دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر

  • Home
  • دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر

دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر, Medical and health, .

🩺 د داخله او اطفالو ډاکټر
👨‍👩‍👧‍👦 د کورنۍ او ماشوم روغتیا مشورې
💊 عامې ناروغۍ | ساده درملنه | سم لارښود
🩺 جنسي کمزوري ناروغۍ | د معدې او اعصابو ناروغۍ
📚 د عامه روغتیا لپاره باوري معلومات
🙏 روغ اوسئ، موږ ستاسو سره یو

08/04/2026

08/04/2026

زموږ د ځوانانو احساس په ميډيا کې څرګند دی، دغه ويډيو په ټولنیزو رسنیو کې خورا مشهوره شوه خو ولې بايد مشهوره نشي، جنګونو مو ښکلي ماشومان هم معاف نکړل. د ځوانانو احساس د ډير قدر وړ ده.

05/04/2026

په کلينيک کې يو مريض راته وويل چې زما ميرمن د سينې (تيونو) سرطان لري، نو ايا ماته انتقال کيدلی شي ، په ياد ولری سرطان يا کينسر هيڅکله له يو انسان نه بل ته نشي انتقال کيدلي، نه د کوروالي له لارې او نه هم له کومې بلې لارې.
#کينسر

05/04/2026

محترمه ...
که ته ده خپلی کورنئ سرپرست یی نو الله پاک دی په کاروبار او رزق کی برکت واچوه .
❤️‍🩹🥀

اختر مو مبارک شه!عيد تان مبارک.
19/03/2026

اختر مو مبارک شه!
عيد تان مبارک.

18/03/2026
🌬️ سالنډي / استما (Asthma)🫁 استما د سږو يوه مزمنه التهابي ناروغي ده چې د هوا لارې (Bronchi) تنګې کوي او د ساه اخيستل سخت...
16/03/2026

🌬️ سالنډي / استما (Asthma)
🫁 استما د سږو يوه مزمنه التهابي ناروغي ده چې د هوا لارې (Bronchi) تنګې کوي او د ساه اخيستل سختوي.
🔬 د ناروغۍ اصل څه دی؟
په استما کې درې مهم بدلونونه رامنځته کېږي:
🔴 التهاب (Inflammation):
د هوا لارو داخلي برخه پړسېږي.
🟡 Bronchospasm:
د برونکو عضلات راټولېږي او لاره تنګه کوي.
🔵 ميوکس زياتوالی:
د بلغم زيات توليد د هوا لاره بندوي.
📌 نتيجه: هوا سمه داخل او خارج نشي → ساه لنډي
⚠️ عامې نښې (Symptoms)
😮‍💨 ساه لنډي (Shortness of breath)
🎵 وېزېنګ / سسکه (Wheezing)
😷 ټوخی – زياتره د شپې يا سهار وختي
🫁 د سينې تنګوالی
🚨 د استما حمله څه ډول راځي؟ (Triggers)
🌫️ دوړې او دوخان
🌼 ګرده (Pollen)
🐱 د حيواناتو وېښتان
🤧 الرژي
❄️ يخ هوا
🏃 سخته فزيکي فعالت
🧪 تشخيص (Diagnosis)
ډاکټران عموماً دا ازموينې کاروي:
📈 سپيروميټري (Spirometry) – د سږو د کار اندازه
🫁 Peak Flow Test
🧑‍⚕️ کلينيکي معاينه او تاريخچه
💊 درملنه (Treatment)
درمل دوه ډولونه لري:
🟢 Reliever inhalers – ژر د حملې مخه نيسي
مثال: Salbutamol
🔵 Controller inhalers – د التهاب مخه نيسي
مثال: Budesonide
📌 مهمه خبره:
انهيـلر بايد په صحيح طريقه استعمال شي.
🛡️ د مخنيوي لارې
✅ د دوړو او الرژۍ څخه ځان ساتل
🚭 د سګرټ نه استعمال
🏃 منظم سپک ورزش
💊 درمل منظم استعمال
⚠️ کله عاجل روغتون ته لاړ شئ؟
🚑 که:
🔴 ساه اخيستل ډېر سخت شي
🔴 خبرې کول مشکل شي
🔴 شونډې شنې شي
✅ لنډه نتيجه:
استما يو کنټرولېدونکی مرض دی. که درمل منظم واخيستل شي او محرکات مخنيوی شي، ناروغ کولی شي نورمال ژوند وکړي.

11/03/2026

د هرې ناروغي په باره کې پوښتنه لری کمنټ کې ولیکئ.

11/03/2026

لوړ فشار يوه پټه وژونکي ناروغي ده بايد د ټول عمر لپاره د ډاکټر په مشوره علاج جاري وساتی. البته قابل دکنټرول ده، پر وخت علاج يي ممکن او ډيرو ستونزو مخنيوي کوي.

11/03/2026

د ناواده شوې جلی/ پيغلې له سينې يا تيونو څخه د شيدو راتلل يوه هورموني ناروغي ده لطفاً له خپل معالج ډاکټر سره يي د علاج په اړه مشوره وکړی. هيڅ دم يا ملا ته د ورتګ ضرورت نشته بې ځايه انديښنه او تشويش مکوی، او نه د خپلو مريضانو په باره کې کې غلط فکرونه وکړی.

اکنې (Acne vulgaris) د پوستکي له عامو ناروغیو څخه ده چې زیاتره د ځوانۍ په عمر کې رامنځته کېږي، خو د هر عمر خلکو کې هم لی...
11/03/2026

اکنې (Acne vulgaris) د پوستکي له عامو ناروغیو څخه ده چې زیاتره د ځوانۍ په عمر کې رامنځته کېږي، خو د هر عمر خلکو کې هم لیدل کېدای شي. دا ناروغي هغه وخت منځته راځي کله چې د پوستکي د ویښتانو د فولیکولونو (hair follicles) او د تیلو غدو (sebaceous glands) فعالیت ګډوډ شي.

لاندې د اکنی په اړه جامع او علمي معلومات درکوم:

---

1. اکنی څه شی ده؟

اکنی د پوستکي یوه مزمنه التهابي ناروغي ده چې د لاندې بدلونونو له امله رامنځته کېږي:

1. د تیلو (sebum) زیات تولید

2. د پوستکي د مړو حجرو بندېدل

3. د بکتریاو زیاتوالی (په ځانګړي ډول Cutibacterium acnes)

4. د التهاب رامنځته کېدل

دا پروسه د پوستکي سور داغونه، دانې، او کله کله داغونه (scars) جوړوي.

---

2. د اکنی ډولونه

اکنی څو ډولونه لري:

1. Whiteheads (Closed comedones)

د پوستکي کوچني سپین دانې

د pore خوله بنده وي

2. Blackheads (Open comedones)

د pore خوله خلاصه وي

تور رنګ د اکسیډېشن له امله وي، نه د چټلۍ له امله

3. Papules

سور او دردناک کوچني دانې

پکې pus نشته

4. Pustules

سپین یا ژیړ pus لرونکي دانې

5. Nodules

ژور، سخت او دردناک دانې

6. Cystic acne

تر ټولو شدید ډول

لوی دردناک cysts جوړوي

زیاتره دایمي داغونه پرېږدي

---

3. اکنی ولې پیدا کېږي؟ (Etiology)

1. هورمونونه

په ځانګړي ډول Testosterone او androgen هورمونونه د sebaceous غدې فعالوي.

همدا وجه ده چې اکنی په دې وختونو کې زیاتېږي:

بلوغت (puberty)

حمل

د حیض څخه مخکې

---

2. جنیټیک

که د مور یا پلار اکنی درلود، اولاد کې هم زیات احتمال وي.

---

3. بکتریا

Cutibacterium acnes په بندو pores کې وده کوي او التهاب جوړوي.

---

4. زیات Sebum

sebaceous غدې زیات غوړ تولیدوي چې pores بندوي.

