Dr Abduljalil tawhedyar

  • Home
  • Dr Abduljalil tawhedyar

Dr Abduljalil tawhedyar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Abduljalil tawhedyar, Doctor, .

*`فوليک اسيډ وپېژنئ!`* *🔵فوليک اسيډ د B کورنۍ يو ويټامين دى چي د* *Vitamim B9 په نامه ياديږي. (**🔵دا ويټامين په بدن کي د...
11/04/2024

*`فوليک اسيډ وپېژنئ!`*

*🔵فوليک اسيډ د B کورنۍ يو ويټامين دى چي د* *Vitamim B9 په نامه ياديږي. (*
*🔵دا ويټامين په بدن کي د نورو فعاليتونو تر څنګ د ويني په جوړښت کي يو اړين رول لوبوي.*
🔵که چيري ستاسي د بدن فوليک اسيډ کم وي نو ستاسي وينه سمه نه جوړېږي او تاسي د ويني د کمښت سره مخامخ کېږئ.
*🔵مېندواري يو د هغو حالاتو څخه دى، چي يو مېرمن ډېري ويني ته اړتيا لري.*
*`🔵ټولي امېندواري ښځې بايد درې مياشتي مخکي له امېندوارۍ، نه په ټوله دوره کي او د ولادت يا ماشوم`* زېږولوڅخه درې مياشتي وروسته د فوليک اسيډ ګولۍ/ټابلېټونه وخوري
🔵کومي مېرمني چي د مېندوارۍ په دوره کي د فوليک اسيډ کمى ولري ماشوم يې د ملاد سم نه جوړېدل، د شونډو سم نه جوړېدل او د مازغو سم نه جوړېدل مشکلاتو باندي اخته کيږي
🔵 کومي مېرمني چي د فوليک اسيډ کمى ولرى هغوي د ويني له کمښت سره مخامخ کيږي
🔵په زرغونه ترکاريو کي فوليک اسيډ په پرېمانه توګه پيدا کيږي
محترمو مېرمنو!
که غواړئ چي تاسي په مېندوارۍ کي د ويني له کمښت او ستاسي ماشوم ملا، اعصابو او شونډو په ستونزو اخته نه شي، نو تاسي بايد د مېندوارۍ څخه درې مياشتي وړاندي، د مېندوارۍ په ټوله دوره کي او د مېندوارۍ درې مياشتي وروسته هرومرو فوليک اسيډ وخورئ.

د ښايسته معلوماتو لپاره راسره ملګري شئ طبی معلومات

  Doctor at Home 🏡👈 د پروستات سرطان د پروستات غدې د سرطان ناروغي ده. د پروستات سرطان په ټوله نړۍ کې د رامنځته کېدو د کچې...
13/03/2024



Doctor at Home 🏡

👈 د پروستات سرطان د پروستات غدې د سرطان ناروغي ده. د پروستات سرطان په ټوله نړۍ کې د رامنځته کېدو د کچې له مخه دویم رایج سرطاني تومور او همدارنګه د نارینه و ترمنځ د مړینې پنځم لوی علت دی. پروستات د نارینه و په تناسلي آله کې هغه غده ده چې د ادرار مجرا د مثانې په لاندې برخه کې احاطه کوي او د خیټې په هیپوګاستریک برخه کې موقعیت لري. د هغو د موقعیت د کره څرګندونې په موخه لکه څه ډول چې د هغو په انځورونو کې ښوول کېږي مثانه د هغو د پاسه موقعیت لري. یوازې هغه کسان چې مردانه تناسلي غړي لري په دغه ناروغۍ اخته کېږي. د پروستات ډېری سرطانونه ډېره کمزورې وده لري. سرطاني حجرات یې کېدای شي د وجود نورو برخو په ځانګړې توګه هډوکو او لنفاوي غدو ته پراختیا ومومي. دغه ناروغي کېدای شي په پیل کې هېڅ نښه له ځانه وه نه ښيي. د راتلونکو پړاونو په علایمو کې یې بیا درد یا په ادرار کولو کې ستونزه، په ادرار کې وینه راتلل او یا هم په ملا او خاصره لګن (د کونې هډوکی) کې درد شاملېږي. د پروستات هیپرپلازی سلیم سرطان کېدای شي ورته علایم رامنځته کړي. په نورو راتلونکو علایمو کې یې د وینې د سروکرویاتو د حجراتو د کمښت له امله دایمي ستړیا شاملېږي.

#اسباب

هغه عوامل چې د پروستات په سرطان باندې د اخته کېدو ګواښ زیاتوي لوړ عمر لرل، کورنی مخینه او نژاد دي. د دغه سرطان نږدې ۹۹ سلنه موارد یې د ۵۰ کلنۍ څخه د عمر په زیاتوالي رامنځته کېږي. په دغه ناروغۍ باندې د کورنۍ د لومړي درجه خپلوان اخته توب کېدای شي د کورنۍ په نورو غړو کې د دغه ډول سرطان د رامنځته کېدو ګواښ دوه تر درې چنده زیات کړي. په نورو عواملو کې یې هغه غذایي رژیم چې په لوړه کچه په کې د غوښې اړوند محصولات او سره غوښه شتون ولري شاملېږي، په داسې حال کې چې په زیاته کچه د شیدو څښلو له امله د هغو د رامنځته کېدو خطر قطعي نه دي. دغه ناروغي له سوزاک سره اړیکه لري، خو د دغې اړیکې هېڅ لامل تر اوسه نه دی موندل شوی. همدارنګه د دغې ناروغۍ ګواښ له BRCA جنټیکي مورد (BRCA mutations) سره هم اړیکه لري. د تشخیص طریقه یې هم بیوپسي (نمونه ګیري) ده. کېدای شي طبي انځور اخیستنه هم د متاستاز د شتون اړوند ترسره شي.

د پروستات د سرطان له وخت وړاندې معاینه کول له دې ډلې د پروستات د ځانګړي انټي جن (PSA) ازموینه د هغو د سرطاني توب غور

*د      څه دي ؟*طبى معلوماتو لپاره بلنى راولىږى👈👈 طبي معلومات  د حیض دورې موده او د وینې اندازه چې د دورې په جریان کې لی...
29/02/2024

*د څه دي ؟*
طبى معلوماتو لپاره بلنى راولىږى👈👈 طبي معلومات
د حیض دورې موده او د وینې اندازه چې د دورې په جریان کې لیدل کیږي د هرې میرمنې لپاره توپیر لري. په هرصورت، په ډیری میرمنو کې، میاشتنۍ دوره په هرو 24 څخه تر 34 ورځو کې تکرار کیږي. د حیض وینه له 4 څخه تر 5 ورځو پورې دوام کوي او په ټوله کې 40 cc وینه ضایع کیږي. په یاد ولرئ چې لیست شوي شمیرې اوسط دي او ستاسو نورمال حد ممکن د اوسط څخه بهر وي. که چیرې د وینې اندازه له 80 cc څخه زیاته وي، دا ډیره خونریزي او غیر منظم حیض ګڼل کیږي. هغه نښې چې ښیي چې د میاشتني خونریزي غیر معمولي دي عبارت دي له:

په یو ساعت کې له یو څخه ډیر ټیمپون یا پیډ د څو ساعتونو لپاره په پرله پسې ډول لوند کړئ
د شپې ویښیدل د ټیمپون یا پیډونو بدلولو لپاره
په میاشتنۍ وینه کې د وینې د لویو ټوټو مشاهده
د حیض وینه د یوې اونۍ څخه زیات دوام کوي
درنه خونریزي د انیمیا یوه نښه ده که چیرې دا لاندې نښو سره وي:

ضعف او ستړیا
سور پوستکی
د ساه لنډۍ
سرخوږی
که څه هم د ښځو د حیض په دوره کې توپیرونه شتون لري، د حیض د دورې په منځ کې د وینې جریان یا د جنسي اړیکو وروسته وینه راتلل د حیض د اختلالاتو نښې دي او باید د ډاکټر سره وګوري.

*زه څنګه پوهیږم که زما دورې غیر منظم وي ؟*

موږ یادونه وکړه چې د غیر منظم دورې ډیری لاملونه شتون لري، مګر که تاسو لاندې نښې ولرئ، تاسو شک کولی شئ چې تاسو د غیر منظم دورې ستونزې سره معامله کوئ او تاسو باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ:

ستاسو میاشتنۍ دوره له 35 ورځو څخه ډیر یا له 21 ورځو څخه کم دوام کوي
په داسې حال کې چې تاسو امیندواره نه یاست، تاسو د 3 میاشتو څخه زیات موده نه لرئ
ستاسو د دورې له پیل راهیسې تاسو د 7 ورځو څخه ډیر وخت وینه لرئ
ستاسو د دورې دورې ناڅاپه بدلیږي
تاسو د خپل دورې په ورځو کې سخت درد تجربه کوئ
تاسو تبه لرئ یا د اندام غیر معمولي مایع لرئ
د دوه صحی نیپکنونو د بدلولو تر منځ وخت له یو ساعت څخه کم دی
کله باید د غیر منظم وخت لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړو؟

*که تاسو د لاندې علایمو څخه کوم یو وګورئ، دا سپارښتنه کیږي چې یو ډاکټر وګورئ:*

د دورې په مینځ کې وینه ورکول
د جنسیت وروسته وینه ورکول
د امیندوارۍ پرمهال وینه ورکول
د مینوپاز وروسته وینه بهیدل تجربه کړئ
که دوره د یوې اونۍ څخه زیات دوام وکړي
د دورې په جریان کې شدید درد
تبه
غیر معمولي او بد بوی لرونکی خارج
ناڅاپه د وزن کمول یا زیاتوالی
د ویښتو غیر معمولي وده
د نوي جواني جواني بڼه
د سینې څخه خارجیدل
د دې لپاره چې د حیض په دوره کې د هر ډول بې نظمۍ یا بدلونونو پیژندلو لپاره، دا غوره ده چې په څو پرله پسې میاشتنۍ دورې کې لاندې ولیکئ:

د وینې جریان
حجم یې
د استعمال شوي ټیمپون یا پیډونو شمیر او نښې چې څرګندیږي
د درد شدت
د ذکر شویو توکو په ثبتولو سره به تاسو د خپلې میاشتنۍ دورې په عامو نښو پوه شئ او د اړتیا په وخت کې به د نسایي او نسایي متخصص ته د خپلې میاشتنۍ دورې په اړه د سمو معلوماتو په اړه خبر ورکړئ.

29/02/2024

*پولیو میالیت یا*
*د ماشومانو ګوزڼ*
«Poliomyelitis»
🦿👨🏿‍🦯🦠🩺🧬💉

*تشریح*
پولیومیالیت یوه حاده وایرسي ناروغي ده چې دپولیوایروس *Poliovirus* په وسیله منځ ته راځي.
د دې ناروغۍ څرګنده ځانګړتیا کمزورتیا یا نرم فلج په ځانګړې توګه د ماشومانو په پښو کې وي.
• د وایرسونو اصلي منبع انسان دی، له همدې امله مستقیمه یا غیر مستقیمه لیږدیدنه د انسانانو په وسیله کیږي.

*مستقیم:د Oral-Fecal لاره.* وایرس د منتن شویو کسانو په فاضله موادو کې د اعراضو له راپیدا کېدو څخه دوه اونۍ مخکې او له ناروغۍ څخه اته اونۍ وروسته اطراح کیږي.

*غیر مستقیم:*
د ککړو خوړو او اوبو په وسیله. د ناروغۍ د تفریخ دوره له ۷-۱۴ ورځوپوری ده.
• ناروغي د واکسین د سم تطبیق په وسیله د مخنیوي وړ ده

*تشخیص*
د پولیومیلیت ډیر انتانات بی عرضه وی یا خفیف اعراض لري.

په ډیرو پېښو کې د ناروغۍ تشخیص د یو لوري له نرم فلج او شلیدو سره ایښودل کیږي چې له یوې سلنې څخه په کمو منتنو کسانو کې پيښيږي.

د دوه ډوله انتا نا تو اعراض په لاندی ډول دي:

*• د ماشومانود ګو زڼ غیر فلجی ډول*
تبه
د سر درد
د غاړې شخ والی
د عضلاتو درد

*• د ماشومانود ګو زڼ فلجي ډول*
فلج « په یو کم شمېر ناروغانو کې پښيږي» ، چې کوالی شي د بدن هر اسکلیټي عضلی ګروپ د تنفسي عضلو په شمول تر اغیز لاندې راولي.
فلج یو لوري ته وي یا غیرمتناظره دی چې ډیر معمولا ښکتنی اطراف اخته کوی چې له ښکته څخه پورته لوري ته پر مختګ کوی

*د فلج پرمختیا*
⚕️عضلې نرمیږي.
⚕️عضلي ریفلکس کمیږي.
⚕️حس سالم پاتې کیږي.

*احتیاط*
د تنفسي عضلو د اخته کېدو په صورت کې فلج د ژوند ګواښونکی دی.

*درملنه*
تر کومه حده چې دا یوه وایرسي ناروغي ده د دې لپاره کومه ځانګړې درملنه شتون نلري.

د پولیو په لرلو پر ماشوم د شکمنېدو په صورت کې ژر تر ژره ناروغ ثبت کړئ، مسول کس (point Focal )خبر کړئ او ناروغ د پولیو نږدې مرکز ته ولیږئ.

*مخنیوی او ناروغ ته لارښونې*
• د OPV د واکسین د څلورو دوزو واکسینول کوالی شي چې په ډاډه توګه د انتان مخنیوی وکړي.

✨د کتلوي معافیت د برنامې د مهالوېش سره سم د ټولو ماشومانو له واکسیندلو څخه ډاډ تر لاسه کړئ

👣د هرې شکمنې پېښې په اړه رپوټ ورکړئ.
تر هغه وروسته د واکسین کمپاین د ملي پروتوکول سره سم پیل کړئ.
• د فاضله موادو له منځه وړلو څخه ډاډ تر لاسه کړئ.
• د څښلو د اوبو او خوړو له خوندي سرچينو څخه ډاډ تر لاسه کړئ.
• د کورنۍ د ټولو غړو او هغو کسانو چې له شکمنې پېښې سره په تماس کې دي روغتیايي وضعیت وګورئ.
• ټولو ناروغانو ته توصیه وکړئ که د زکام ته ورته اعراضو د راپیداکیدو څخه وروسته کمزورتیا یا فلج پیدا کړی ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

*کوما ؟**کوما کوم حالت دی؟* *کوما په کوم وخت کی را منځته کیږی؟**د شاک او کوما په منځ کی توپیر چشی دی؟* کوما او د (GCS) ل...
29/02/2024

*کوما ؟*

*کوما کوم حالت دی؟*

*کوما په کوم وخت کی را منځته کیږی؟*

*د شاک او کوما په منځ کی توپیر چشی دی؟*

کوما او د (GCS) له مخې یې ارزونه:
کوما عبارت له هغه حالت څخه دی چې د یو شخص شعور ضایع شي یا د شعوري حالت ضایع کېدو ته کوما وايي. یا هم د شعوري حالت بدلون ته کوما وايي.
چې د تنبهاتو مقابل کې د ناروغ عکس العمل یا غبرګون کم شي.
دا تنبهات یا د لید وي، یا غږ وي او یا تماسي تنبهات لکه فشار راوړل، درد راوړل وي.
د شعور همدې ضایع شوي او د تنبهاتو په مقابل کې د یو ناروغ تماسي عکس العمل کم شوي حالت ته کوما وايي.
او یا هم دا چې د ناروغ (GCS) له اتو څخه کم وي.

*په کوما کې شعوري حالتونه:*
دا چې د کوما په تعریف کې شعور یا شعوري حالت یاد شو، نو اړینه ده چې دلته د شعور تعریف په لنډ ډول وکړو.
شعور د يو کس هغه حالت دی،
چې د خپل چاپيريال په اړه خبر او ځواب ويونکی وي.
یعنې د بهرني او کورني چاپيريال د شتو يا موجوداتو په اړه خبریدنې او پوهېدنې ته شعور وايي او یا د يو کس انفرادي دقيق درک او پوهېدنې ته شعور وايي.

*په کوما کې د شعور حالتونه:*
شعور: دوه برخې لري، چې یو د شخص بیدارۍ برخه ده چې ډيره سترګو پورې اړه لري.
سترګې خلاصوي، سترګې خوځوي، د سترګو پوپیلري غبرګونونو یې فعال وي.
د شعور دویمه برخه بیداري او خبرتیا ده؛ ناروغ محیط درک کوي، حالت درک کولای شي، خپل ځان پیژني، ځان او هغه ځای چې دی پکې وي پېژني، وخت پیژني، محیط سره اړیکه نیولای شي او پیژندنه یې سمه کوي.
نو له دې څرګندیږي، چې موږ د شعور یادو حالاتو ضایع کېدو ته کوما ویلای شو. کله چې د یو ناروغ د بیدارۍ، او عکس العمل یا غبرګون کم شوی وي دې حالت ته د شعور ضیاع وايي چې کومايي حالت بلل کیږي. (ARAS : Ascending reticula،activation،system)

*د کوما او کومايي حالت ارزونه:*
د GCS له مخې د کوما شدت یا سیوریټي ارزونه:
د GCS جدول کې موږ د سترګو تنبهاتو ارزونه کوو، د خبرو له لارې د ناروغ د کومايي حالت ارزونه کوو او دغه راز د عکس العملونو ارزونه یې د تنبهاتو شدت له لارې ارزوو.
د سترګو خلاصیدل او پټیدل، د کس خبرې یا د خبرو کولو توان، د کس غبرګون چې ترسره کوي یې او بدن یا غړو ته حرکت ورکوي. د GCS جدول ټولټال ۱۵ نمرې لري، چې د کومايي ناروغ ارزونه ددې جدول له لارې په لاندې ډول کیږي.

سترګو پورې یې ۴ نمرې اړوند دي:
۱ : که چیرې ناروغ سترګې خلاصې کړې وې یعنې spontaneous وي نو څلور نمرې ورکول کیږي.
۲ : که چیرې ناروغ سترګې پټې وې او د غږ په مقابل کې یې سترګې خلاصې کړې to call وي نو درې نمرې ورکول کیږي.
۳ : که چیر ناروغ د درد مقابل کې چې د بدن پرې یوې برخې یې واردیږي او سترګې خلاصوي to pain وي، نو دوه نمرې ورکول کیږي.
۴ : خو که چیرې د یادو پورته عملیو یا تنبهاتو سره سره ناروغ هیڅ سترګې خلاصې نه کړېno response وي، نو یوه نمره ورکول کیږي.

دویمه برخه ارزیابي د خبرو ارزونه ده چې best verbal response بلل کیږي چې دا ۵ نمرې لري :
۱ : که چیرې د ناروغ د خبرو کولو حالت ښه ؤ، خپل نوم یې واخېست، وخت او ځای یې وښودلای شو او له محیط خبر ؤ، نو well oriented دی چې پنځه نمرې ورکول کیږي.
۲ : که چیرې ناروغ ګنکس او کانفیوز confused وي نو ۴ نمرې ورکول کیږي.
۳ : که چیرې د پوښتنې پر مهال ناروغ نا اړوند او غیر ربطي کلمات له خولې راباسي او Inappropriate وي، نو درې نمرې ورکول کیږي.
۴ : که چیرې ناروغ د پوښتنې پر مهال نا اړوند او بې معنا غږونه له خولې راباسي نو (incomprehensive word ) حالت کې وي، نو یوازې ۲نمرې ورکول کیږي.
۵ : که چیرې ناروغ هیڅ غږ ونه کړ او د پوښتنې مقابل کې یې غبرګون ونه ښود no response وي نو یوازې یوه نمره ورکول کیږي.

*درېیمه برخه ارزونه Best motor response ده چې ټولې شپږ نمرې لري:*
۱ : که چیرې ناروغ ستاسو له لوري د واردې شوې تنبهې مقابل کې غبرګون وښود او یا دا چې عمل یې ترسره کړ، نو (obey commend) بلل کیږي او شپږ نمرې ورکول کیږي.
۲ : که چیرې ناروغ د درد ځای پر وړاندې غبرګون وښود او د واردې شوې تنبهې ځای یې راټول کړ او ځان یې وخوځاوه، نو (localized to pain) بلل کیږي او پنځه نمرې ورکول کیږي.
۳ : که چیرې ناروغ هغه غړی وښوراوه او یا یې ټول کړ، چې تاسو درد پرې وارد کړی دی لکه پښه یا لاس، نو (withdrawal) بلل کیږي، چې ۴ نمرې لري.
۴ : که چیرې ناروغ د وارد شوي درد مقابل کې ځان راټول کړ یعنې (abnormal flexion) حالت ته یې ځان تغیر کړ، علوي نهایات یې flaxition فلکسشن کړل او سفلي نهایات یې extension اکسټینشن کړل نو ۳ نمرې ورکول کيږي.
۵ : که چیرې ناروغ د تنبه یا وارد شوي درد مقابل کې غیر نارمل extinction اکسټینشن لري او یا غیر نارمل فلکسین لري، نو یوازې ۲ نمرې ورکول کیږي.
که چیرې ناروغ د تنبه مقابل کې هیڅ غبرګون ونه ښود no response ؤ، نو یوازې یوه نمره ورکول کیږي.

د کوما شدت په درې حالاتو ویشل کیږي:
د کوما حالتونه (mild) خفیف او (moderate) متوسط او (sever) شدید حالت وي.
خفیفه یا (mild) کوما موږ هغه وخت بللای شو، چې (GCS) یې (13 – 15) تر منځ وي.
منځنۍ یا (moderate) کوما موږ هغه وخت بللای شو، چې (GCS) یې (9 – 12) وي.
شدیده یا (sever) کوما موږ هغه وخت بللای شو، چې (GCS) یې ( کم وي.
د کوما شدت تشخیصولو لپاره یو بله آسانه چاره (AVPU) ده چې :
(fully conscious Alert) یعنې دې حالت کې ناروغ کاملا بیدار وي.

( voice responsible – drowsiness ) کس د غږ په مقال کې غبرګون ښيي.
(pain full stemless ) دا هغه حالت دی چې ناروغ د پورته تنبهاتو مقابل کې غبرګون ونه ښيي او که چیرې یې د درد مقابل کې غبرګون وښود دې ته ( semi-conscious ) وايي.
که چیرې ناروغ ( un responsible) وي دې حالت ته د موږ conscious an وايوو، یعنې حالت یې ترینګلی یا وخیم دی.

*د کوما اسباب:*
کوما ډير لاملونه لري چې مهم یې دوه ډوله دي.
لومړۍ : هغه کوما چې د ناروغ (CSF) یا cerebral spinal fluid نارمل وي.
دویم هغه کوما چې د ناروغ (CSF) cerebral spinal fluid وروسته له ارزونې او معاینې غیر نارمل حال کې وي.

لومړی نارمل (CSF) cerebral spinal fluid :
هغه لاملونه، چې (CSF) پکې بدلون نه کوي:
۱ : تسممات (poisoning) چې د اوپویوييدونو څخه رامنځته شوي وي او یا هم د درملو له امله رامنځته شوي وي لکه باربیتوراتونه، انټي کولینرجیک او یا سیمپاټومیمټیک درملو له امله وي. او یا هم د زهرو یا ټوکسینونو له امله کوما رامنځته شوې وي.
۲ : بل لامل یې میتابولیکې بې نظمۍ دي (metabolic disorders) اسیدي میتابولیک (metabolic acidosis ). لکه دا چې د شکرې ناروغۍ کې میتابولیکي کوما رامنځته شي، هاپوګلاسیمیايي کوما، یوریمیا، هیپاټیک انسیپلافټي.
د کوما بل لامل postictal هم شونې ده؛ ځېنې وخت چې یو کس یوه حمله، کانورژن یا اختلاج تیروي، نو بدن کې ځینې سیکولونه ، فوکل نیورولوجیکل سیکنالونه پاتې کیږي، چې وروسته ترې کوما رامنځته کیږي او دې حالت کې هم cerebral spinal fluid نارمل وي.
دغه راز فیبریل انسپالوپټي هم کیدای شي کوما رامنځته کړي لکه له یو تبې وروسته چې ناروغ اختلاج ته ولاړ شي. سپټي سیمیا، سیربرل ملاریا، ډینګو تبه ، واټر اینټوټوکسیفیکیشن هم کوما رامنځته کولای شي.
دغه راز په ځینو ترومايي حالاتو کې هم کیدای شي (CSF) نارمل وي خو کوما رامنځته کیږي.
هغه کوما چې د ناروغ (CSF) cerebral spinal fluid وروسته له ارزونې او معاینې غیر نارمل حال کې وي او پر دې سربیره د ناروغ ICP هم بدلون کړی وي، چې دا کوما لابراتواري، تاریخچې او فیزیکي تشخیص څخه وروسته په آسانۍ څرګندیږي

29/02/2024

⭕ د انسان د بدن په اړه ښکلی معلومات !

① معده ( Stomach ) هغه وخت په تکلیف کی وی کله چې انسان د سهار ناشته نه کوی .

② بښتورګی ( Kidneys ) هغه مهال د خطر احساس کوی کله چې انسان په ۲۴ سعاته یو ګلاس اوبه هم نه څښی .

③ تریخی ( Gall Bladder ) هغه وخت په مشکل کی وی کله چې انسان د شپی تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکی راپورته کیږی نه .

④ کوچنی کولمی ( Small Intestines ) هغه وخت پریشانه وی کله چې تاسی یخ مشروبات څښئ او سړه ډوډۍ خورئ .

⑤ غټی کولمی ( Large Intestine ) هغه مهال ستړی وی کله چې انسان ډیر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري .

⑥ سږی ( Lungs ) هغه وخت زیات تکلیف احساسوی کله چې تاسی د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کی ساه اخلئ .

⑦ ځیګر ( Liver ) هغه وخت تکلیف احساسوی کله چې تاسی ډیر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ .

⑧ زړه ( Heart ) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږی کله چې انسان ډیر کولیسټرول لرونکی خواړه وخوري .

⑨ سترګی ( Eyes ) هغه وخت په تکلیف کیږی کله چې په تیاره کی پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تیزه رڼا پریوزی .

۱⑩ دماغ ( Brain ) هغه مهال ډیر ستړی وی کله چې تاسی منفی فکر کوئ

 :—( )د زړه سوځېدنه چي د معدې د تېزابو د راګرځېدو له امله رامنځته کیږي؛ یوه عامه ستونزه ده، نوموړي ستونزه هغه مهال را من...
06/02/2024

:—( )
د زړه سوځېدنه چي د معدې د تېزابو د راګرځېدو له امله رامنځته کیږي؛ یوه عامه ستونزه ده، نوموړي ستونزه هغه مهال را منځته کیږي کله چي د معدې ځیني محتویات ستوني ته ټیله شي، د سوځیدني په ډول د درد سبب ګرځي.
دغه حالت که کله نا کله وي؛ عامه ستونزه ده او د تشویش وړ نه ده؛ خو تکرارً حملات یې د gastroesophageal reflux disease نښه ده او ډاکټر ته بایــد مراجعه وشي.
لاندي لارښوني عملي کول دا ستونزه تر ډیره حل کولای شي.
۱ د غوړو کم خوړل!
۲ د خوراک پر مهال سیده کښیناستل!
۳ د درانه شیانو نه پورته کول!
۴ د تیزونکو عواملو څخه لکه الکهول، ګازي،مشروبات، کافین، ترخه خواړه، لیمو، نارنج او سره رومیانو څخه پرهېز کول
۵ د وزن کمول!
۶ د سګريټو نه څکول!
۷ سپورټ کول!
۸ څو څو واره او کمه غذا خوړل!
۹ د #امیدواري پر وخت د هورمونونو د تغیراتو له امله اکثره مېندي د زړه سوځېدنه لري.

د ورځني ژوند د کړنو تغیر او پرهېز در سره زیاته #مرسته کوي.

۱: –په ورځ کي5⃣ یا 6⃣ ځلي خوړل(کمه اندازه خواړه)!
۲: –د ډوډۍ خوړلو وروسته تر یوه ګړي نه ویده کیدل.!
۳: –د غوړو او ترخو خوراکونو څخه مخنیوی.!

06/02/2024

🔴 دزکام ناروغۍ لنډه پېژندنه :
عام زکام یو ویروسي انتان دی چې په عمده توګه په پوزه او ستوني اغیزه کوي. دا یوه ساري ناروغي ده چې د مختلف ویروسونو له امله رامینځته کیږي ، چې ډیری یې rhinoviruses دي. د عام زکام نښې نښانې په عموم ډول د پوزې بهیدل یا ډکول، پرنجي، د ستوني درد، ټوخی، معتدل سر درد، او ځینې وختونه د ټیټې درجې تبه شامل دي. عام زکام معمولا یوه معتدله ناروغي ده چې د یوې اونۍ څخه تر 10 ورځو پورې پخپله حل کیږي، که څه هم ځینې نښې ممکن د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي. د عام زکام لپاره کومه ځانګړې درملنه شتون نلري، مګر د مخدره توکو څخه زیات درمل کولی سي د نښو په کمولو کې مرسته وکړي او تاسو ډیر آرام کړي. دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې عام زکام د فلو (انفلوینزا) څخه توپیر لري، کوم چې د یو بل ډول ویروس له امله رامینځته کیږي او ډیر شدید وي.

🔴د زکـــــــام ناروغۍ نښي او علامې :

د عام زکام نښې له شخص څخه بل ته توپیر کولی سي ، مګر په عمومي ډول پدې کې شامل دي:

1. د پوزې بهیدل یا ډکېدل: دا د زکام یو له عامو نښو څخه دی. تاسو ممکن د پوزې څخه یو روښانه یا لږ رنګه مایع یانیمه مایع تجربه کړئ.

2. پرنجي: پرنجي بله عام علامه ده او اکثراً د پزې په لارو کې د خارښت له امله رامنځ ته کیږي.

