Medical diagnosis

  • Home
  • Medical diagnosis

Medical diagnosis Bringing you trusted health tips, medical updates, and helpful videos to support your well-being. Stay informed and healthy with us!

12/04/2026

How healthy is pizza for the human body?
Medical diagnosis

ایا کله له تاسو سره داسي  شوی چې د یو شخص نوم،  د یو ځای نوم یا یو مهم کار مو ناڅاپه له یاده ووځي؟ کله ناکله هېرېدنه عاد...
12/04/2026

ایا کله له تاسو سره داسي شوی چې د یو شخص نوم، د یو ځای نوم یا یو مهم کار مو ناڅاپه له یاده ووځي؟

کله ناکله هېرېدنه عادي خبره ده، خو که دا حالت دوام وکړي او ورو ورو د ورځني ژوند پر فعالیتونو اغېز وکړي، کېدای شي د الزایمر ناروغۍ نښه وي. الزایمر یوازې یوه ساده هېرېدنه نه ده، بلکې د دماغ یوه جدي ناروغي ده چې د وخت په تېرېدو د انسان حافظه، فکر او د ژوند کیفیت اغېزمنوي.

#الزایمر د دماغ یوه پرمختګ کوونکې ناروغي ده چې د وخت په تېرېدو سره د حافظې، فکر کولو او ورځني فعالیتونو توان کموي. دا ناروغي عموماً د عمر په زیاتېدو سره په انسانانو کې ډېره لیدل کېږي، خو د سالم ژوند طرز کولای شي د هغې خطر کم کړي.
الزایمر د دماغ حجرې ورو ورو زیانمنوي او له منځه یی وړي. په پیل کې کوچنۍ هېرېدنې یا یاد فراموشی رامنځته کېږي، خو وروسته انسان د عادي کارونو په ترسره کولو کې هم ستونزو سره مخ کیږي.

د دې ناروغۍ په اړه پوهه لرل ډېر مهم دي، ځکه چې ژر پېژندنه کولای شي د ناروغ ژوند اسانه کړي او د ناروغۍ چټک پرمختګ کم کړي.

د الزایمر مهمې نښې:

• د حافظې کمزوري کېدل، په ځانګړي ډول د وروستیو معلوماتو هېرول
• د خبرو پر مهال د کلمو هېرول
• د پرېکړې کولو توان کمېدل
• د وخت او ځای په پېژندلو کې ستونزه
• د ورځنیو عادي کارونو ترسره کول سختېدل
• د مزاج او شخصیت بدلون
• د شیانو ځای هېرول او بیا نه موندل

احتمالي عوارض (Complications)

•په ورځني ژوند کې پر نورو تکیه کول، لکه د خوراک، جامو اغوستلو او تګ راتګ لپاره مرستی ته اړتیا
• خپګان او اضطراب
• ټولنیز انزوا (له خلکو لرې کېدل)
• د تغذیې ستونزې
• د خوندي تګ راتګ مشکل او د لویدلو خطر
• د کورنۍ د نورو غړو او پالونکو لپاره رواني فشار

د الزایمر درملنه (Treatment)

تر اوسه د الزایمر لپاره قطعي درملنه نشته، خو ځینې دواګانې او طریقې د ناروغۍ پرمختګ ورو کولای شي.

1. طبي درمل (Medicines)

ځینې درمل د حافظې او فکر کولو په ښه ساتلو کې مرسته کوي:

• Donepezil
• Rivastigmine
• Galantamine
• Memantine

دا درمل د ناروغۍ پرمختګ ورو کوي، خو باید یوازې د ډاکټر په مشوره استعمال شي.

2. ذهني تمرینونه (Brain Exercises)

دماغ فعال ساتل د الزایمر په ورو کولو کې مهم رول لري:

• قران کریم تلاوت او مطالعه کول (کتاب، مقاله
• معما او ذهنی پوښتنی حل کول.
• د نوي مهارت زده کول (ژبه، کمپیوټر)
• شطرنج یا فکري لوبې
• د یادښت تمرین (لست یادول)

3. فزیکي فعالیت (Physical Activity)

ورزش د دماغ د وینې جریان ښه کوي:

• هره ورځ 20–30 دقیقې قدم وهل
• نرم سپورټ
• یوګا
• د بدن حرکتي تمرینونه

4. مناسبه غذا (Healthy Diet)

صحتمند غذا د دماغ لپاره ډېره مهمه ده:

غوره غذا:
• مېوې او سبزيجات
• ماهي (Omega-3)
• مغزي مواد (بادام، چهارمغز، پسته)
• زیتون تېل
• سالم پروټین

باید کم استعمال شئ:
• ډېر غوړ
• بوره
• فاسټ فوډ

5. منظم خوب (Sleep)
• هره ورځ 7–8 ساعته خوب
• په منظم وخت بیده کېدل
• له خوب مخکې موبایل کم استعمالول

6. ټولنیز فعالیت (Social Activity)

له خلکو سره اړیکه دماغ فعاله ساتي:
• له کورنۍ سره وخت تېرول
• له دوستانو سره لیدنه
• په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون
• خبرې کول او نظر شریکول

7. د کورنۍ او پاملرنې ملاتړ (Care & Support)

د کورنۍ ملاتړ ډېر مهم دی:
• له ناروغ سره په حوصله خبرې کول
• ساده جملې استعمالول
• ورځني مهالوېش جوړول
• مهم شیان په یو مشخص ځای کې ایښودل
• د درملو وخت تنظیمول

8. د خطری عواملو کنټرول (Risk Control)

• د وینې فشار کنترولول
• شکر کنترول
• کولېسټرول کنترول
• سګرټ څکول بندول
• وزن کنټرول

9. رواني ملاتړ (Mental Support)

• اضطراب او خپګان درملنه
• مثبت چاپیریال
• عبادت او اذکار کول
• استرس کمول
• د موسیقۍ اورېدل

یادښت:
که دغه نښي تاسو کې موجودي اوسي ،ژر تر ژره د ډاکټر سره مشوره وکړئ. ژر او په وخت تشخیص د الزایمر د پراخیدو مخنیوی کوي.
For more information please like and follow Medical diagnosis

11/04/2026

Can you answer all these questions?

Medical diagnosis

د ویټامینونو د استعمال مناسب وختونه! د ویټامینونو سم وخت کې استعمالول د هغوی اغېزه زیاتوي او بدن ته ښه ګټه رسوي. لاندې ل...
11/04/2026

د ویټامینونو د استعمال مناسب وختونه!

د ویټامینونو سم وخت کې استعمالول د هغوی اغېزه زیاتوي او بدن ته ښه ګټه رسوي. لاندې لارښوونې کولی شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو ویټامینونه په سمه طریقه وکاروئ:

ویټامین B12
سهار یا غرمه اخیستل غوره دي، ځکه چې د انرژۍ په زیاتولو کې مرسته کوي.

B Complex
سهار استعمال شي، ځکه چې د بدن میتابولیزم او عصبي سیستم لپاره مهم دی.

فولیک اسید
غوره ده چې سهار په تشه معده واخیستل شي، ترڅو ښه جذب شي.

ویټامین C
سهار په تشه معده اخیستل ښه دي، ځکه چې د معافیت سیستم پیاوړی کوي.

ویټامین E
له غرمې یا ماښام ډوډۍ سره واخیستل شي، ځکه چې له غوړو سره ښه جذبېږي.

اومیګا 3 (Omega-3)
له غرمې یا ماښام ډوډۍ سره استعمال شي، د زړه او دماغ لپاره ګټور دی.

ویټامین D
له غرمې یا ماښام ډوډۍ سره اخیستل غوره دي، ځکه چې له غوړو سره ښه جذبېږي.

زنک (Zinc)
د غرمې له خوړو څخه ۱–۲ ساعته وروسته واخیستل شي، ترڅو ښه اغېز وکړي.

یادونه: د هر ډول ویټامین د دوامداره استعمال مخکې د ډاکټر مشوره اخیستل غوره دي، په ځانګړي ډول که کومه ناروغي یا ځانګړی درمل کاروئ.
Medical diagnosis

له ډوډۍ  خوړلو وروسته سمدستي مه کښېنئ!ډېری خلک فکر کوي چې له خوړو وروسته باید سمدستي کیني یا استراحت وکړي، خو څېړنې ښيي ...
09/04/2026

له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي مه کښېنئ!

ډېری خلک فکر کوي چې له خوړو وروسته باید سمدستي کیني یا استراحت وکړي، خو څېړنې ښيي چې لنډ او آرام قدم وهل د روغتیا لپاره ډېر مهم دي. که تاسو یوازې ۵ دقیقې هم ورو قدم ووهئ، ستاسو بدن ته به لاندې ګټې ورسوي:

• هضم ښه او چټک کېږي
• د وینې شکر متعادل ساتي او د ناڅاپي لوړېدو مخه نیسي
• د نس پړسوب او دروندوالی کموي
• میتابولیزم لږ فعالوي او د کالوریو سوځولو کې مرسته کوي
• د زړه او رګونو روغتیا ته ګټه رسوي
• د ستړیا او خوبولي احساس کموي
• د وزن په کنټرول کې مرسته کوي
• د ذهني ارامتیا او ښه احساس سبب ګرځي

له خوړو وروسته سخت ورزش ته اړتیا نشته؛ یوازې آرام قدم وهل کافي دي. هڅه وکړئ دا عادت د خپلې ورځنۍ ژوند برخه وګرځوئ، ځکه کوچني بدلونونه لویې پایلې لري.

یادونه: که د معدې خاصه ناروغي لرئ، ډېر تېز حرکت مه کوئ او په ارامه قدم ووهئ.

که دا معلومات ګټور وو، له خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ.
Medical diagnosis

09/04/2026

Only Medical doctors can answer all these questions.
Medical diagnosis

د پستې ګټې او روغتیايي ارزښت 🌰🫰🏻پسته یوه ډېره مغذي او خوندوره وچه مېوه ده چې په کې ویټامینونه، منرالونه، فایبر او انټي‌ا...
08/04/2026

د پستې ګټې او روغتیايي ارزښت 🌰🫰🏻

پسته یوه ډېره مغذي او خوندوره وچه مېوه ده چې په کې ویټامینونه، منرالونه، فایبر او انټي‌اکسیدنټونه شته. د پستې منظم استعمال کولای شي ستاسو د بدن پر عمومي روغتیا مثبته اغېزه ولري.

د زړه روغتیا پیاوړې کوي
پسته د ښه کولېسټرول (HDL) په زیاتولو او د خراب کولېسټرول (LDL) په کمولو کې مرسته کوي، چې دا د زړه د ناروغیو خطر راکموي .

حافظه او تمرکز ښه کوي
په پسته کې ویټامین B6 او نور مهم مواد شته دی چې د دماغ فعالیت پیاوړی کوي او د تمرکز او یادښت په ښه کېدو کې مرسته کوي.

انرژي زیاتوي
پسته د پروټین، صحي غوړو او کاربوهایډریټونو ښه منبع ده چې بدن ته دوامداره انرژي ورکوي.

د وینې په ښه کېدو کې مرسته کوي
پسته اوسپنه (Iron) لري چې د وینې د کمښت (انیمیا) مخنیوي کې مرسته کوي او د بدن لپاره سالمه وینه برابروي.

وزن په کنټرول کې ساتي
که څه هم پسته کالوري لري، خو د فایبر او پروټین له امله ژر مړښت پیدا کوي او د زیات خوراک مخه نیسي.

د وینې شکر تنظیموي
پسته د وینې د شکر کچه په متوازن ډول ساتي او د شکر ناروغانو لپاره په مناسب مقدار کې ګټوره ده.

د ښځو او نارینه وو د هورمونونو په تنظیم کې مرسته کوي
په پسته کې مهم منرالونه لکه زنک (Zinc) او ویټامینونه شته چې د هورموني توازن په ساتلو کې مهم رول لري.

د هاضمې لپاره ګټوره ده
پسته فایبر لري چې د هاضمې سیستم ښه کوي او د قبض ستونزه کموي.

د پوستکي او ویښتانو لپاره ګټه لري
د انټي‌اکسیدنټونو او ویټامین E له امله پوستکی سالم ساتي او ویښتان پیاوړي کوي.

For more information like and follow our page Medical diagnosis

08/04/2026

Vegetables benefits for human body.

Medical diagnosis

06/04/2026

What is digital re**um exam?