---

5. درمل

ځینې درمل اکنی زیاتوي لکه:

Corticosteroids

Lithium

ځینې anticonvulsants

---

6. خوراک

ځینې څېړنې ښيي چې دا خواړه اکنی زیاتولی شي:

لوړ glycemic food

خوږې څښاک

لبنیات

---

4. اکنی اکثر په کومو ځایونو کې وي؟

اکثر په دې ځایونو کې پیدا کېږي:

مخ (face)

تندی

اوږې

شا (back)

سینه (chest)

دا ځکه چې sebaceous glands پکې ډېر وي.

---

5. د اکنی درجه بندي

Mild

blackheads

whiteheads

Moderate

papules

pustules

Severe

nodules

cysts

داغونه

---

6. د اکنی عوارض

که سمه درملنه ونه شي:

1. د پوستکي دایمي داغونه

2. hyperpigmentation

3. د اعتماد کمښت

4. depression

---

7. د اکنی تشخیص

اکثر د کلینیکي معاینې له لارې کېږي.

ځینې وختونه د شدیدو قضیو کې دا ټسټونه کېږي:

هورمون ټسټ

Polycystic O***y Syndrome ارزونه

bacterial culture

---

8. د اکنی درملنه

درملنه د شدت مطابق کېږي.

---

1. Topical درمل

1. Benzoyl peroxide

بکتریا له منځه وړي

pores خلاصوي

2. Tretinoin

د vitamin A مشتق

د پوستکي حجرې تنظیموي

3. Adapalene

---

2. Oral Antibiotics

د moderate او severe اکنی لپاره:

Doxycycline

Minocycline

---

3. Hormonal therapy (په ښځو کې)

Spironolactone

oral contraceptive pills

---

4. شدید اکنی

تر ټولو قوي درمل:

Isotretinoin

دا:

sebum کموي

بکتریا کموي

inflammation کموي

خو دا درمل باید د ډاکټر تر نظارت لاندې وي ځکه side effects لري.

---

9. د اکنی مخنیوی

مهم اصول

1. مخ ورځ کې دوه ځله مینځل

2. oily cosmetics نه کارول

3. د دانې فشار نه ورکول

4. balanced غذا

5. stress کمول

---

10. عام غلط فهمي

❌ چټل پوستکی د اکنی سبب نه دی
❌ چاکلیټ یوازې د اکنی اصلي سبب نه دی
❌ زیات مینځل اکنی نه ښه کوي

---

✔️ په حقیقت کې هورمونونه، sebum او بکتریا اصلي رول لري.

---

د عمومي داخله او اطفالو ډاکټر

‏د افغانستان او پاکستان د کړکېچ اصلي ريښې او تاريخي پړاوونهجګړه پر خاوره او ډيورنډ کرښه نه ده، دلته د مظلوم د دفاع جګړه ...
05/03/2026

‏د افغانستان او پاکستان د کړکېچ اصلي ريښې او تاريخي پړاوونه
جګړه پر خاوره او ډيورنډ کرښه نه ده، دلته د مظلوم د دفاع جګړه ده.

ځيني عرب او نړيوال ليکوالان فکر کوي چي د پاکستان د پوځي رژيم او اسلامي امارت ترمينځ د دې جګړې يوازينئ لامل د ډيورنډ کرښه ده، چي دا د افغانستان په جغرافيه د هغوی پر ناخبرۍ ستر دليل دی.

اصلي ستونزه د پاکستاني پوځ مالي ګټي او د قبايلو د تاريخي حيثيت نقضول او پر بلوڅانو او پښتنو سخت وحشتونه او ظلمونه دي. دا دښمني لاندي تاريخي پړاوونه لري:

۱ - د قبايلو آزاد حيثيت (د جناح ژمنه): د پاکستان د جوړېدو پر مهال (۱۹۴۷)، محمد علي جناح قبايلو ته د آزاد تګ راتګ او خپلواک نظام (جرګو او شريعت) ژمنه ورکړه، ځکه دا يو قوم دی چي ۲۶۰۰ کيلومتره کرښي سره جلا کړی دی.

۲ - د لمبو اصلي ريښه: د ډيورنډ له کرښي ور هاخوا
د دغي خونړۍ جګړې لمبې د ډيورنډ د فرضي کرښي له خاورو نه دي راپورته سوي. دغه کرښه خو تر سلو کلونو زيات عمر لري، که خبره د خاوري او پولي وای، نو افغانانو ته د تاريخ په هر پړاو کي زرين فرصتونه په لاس ورغلي وه.

د افغانانو د غيرت او مېړاني ثبوت:
کله چي پاکستان په خپل تاريخ کي تر ټولو ضعيفه وو، کله چي په بنګال کي د بې وسۍ له امله په ګونډو سو او ماته يې وخوړه، يا چي په کشمير کي د هند تر ضربو لاندي راغلی وو، نو افغانانو کله هم د شا له خوا خنجر ور نه کړ او نه يې هم د کرښي پر سر جګړه پيل کړه. دا د افغان مېړانه او د ګاونډيتوب د مروت تر ټولو لوی معيار وو.

د جګړې د پيل حقيقي ټکی:
د نن پيښي او د TTP او بلوڅانو مقاومت د يوه استخباراتي غدر نتيجه ده. دا جګړه هغه وخت شروع سوه چي کله پاکستاني پوځ د امريکا د خوشاله کولو او د پښتنو او بلوڅو د مادي او معنوي وسايلو د لوټلو لپاره پر خپلو قبايلو بمبارونه پيل کړل.

د انسانيت ترور: په لکونو بې ګناه انسانان يې شهيدان او زرګونه نور يې "ژوندي ورک" کړل، چي تر ننه يې هره کورنۍ په مړي او ژوندي جسدونو پسي لالهانده سرګردانه پاته دي.

د مشرانو سوداګري: پوځ نه يوازي عام خلګ وځپل، بلکي په سلګونه مجاهدين او مشران يې پر امريکا وپلورل. په دې کي يې د اسلامي امارت ډېر لوړپوړي مشران په ډېر بې ننګۍ سره بنديان، شهيدان او يا په تيارو زندانونو کي ورک کړل.

۳. د افغانانو مېلمه پالنه: د شوروي يرغل پر مهال قبايلو د افغان مجاهدينو تود هرکلئ وکړ او وروسته يې د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کي د اسلامي امارت کلک ملاتړ او غوڅه ونډه واخيسته.

۴ - د سپټمبر ۱۱مي غدر او خيانت: د امريکا له راتګ سره، پاکستاني پوځ د ډالرو په بدل کي د امارت مشران (لکه شهيد ملا عبيدالله اخند، ملا هدايت الله بدري، ملا برادر اخند، مولوي عبدالصمد حکمت، پاکستان کي د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعیف، استاذ ياسر او داسي په زرګونه مجاهدين) ونيول، شهيدان يې کړل او يا يې پر امريکا وپلورل.

۵ - د پښتنو او بلوڅو نسل وژنه: پوځ د امريکا د خوښۍ او پنجابي تعصب له مخي په لکونه پښتانه او بلوڅان "ژوندي ورک" کړل. نن چي منظور پښتين او ماه رنګ بلوڅ د خپلو ورکو سويو عزيزانو د جسدونو يا ژوند پوښتنه کوي، پوځ يې زنداني کوي او ځپي. د هغوی په جلسو کي په زرګونو خلګ راځي، د خپلوانو عکسونه ورسره وي، وايي چي زموږ د خپلوانو فقط دا خبر راکړی چي هغوی ژوندي دي که مړه، ترڅو مېرمن او بچيان، خور، مور او پلار او نور خپلوان يې خبر سي. او نور ورته انتظار نه سي. که مړه وي، جسد يې راکړی چي ښخ يې کړو او فاتحه يې واخلو. که ژوندي وي، مکحمې ته يې راولی، که مجرم وي، هرڅونه سزا چي ورکوی، موږ هيڅ نه وايو.

