دنده د نشتر د پښتورګو د درملنې ملی روغتون
د ساينسي روغتيايي علومو انستیتوت استاد
Cell # 0781456301
Cell # 0777373400
WhatsApp No # 0777373400

Address

Nangarhar Afghanistan
Nangarhar

Telephone

+93777373400

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr zubair ibbad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr zubair ibbad:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram