زړه یوه مجوفه عضلی عضوه ده چی مخروط ته ورته شکل لری د سټرنم هډوکی خلف ته او د ستون فقرأت په قدام کی د سږو ترمنځ په متوسط میډیا سټینم کی لږ چپ طرف ته قرار لری.
زړه څلور جوفونه لری چی پورتنی دوه یی د اذیناتو په نوم او لندینی دوه یی د بطیناتو په نوم یادیږی په اذیناتو کی وینه جمع کیږی چی یو دانه د ښی اذین او بل یو یی د چپ اذین په نوم یادیږی.
او بطینات وینه پمپ کوی چی دا هم یو د ښی بطین په نوم او بل د چپ بطین په نوم یادیږی .
ښی اذین ته وینه د علوی اطرافو څخه د Superior vana cava له لاری او د سفلی اطرافو څخه و ینه ځیګر ته او د ځیګر څخه portal vine ته او د portal vine څخه د inferior vana cava له لاری را ټولیږی دا وینه اکسیجن نلری کله چی دا وینه ښی اذین ته راټوله شی نو د ښی اذین د تقبض په نتیجه کی ښی بطین ته جریان پیدا کوی چی بیا د ښی بطین د تقبض په نتیجه کی د پلمونری Valve له لاری پلمونری ټرنک ته جریان کوی دا پلمونری ټرنک بیا په دوو برخو ویشل شوی ده چی د پلمونری شریانونو په نوم یادیږی چی یو شریان ښی سږی ته تللی چی دRight pulmonary artry په نوم یادیږی چی د پلمونری ټرنک څخه نوموړی وینه د Right pulmonary artry له لاری ښی سږی ته او بل شریان د Left pulmonary artry په نوم یادیږی چی چپ سږی ته تللی ده او نوموړی وینه د پلمونری ټرنک څخه د left pulmonary artry له لاری چپ سږی ته جریان کوی په سږو کی دغه وینه کاربن ډائی اکسایډ پریږدی او اکسیجن اخلی چی د پلمونری ورید له لار چپ اذین ته جریان پیدا کوی چی د چپ اذین د تقبض په نتیجه نوموړی وینه چپ بطین ته جریان پیدا کوی چی د چپ بطین د تقبض په نتیجه کی وینه د Aorta valve له لاری Aorta ته جریان کوی چی په نتیجه کی یی په ټول بدن کی وینه دوران پیدا کوی .
همدا رنګه زړه څلور والونه لری چی عبارت دی له:
(1) Atrioventricular valve
چی د اذین او بطین په منځ کی قرار لری او دوه دانی دی چی یو یی ښی طرف ته او بل یی چپ طرف ته قرار لری چی ښی طرف ته وال د Tricuspid valve په نوم یادیږی او چپ طرف ته د Bicuspid valva یا mitral valve په نوم یادیږی.
(2)او دوه دانی د Semilunar په نوم یادیږی چی یو ښی طرف ته او بل د زړه چپ طرف ته قرار لری چی چپ طرف ته د چپ بطین او Aorta ترمنځ قرار لری چی د Aorta semilunar valve په نوم یادیږی او ښی طرف ته وال د ښی بطبن او پلمونری ټرنک ترمنځ قرار لری چی د Pulmonary artireo semilunar valve په نوم یادیږی.همدا رنګه زړه دری طبقی لری چی عبارت دی له
د داخل طرف نه خارج ته:
(1)endocardium (2)myocardium(3)Epicardium
څخه.
زړه د بهر خوا نه د یوی پردی په واسطه پوښل شوی ده چی د Pericardium په نامه یادیږی . دا پرده دوه طبقی لری چی یوه یی د Superfacial fibrous په نوم یادیږی او بله طبقه یی د serouse په نامه یادیږی چی Serouse طبقه بیا په دوو برخو ویشل شوی ده چی یوه طبقه یی د parietal په نوم یادیږی او بله طبقه یی د Vescerale په نوم یادیږی.
دا وه دوستانو لنډه شانته د زړه اناټومی او فزیالوژی. بل په لیکلی بڼه لکچر به وروسته وړاندی شی إن شاء الله
ښه د جمعی ورځ ولری.
26/09/2024
Nangarhar university
15/09/2024
په دې مبارکه ورځ هغه څوک زېږېدلی دی، چې ټوله نړۍ یې په خپل نورانیت سره روښانه کړه، شرک لاندې را وغورځېده، کفر تت شو، حقیقي انسانیت او بشري اخلاقو وده وکړه. الله تعالی دې په مونږ او ټولو انسانانو کې ددغه ستر لارښوود او الهی استازۍ اخلاق را پیدا کړي.
په Forebrain کی شاملی برخی عبارت دی له:
Cerebrum thalamus limbic system.
په Limbic system کی شاملی برخی عبارت دی له:
Amygdala hippucampus hypothalamus.
په Midbrain کی ډیر وضاحت نشته بس یو Relay station دی.
په Hindbrain کی شاملی برخی عبارت دی له :
Medulla oblangata pons cerebulum څخه.
دا وه د دماغو ویشنه دندی به یی وروسته درته وړاندی کړم إن شاء الله.
نوټ : د دماغو ویشنه په ډول ډول شوی ده خو ما درته داسی ویشنه کړی چی ډیره اسانه او دقیقه ده إن شاء الله
Be the first to know and let us send you an email when Afg healt posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.