
08/07/2025
لیکنه ولولی ډیر څه به تری زده کړی ۔
Bariatric Surgery وزن کمولو جراحي یا
یو ډول عملیات دی چه ډیر زیات وزن یا چاغوالی درملنی لپاره ترسره کیږی.دا عملیات د هاضمې په سیسټم کې بدلون راولي، څو ناروغ کم خواړه وخوري او وزن یې کم شي.
معمول ډولونه یی:
1. (Gastric Bypass):
معده کوچنۍ کېږي، او د هضمي لارې یوه برخه بای پاس (لنډه) کېږي.
خوراک کم کېږي او بدن کم کالوري جذبوي.
2. (Sleeve Gastrectomy):
د معدې شاوخوا ۸۰٪ برخه پرې کېږي.
د لوږې احساس کموي او وزن ژر کمیږي
3. (Adjustable Gastric Band):
یو خاص بانډ د معدې شاوخوا لګول کېږي، چې د خوراک اندازه محدودوي.
ناروغ ژر مړښت احساسوي.
4. بیلیوپانکریاټیک ډایورشن (BPD/DS):
پېچلي عملیات دي چې هم معده کوچنۍ کوي او هم د کولمو برخه بای پاس کوي.
د وزن ډېر کمښت راولي، خو له ځان سره د خوړو د جذب ستونزې هم لري.
ولی ترسره کیږی دا عملیات؟
کله چې رژیم، ورزش، او درملو سره وزن نه کمېږي.
ډیر زیات چاغوالی لپاره چه BMI 40 یا لدی هم زیات وی
یا BMI 35 او ورسره نوری ناروغی مل وی لکه شکر ناروغۍ زړه ناروغۍ ناروغۍاو دوینی لوړ فشار
ګټي یی څه دی؟
اوږدمهاله وزن کمښت.
د چاغوالي سره تړلو ناروغیو ښه والی لکه شکر، خوب نه کول، د زړه ناروغي.
مرګ علتونه یی څه دی؟
1. د وینې بندېدل یا لخته :Blood Clot – Pulmonary Embolism)
کله چې وینه لخته شي او سږي ته لاړه شي
2. د زړه حمله یا سکتې (Heart Attack or Stroke):
دا خطر د هغو کسانو لپاره لوړېږي چې مخکې له مخکې د زړه ستونزې لري.
3. شدید انفکشن (Infection or Sepsis):
که چیرې د عملیاتو وروسته زخمونه یا د بدن دننه برخه عفونت یا میکروبی شي
4. د عملیاتو تخنیکي ستونزې (Surgical Complications):
لکه د معدې یا کولمو سوري کېدل، یا د جراحي وسایلو تېروتنه.
5. د تنفس ستونزې (Respiratory failure):
د چاغو ناروغانو لپاره کله کله د عملیاتو وروسته تنفس ستونزمنېږي
6. سخته د وینې بهېدنه (Severe Bleeding):
که وینه بند نه شي، خطرناک حالت رامنځته کوي.
پایله یا نتیجه؟
باریاتریک عملیات یا جراحی مرګونی نه دی 1000 کسانو کی یو کس پکی خپل ژوند له لاسه ورکوی هغه هم د ډاکټر د بی غوری له وجی چه ناروغ ته پام ونکړی
نوټ:
زه خپله د باریاتریک عملیات په ډیرو پروسیجرونو کی ولاړ یم او په KPK یا خیبر پښتونخواه کی یی صرف دوه ډاکټران دا عملیه ترسره کولای شی نه غواړم نومونه یی ذکر کړم خو ولی ترواسه ما پکی داسی ناروغ ندی لیدی چه ژوند یی له لاسه ورکړی وی اوس راځو د بسم الله جان صیب چه الله د ورته هغه دنیا ښه کړی ژوند له لاسه ورکول د ډاکټر بی غوری وګڼو او که کومه بله لوبه
شخصا زه پری خپله ډیر خفه یم زموږ دوطن ویاړ وو په بین المللی سطحه
دوه لوبڅار مو درلودل د نړی په سطحه
هغه هم یو راڅخه لاړ او موږ یی یواځی پریښودو
الله دی یی وبښی انا لله وانا الیه راجعون
Copy