Global Link

Global Link Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Global Link, Medical Service, Gorgoan delhi, Delhi.

که هروخت غوسه درځي او زړه مو خفګان کوي دوجود عضلات مو دردونه کوي دستړيا او کمزوري احساس کويددي ستونزي دخل لپاره دکدو خام...
01/07/2021

که هروخت غوسه درځي او زړه مو خفګان کوي دوجود عضلات مو دردونه کوي دستړيا او کمزوري احساس کوي
ددي ستونزي دخل لپاره دکدو خام زړي ياهستي په ورځني ژوند کي زيات استعمال کړي دکدو داني يا زړي په زياته اندازه مګنيزيم لري داعصابي او راوني تکليفونو لپاره بهترينه درملنه ده

01/07/2021

د انسان د مغزو په اړه ۹ حیرانونکې خبرې.

۱. د مغزو فعالیت د غذا په ډول پورې تړلی دی: څیړنې ښایي هغه کسان چې د سهار په ناشته کې سالم او قوي خواړه خوري نو د هغوي د IQ یا د هوش او درک کچه لوړه وي. نو د سالمو او قوي خوړو سره خپل د هوش یا IQ کچه لوړه کړئ.

۲. د مغزو ډيره برخه له اوبو جوړه ده: زیات خلک فکر کوي چې ماغزه په مکمل ډول جامد دي. خو داسې نه ده حقیقت دا دی، چې د مغزو ۷۵ فیصده برخه له اوبو تشکیله شوې. نو د مغزو ډیره برخه اوبه جوړوي او د مغزو جامده برخه له غوړو جوړه شوې ده.

۳. ستاسو مغز له ۱۰ څخه تر ۲۳ واټه بریښنا تولیدوي: چې دومره بریښنا د دوو ګروپونو د روښانه کولو لپاره بسنه کوي. د مغزو له دې ځواک یا بریښنا څخه د بدن د نورو غړو ترمنځ په اړیکه نیولو کې کار اخیستل کیږي.

۴. د پیچلو کارونو ترسره کول پر مغزو باندې ډير مثبت اثر لري: د پیچلو مسایلو او کارونو ترسره کول ددې سبب کیږي چې د مغزو ځانګړې برخې ورسره وده وکړي. چې دا کړنه د مغزو د پرمختګ لامل ګرځي.

۵. هر کله چې تاسو د یوې نوې موضوع په اړه فکر کوئ، ستاسو په مغزو کې یوه نوې عصبي اړیکه رامنځته کیږي. یعنې له دې سره مغزه د وخت په تیریدو بدلون کوي.

۶. تاسو همیشه د فکر کولو په حال کې یاست او یو عادي انسان په ورځ کې ۷۰ زره فکرونه کوي او شاید ددې اندازه په ځینو کسانو کې تر دې هم زیاته وي.

۷. د خندیدو په وخت کې د مغزو له پنځو برخو څخه کار اخیستل کیږي، نو په دې اساس خندا د مغزو د فعالیدو لپاره ډيره ګټوره ده. څیړنې ښایي هره ورځ د څو دقیقیو لپاره خندل ستاسو د روحي وضعیت د ښه والی لامل ګرځي.

۸. ماغزه یوازې کولای شي د بدن د نورو برخو درد پیدا کړي، یعنې ماغزه د خپل ځان د درد په حس کولو قادر نه دی. په حقیقیت کې مغزه په خپله درد نه کوي.

۹. په اوسط ډول د یو بالغ انسان د مغز اندازه 1.3kg کیلو ګرامو څخه تر 1.4kg کیلو ګرامو پورې ده. او په اوسط ډول مغز ۱۵ ثانتي متره اوږده دي. په ماغزو کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه عصبي حجرې او هورمونونه موجود دي.

ښه خوب او زياتي اوبه چښل دمخ ګونجي  ورکه ویهره ورځ په سمه او پوره توګه خوب کول، او روزانه لږ تر لږه یو نيم ليټر اوبه چښل...
01/07/2021

ښه خوب او زياتي اوبه چښل دمخ ګونجي ورکه وی
هره ورځ په سمه او پوره توګه خوب کول، او روزانه لږ تر لږه یو نيم ليټر اوبه چښل دمخ ګونجي له منځه وړي او يا هم مخ له اندازي زيات ګونجوالي ته نه پريږدي.

23/06/2021

د چای مصرف د خولې میکروب کمولی شي، مګر وروسته چای ممکن بدن کې زهرجن تولید کړي! په اوږده منډه کې د چایو وروسته مصرف د سر درد، د زړه درد او د معدې الرجال سبب کیږي.

تازه په تازه چای او وڅښئ

20/06/2021

طب
له هغو مسلکونو څخه دی، چې تربل هر مسلک ډېر خلک پکې د زده کړو لېوالتیا لري.
خو ولې طب؟
دلته به پکې د زده کړو مهم دلایل ولولو:

کاري فرصت
په طب کې د زده کړو یو لوی او مهم دلیل په دغه برخه کې د زیاتو او دوامداره کاري فرصتونو موجودیت دی.
په طب کې د زیاتو کاري فرصتونو یو لوی دلیل دا دی، چې انسانان له هر ډول استثنا پرته خامخا مریضیږي.
د طب فارغین سربېره پردې، چې د معالجې په برخه کې کار کولای شي؛ په خصوصي سکتور کې پانګونه کولای شي.
یانې روغتونونه جوړوی شي،د طبي څېړنو ادارې جوړوی شي او ورته نور فعالیتونه.