۶ - د ظلمونو غبرګون او د TTP زېږېدل: د امریکا په امر يې ويرستان بمبار کړ، ګواکي په وزيرستان کي د امارت مجاهدین سته، قبايل يې ټول بمبار کړل، د لال مسجد پر شهيدانو او جبري ورکېدنو وروسته، د TTP مقاومت پيل سو. هغه مهال د پاکستان ۵۰۰ علماوو د امريکا د ګټو ساتونکي پاکستاني پوځ پر ضد د جهاد فتوا ورکړه.

۷ - د "ضرب عضب" وحشت او جبري هجرت: د پاکستاني پوځ په ړندو عملياتو کي زرګونه بې ګناه قبايل شهيدان او په لکونه نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سول، چي ځيني خيبر پښتونخوا او ځيني د افغانستان (خوست، پکتيا، پکتيکا) ته پناه راوړه.

۸ - د سولي سبوتاژ او د جنرالانو ډالري لوبه: د امارت له بيا واکمنېدو سره، د TTP او د عمران خان د حکومت ترمينځ کابل کي مذاکراتي ټيم افغانستان ته راغلی، مذاکرات ۹۰ سلنه بريالي سول. خو کله چي پوځ وليدل جګړه درېږي او "دفاعي بوديجه (ډالر)" يې کميږي، نو حکومت يې ړنګ کړ او د TTP مذاکراتي استازی عمر خالد خراساني يې په ډېر غدر په افغانستان کي د جاسوسانو له لاري په انفجار کي په شهادت ورسوی. په همدې ډول پاکستاني فوجي رژيم د سولي ټول مذاکرات او د سولي خبري له مينځه يوړې.

‏۹ - د "ازغن تار" منطقي پاراډوکس: د امنيت ادعا که استخباراتي پلمه؟

د پاکستان پوځ تل د خپلو امنيتي ناکاميو پړه پر افغانستان اچوي او ادعا کوي چي وسلوال له پولي واوړي. مګر دغه ادعا له لاندي علمي او جيو-پوليټيک حقايقو سره په ټکر کي ده:

د ټکنالوژۍ او ملياردونو ډالره معما: پاکستان پر ډيورنډ فرضي کرښه د شاوخوا ۵۰۰ ميليونو ډالرو څخه په زيات ارزښت د نړۍ يو له تر ټولو پېچلو نظامي خنډونو (ازغن تار) جوړ کړی. دا يوازي تار نه دی، بلکي په عصري حرارتي کامرو (Thermal Cameras)، الکترونيکي سېنسرونو او د څارني په پرمختللو سيستمونو سمبال دی. په منطقي لحاظ، له داسي پولي څخه چي په هر يوه کيلومتر فاصله کي يې يوه نظامي پوسته شتون لري، په لسګونه عسکر او کامرې شتون لري، دا څنګه ممکنه ده چي په زرګونو مجهز وسلوال دي تري تېر سي او پاکستانئ پوځ دي پري خبر نه وي؟

نظامي ناتواني که قصدي غفلت؟: که موږ د پاکستان ادعا ومنو، نو دا په خپله د پاکستاني پوځ پر غير مسلکي توب يو اعتراف دی. دا په دې معنا ده چي يا د هغوی عسکر پر پوله ويده دي او يا دا چي دا تار يوازي د سياسي امتيازاتو لپاره يوه پلمه ده.

د بحران ريښه په دننه کي ده: حقيقت دا دی چي جګړه د پاکستان په داخلي جغرافيه کي ده. هغه خلګ چي د "نظامي اسټبلشمنټ" له لسيزو وحشتونو تنګ سوي، په خپله خاوره کي مقاومت کوي. دا د خپل کور د اور پړه پر ګاونډي اچول دي تر څو نړيوال امتيازات ترلاسه کړي.

د کډوالو موضوع او د استخباراتي فتنې شنډول
د پاکستان فوج اصلي غوښتنه دا نه ده چي د افغانستان له خاوري دي موږ ته خطر نه وي، بلکي اصلي غوښتنه يې دا ده چي دغه جنګيالي ټول لاس تړلي پاکستاني فوج ته وسپارل سي. کله چي پاکستانئ پوځ له اسلامي امارت څخه د جنګياليو د لاس تړلي سپارلو غوښتنه کوي، امارت ورته يو ډېر منطقي او روښانه ځواب لري، خو پاکستان د تعصب له مخي د حل لاره نه مني:

د کډوالو او جنګياليو تفکيک: امارت په ډاګه کړې چي دلته په افغانستان کي يوازي بې ګناه کډوال (ښځي، ماشومان او سپين ږيري) مېشت دي چي ستاسو د ضرب عضب عملياتو د ظلمونو له امله راغلي دي. امارت ورته وويل: "موږ چمتو يو چي دا بې ګناه کډوال بيرته درواستوو"، که چيري تاسو ځای ورکوی، خو پاکستان هغه کډوال نه غواړي. هغوی يوازي وسلوال غواړي، حال دا چي وسلوال د پاکستان په خاوره کي دننه جګړه کوي.

د پاکستان "ننداره يي" استخباراتي لومه: پاکستان پوهيږي چي جنګيالي دننه پاکستان کي دي، د امارت وس کي نه دي چي ټول ورته ونيسي، او ورتسليم يې کړي، خو د پاکستان غوښتنه دا ده چي امارت بايد دلته د هغوی بې ګناه کورنۍ (ښځي او ماشومان) تنګ کړي او وځوروي، ترڅو د کورنۍ د فشار له لاري جنګيالي افغانستان ته وغواړي او بيا يې امارت بنديان کړي او پاکستان ته يې وسپاري، د دې فتنې هدف دا دی چي اسلامي امارت له خپلو هغو پښتنو وروڼو سره په جګړه کي ښکېل کړي چي کلونه يې ورته په سختو ورځو کي پناه ورکړې وه. پاکستان غواړي د دې جګړې ننداره وکړي او د "پښتون په لاس د پښتون ځپلو" تګلاره پر مخ يوسي.

د امارت پرېکنده ځواب: د اسلامي امارت دريځ دا دی چي زموږ اسلام، وجدان او افغاني غيرت اجازه نه راکوي چي بې ګناه مېلمانه او کډوال وځوروو. که پاکستان ادعا کوي چي جنګيالي سته، نو امارت ورته په ننګوونکي (Challenging) ډول ويلي: " موږ ته اجازه را کړی چي پاکستان ته در سو، همالته به ستاسو په خاوره کي ستاسو مخالف جنګيالي درته ونيسو." ځکه هغوی هلته دي، نه دلته.

اخلاقي ميثاق: د مېلمه سپارل يا په بې ګناه کډوالو فشار راوړل د اسلامي شريعت او پښتونولۍ په قاموس کي تر ټولو لويه ګناه ده. امارت د يوه بااحساسه نظام په توګه هيڅکله د پاکستاني جنرالانو د فتنو ښکار نه سو او ثابت يې کړه چي د بې ګناه انسانانو د عزت او "امان" سوداګري نه کوي.

د جګړې تر شا استخباراتي سراب؛ د باګرام او ډالرو معما
اصلي خبره دا ده چي پاکستاني جنرالان په پوره شعور پوهېږي چي د ټي ټي پي (TTP) او بلوڅ بېلتون‌پالو سپارل د اسلامي امارت په وس کي نه دي، خو هغوی قصدًا د جګړې د اور لمبې پورته کول غواړي. دا يو داسي تياتر دی چي صحنه يې په راولپنډۍ کي جوړه سوې، خو هيله يې په واشنګټن کي د ډونلډ ټرمپ په خوشالولو پسي تړلې ده.

