24/07/2025
د ننګ معالجوي روغتون د وړیا عملیاتونو درېیم کمپ د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکو ته ځانګړی شو
سهشنبه، د سرطان ۳۱مه – ننګرهار.
د ننګ معالجوي روغتون له لوري د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو لړۍ دره نور ولسوالۍ ته وغځېده، چې دا یې درېیم کمپ وړیا کمپ دی.
د روغتون متخصص ټیم د روغتیايي مرستې په موخه، د دې ولسوالۍ لسګونو بېوزلو ناروغانو ته د وړیا عملیاتونو کارتونه ورکړل.
د ننګ معالجوي روغتون رئیس، ډاکټر سفیرخان شینواري په خپلو پيليزو ویناو کې وویل، چې د روغتون رهبري او مسلکي ټیم ژمن دی چې د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو لړۍ د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته وغځوي.
په دې پړاو کې، له دره نور ولسوالۍ څخه ۱۰۰ تنه سختو او بیړنیو ناروغانو ته د وړیا عملیاتو کارتونه ورکړل شول.
د یاد کمپ له پیله، د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په ګډون سلګونه کسانو مراجعه وکړه، چې له هغوی څخه تر ټولو مستحق ناروغان وټاکل شول، او کارتونه ورکړل شول.
په ورته مهال د دره نور ولسوالۍ قومي مشر ملک میر افضل خان، د ځوانانو شورا مشر نواب خان افضلي او د مشرانو په استازیتوب الحاج محمد حلیم خبرې وکړې. هغوی د ننګ معالجوي روغتون له مشرتابه او متخصص ټيم څخه مننه وکړه، چې دره نور ته راغلي او له بېوزلو خلکو سره یې د صحت په برخه کې همکاري وکړه.
د مننې او قدرونې په توګه، د روغتون رئیس ډاکټر سفیرخان شینواري ته د اعزاز لونګۍ ور په سر شوه.
د یاد روغتیایي کمپ په ترڅ کې، د ناروغانو لپاره د لاندې شپږو جراحي څانګو له لورې وړیا عملیات ترسره کېږي:
۱. عمومي جراحۍ وارد
۲. د غوږ، پوزې او ستوني وارډ
۳. عصبي جراحۍ وارډ
۴. د سترګو وارډ
۵. د هډوکو وارډ
۶. نسایي ـ ولادي وارډ
همداراز، په کمپ کې د کاموي طبي لابراتوار له لوري د لابراتواري معایناتو برخه هم فعاله وه، چې د ناروغانو لپاره یې وړیا معاینات برابر کړل.
د ننګ معالجوي روغتون مسؤلین وايي، دا لړۍ به وروسته له نازیانو، پچیر اګام او دره نور ولسوالیو څخه د ننګرهار نورو پاتې ولسوالیو ته هم وغځول شي، او د راتلونکو پړاوونو په اړه به له
خلکو سره وخت پر وخت معلومات شریک کړی شي.
ننګ معالجوی روغتون
د نشراتو څانګه
پته : جلال اباد ښار ،څلورمه ناحیه ،روښان مینی ته مخامخ!