3. د ستوني درد: د ستوني خارښت یا د ستوني درد د زکام یوه عادي علامه ده. دا کیدای سي د تیرولو په وخت کې د ناراحتۍ یا درد سره وي.

4. ټوخی: یو معتدل ټوخی اکثرا د زکام سره شتون لري. کیدای سي وچ وي یا بلغم تولید کړي.

5. معتدل سر درد: ځینې خلک ممکن د کنجنګ یا سینوس فشار له امله په سر کې نرمه سر درد یا تکلیف تجربه کړي.

6. ستړیا: ستړیا یا د انرژي نشتوالی د عام زکام یوه عامه علامه ده په ځانګړي توګه په لومړیو مرحلو کې.

7. د بدن معتدل درد: تاسو ممکن د زکام سره د عضلاتو نرم درد او د بدن ناراحتي تجربه کړئ.

8. د ټیټې درجې تبه: پداسې حال کې چې تبه تل د زکام سره شتون نلري، ځینې خلک ممکن د ټیټې درجې تبه رامینځته کړي، په ځانګړې توګه د 39 او 38.5 درجې (101 درجې فارنهایټه) څخه کم.

دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې دا نښې نښانې کولی شي د تنفسي انتاناتو سره مخ سي، لکه فلو یا الرجی. که تاسو د خپلو نښو نښانو په اړه اندیښنه لرئ یا دوی خرابیږي، نو دا مشوره ورکول کیږي چې د سم تشخیص او مناسب درملنې لپاره د روغتیا پاملرنې مسلکي سره مشوره وکړئ.

🔴 دزکـــــــام ناروغۍ علاج او درملنه :

عام زکام یو ویروسي انتان دی چې په عمده توګه د تنفسي جریان په پورتنۍ برخه اغیزه کوي. پداسې حال کې چې د عام زکام لپاره هیڅ درملنه شتون نلري، درملنه د نښو کمولو او د بدن د طبیعي درملنې پروسې مالتړ باندې تمرکز کوي. دلته د عام زکام درملنې لپاره ځینې عام لارې دي:

1. استراحت: ډیر آرام کول ستاسو بدن ته اجازه ورکوي چې د ویروس سره د مبارزې لپاره ډیره انرژي ځانګړې کړي.

2. هایدریشن: د هایډریټ پاتې کیدو لپاره ډیری مایعات وڅښئ. اوبه، د بوټو چای، او روښانه بوی ښه انتخابونه دي. د الکولو او کافین لرونکي مشروباتو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دوی کولی شي د ډیهایډریشن سره مرسته وکړي.

4. د مالګین پوزې مینځل: د مالګین محلول سره د پوزې اوبه کول کولی سي د پوزې بندیدو او بلغم لرې کولو کې مرسته وکړي. تاسو کولی سی د دې هدف لپاره د نیټي کڅوړه یا د مالګین ناک سپری وکاروئ.

5. ګرم مایعات او بخار: د شاور یا د ګرمو اوبو کڅوړې څخه د ګرم بخار تنفس کول کولی سي د پوزې د بندیدو او تنفس په اسانه کولو کې مرسته وکړي. د ګرمو مایعاتو څښل لکه چای یا سوپ هم کولی سي آرام درکړي.

6. شات او د بوټو درملنه: شات د ټوخي ضد خاصیتونه ښودل سوي. تاسو کولی سئ په ګرمو اوبو یا بوټو چای کې شات اضافه کړئ. ځینې ​​بوټي درمل لکه echinacea یا zinc lozenges هم په دې باور دي چې د معافیت سیسټم پیاوړي کولو کې مرسته کوي، مګر د دوی اغیزمنتوب لاهم بحث کیږي.

7. د مالګې په اوبو ګارګل کول: د ګرمو مالګې اوبو سره ګارګل کول د ستوني درد په ارامولو کې مرسته کوي او سوزش کموي.

8. د خارښ څخه مخنیوی وکړئ: هڅه وکړئ د خارښ څخه مخنیوی وکړئ لکه لوګی، دوړې او قوي کیمیاوي بوی، ځکه چې دوی کولی شي تنفسي نښې خرابې کړي.

دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې انټي بیوټیکونه د عام زکام پروړاندې مؤثر ندي ځکه چې دا د ویروس انتان له امله رامینځته کیږي ، نه باکتریا. که ستاسو نښې دوام وکړي یا خراب شي، یا که تاسو سختې نښې رامینځته کړئ، نو سپارښتنه کیږي چې د نورو ارزونې او لارښوونې لپاره د روغتیا پاملرنې مسلکي سره مشوره وکړئ.

🔶🔸یوه لنډه خلاصه:

♦یوه ویروسي او انتاني ناروغي ده.
♦ځانګړی علاج نه لري.
♦انټی بیوټیک ورته هیڅ فایده نه کوی ځکه چی وایروسی
انتان دی.
♦له یوشخص څخه بل شخص ته انتقال کیږی.
♦نوموړې ناروغی تریوې اوونۍ یالسو ورځوپوری دوام
کوی .
♦دفلو سره توپیر لری.

06/02/2024

دنرس تعریف:
دنرس کلیمه له Nutrix د لاتنې کلیمي څخه اخیستل شوي ده، چې دتغذیه کولو په معنا ده.
او په اصطلاح کې هغه اشخاصو ته ویل کیږي چې دمریضانو دمراقیبت په پاره روزل کیږي، یعني دنرس دنده مرسته کول دي، دهغو فعالیتونو په اجرا کې چې ناروغ ورته اړتیا لري.
په ډیرو تعریفاتو کې نرس د داسئ یو شخص په حیس تعریف شوي دي.
چې اړمن اشخاص تغذیه کوي، حمام کول، ناروغ، زخمی او د زړو اشخاصو څخه څارنه کول دي.

دزړه عدم کفایه يا Heart Failur:تعریف: کله چې زړه د ساختماني او یا وظیفوي مشکل له کبله ونشي کولۍ چې په پوره توګه انساجوته...
04/02/2024

دزړه عدم کفایه يا Heart Failur:

تعریف: کله چې زړه د ساختماني او یا وظیفوي مشکل له کبله ونشي کولۍ چې په پوره توګه انساجوته وينه ورسوي د زړه د پاتې والي او عدم کفايې (Heart Failure) په نامه یادیږي.

د زړه د عدم کفاي علتونه عبارت دي له:
دلته د زړه د عدم کفايى يا ناکامۍ د يو څو علتونو څخه يادونه کوو:
1: د وينى لوړ فيشار.
2:د وزن زياتوالى يا چاغوالۍ.
3: د زړه د رګونو ناروغۍ.
4:د زړه دبرقى سيستم خرابوالۍ.
5: په جينيټکى يا ارثى ډول هم رامنځ ته کيږى.
او داسى نور علتونه.…
ايپيډيميولوژي يا پيښي:

څرنګه چې HF ورځ تربلې زیاتیدونکی آفت دی نوله دې کبله د نړئ تقريبا 20 ملیونه خلک د زړه عدم کفايه لري.

همدارنګه د پرمختللي نړئ کابو 2% کاهل اشخاص HF لري.
*- ياداښت: د HF شیوع په نارینه ؤ کې د ښځینه ؤ په نسبت زیاته ده.
معمولاً د عمرپه زیاتیدوسره یې واقعات زیاتیږي او په دې ډول 6-10% واقعات په 65 کلنۍ اوله هغه څخه په لوړ عمر کې رامنځته کیږي.
اما په پرمختللي هیوادونو لکه شمالي امریکا او اروپا کې داسې اټکل کیږي چې د 40 کلنۍ په عمرکې به په هروپنځو کسانو کې یوکس Heart Failure(HF) ولري.

*- د زړه دعدم کفايې ډولونه عبارت دي له:

دزړه د دوران له نظره HF په دوه ډوله ده:

1:د زړه عدم کفايه چى ايجکشن فرکشن پکى کم وي
يا سيسټاليک عدم کفايه چي پمپ يى کمزورۍ وي چي پيښى يى تقريبا 40% تشکيلوي د عدم په ناروغانو کي.
2:د زړه عدم کفايه چى زړه پوره د وينى څخه نشي ډکيدلۍ دا هم تقريبا 50% پيښى
Heart failure with Reduced Ejection Fraction(HFrEF)(Systolic HF) (40-50%)

(((((((د زړه عدم کفايى تقسيم بندى:)))))

1: د کلینیکي شکل له نظره HF په دوه ډوله دی:

- مزمن - او - حاد

2: د HF دموقعیت له نظره په درې ډوله دی:
*-د چپ طرف عدم کفايه.
*-د زړه ښى طرف عدم کفايه.
*-د زړه د بطيناتو عدم کفايه.

3: د اعراضو او علایمو د منشاء له نظره:

*- د زړه نه د انساجو په طرف د پمپ ناکامي.
*- زړه ته د ويني د بيرته راتګ ناکامي.

4:د پمپ له نظره د زړه ناکامي:
*- د زيات مقدار ويني د پمپ ناکامي.
*-د کم مقدار وينى د پمپ ناکامي.

د HF مساعدکوونکي فکتورونه:

یو شمیرحالات اوفکتورونه وجودلري چې د HF په مزمن بې عرضه ناروغ کې د عرضي HF سبب ګرځي او یاهم مزمنه قلبي عدم ک

04/02/2024

ولې مو حافظه کمزورې ده؟

⑴ بې وخته ډوډۍ خوړل د دماغو دکمزورۍ باعث کیږي.

⑵ کله، چې ډوډۍ خورو باید په ارام ډول وخوړل شي.

⑶ د زياتو غوړو خوراکي توکو خوړل مو د دماغو د کمزورۍ لامل کیږي.

⑷ سګرټ څکول مو نه دا، چې دماغ کمزوري کوي؛بلکې صحت موهم زیانمن کوي.

⑸ هېڅکله هم پټ سر یا پوښلي سر خوب مه کوئ.

⑹ د بې ځایه اندیښنو کول مو حافظه کمزورې کوي.

⑺ د الکولو څښاک نه یوازي د دماغو لپاره تاواني دي؛ بلکي د صحت وژونکی مو دی.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abduljalil tawhedyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share