پۀ نړۍ کې تر شتمنۍ اړین شیان هم شته.
یو لۀ هغو پۀ ساده شیانو خوشالي ده.
01/09/2025
په دې نړۍ کې هېڅوک ستا لپاره نه دی پیدا شوی، هر څوک د ځان غم کې دي.
مینه محبت او ملګرتیا یو انتخاب دی. په نړۍ کې به ستا لپاره هېڅ کامل شخص پیدا نشي، او موږ باید له دې فکره تېر شو چې ګواکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې یو کس یوازې ستا لپاره جوړ شوی وي. داسې یو څه شوني ندي. هېڅوک ستا لپاره نه دی پیدا شوی، پرته له تانه. هر څوک په خپل ځان پورې اړه لري. که غواړې له یو چا سره اړیکه کامیابه کړې، نو دا یوازې د سخت کار، درک، د بل حال احساسولو، اړیکې ساتلو او انتخاب په وسیله شونې ده.
31/08/2025
موږ هغه مهال کولای شو لۀ ځور او عذاب نه خلاص شو چې لۀ کومې کمۍ پرته یې تجربه کړو.
Be the first to know and let us send you an email when Abduljalil Amarkhil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.