19/05/2025
د انسان د کولمو چنجیان !
څو ډولونه لري ، په کومو کسانو کي زیات وی ؟
په چینجیانو د اخته کیدو سببونه سه دي ؟
اعراض او علایم یی څه شی دی ؟
درملنه يه څنګه کولی شو ؟
د کولمو په چنجیانو زیات شمیر ماشومان او کاهلان منتن او اخته کېږی چی اکثریت چنجیان په کولمو کی هګۍ اچوی او ژوند کوي . چنجیان زیات وخت د غایطه موادو په معاینه او ځینی وختونه په غایطه موادو کی بیله مایکروسکوپ معاینی په سترګو هم لیدل کیږی . د کولمو چنجیان تر 100 ډوله زیات نوع لری چې عام ډولونه یی عبارت دی له ...
1 : مدور چنجیان Round worms .
2 : فیته مانند چنجیان Tape worms .
3 : سنجاق مانند چنجیان Pin worms .
4 : چنګک مانند چنجیان Hook worms .
په دې چنجیانو د اخته کیدو اسباب :
1 : هغه اشخاص چې خام غذایی مواد وخوری .
2 : هغه اشخاص چې د داسی خاوری سره په تماس کی وی ، کوم چې په غایطه موادو ککړه وی .
3 : هغه اشخاص چې په کنارابو کی غایطه مواد نه کوی .
4 : د مچانو په واسطه د ککړ سوو موادو خوړل .
5 : هغه اشخاص چې د تشناب یا کناراب څخه د راوتلو وروسته لاسونه نه مينځي .
اختلاطات یا ناوړه پایله یی : که چېری په چنجیانو اخته کسان تداوی نشی نو دغه اختطلاتو سره به مخامخ شی : د کولمو بندش چیګې اکثراً د اسکاریس چنجی په واسطه منځ ته راځی ، د چنجی بی ځایه کیدل ، سینه بغل ، کم خونی ، د یینی ناروغی .
په چنجیانو د اخته کسانو اعراض او علایم : د نس دردونه ، اسهالات ، دلبدی او استفراق ، په غایطه موادو کی د چنجیان شتون ، خسافت او خستګی ، زیات ټيغون ایستل ، د وزن له لاسه ورکول .
1 : مدور چنجیان Ascaris : په افغانستان کی په چنجیانو د اخته کیدو معمول ترین نوع عبارت له اسکاریس چنجیانو څخه ده چې زیات شمیر واقعات لری . اسکاریس چنجیان په کوچنی کولمو کی ژوند کوی ، ددی چنجیانو لاروا په سږو کی په بالغ چنجی بدلیږی . وروسته بالغ شوی چنجی هګۍ اچوی او په غایطه موادو کی لیدل کېږی . زیاتره ناروغان کیدای شی بیدون د اعراضو او یاهم د پورته اعراضو درلودونکی وی .
2 : سنجاق مانند چنجیان Oxyuris , Enterobius : دا چنجیان د کوچنیو کولمو د سیکوم په برخه کی ژوند کوی ، زیات وخت د نوموړو چنجیانو ښځينه جنس د شپی لخوا د کولمو څخه خارجیږی او مقعد ته راځی او هګی اچوی چې د مقعدی د ناحیی د خارښ سبب کیږی او د مقعدی ناحیی د ګرولو او مښولو سبب کیږی.
✅ د کولمو د چنجیانو لپاره عام درمل:
1. Albendazole 400 mg
2. Mebendazole 100 mg
3. Praziquantel
4. Pyrantel Pamoate
5. Niclosamide
6. Levamisole
7. Ivermectin (په ځینو خاصو چنجیانو کې کارول کېږي)
یادونه: دا درمل اکثره وخت د یوې یا څو دورو لپاره ورکول کیږي. د درملو د دقیق مقدار، عمر او وزن ته پاملرنه وکړئ، او د ډاکټر سره مشوره لازمي ده.
2. طبیعي درملنې یا کورني تدابیر:
دا درملنې د اصلي درملو ځای نه نیسي، خو مرسته کولی شي:
• 🧄 هوږه (Garlic): انتيبیوټیک خاصیت لري. خام یا په غذا کې خوړل کیږي.
• 🥥 ناریل (Coconut): د نارېل غوړي یا خام ناریل خوړل ګټه لري.
• 🌿 شین چای یا د پودینې چای: د کولمو پاکوالي کې مرسته کوي.
• 🥬 فایبر لرونکې غذاوې: لکه سبزي، مېوې، چې کولمو ته پاکوالی ورکوي.
3. د وقایې لارې (Prevention Methods):
• د خوړو نه مخکې او له تشنابه وروسته لاسونه پرېمنځئ.
• میوې او سبزیجات ښه ومینځئ.
• خام یا نیم پخې غوښې او کب نه خورئ.
• د غایطه موادو پاکوالي ته پاملرنه وکړئ.
• ماشومانو ته شخصي حفظ الصحه وروښيئ.
که ناروغي درنه وي یا تکراري شي، نو باید د غایطه موادو لابراتواري معاینه وشي او د ډاکټر له خوا مناسبه درملنه وشي.
Diagnosis team