Psychologyارواپوهنه

Psychologyارواپوهنه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Psychologyارواپوهنه, Psychologist, Kabul.

قوي او پیاوړي افراد هېڅکله د خپل ځان د لوړ او یا اوچت کولو لپاره نور لاندی نه را غورځوي، بلکې دوی یې له ځان سره اوچتوي. ...
01/02/2026

قوي او پیاوړي افراد هېڅکله د خپل ځان د لوړ او یا اوچت کولو لپاره نور لاندی نه را غورځوي، بلکې دوی یې له ځان سره اوچتوي.

#ارواپوهنه

د نارينؤ درد هم عجيبه وي... نه به په ژړا مور ته ور غاړې وتی شي او نه هم پلار ته؛دننه به ځوریږي او ورځ په ورځ به له منځه ...
31/01/2026

د نارينؤ درد هم عجيبه وي...
نه به په ژړا مور ته ور غاړې وتی شي او نه هم پلار ته؛
دننه به ځوریږي او ورځ په ورځ به له منځه ځي،
خو له ملګرو سره به په خندا مخ کیږي..
د شپې به خپل ارمانونه او خواهشات دفن کړي،
او سهار به بیا مُسکا په خوله د کار په لور روان وي.
که کله هم ډېر بې وسه شي،
نو یو ګوښه کې به له ځانه سره ژاړي..!

فکر وکړه چې تاسې د کوڅې په منځ کې یوه بېهوشه نجلۍ وموندهژر دې شفاخانې ته ورسوله، له تشخیص وروسته درته داکتر مبارکي درکړه...
24/01/2026

فکر وکړه چې تاسې د کوڅې په منځ کې یوه بېهوشه نجلۍ ومونده
ژر دې شفاخانې ته ورسوله، له تشخیص وروسته درته داکتر مبارکي درکړه، ویې ویل:
راتلونکی ماشوم دې مبارک شه!
ته ورته وایي: زه خو د ماشوم پلار نه یم!!
نجلۍ درباندې چیغه کوي، همدا ته یې پلار یې! او په دې ټینګار کوي
له جنجال وروسته، د DNA تشخیص کیږي
له تشخیص وروسته دې ډاکټر خبروي چې ته یې پلار نه یې ځکه چې ته عقیم(شنډ) یې
له روغتون نه راوځې خوشاله یې چې له توره خلاص شوې، خو خفه یې ځکه چې ته شنډ یې
ناڅاپه دریادیږي چې ته خو متاهل یې درې بچي هم لرې
له ځان سره وایي دا چې زه شنډ یم نو بچي له کومه شول!
ناڅاپه له خوبه راپورته کېږې، خوشالیږي.. دا خو تش خوب و،
مرئ دې وچه شوي وي، بو ګیلاس اوبه څښې!
ژر دې په یاد شي چې ته خو روژه یې
ساعت ته ګورې ٩:٣٠ بجې دي
د دفتر درباندې ناوخته شوی دی
د دفتر موټر هم درنه تللی
په ټیکسي کې ځې
کله چې دفتر ته رسیږي هیڅوک نه وي
ژر دریادیږي چې نن خو جمعه ده
زموږ چارې همداسې روانې دي، یوه صدمه بله زېږوي

منقول
#شرر

ځینې جګړې غږ نه لري، خو انسان په هماغو جګړو کې تر ټولو ډېر ستړی کېږي؛ځکه چې هلته نه دښمن ښکاري، نه د بري چیغه، یوازې زغم...
09/01/2026

ځینې جګړې غږ نه لري، خو انسان په هماغو جګړو کې تر ټولو ډېر ستړی کېږي؛
ځکه چې هلته نه دښمن ښکاري، نه د بري چیغه، یوازې زغم پاتې وي.
#ارواپوهنه

نوی کال تل نوی ژوند نه راولي،خو که فکر بدل شي،هماغه زوړ ژوند هم نوې معنی پیدا کوي. #ارواپوهنه
01/01/2026

نوی کال تل نوی ژوند نه راولي،
خو که فکر بدل شي،
هماغه زوړ ژوند هم نوې معنی پیدا کوي.
#ارواپوهنه

او دلته (قبر کې) زمونږ هیلې شتمنۍ غرورښکلا ګانېستونزېاو ټولې دُنياوي چارې تر خاورو لاندې شي, او زمونږ روح زمونږ د اعمالو...
31/12/2025

او دلته (قبر کې) زمونږ
هیلې
شتمنۍ
غرور
ښکلا ګانې
ستونزې
او ټولې دُنياوي چارې تر خاورو لاندې شي, او زمونږ روح زمونږ د اعمالو سره پاتې کیږي. ښه و اوسئ او ښه سلوک غوره کړی په دې کې هیڅ تاوان نشته.

#ارواپوهنه

هره موسکا د خوشحالۍ نښه نه وي.💔 #ارواپوهنه
29/12/2025

هره موسکا د خوشحالۍ نښه نه وي.
💔
#ارواپوهنه

کله چې ژوند درسره سخته لوبه وکړي، مه وېرېږه؛ هره تیاره د رڼا انتظار کوي.! #ارواپوهنه
25/12/2025

کله چې ژوند درسره سخته لوبه وکړي، مه وېرېږه؛ هره تیاره د رڼا انتظار کوي.!

#ارواپوهنه

🧠 موضوع: ولې ځینې خلک بې‌غږه ماتیږي؟ولې ځینې انسانان تل ارام ښکاري،خو د زړه له دننه ستړي وي؟ځکه د دوی ستړیا د بدن نه ده،...
24/12/2025

🧠 موضوع: ولې ځینې خلک بې‌غږه ماتیږي؟
ولې ځینې انسانان تل ارام ښکاري،
خو د زړه له دننه ستړي وي؟
ځکه د دوی ستړیا د بدن نه ده،
د فکر ده…
د هغو فکرونو چې هېڅکله نه بندېږي.
کله چې انسان مجبور شي
خپل درد پټ وساتي،
خپل احساسات تر سوال لاندې راولي،
او هر ځل ځان قانع کړي چې
"دا به هم تېر شي"
خو هېڅ شی نه تېرېږي.
ورو ورو انسان
د خلکو لپاره قوي پاتې کېږي،
خو د ځان لپاره ماتیږي.
داسې خلک ژړا نه کوي،
خو شپه یې اوږده وي.
شکایت نه کوي،
خو زړونه یې درانه وي.
دا خلک کمزوري نه دي،
دا هغه کسان دي
چې ډېر څه یې زغملي
او لا هم روان دي.

#ارواپوهنه

مور د زړه هغه ډاکتره ده،چې یوازي په مینه شفا ورکوي.!❤️ #ارواپوهنه
24/12/2025

مور د زړه هغه ډاکتره ده،چې یوازي په مینه شفا ورکوي.!❤️
#ارواپوهنه

🧠 ځینې ستړیاوې خوب سره نه ختمېږي،ځکه چې د بدن نه وي،د زړه او فکر وي.انسان چې هره ورځ ځان قوي وښيي،خو دننه مات وي،هماغه ا...
24/12/2025

🧠 ځینې ستړیاوې خوب سره نه ختمېږي،
ځکه چې د بدن نه وي،
د زړه او فکر وي.
انسان چې هره ورځ ځان قوي وښيي،
خو دننه مات وي،
هماغه انسان تر ټولو ستړی وي.

#ارواپوهنه

24/12/2025

� موضوع: د زړه پټه ستړیا
ځینې خلک د خوب په وخت هم ارام نه وي.
د ورځې موسکا او خندا یوازې پرده ده.
په زړه کې دننه جګړې روانې وي، چې هېڅوک یې نه ویني.
که نن ځان ستړی احساسوې، پوه شه چې دا یوازې د ژوند بوج دی، کمزوری نه یې.!
#ارواپوهنه

Address

Kabul

Telephone

+93777921547

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Psychologyارواپوهنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Psychologyارواپوهنه:

Share

Category