Medical diagnosis

که اټومي برید وشي څنګه ځان وژغورو؟ (دوهمه برخه)حتی که یو څوک د چاودنې له مستقیم خطر څخه وژغورل شي، د اټومي پېښې اغېزې دل...
05/04/2026

که اټومي برید وشي څنګه ځان وژغورو؟

(دوهمه برخه)

حتی که یو څوک د چاودنې له مستقیم خطر څخه وژغورل شي، د اټومي پېښې اغېزې دلته نه ختمېږي. اصلي ستونزه اکثره د رادیواکتیفي وړانګو له امله رامنځته کېږي چې کولی شي د انسان د بدن پر حجرو او غړو جدي اغېز وکړي.

اټومي وړانګې یوازې سمدستي خطر نه لري، بلکې کولی شي د انسان په بدن کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او د کلونو وروسته جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کړي.

کله چې رادیواکتیفي ذرات بدن ته داخل شي، دا د حجرو د DNA جوړښت ته زیان رسوي. DNA د انسان د بدن اساسي جنیټیک معلومات لري، او کله چې دا زیانمن شي، حجرې په سمه توګه وده نه شي کولی. ځینې وخت دا بدلونونه (Mutation) د اوږدې مودې وروسته د سرطان سبب ګرځي.

د تاریخ په اوږدو کې د اټومي پېښو څخه وروسته مشاهده شوې چې ځینې کسان د څو کلونو وروسته د سرطان، وینې ناروغیو (Leukemia) او نورو مزمنو ستونزو سره مخ شوي دي. دا ځکه چې وړانګې د بدن د حجرو طبیعي کنټرول ګډوډوي.

په ځینو مواردو کې، رادیواکتیف وړانګې کولی شي د انسان د نسل په جینونو کې بدلون راولي. دا جنیټیک بدلونونه ممکن د راتلونکو ماشومانو پر روغتیا هم اغېزه وکړي، چې د ولادي ستونزو، کمزورۍ یا د بدن د ځینو غړو د نیمګړتیا سبب کېدای شي.

دا اغېزې اکثره سمدستي نه ښکاري، بلکې ممکن کلونه وروسته څرګندې شي. همدا دلیل دی چې ساینسپوهان وړانګو ته د اوږدمهاله خطر په سترګه ګوري.

که د وړانګو اندازه زیاته وي، د بدن هغه برخې چې ډېرې فعالې حجرې لري تر ټولو زیات اغېزمنېږي. د بېلګې په توګه:

Bone marrow (د هډوکو مغز)

چې د وینې حجرې تولیدوي، زیانمنېږي. د دې له امله د بدن دفاعي سیستم کمزوری کېږي او انسان د عادي انتاناتو پر وړاندې هم حساس کېږي.

Thyroid gland (تایرایډ غده)
ځینې رادیواکتیف مواد په تایرایډ کې جمع کېږي او هورمونونو تولید او فعالیت ګډوډوي.

Skin (پوستکی)
د پوستکي حجرې ژر زیانمنېږي، چې سوروالی، سوځېدنې ته ورته حالت او حساسیت پیدا کوي.

Digestive system (هاضمي سیستم)
د معدې او کولمو حجرې زیانمنېږي چې د زړه بدوالي، کانګو او اشتها له منځه تلو سبب کېږي.

Reproductive organs (تناسلي غړي)
شدید تماس له وړانګو سره کولی شي د اولاد د پیدا کېدو وړتیا کمه کړي (بې اولادي رامنځته کړي). همدارنګه د جینیټیک بدلون له امله کېدای شي راتلونکي ماشومان له جسمي ستونزو یا کمزورۍ سره وزېږي.

رادیو اکتیف دوړې یا Fallout څنګه بدن ته داخلیږي؟

رادیو اکتیف دوړې کولی شي د سلګونو کیلومتره واټن سفر وکړي، ځکه چې دا ذرات د باد له لارې انتقالېږي. په ځینو پېښو کې رادیواکتیف ذرات کولی شي حتی زرګونه کیلومتره سفر وکړي، ځکه ډېر کوچني ذرات د باد له لارې فضا ته پورته کېږي او وروسته په تدریجي ډول ځمکې ته راښکته کېږي.
ځینې وخت هغه خلک چې له چاودنې ډېر لیرې وي هم د وړانګو اغېزې تجربه کوي.

دا ذرات پر ځمکه، ودانیو، جامو او حتی د کور دننه سطحه پاتې کېدای شي. که څوک دا دوړې تنفس کړي یا د ککړو خوړو له لارې بدن ته داخلې شي، خطر زیاتېږي


څنګه کولی شو چې د رادیو اکتیف دوړو ځان وساتو؟

رادیواکتیفي پېښو په وخت کې متخصصین سپارښتنه کوي چې د ککړتیا مخنیوی د ژوند د ژغورلو مهمه برخه ده. حتی ساده احتیاطي ګامونه کولی شي د وړانګو اغېزه په واضح ډول کمه کړي.

کور ته د داخلېدو مخکې باید بوټان بهر وباسئ، ځکه رادیواکتیفي دوړې د خاورې په شان د بوټانو له لارې کور ته انتقالېږي. دا ذرات کولی شي د کور په فرش، غالۍ او نورو سطحو خپاره شي او د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

هغه شیان چې له بهر څخه کور ته راوړل کېږي، لکه کالي، بکسونه یا نور وسایل، باید تر امکان حده پورې پاک شي. رادیواکتیف ذرات ډېر وخت د دوړو په شکل د سطحو سره نښلي او په اسانه ډول انتقالېږي.

هوا مستقیم له بهر څخه مه داخلوی کورته، یا داخلیدو لاری یی بندی کړی. تر څو چې رسمي ادارې د خوندي کېدو اعلان ونه کړي. سپارښتنه کېږي چې د هوا داخلېدلو سیستمونه لکه پکی، کولر، یا ایرکنډېشن چې بهر هوا داخلوي، موقتي بند شي، ځکه رادیواکتیفي ذرات د هوا له لارې کور ته داخلېدای شي. 

د خوندي پاتې کېدو لپاره غوره ده چې د کور دننه هغه ځای انتخاب شي چې د بهرني چاپېریال څخه تر ټولو لرې وي، لکه زیرزمین یا د ودانۍ منځنۍ برخه. هر اضافي دیوال کولی شي د وړانګو اندازه کمه کړي، ځکه کلک مواد لکه کانکریټ او خاورې د وړانګو یوه برخه جذبوي. 

که یو څوک د پېښې پر مهال بهر پاتې شوی وي، د متخصصینو په وینا د جامو بدلول ډېر مهم دي، ځکه یوازې د بهر اغوستل شوو جامو لرې کول کولی شي تر ډېره اندازه رادیواکتیف مواد کم کړي. وروسته د بدن مینځل د ککړتیا خطر نور هم کموي. 

که امکان وي، خوله او پوزه د ماسک، ټوکر یا دستمال په وسیله پټ کړئ، تر څو د رادیواکتیفي دوړو د تنفس امکان کم شي. دا ذرات ډېر کوچني وي او کولی شي د سږو له لارې بدن ته داخل شي. 

د خوړو او اوبو په برخه کې احتیاط مهم دی. هغه خواړه چې بهر پاتې شوي وي یا د دوړو سره تماس کې راغلي وي، ممکن ککړ وي. سپارښتنه کېږي چې تړل شوي بوتلونه او بسته بندي شوي خواړه وکارول شي تر څو د ککړتیا خطر کم شي.

ولې صبر او حوصله کول دغه حالاتو کې مهم وی؟

ډېری خلک د پېښې وروسته د وضعیت د معلومولو لپاره بهر وځي، خو په همدې وخت کې د خطر اندازه لا هم لوړه وي. د وړانګو شدت د وخت په تېرېدو کمېږي. ساینسپوهان وایی چې د لومړیو ساعتونو په پرتله د څو ورځو وروسته د خطر اندازه کمېږي چې دیته د وړانکو “Decay” ویل کېږي.
د وړانګو اندازه د وخت په تېرېدو کمېږي، نو لږ صبر کول کولی شي د خطر اندازه کمه کړي.
په بېړنیو حالاتو کې ارام پاتې کېدل ډېر مهم دي. ویره او بېړه کله ناکله انسان غلطو تصمیمونو ته اړ کوي. هغه کسان چې د خوندیتوب اصول تعقیب کړي، عموماً خوندي پاتې کېږي.

For more information about this and other health related topics please like and follow our page.

Medical diagnosis

04/04/2026

What happens during heart attack!


Medical diagnosis

03/04/2026

Most difficult Anatomy questions.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical diagnosis posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share