ارتوپيډيک سرجن ډاکټر نثاراحمد ایثار

  • Home
  • Iran
  • Tehran
  • ارتوپيډيک سرجن ډاکټر نثاراحمد ایثار

ارتوپيډيک سرجن ډاکټر نثاراحمد ایثار د هډوکو، بندونو، عضلاتو، ستون فقرات، تعویض مفصل او روماتیزم ناروغیو متخصص
Orthopedic joint replacement and spine surgeon

دعامه پوهاوي په خاطر!د خپلو ناروغانو د زنګون درد ته چې په هر عمر کې وي جدي پاملرنه وکړۍ او حتما د یو مسلکي متخصص ډاکټر س...
04/05/2025

دعامه پوهاوي په خاطر!
د خپلو ناروغانو د زنګون درد ته چې په هر عمر کې وي جدي پاملرنه وکړۍ او حتما د یو مسلکي متخصص ډاکټر سره مشاوره وکړۍ، چې په دې کار سره ممکن په ډیر یو ساده پروسيجر سره د شدیدو اړخیزو اغیزو څخه مخنیوی وکړو، مثلا که د اوسټیو ارتریت (osteoarthritis) ناروغ د ناروغي په لومړیو مرحلو کې ډاکټر ته مراجعه وکړي په ډیر یو ساده پروسيجر سره د ناروغ درد ارامیژی او هم به ناروغ د څو کالونو لپاره د زنګون د تعویض مفصل څخه ژغورلی وي، که خدای مکړه ناروغي وروستیو مراحلو ته لاړه، چي د ناروغ د معیوبوالي سبب ګرزي یعنې ناروغ د ډیر شدید درد له وجې نشي کولای چې خپل ورځيني کارونه تر سره کړي، چي په دې مرحله کې يوازينی او دایمي حل لاره تعویض مفصل دي. په ځينې نورو طریقو سره هم کولای شو، چې د ناروغ درد ارام کړو، خو هیڅ یوه یې دایمي نه ده.
خو هیله داده چې خپلې ناروغي په اړه حتما د یو مسلکي ډاکټر سره مشاوره وکړي.

یو شپته کالن ناروغ د زنګون د شدید درد څخه زمونږ مراجعه ته مراجعه وکړه، چې د کلينيکي او راډیولوژیکو معایناتو وروسته مالومه شوه، چې ناروغ د زنګون شدید osteoarthritis لري ناروغ ته مو د زنګون تعویض مفصل عملیات وکړل، چې د الله ج په فضل ناروغ د عملیاتو په سبا پرته له درده په خپلو پښو کورته ولاړ.

رهنما استاد: استاد ایتی
جراح : بنده په خپله
یادونه: تاسې د خپلې هرې ناروغي لپاره د اړوندې برخې یو مسلکي او متخصص ډاکټر انتخاب کړۍ، چې مسلکي ډاکټر به د درملنې یو غوره پلان او ستراتيژي وټاکي.

د عامه پوهاوي په خاطر!لطفا د خپل ځان او خپل ناروغ د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د اړوندې برخې پوه او مسلکې متخصص ډاکټ...
29/04/2025

د عامه پوهاوي په خاطر!
لطفا د خپل ځان او خپل ناروغ د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د اړوندې برخې پوه او مسلکې متخصص ډاکټر سره مشوره وکړۍ، چې په کار سره د ناروغۍ درست او صحيح تشخیص ايښودل کیژی، چې د سم تشخیص په پایله کې د درملنې یو منظم او درست پلان طرح کیژي، ښه درملنه د ناروغي دله منځه وړلو سبب ګرځي.
پورتنۍ خبره په دې سره را ياد شوه، چي يې يو څه موده وړاندې یوې ٥٠ کالنې میرمنې د چپ زنګون له شدید درد څخه زمونږ مرکز ته مراجعه وکړه، د فزیکي او راډیولوژیکو معایناتو وروسته معلومه شوه، چي بیمار د زنګون د یو کمپارتمان شدید Osteo arthritis لري. ناروغ مو د unicondylar knee arthroplasty کانديد کړ، خو بیمار د قلبي ناروغۍ له امله د اوږدي انستيزي تحمل نه لره، د قدرمن لارښود استاد Associate professor Ayati په لارښونه مو ناروغ ته د (PFO (Proximal fibula osteotomy پلان طرح کړ، جالبه دا وه چي دا عملیات ١٥ دقیقی وخت ونیوه او له تملیاتو وروسته ناروغ له روغتون څخه رخصت او په خپلو پښو کورته ته ولاړ ناروغ نن څو میاشتې وروسته د چک آپ لپاره زمونږ OPD ته مراجعه وکړه او دا ډیره جالبه وه، چې ناروغ هیڅ درد نلرله.
دا ډیر د خوښۍ ځای وي چي ناروغ په ډیر شدید درد کې درته راغلی وي او ستا له عملیاتو څخه وروسته هیڅ درد ونلري.
د بیمار اکسرې مخکې او وروسته له عملیاتو لیدلی شئ.
لارښود: استاد آیتی
جراح: بنده په خپله
د يادولو وړ ده چې په دې ساده پروسيجر سره د ناروغ زنګون ته شل کاله عمر ورکړل شو.
#غوره تشخیص
#غوره درملنه
# غوره پایله

د عامه پوهاوي په خاطر!
23/04/2025

د عامه پوهاوي په خاطر!

یو ٤٠ کالن ورزشکار زموږ مرکز ته مراجعه وکړه، چي د وزن بردارۍ په جریان کې یې چپ مټ وتلی وه او په مکرر ډول به خلع یعنی وتل...
19/04/2025

یو ٤٠ کالن ورزشکار زموږ مرکز ته مراجعه وکړه، چي د وزن بردارۍ په جریان کې یې چپ مټ وتلی وه او په مکرر ډول به خلع یعنی وتلو، ناروغ مو د راډیوګرافیکو معایناتو څخه وروسته د عملیات کاندید کړ.
ناروغ ته مو د laterjet په نوم ډیر پیچلي او په زړه پورې عملیات تر سره کړل انشاالله چې ناروغ به له درو میاشتو څخه وروسته په عادې ډول خپل ورش ته ادامه ورکوي.

Distal femoral and proximal tibial Hemi epiphysiodesis یو ډیر ساده پروسيجر دی که چیرې په هغه ماشومانو کې، چې د پښو انحرا...
18/04/2025

Distal femoral and proximal tibial Hemi epiphysiodesis
یو ډیر ساده پروسيجر دی که چیرې په هغه ماشومانو کې، چې د پښو انحراف ولري او عمر یې له اتو کالو څخه تر ١٣ کالو پورې وي ترسره شي ډیر ګټور دي، خو په دې شرط، چې ناروغ د یو مسلکي شخص پواسطه تشخیص شي او دا پروسيجر هم د مسلکي شخص په مرسته ترسره شي. ماشومان د ډیرو بدو اړخیږو اغیزو څخه، چې د ناروغ لپاره په تعویض مفصل تمامیژي ژغوري.
په لاندې عکسونو کې د یو ماشوم مخکې له عملیاتو او وروسته له عملیاتو عکسونه لیدلی شئ.

یادونه: دا ډول انحراف تر ٤ کالنی فیزیالوژیک دی والدین د زیات تشویش نکوي، بیا هم د ارتوپدی له یو متخصص سره مشاوره اړینه ده.

د عامه پوهاوي په خطر!د ستون فقرات یا د ملا مزمنو دردونو لپاره Epidural injection باید حتما په عملیات خونه کې او د C arm ...
18/04/2025

د عامه پوهاوي په خطر!
د ستون فقرات یا د ملا مزمنو دردونو لپاره Epidural injection باید حتما په عملیات خونه کې او د C arm یا راډیولوژي تر لارښونې لاندې په مناسب محل کې ترزیق شي. هڅه وکړی د ملا دردونو لپاره ترزیقات( ستنې) د یومسلکي شخص پواسطه په عملیات خونه کې د راډیولوژی تر لارښونې لاندې تر سره کړی، که چيري دا ډول ترزیقات حتی د یومسلکي شخص په واسطه، خو د راډیولوژی ( C arm) لارښونې پرته ترسره شي، نه دا چي ناروغ ته هیڅ ګټه نلري بلکې ستاسو د ناروغ د ځورونې او اقتصادي زیان سبب ګرزي.
مننه

Address

Tehran

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ارتوپيډيک سرجن ډاکټر نثاراحمد ایثار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category