د باګرام او وسلو قمار:
ډونلډ ټرمپ په خپلو توندو بيانونو کي په وار وار د باګرام د هوايي اډې د بيرته نيولو او د هغو پاته سويو وسلو د بيرته ترلاسه کولو ارمانونه څرګند کړي دي. د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ، چي جنرال عاصم منير يې د ټرمپ د خوښي او "ګران جنرال" بللی دی، غواړي دغه فرصت د ځان لپاره د ډالرو په يوه نوې چينه بدل کړي.
دا خبره د هند يو ستر عالم علامه سلمان ندوي حفظه الله يو کال مخکي کړې وه چي عاصم منير د همدې کار دپاره راغلی دی.

‏د ميډيا اجورتي غږ او د "کرایې" جګړه:
د پاکستان د ميډيا له رنګونو دا حقيقت په ډاګه کيږي چي هغوی په بربنډه توګه د امريکا د ګټو لپاره نغارې وهي، حتی تر دې حده چي د باګرام د بمبارولو او پر امارت د فشار راوستلو ډنډورې غږوي. دا د هغه "اجورتي جګړې" پخوانۍ نښي دي چي پوځ غواړي د افغانانو په وينو يو ځل بيا د سپيني ماڼۍ (White House) پام ځان ته واړوي.

د کمعقلۍ او سياسي حماقت ننداره:
د هغوی دا تصور چي ګواکي د فشار او تهديد له لاري به امارت د باګرام اډه امريکا ته ور وسپاري او يا به د هغوی "خالي ارمانونه" پوره کړي، يو داسي ماشومانه او له عقله ليري خيال دی چي په سياسي قاموس کي يوازي د "خندا وړ" بلل کېدلای سي. دا د هغو جنرالانو کمعقلتوب دی چي لا هم د تېر تاريخ له ماتو او افغاني غيرت څخه سبق نه اخلي.

پاکستان دا جګړه د خپل امنيت لپاره نه، بلکي د بل د ارمان لپاره د خپلي جغرافيې د قربانولو يوه ناکامه هڅه ده. د هغوی دا ماشومانه تګلاره به نه يوازي باګرام ور په برخه نه کړي، بلکي د خپل کور اور به نور هم ورته تازه کړي.

۱۰ - د حريم نقض او د "رد الظلم" ځواب: کله چي پاکستاني پوځ د خپلو ناکاميو پټولو او د ټرمپ او امريکا د خوشاله کولو لپاره پر افغان خاوره ړندې بمبارۍ وکړې او په سلګونه بې ګناه افغانان يې شهيدان کړل، امارت يې په ځواب کي د "رد الظلم" قاطع عمليات پيل کړل، چي لسګونه پوستې يې فتح او پوځ ته يې درانه تلفات واړول.

د جګړې اصلي ستونزه:
حقيقت دا دی چي جګړه د خاوري پر سر نه، بلکي د هغه وحشت، جبر او د ډالرو د سوداګرۍ محصول اور دی چي پاکستاني پوځ د خپلو ګټو لپاره د پښتنو او بلوڅو په کورونو کي بل کړی دی.
جګړه له افغانستان څخه نه ده پيل سوې او نه افغانان جګړه غواړي. د دې کړکېچ يوازينئ علت د پاکستاني پوځ هغه ناکامه، ډالر غوښتونکې او دوه ګونې پاليسي ده چي غواړي د خپلو ناکاميو پړه پر افغانانو واچوي، د قبايلو او بلوڅانو آزاد او تاريخي حيثيت يې غصب کړی، د امریکا اجورتي قاتلان ګرځېدلي، د ډالرو دپاره سيمه بې امنه کوي. او هره ورځ يې په بمبارونو، جبري ورکېدنو او وحشتونو کي ساتي. د ستونزي حل يوازي د قبايلو او بلوڅانو آزاد حيثيت او د هغوی وسايل بيرته ورکول او د پاکستاني پوځ د امریکا د غلامۍ له طوق څخه ځان آزادول، او د امریکا له جګړې څخه پر شا کېدل دي. نور هيڅ حل لار نه لري.

والله اعلم بالصواب

م. حکمت.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share