بل طب لویه غېږه لري. لکه:
د غاښونو طب
عمومي طب
د سترګو طب
د غوږونو او پوزې طب
درمل جوړونه
او ګڼې نورې برخې…

له نورو سره مرسته
طب په انساني لحاظ هم یو غوره مسلک دی. هغه ډاکټران، چې واقعاً د زړه له تله انسانیت ته د خدمت په نیت طب لولي او بیا په عمل کې دا نیت پالي،په وجداني لحاظ خورا آرامه دي.
دوی په مستقیم ډول د بشري ټولنې د خیرښیګڼې لپاره کارکوي.
د طب دا اړخ یو له ترټولو جالبو اړخونو څخه دی. په دې لحاظ طب نه یوازې دا چې انساني همدردي ده؛ بلکې آخروي ګټې او اجرونه هم لري.

د خلکو د خوښۍ سبب کیدل
دا او پورتنی عامل تقریباً سره ورته دي. ډاکټران له محدودو هغو خلکو څخه دي، چې په مستقیم ډول بشري ټولنه د دوی په مرسته او ابتکار ژغورل کیدای شي.
دا کار یې د خلکو د خوشالۍ سبب کیږي. ډاکټران بختور دي، چې خپه زړونه خوشالوي.

طب نړیوال مسلک دی
د طب یو بل لوی خاصیت دا دی، چې سراسري مسلک دی. په دې مانا چې محدودیت نه لري. یو ډاکټر په عین وخت کې د ټولو انسانانو ضرورت دی. دی کولای شي هم اسیایي، هم اروپایي، هم امریکایي او هم افریقایي ته خیر ورسوي.
دی مسلمان، کافر او د بل هر مذهب څښتن ته اخلاقاً د ډاکټریانې خیر رسولو دنده لري.

د ټيمي کار تجربه
ډاکټري لکه چې پوهیږئ د ځینو نورو کارونو برعکس فردي کار نه؛ بلکې ټیمي کار دی.
په دغه کار کې یو ډاکټر د مختلفو نورو برخو ډاکټرانو، نرسانو او نورو سره ګډ کار ته مجبور دی.
له دې كبله د طب د مسلک یوه عمده ښیګڼه دا ده، چې له ګډ او ټیمي کار سره د خپلو لارویو په اشنا کولو کې زیاته مرسته کوي.
د طب مسلک اړوند خلک د همدې ټیمي کار له کبله تر ډېره نرم مزاجه او با زغمه دي.

ورځ تربلې زیاتیدونکی اهمیت
طب له محدودو هغو مسلکونو څخه دی، چې ورځ تربلې یې ارزښت زیاتیږي او جدي کیږي.
په دې مانا، چې د بشري ټولنې تر ابده به ډاکټر ته اړتیا وي، ځکه انسان خامخا مریضیږي او ډاکټر دی، چې موجویت یې د دوی د درملنې لپاره ضرور دی.

کاري امنیت
د طب یوه بله ښیګڼه دا ده، چې د دغه مسلک خلک تر ډېره له کاري امنیت څخه برخمن دي.
دا خوندیتوب هم په مالي لحاظ او هم په فزیکي لحاظ د پام وړ دی. ډاکټران د نړۍ له ښه اقتصاد لرونکو خلکو څخه دي.
د دې ترڅنګ له دوی سره څوک زیات کار نه لري، یانې په نړیواله کچه قوانینو دوی ته د بې طرفو خلکو په سترګه کتلي او حتا جنګي لوري یې ورته په احترام لرلو مکلف کړي دي.

ټولنیز درناوی
ډاکټرانو ته په عام ډول ټولنې په لوړ احترام قایل دي او په درنه سترګه ورته ګوري.
ډاکټران د همدغه ټولنیز احترام له کبله هم پرخپل مسلک ویاړي او خپل اولادونه یا نور خلک هڅوي، چې دغه مسلک ته مخه کړي.

19/06/2021

اوړی د کال داسې وخت دی چې هایډریشن او صحي خواړه حتمي دي له همدې امله، موږ اړتیا لرو چې خواړه په خپل غذايي رژیم کې شامل کړو چې موږ به بشپړ وساتي او د اړتیا وړ مایعاتو په بدلولو کې مرسته وکړو چې موږ په دې موسم کې له لاسه ورکوو.

د ایمیونولوژۍ له نظره، که څه هم دواړه ( چینایي او هندي واکسینونه) د کوویډ ۱۹ ویروس سپایک پروټین بیکاره کوي، خو میکانزمون...
18/06/2021

د ایمیونولوژۍ له نظره، که څه هم دواړه ( چینایي او هندي واکسینونه) د کوویډ ۱۹ ویروس سپایک پروټین بیکاره کوي، خو میکانزمونه او د واکسینونو په مقابل کې د معافیتي سیستم غبرګون او موده یې یو له بله سره توپېر لري. لدې امله، چا چې کوویشیلډ هندي واکسین اوله ستنه کړي وي، د چینایي واکسین دوهمه ستن یې معافیت نه شي بشپړولای.

18/06/2021

Please be with us for medical help and information

Address

Gorgoan Delhi
Delhi

Telephone

+919650099080

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Global Link posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Global Link:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram